Homeخبرونهیوې نسبتاً شدیدې زلزلې د افغانستان شمال ختیځې سیمې ولړزولې

یوې نسبتاً شدیدې زلزلې د افغانستان شمال ختیځې سیمې ولړزولې

تاند (چهارشنبه، د غويي/ ثور ۱۶ مه) یوه زلزله، چې شدت یې د ریښتر په کچه ۴ اعشاریه ۲ و، تېره شپه د افغانستان شمال ختیځې سیمې ولړزولې.

د جرمني د زلزله پېژندنې ادارې د راپور له مخې، د دې زلزلې مرکر د بغلان ولایت په نهرین ولسوالي کې تر مځکې ۱۵۰ کیلومتره لاندې و.

زلزله په ځايي وخت د شپې په یوولس بجې او ۵۳ دقیقې وشوه.

دې ته په کتو چې په دوه زرمه لسیزه کې هم نهرین د یوې مرګونې زلزلې مرکز و، دې زلزلې اندېښنې پارولي دي خو د دې خبر د خپرېدو تر شېبې پورې د مرګ ژوبلې او تاوانونو کوم راپور نه دی ترلاسه شوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

هنر، زیبایی و رموزات هنر و زیبایی | پوهاند دودیال

مقدمه موضوع این مقاله عمدتاً در مورد هنر است، ولی مفهوم زیبایی خود بخود وابسته به آن است. متاسفانه در افغانستان درین اواخر بنا...