تاند (چهارشنبه، د غويي/ ثور ۱۶ مه) د فرانسې د د نورماندې سیمې د زده کړو افغان فعال مطیعالله ویسا د «۲۰۲۶ د ازادۍ» د معتبرې جایزې ګټونکی اعلان کړ.
ښاغلي ویسا، چې د زدهکړو د ترویج او د زده کړو د حق په تېره بیا د نجونو د زده کړو مدافع دی، په دې لاره کې د مبارزې له کبله زندان هم تېر کړی دی.
دا جایزه د نورماندي له خوا د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو د زرګونو کسانو د رأیو پر بنسټ ورکړل شوې ده. د اعلان له مخې، له ۷۵ هېوادونو څخه ۱۸ زره او ۷۰۸ ځوانانو په رأیه ورکولو کې برخه اخیستې او ویسا یې د دې جایزې د اتم پړاو ګټونکی ټاکلی دی.
د نورماندي په خپور شوي پیغام کې راغلي: «مطیعالله ویسا د ۲۰۲۶ د ازادۍ جایزه وګټله. ۱۸ زره او ۷۰۸ ځوانانو له ۷۵ هېوادونو څخه د هغه د بري لپاره رأیه ورکړه.»
مطیعالله ویسا د قلم لار بنسټايښودونکی دی؛ هغه بنسټ چې د زرګونو رضاکارانو په مرسته د زدهکړې د پراختیا لپاره کار کوي، په ځانګړي ډول په هغو سیمو کې چې له زدهکړو بېبرخې دي، او د نجونو د تعلیم حق ته ځانګړې پاملرنه لري.
ویسا دا خوځښت په ۱۷ کلنۍ کې پیل کړی و او وروسته یې په لرې پرتو سیمو کې د ښوونځیو د جوړولو هڅې هم کړې دي.
هغه د ۲۰۲۳ کال په مارچ کې د خپلو فعالیتونو له امله د طالبانو له خوا ونیول شو او اووه میاشتې یې په زندان کې تېرې کړې.
افغانستان دا مهال په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې پکې د نجونو او ښځو لپاره منځنۍ او لوړې زدهکړې منع دي.
د «آزادي جایزه» په ۲۰۱۹ کال کې د نورماندي سیمې او د بشري حقونو او سولې د نړیوال انستیتوت له خوا جوړه شوې ده، او هر کال هغو کسانو یا بنسټونو ته ورکول کېږي چې د بشري ازادیو په دفاع کې یې مهم رول لوبولی وي.
ټاکل شوې چې د دې جایزې د ورکولو مراسم د جون په څلورمه نېټه د فرانسې په کن ښار کې ترسره شي، چې پکې به له څلور زرو څخه ډېر ځوانان او د دوهمې نړیوالې جګړې یو شمېر پخواني سرتېري ګډون وکړي.
په ۲۰۲۵ کال کې دا جایزه ژیزل پلیکوت ته ورکړل شوې وه، چې په فرانسه کې د جنسي تاوتریخوالي پر وړاندې د مبارزې له امله پېژندل کېږي.