جمعه, دسمبر 5, 2025
Home+د اوبو لګولو سیستمونه | انجنیر عبدالسمیع واحدي

د اوبو لګولو سیستمونه | انجنیر عبدالسمیع واحدي

د اوبو لګولو سنتي او عصری سیستمونه

اوبه لګول په کرنه کې د نباتاتو د ودې او د کرنیزو محصولاتو د تولید لپاره د ځمکې په اوږدو کې د اوبو رسول او خپرولو ته ویل کیږي. یا په بل عبارت د اوبو له منبع څخه په مصنوعي ډول کرنیزو ځمکو ته د اوبو رسول د اوبو د لګولو یا Irrigation په نامه یادیږي.

د نړۍ د انسانانو د ضرورت وړ نږدې نیمايي خوراکي توکي له کر کیلې څخه لاسته راځي، که څه هم په نړۍ کې د کرنې وړ ځمکې یوازې 15 سلنه آبي ځمکې دي چې د اوبو لګولو د سیستمونو له لارې اوبه کیږي او پاتي 85 سلنه په للمي شکل کرل کیږي مګر بیا هم د اوبو لګولو سیستمونه د خوراکي توکو په تولید کې خورا مهم او اساسي نقش لوبوي.

د اوبو لګولو د سیستمونو له لارې کروندې باید په داسي ډول اوبه شي چي د اوبو لګولو موثریت ډیر، د اوبو ضایعات کم او د خاورې او اوبو ککړتیا او ضرریات تر ټولو په ټیټه کچه کې وي.

په بشري ټولنو کې د کروندو د اوبه کولو طریقي له ډیر پخوا زمانو څخه رواج لري چي په عمومی صورت او په تاریخي لحاظ د اوبو لګولو دوه مهمې طریقې شته چي یو له دغو طریقو څخه د اوبو لګولو عنعنوي (دودیز) سیستمونه دي او بل د اوبو لګولو عصري سیستمونه پکي شامل دي. د اوبو لګولو په عنعنوي سیستم کې چې ډیر پخوانۍ مخینه لري اکثر د سطحي اوبه خور په طریقه تر سره کیږي په دي طریقه کي د اوبو ضایعات ډیر زیات وي چي نږدې 75 سلنه ضایعات لري مګر د اوبو لګولو په عصري سیستمونو کې د اوبو ضایعات یواځي 20 نه تر 25 سلنې پوري دی. په عنعنوي سیستم کې ځمکه په هوارو پټیو  جویو شکل ته اړوي په دي ډول اوبه د ځمکې په مخ  د خاورې په سطحه کي په موازي ډول جریان پیدا کوي او په خاوره کې د نقوذ نه بعد لومړي خاوره مشبوع کوي او له دې طریقه د بوټو د ریښې څخه تیریږي د عنعنوي سیستم مثبت ټکی دا دی چي په دی سیستم کې د اوبو رسولو لګښتونه کم او د بزګرانو ډیره انرژی او وخت پکې نه مصرفیږي او حفظ و مراقبت یعني د سیستم څار او ساتنه کم لګښته وي.

  د اوبو لگولو  سیستم بايد د اوبو د سرچینو، د پروژي اقتصادیت، تخنيکي ابزار. د ځمکې توپوگرافي په تيره بيا د ځمکي میلان، د خاورې نوعیت او ډول په خاصه توگه د خاوري تکسچراو په خاوري کې د اوبو د نفوذ اندازه يا انفلتريش (Infiltration )، د ځمکي د مالګینتوب خواص، د بوټو یا نباتاتو ډول او د هغو د کرلو میتود او طريقه، په سیمه کې د اوبو د زيرمو ډول او اندازه ، د اوبو لگولو د سیستمونو مناسب اقتصادي واریانټ، د اوبو لگولو د وسايلو او تسهيلاتو موجوديت او نوري آسا نتياوي ټول بايد د اوبو لگولو د طريقي د انتخاب په وخت کي په پام کي ونيول شي. د نړۍ په بیلابیلو هیوادونو او سیمو کي د مختلف ډوله فصلونو او کښتونو د اوبه کولو په مقصد د اوبو لگولو د مختلفو طريقو څخه کار اخيستل کيږي چي ډيري مشهوري يي د اوبو لګولو سیلابي طریقه (Flooding Irrigation system): د بارډر سټريپ طريقه (Border Strip Method)، د بسين طريقه (Basin Irrigation)، چک بسين طريقه (Check Basin Method)، د پشتي-جويي طريقه (Furrow Irrigation)، د سپرنکلر طريقه (Sprinkler Irrigation) او د څاڅکو په طريقه اوبه لگول (Drip Irrigation) يې ډیري مشهورې دي.

وچ، صحرايي، نیمه صحرايی او د ګرم اقلیم درلودنکو سیمو کي د اوبو لګولو عصري سیستمونو څخه ګټه اخیستنه ځکه ډیر مهم دي چي دغو سیمو کي د اوبو منابع ډیر کم وي او دا ډول سیمي اکثر د وچکالیو د خطر سره مخامخ وي، د اوبو لګولو عصری سیستم کي د خاوري نوعیت، د سیمي اقلیم، د بوټي (نبات) ډول، تبخیر، تعرق ، فلترییش د موډرن او عصری وسایلو په واسطه دقیق مطالعه کیږي او د اوبو لګولو دپاره  هغي طریقي څخه کار اخلي  چي د پرمختللي ټیکنالوژیو په کارولو سره کرنیزو ځمکو ته د اوبو لګولو وخت کي د اوبو ضایعات حد اقل ته رسوي او د  اوبو لګولو د موثریت زیاتوالي کې مرسته وکړي. په دې سیسټمونو کې د اوبو لګولو قطره يی سیستم، باراني یا د اوبو د شیندلو (آب پاشي) سیستم، د قشار لاندي د اوبو لګولو سیستم او د اوبو لګولو ځیرک سیستمونه شامل دی…..

نور بیا…..

د افغانستان د اوبو کمښت؛ نننۍ ستونزه؛ خو د سبا لپاره جدي ګواښ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب