جمعه, اپریل 19, 2024
Homeمقالېاقتصادزرغونه وده | لیکوال: خبیب علي

زرغونه وده | لیکوال: خبیب علي

د چاپېریال او اقتصاد له ننګوونکو فشارونو سره سره، په ملي او نړیواله کچه په تېرو څو کلونو کې په ډېر شدت سره کوښښ کېږي چې زرغونه وده (Green Growth) د اقتصادي ودې د یوې نوې سرچینې په توګه وپېژندل شي. دا ډول چټک تحرک او جریان د دوامداره پرمختګ او د فقر د کچې په راکمولو کې ډېره مرسته کولای شي. تر یوې اوږدې مودې د طبیعي منابعو کارول، د انرژۍ په استعمال کې موثریت او د ایکوسیستم د خدمتونو په ارزښت پوهېدل د زرغونې ودې بنسټیزې موضوع ګانې دي، چې اوسني دولتونه ورته بېخي ډېر ضرورت لري.

خبیب علي

زرغونه وده د دواړو، اقتصادي پالیسۍ او دوامداره پرمختګ موضوع ده، یعنې که موږ غواړو پرمختګ وکړو، که د وګړو د ژوند کچه لوړوو او که کامیابه ستراتېژي او پالیسي جوړول غواړو باید زرغونه وده له پامه ونه غورځوو او د عملي کېدو لپاره یې چټک ګامونه واخلو. زرغونه وده په ټوله کې د دوو مقصدونو لپاره کارول کېږي:

۱. د دوامداره او هر اړخیزې اقتصادي ودې لپاره: د دې مقصد لپاره د زرغونې ودې کارول زیاتره په پرمختیایي هېوادونو کې صورت نیسي، ځکه پرمختیایي هېوادونه په لویه کچه د فقر او بېوزلۍ سره مخ دي. د دې ترڅنګ بېکاري او د استخدام نشتوالی د دې هېوادونو دوه نورې لویې ستونزې دي، چې زرغونه وده ورسره د دې ستونزې په هواري کې تر ډېره مرسته کوي.

۲. د چاپېریال د ادارې او مدیریت لپاره: د اقتصاد محصلین پوهېږي چې د اقتصاد د رامنځته کېدو لوی سبب د منابعو او وسایلو کمبود دی. زموږ په ډېرو کتابونو کې اقتصاد ته د کمبود علم ویل شوی دی، یعنې وسایل کم دي او نشي کولای چې غوښتنې پوره کړي نو ځکه هغه پالیسۍ او تګلارې چې د محدودو وسایلو موثر استعمال څېړي، اقتصاد بولو. په دې ځای کې د زرغونې ودې د استعمال مقصد تقریبا د همدې ستونزې حل دی، یعنې زرغونه وده د وسایلو او منابعو کمښت جبرانوي او د اقلیمي بدلونونو ستونزې حلوي.

په لومړي سر کې ځینو دولتونو زرغونې ودې ته د لنډمهاله ودې په سترګه کتل او ځینو نورو غوره وبلله چې د چاپېریال له اړخه ورته وګوري.

ګڼ پرمختیایي هېوادونه د ټولنیزو، اقتصادي او ایکویي ستونزو سره مخ دي. دا ستونزې ډېری وخت د نابرابرو اقلیمي شرایطو له امله رامنځته کېږي، چې سرچینه یې د انرژۍ، خوړو او اوبو ناسم استعمال دی. د ککړتیا له امله تر وخت دمخه مړینه، د اوبو کمزوری کیفیت او هغه ناروغۍ چې د اقلیمي بدلون سره رامنځته کېږي، د پرمختیایي هېوادونو نورې لویې ستونزې دي. که وګورو نو په نړیواله کچه د ډېرو هېوادونو اقتصاد د دې ستونزو تر اغېز لاندې راځي او د پرمختګ مخه یې ډب کېږي، خو په وروستیو کلونو کې زرغونې ودې د دې ستونزو د حل لپاره لازمې لارې چارې رامنځته کړې دي.

اوس په نړیواله کچه پرمختیایي هېوادونه د اقتصادي ودې مرکزونه دي، ځکه د زرغونې ودې عملي کېدل دلته صورت نیسي چې له امله یې طبیعي منابع په ښه او ګټوره توګه استعمالېږي. د طبیعي منابعو دا ګټور استعمال د وګړنیز ژوند کچه لوړوي او د هېوادني اقتصاد د بهبود سبب ګرځي.

د زرغونې ودې لپاره زموږ په هېواد کې تقریبا ټول شرایط برابر دي. د افغانستان کرنیزوالی او پرمختیایي توب دا خبره نوره هم قوي کوي. که موږ د پراخو تولیداتو لپاره وسایل نه لرو، که د مولدیت کچه نه شو لوړولای، که د فقر او بېوزلۍ سره مخ یو او که د استخدام له نشتوالي سر ټکوو، ممکن دا خبرې یو څه منطقي وي او خلک یې راسره ومني. خو که د زرغونې ودې لپاره کار نه کوو او وایو چې شرایط ورته نه دي برابر، نو تاسو باور وکړئ چې هسې ځان تېرباسو، ځکه موږ په دې لاره کې تقریبا هېڅ ستونزې نه لرو او که دوامداره پرمختګ نه وي، نو دوامداره وده خو حتما رامنځته کولای شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب