شنبه, اپریل 27, 2024
Home+د تالیفي اثارو ماخذونه | سراج احمد حبیبي

د تالیفي اثارو ماخذونه | سراج احمد حبیبي

تالیفي کتابونو ته ماخذ ورکول یو له ډېرو مهمو او ضروري کارونو څخه ګڼل کېږي، ځکه په دې سره په تالیف شوي اثر کې د مؤلف د خپلو او د نورو لیکوالو د خبرو توپیر کېږي او د دې توپیر په پایله کې لوستونکو ته د مؤلف علمیت او لاعلمي او دغه راز صداقت او دروغ څرګندېږي.

 خو له بده مرغه چې تالیفي اثر ته د ماخذ ورکولو له دومره اړتیا سره سره بیا هم د پښتو ډېری مؤلفین خپلو کتابونو ته د ماخذ ورکولو په چاره کې له دقت څخه کار نه اخلي. په دوی کې ځینې په لوی لاس غواړي چې د خپل کتاب ماخذ لوستونکي ته په هغه شکل سره ولیکي، چې دوی ته ترې د مؤلف علمیت او لاعلمي ښکاره نه شي. هسې په ظاهره  د کره کتونکو له کره کتنو او نیوکو نه ځانونه خلاص کړي، خو په پټه په خپل اثر کې ګڼې د نورو علمي خبرې په خپل نامه تېرې کړي. دا کار نه یوازې زموږ او ستاسې یو نوی او مبتدي لیکوال کوي، بلکې ډېر هغه لوی څېړونکي او لیکوال یې هم ښکار شوي دي چې موږ او تاسو هغه د چا خبره باید د ډېر تقدس او احترام له مخې د دوی د نومونو تر اخیستلو مخکې لومړی خپلې خولې پرېمینځو او بیا یې نومونه واخلو. 

په هر صورت، خبره تالیفي اثارو ته په دقیقه توګه د ماخذونو ورکول او په دې ډول اثارو کې د نورو لیکوالو له ماخذونو څخه د استفادې ده؛ چې باید هر څېړونکی او محقق یې د اسلامي او ملي وجیبې له مخې په پوره امانتدارۍ سره ولیکي. 

تالیفي اثارو ته ماخذونه ورکول څېړونکو او لیکوالو په دوه ډوله ښودلې دي، یو ډول یې هغه دي چې د هرې هغې پاڼې په پای کې ولیکل شي، چې په هغې پاڼه کې د چا د اثر نه استفاده پکې شوې وي. او بل ډول یې هغه دي چې د تالیفي اثر د هر فصل په اخر او یا حتی د ټول اثر په پای کې له ټولو جزیاتو سره یو ماخذ ولیکل شي. 

د لومړي ډول ماخذ لیکل له لوستونکو سره د موضوع په اړه په لا ډېرو پلټنو کې ډېره مرسته کوي، ځکه تیار تر سترګو لاندې ورته لیکل شوی وي، که هر څو متجسس هم نه وي، بیا یې هم د اړوندې موضوع په اړه د ماخذ پاڼو اړولو ته هم زړه ښه کېږي. خو دا چې دا ډول ماخذ د اثر د هرې پاڼې په اخر کې لیکل کېږي، حتماً یې د مؤلف لپاره ترتیبول او لیکل له ستونزو او کړاو څخه ډک کار وي.   

د دویم ډول ماخذ په اړه چې د هر تالیفي اثر په پای او یا یې د هر څپرکي په اخر کې لیکل کېږي، څېړونکي او لیکوال په یوه خوله نه دي، ځینې یې د لیکوالو تخلصونه د الفبا په ترتیب لیکي او ځینې یې د خپل اثر د کتاب د پاڼو په ترتیب لیکي، یعنې د هر ماخذ نه یې چې په اوله پاڼه کې استفاده کړې وي، هغه اول لیکي او د هغه اثر نه یې چې په دویمه پاڼه کې استفاده کړې وي هغه دویم. 

په دې دویم ډول کې یې تر ټولو نه غوره طریقه دا ده، چې ماخذونه د لیکوالو د تخلصونو په ترتیب د هر فصل په پای کې ورکړل شي، خو دا ترتیب یې هم باید د کود پر سیستم باندې برابر وي، د کود سیستم هغه سیستم دی چې په دې وروستیو وختونو کې د افغانستان د علومو اکاډیمۍ او د لوړو زده کړو وزارت له خوا د علمي او څېړنیزو اثارو د تالیف لپاره وضع شوی ؤ. خو له بده مرغه چې دواړو ارګانونونو بیا بېرته خپله دا پرېکړه واخیسته او د هغه پر ځای د بل داسې ډول ماخذ نه استفاده کوي، چې نور عین د کود د ماخذ غوندې د لیکوالو د تخلصونو په ترتیب د اثر د هر فصل په پای او یا د ټول اثر په اخر کې لیکل کېږي، خو د لیکوال تخلص هم ورسره  په منځ کې لیکل کېږي. 

البته دغه د لیکوال تخلص ورسره په هغه ځای کې لیکل کېږي، چې د اثر د پاڼې په منځ کې د ماخذ نه استفاده شوې وي. په دې ترتیب چې لومړی د اثر کود مثلاً: ( الفت؛ ۱۳۹۰: ۱۵) چې په دې ځای کې له الفت صاحب نه موخه ګل پاچا الفت، د (۱۳۹۰) نه موخه د ده هغه اثر چې په (۱۳۹۰) کې چاپ شوی دی او د (۱۵) نه موخه د همدغه یاد اثر له (۱۵) پاڼې نه ده. 

د دغه ډول ماخذ عیب دا دی چې که چېرته په یوه تخلص څو لیکوال وي، نو بیا پکې د مطلوب لیکوال موندل ستونزمن کار دی، دغه راز که چېرته د یوه لیکوال په یوه وخت کې څو اثار چاپ شوي وي او موږ یې دلته د همدې څو اثارو نه استفاده کوو، نو بیا پکې لوستونکي ته د دې تشخیص سخت دی چې مؤلف د لیکوال د کوم اثر نه په دې پاڼه کې استفاده کړې ده!؟  

دغو دواړو ستونزو ته په کتو سره د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت او د علومو اکاډیمي باید پر خپلې وروستۍ پرېکړې له سره غور وکړي، ځکه په دې سره نه یوازې دوی د تالیفي اثارو د ماخذونو ستونزه نه ده حل کړې، بلکې خبره یې نوره هم پسې آپوټه کړې ده. 

زما په نظر تر ټولو نه ښه پرېکړه یې هماغه د کود د سیستم لومړنۍ پرېکړه وه، ځکه په هغې کې د کتاب په متن کې یوازې عددونه لیکل کېدل او د کتاب د فصل په اخر کې ټول هغه اثار چې په تالیفي اثر کې ترې استفاده شوې وه، د هغوی د لیکوالو تخلصونه د الفبا په ترتیب لیکل کېدل، په دې سره د پورتني ماخذ دواړې ستونزې پکې حل کېدې. مثلاً د کتاب په متن کې لیکل کېدل: (۱: ۱۵)  یعنې د اول ماخذ (۱۵) صفحه. اوس چې د هر چا تخلص د ماخذونو د فهرست په سر کې راته، پرته له دې چې د هغه سړی عمر او رتبه پکې په نظر کې نیول شوې وای، لیکل کېده. 

نور د اثر په متن کې د ماخذونو د ورکولو په وخت کې باید له ډېر دقت څخه کار واخیستل شي، هیڅ یو مؤلف باید دا کوښښ ونه کړي، چې خپلې خبرې او د ماخذ د لیکوال خبرې سره ګډې کړي، ځکه پر دې سره هم خپل شهرت ته زیان رسوي او هم د هغه ماخذ د لیکوال سره خیانت کوي، هر مؤلف باید خپلې خبرې او د ماخذ د لیکوال خبرې د يوه پراګراف په وسیله بېلې کړي او د ماخذ د لیکوال تر خبرو لاندې د هغه د کتاب کود ولیکي او بیا یې د خپل کتاب په اخر کې د کود سره مطابق بشپړ ماخذ ولیکي. 

2 COMMENTS

  1. سراج جانه سلامونه !
    تاسو ویلی چی وزارت تحصیلات عالی او اکاډمی دی داسی وکړی او داسی دی نه کوی. باید وویل شی چې د ماخذ لیکلو اصول علمی ادارو، مولفینو او محققینو ته معلوم دی او هغه د APA منل شوی روش دی. بله ټکی تاسو لکیلی او لیکل یی ضرور نه و، هغه داده چی؛ د بعضی کسانو د نوم له اخیستو مخکې باید خوله ومینځي د دی اغراق او غلو حاجت څه دی؟
    ټول موافق دی چی مولفین باید دیوې علمی لیکنی( Scientific/heavy writing) اصول رعایت کړی، هر تالیف شوی اثر د یوه لارښود او بیا د مروبوطه ارګان دعلمی شورا له خوا تایید کیږی، که مولف سهو کړی وی، هغوی ورته متوجه کیږی، زما او ستا صلاحیت دومره ندی چی د اکاډمی او وزارت په پریکړو انتقاد وکړو، مګر لیکنو ته دوام ورکړه، خو اول له ساده مسایلو شروع وکړه چی پوه شوی علمی صلاحیت دی موندلی بیا نو په احتیاط دعلمی لیکنو کره کتنه پیل کړه، خو لیکنه دی مخکی له نشر څخه یو تجربه لرونکی استاد ته ښیه، له تاند نه هم هیله لرو چی په دی پاڼه کی هرڅه وا نه چوی، دا باطله دانی جوړول ندی په کار . هیله ده هیڅوک خپه نشی

  2. دمطبوعاتو وظيفه داده سي اوريدونکو ته ثقه معلومات يعني رښتيني حقيقي معلومات ، پخپل وخت ورسوي . تاسي اکثريت د ب ب سي نشرات راديو ، تلويزيون ،انترنيتي خپروني او خصوصا ب ب سي فارسي خپرونه خاص دپښتنو په ضد نشرات خپروي . تاسي يي ويونکي وگورۍ خاص ديوه مذهب او يوي زبي ويونکي دي. دا زبني. مذهبي ،قومي ، کلتوري …خلاصه هرډول تفرقه يي ، تعصبي مسايلو ته پکه وهي . هر څوک سي يي اوري ښه يي تحليلوۍ اود دي شيطاني څهره خلگو ته افشاکوۍ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب