پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Home+حمزه بابا په خپلو شعرونو کې ژوند ته څه ډول ګوري؟

حمزه بابا په خپلو شعرونو کې ژوند ته څه ډول ګوري؟

حفيظ‌الله بشارت
حمزه شینواری د معاصر دور له یوازینیو هغو شاعرانو دی چې په خټه کې یې له ازله فلسفيانه تفکر، عرفاني مشاهده او د تخيل رنګیني ګډ راغلي وو.
موږ دلته کوشش کړی چې د نوموړي هغه غزلونه او بیتونه وشاربو چې د ژوند د مانا یا پوچۍ څرکونه پکې لر، بر کېږي:
ژوند ته وګوره ژوند څه دی، همه همه کار دی، همه کار دی
هغه ژوند په مرګ حساب دی، په دنيا کې چې وزګار دی
نه فرهاد يې په صفت کې، نه منصور یې په مانا کې
تا یو ګټ مات کړی نه دی، وایې عمر مې په دار دی
په ډېوه د خپل عمل کې، د وجود وينه که تېل کړې
ستا د پاره تیاره نشته، هر وطن درته بازار دی
بې کاري به هم يو کار وي، خو حاصل ورځنې نشته
د مقصد مزل یې کوم شو، هغه اوښ چې بې مهار دی
د هستۍ په لويه لار ځي، وختونه نه ودرېږي
اې پښتونه ولې ناست یې، ستا وچا ته انتظار دی
په دې غزل کې حمزه بابا د ژوند مانا تر ډېره د عمل، هدف او شعور له زاویې لټوي او دا راته وايي چې ژوند خپلو اهدافو او ارمانونو ته د رسېدو په لار کې د سختیو او منډو ترړو ګالل دي، ژوند اصلن په کار، کار او کار باندې ماناداره کېږي، کوم ژوند چې له کاره خالي وي، هغه اصلن په مرګ حساب دی.
د بابا په دې غزل کې د وېکټور فرانکل د دې خبرې چې وایي: ژوند ته مانا ورکول، د انسان تر ټولو ژوره داخلي اړتیا ده، څرکونه هم وینو.
فرانکل باور لري چې انسان په هر رنګه سختو  حالاتو کې کولی شي ژوند ته مانا ومومي. د حمزه شینواري دا غزل هم کټ مټ د فرانکل له نظریې سره سم راځي او د دواړو مطلب دا دی چې د ژوند مانا او ارزښت باید پيدا شي، ګني ژوند سراسر پوچ دی.
دا غزل د ژان پل سارتر له دې وینا سره چې وايي: انسان اول پیدا کېږي، بیا خپله مانا جوړوي. هېڅ یوه مانا ذاتاً وجود نه لري. انسان ازاد دی چې خپله لاره وټاکي، هم سر خوري، دا ځکه چې په دې غزل کې حمزه بابا هم عين نظریه لري او وایي چې ژوند د کار و حرکت نوم دی، ژوند اصلن ازلي مانا نه لري.
لکه څرنګه چې سارتر د خپلې مانا جوړونې نظریه لري، حمزه بابا هم کټ مټ د ازاد انتخاب او مسوولیت پلوی دی.
دا حقیقت دې درک شي چې ژوند یواځې زموږ ملکیت نه، بلکې زموږ سره الهي امانت او د انسانیت د تکمیل جوهر دی.
لولم یې په دې چې یې عنوان انسانیت دی
خدایه! د هستۍ چې تا ویلې افسانه
نه کړي سرکوزي دا طبیعت دی، د ژوندون
سر په هر حالت کې هم اوچت دی، د ژوندون
عمر که همه په حوادثو وي، لړلی
نه زغمي فنا چې کوم لذت دی، د ژوندون
پټ که سپرلی دی، که محسوس په رنګ و بوی دی
نښه د وجود هر حرکت دی، د ژوندون
خدایږو چې لباس د کاینات پرې لنډ و تنګ دی
دومره بې انداز قد و قامت دی، د ژوندون
حسن چې هر چا وته جلوه په جدا رنګ کا
بې له دې څه نه دی، یو صفت دی د ژوندون
دا په سراپا کې چې د ښکلو زړه راښکون دی
دا شوخي او ناز و نزاکت دی، د ژوندون
مخ کې چې د مړيو ښکلا نه وي، څه پوهېږې
دا ځکه چې شوی ترې هجرت دی، د ژوندون
عقل دی، که پوهه ده، که علم، که هنر دی
ښکاري مختلف خو یو صورت دی، د ژوندون
ژوند حمزه واحد دی چې ظاهر دی په کثرت کې
یو دی، اکي یو دی، که کثرت دی، د ژوندون
د حمزه بابا په دې غزل کې د ژوند مانا ته د عرفان له عینکو ورکتل شوي دي او ژوند يې پکې یو اوچت، ژور او الهی حقیقت ګڼلی دی.
د هغه له نظره ژوند داسې څه نه دی چې یوازې د تر مادیاتو، ساه اخیستو یا عمر تېرېدو پورې محدود شي، بلکې رواني، جمالیاتي او معنوي اړخ هم لري.
په دې غزل کې لولو چې ژوند که ټول له سختیو ډک شي، بیا هم خپله مانا او ارزښت له لاسه نه ورکوي، ځکه ژوند د ستونزو پر وړاندې د درېدو، عزت او سرلوړتیا نښه ده.
شاعر باور لري چې هر حرکت، هر رنګ، هر بوی، هر حسن او هره جذبه د ژوند نښې نښانې دي. ژوند دومره پراخ دی چې کاینات یې د مکمل اظهار وس نه لري. ښکلا، ناز، هنر، علم، عقل… دا ټول اصلن د ژوند شکلونه دي او له ژوند پرته هېڅ یو یې معنا نه لري.
د ژوند مانا د یار د سترګو په مستۍ کې، د خندا ښکلا او د مخ په نور کې تعبېرېږي.
ژوند د ښکلا، جذباتو، او روحاني سرور ننداره ده.
هر څو که محبت مې زړه چاودون ګڼلی دی
حاصل له غنم رنګو مې ژوندون ګڼلی دی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میزان ۲۸ د ازبکي ژبې ورځ ده

تاند- نن د میزان یا تلې ۲۹ مه، چې د اکتوبر له ۲۱ سره برابرېږي، د افغانستان د ازبکي ژبې له ورځې سره برابره...