دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeادبشعرملامت، د نزارقباني شعر/ ژباړه اجمل پسرلی

ملامت، د نزارقباني شعر/ ژباړه اجمل پسرلی

دنیا مې ګرموي، چې زه یې ګرانوم

لکه ما چې، مینه اختراع ده، لکه ما چې ده خلق کړې

لکه ما چې د ګلاب په اننګو کې انځور کړې

لکه ما چې په اسمان کې ده مرغه ته ورښوولې

لکه ما چې د غنم په شان پټیو کې کرلې

لکه ما چې سمندر کې اوبه کړې

لکه ما چې د ښایسته سپوږمۍ په څیر ده له اسمانه ځړولې

دنیا مې ګرموي چې د چا نوم اخلم یا یاد کوم چې ګرانه ده

لکه زه چې یمه مینه، د ده مور یم د ده خور یم

لکه زه چې انتظار وم، لکه زه چې پوهیدمه

لکه ما چې و لوستلي، لکه ما چې اوریدلي، مینه هغسې رانغله

که زه پوه وای چې دا مینه اعتیاد دی، ځان مې نه روږدی کاوه

که زه پوه وای چې دا مینه ده د ډيرو شمالونو دروازه، ما به نه وای پرانیستلې

که زه پوه وای چې دا مینه اورلګید دی مابه نه وای لګولې

دغه مینه مې تر ټولو مینو تیره

کاش چې کله یې لاسونه پرانیستل

ما ترې بلې خوا کتل

کاش چې کله یې وژلی…ما پرې وار وای مخکې کړی

دغه مینه زه په شپه کې پر پردو ځوړنده وینم

زه یې ګورمه جامو کې…..

هم په عطر او بنګړو کې

زه یې وینم رسم شوې پر خپل رغوي…

زه یې وینم نقش شوې خپل احساس کې

که یې زه وای خبر کړی

چې دا مینه ده ماشومه، ډک له شوره له ماشوره

بیا مې نه راپریښودله

که زه پوه وای چې یې پریږدم بیا مې زړه کې اینې ریزه کوي

څو شیبو کې اور اورونه بلوي

څو شیبو کې هرڅه بل مخ اړوي

څو شیبو کې دیوالونه سره کوي، دیوالونه شنه کوي

ما به سر نه وه شړلې

څومره ارزښتمنه یې

له خدایه یم راضي…چې زه دې ګرانومه

دغه مینه مې تر ټولو ګلالۍ ده

دغه مینه مې تر ټولو ده بیساری

هیلمن یم چې لیدلو ته څوک راشي

ګلونه به یې غاړه کې امیل کړم

که راغله په ژړا

ور به ورته خلاص کړم

ښکل به یې کړم، ښکل به یې کړم

ښکل به یې کړم

ښکل

(پای)

4 COMMENTS

  1. د ميني په اړه د نزار قباني د شعر تر څنگ د محترم حكمتيار دا شعر هم ولولئ:
    مينه څه ده؟
    مينه څه ده؟ سره لمبه ده دين ايمان دي سوزوي
    مينه څه ده؟ يوه وږمه ده رب رحمان دريادوي
    مينه څه ده؟ توند طوفان دئ كور د عقل ورانوي
    مينه څه ده؟ خوږ باران دئ د زړه كر ښېرازوي
    مينه څه ده؟ څپاند سيند دئ هيبتونه زېږوي
    مينه څه ده؟ د صحراء سړه چينه ده تږى زړه خړوبوي
    مينه څه ده؟ يو سور اور دئ شهوتونه پاروي
    مينه څه ده؟ د زړه سوز دئ رحمتونه وروي
    مينه څه ده؟ يوه پلمه ده د شيطان د لاس آله ده
    مينه څه ده؟ كرشمه ده فرشته ئې پاروي
    مينه څه ده؟ تش فريب دئ له هوس راټوكېدلى
    مينه څه ده؟ توند احساس دئ ويښ ضمير ئې زېږوي
    مينه څه ده؟ يو نشتر دئ زړه ځگر زخمي كوي
    مينه څه ده؟ يو ملهم دئ زخمي زړونه رغوي
    مينه څه ده؟ دا د ژوند د بقاء راز دئ
    مينه څه ده؟ يوه جذبه ده مور ايثار ته هڅوي
    مينه څه ده؟ د احسان بدل كي شكر او ثناء ده
    مينه څه ده؟ د ښكلا ښايست ليدا ته هڅېدا ده
    مينه څه ده؟ زما د مور د زړه درزا ده
    مينه څه ده؟ د ماشوم ښكلې خندا ده
    مينه څه ده؟ د يوې شمعي سوزېدا ده
    مينه څه ده؟ د پتنگ د سر سودا ده
    حكمتيار

  2. زه له هره نظره یو مُفلس انسان یم
    خو
    پدې ویاړم چي دا حقیقت می درک کړیدی چي
    خوشی خبره نده چي
    په پښتنی ادبی جغرافیا کی یوازنئ پښتنی شاعر چه د ژبی او سترګو او غوږونو او قلب او مغز او عقیدې تر منځ پرتې ضخیمی پردې ئې په طبیعی توګه څیری سویدی هغه فقط او فقط مومند عبدالرحمن دی او بس

  3. بخښنه غواړم
    هېر می سوه چي په مخکنۍ تبصره کی ولیکم چي
    دا تبصره می فقط د حکمتیار ته منسوب شعر په هکله ولیکله)

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب