د ویسکي له بوتله یې په درېیم ځل خپلو ګیلاسونو ته شراب واچول، ګیلاسونه یې پورته ونیول، ویې جنګول، ګړنګا یې پورته شوه، لکه روسان په یوه ساه یې ډک ګیلاسونه په سر واړول، یوه بل ته یې په معناداره شان وکتل.
جنرال انور چې څنګه په شرابو ستونی تریخ کړ، مخې ته اېښې د کولا بوتل یې خولې ته ونیو، له کولا یې چې څو غوړپه وکړل، ودرېد، شاوخوا یې وکتل، پاس آسمان ته ځیر شو، په هوا کې الوتونکو مرغانو یې پام ځانته واړاوه. نیږدې ونې ته یې غوږونه څک شول. د ونې پر څانګو ناستو مرغانو شور جوړ کړی و. جنرال انور دا ځل لاندې درې ته ځیر شو، د لاس په اشاره یې د ملګرو پام مخامخ غونډۍ ته واړاوه:
ـ دې غونډۍ او لاندې ابادو کورونو هېواد ته بوتلم، لکه په کابل کې چې یم او پاس له انترکانتنینتل له باغ بالا نه کارته پروان ودانیو ته ګورم…
اسدالله مخ ته څنګل ونیوه، یو اړخ ته کوږ شو، په شونډو یې موسکا وځلېده، په خندا یې وویل:
ـ ښه ښه، ما ویل وایې به چې په پلانکي ولایت کې مو په داسې یوه غونډۍ کې عسکري قرارګاه وه او لاندې مو ترې داسې ښکلې دره او یا به وایې چې له داسې غونډۍ به مو څنګه دښمن تر اور لاندې نیوه.
ده مخ ور واړه، شنې سترګې یې لکه باغکې وځلېدې:
ـ د عسکري قرارګاه خو مه وایه، جګړه بده بلا او لوي افت دی، خو هغه جګړه چې له باور او عقیدې خړوبه وي، عجیب خوند هم لري…
بیا یې پنجې یو په بل کې ننویستې او زیاته یې کړه:
ـ خو زه په دې پورې نه نښلم، یوازې دومره وایم چې د جګړې ښکلا د هغې په سفر کې ده، سفر په دښتو کې، سفر په غرونو کې، په درو کې… جګړه که بوږنوونکې یادوونه پریږدي، په داسې ښکلو درو او غونډیو کې اوسېدل او ایسارېدل یې هم تر ډېره د انسان نه هېرېدونکي یادونه جوړوي.
جنرال خبرې کولې چې لږ څه لیرې یې لوی ګرجي سپي ولیدل او د ده د خبرو تار یې وشلاوه، ټکان یې وخوړ، لکه له وچې چې وېرېږي، غلی شو، شاته راغی، بېرته په هواره قالینه کېناست، پرته له دې چې د ملګرو تُبیات ته پام وکړي، بېواکه یې خپل خالي ګیلاس ته له بوتله شراب ور واچول، ټولو راڼه ور وکتل، یو بل ته یې معناداره شان وکتل. مدیرلونګ په اوږه وواهه:
ـ څه کوئ، موږ دې هېر یو، خو موږ ته یې هم را واچاوه که نه!
جنرال موسکی شو، بښنه یې وغوښته، د دوی ګیلاسونه یې هم په وار سره ور ډک کړل، بیا یې په ګډه ګیلاسونه په سر واړول، پوزې یې راښکودې. جنرال سپيو ته لاس ونیو:
ـ پوهېږئ له دې پارکونو او غونډیو مې په څه بد راځي؟
دوی چې اوس ټول د سپيو په ننداره وو، د جنرال خبرې ته غوږ شول. مخکې له دې چې له دوی کوم یو ځواب ورکړي، جنرال پخپله خپله پوښتنه ځواب کړه:
ـ ځکه چې له انسانانو پکې سپي ډېر ګرځي.
مدیر لونګ پخپلو اوږدو بریتونو لاس تېر کړ:
ـ سپي خو نو د دوي کلتور دی.
د جنرال تندی ګونځې شو، غوسه ورغله، د پښو منځته یې لاس ونیو:
ـ د دوی په کلتور کې مې لا دا وهلی دی!
معین حسین یار یې سترګو ته ځیر شو، په ولي یې وټپاوه:
ـ دا څه وایې، نشه شوې که څه؟
بیا یې پر اوږه لاس ورکېښود او ور زیاته یې کړه:
ـ زه وایم له سپيو به دې بد نه راځي، له سپي به وېرېږې جنراله!؟
جنرال لږ څه شا ته شو، خو له یې لاړه او راغله، لکه وچې شرمېږي، سر یې وخوځاوه:
ـ که رښتیا راباندې وايې، هو، وېرېږم. څه به درواغ وایم، چې وړکي پاپي هم مخې ته راشي، په ډډه ترې تېرېږم، فکر کوم لېوه مې مخې ته راشین شو.
د معین خوله وازه پاتې شوه، عینکې یې له سترګو لیرې کړې، لاندنۍ شونډه یې په غاښونو کې ونیوه، له ځانه سره یې وویل:
ـ عجیبه ده!
ملګرو ته یې وکتل، بیا یې ده ته مخ ور واړه:
ـ ولې؟
جنرال غونج شو، ځان یې داسې راټول کړ، لکه ساړه یې چې وشي، د اوبو له بوتله یې څو غړپونه وکړل، ویې ویل:
ـ دوه ځله سپي داړلی یم، یو ځل چې په اول صنف کې وم او ښوونځي ته په لاروم او دوهم ځل چې مو په یوه کلي کې تالاشي کوله، له یوه کوره راباندې یوه لوی سپي راغر وهل.
بیا له پښې پایڅه پورته کړه، په روغ شوي ټپ یې لاس کېښود، ویې ویل:
ـ وګورئ، په دغه ځای یې وداړلم.
مدیر لونګ وروځې پورته کړې، خوله یې وازه ونیوه، له لاسونو یې ټکا ووته، په ملنډو یې وویل:
ـ نو څه چې سپي خوړلی یې؟ نو ته چې دومره ډارن یې چې له سپي ډارېږې، دا دومره کلونه دې جګړه څنګه کوله؟
جنرال یو دم پورته شو، ودرېد، کمیس یې وکیښ، د پطلانه دواړې پایڅې پورته کړې، په غوسهناک انداز وویل:
ـ داسې مه وایه، زه که داسې ډارن وای، دغسې به ګړوب،ګړوب نه وای، دا ټول د جګړې ټپونه دي، هسې به خدای نه یم وژلی، کنه خو یوه جبهه او جګړه رانه نه ده پاتې.
جنرال په ونه ټیټ او منډلی سړی و، عمر یې تر شپېتو اوښتی و، خو سره له دومره ټپونو او جګړو اوس هم تازه ښکارېده، په غټ سر کې یې اوس هم ویښتان ګڼ وو، یو تار یې نه و سپین شوی. اسدالله یې په پلوۍ وویل:
ـ جنرال صاحب رښتیا وايي، دی زما د ورور همصنفی دی، د هغه مرحوم له خولې مې د ده ډېر صفتونه اورېدلي، هغه به ویل چې د مرمیو په باران کې به له ټولو مخکې روان و.
جنرال یې خبرې پرې کړې، لکه د جنرالۍ لباس یې چې پر تن وي، په خپلې اوږې یې لاس کېښود:
ـ زه ګورئ ماشیني جنرال نه یم، ما نه یوازې پخپله ښه جګړه کړې، بلکې جګړې مې تر هر چا ښه مدیریت کړې هم دي او رتبې مې هم درجه په درجه اخیستې دي، د بلوک له قوماندانۍ د لېوا تر قوماندانۍ پورې قدم پر قدم مخکې تللی یم.
جنرال مخې ته اېښي د اوبو له بوتله غړپ وکړ، خوله یې له خندا چینګه شوه:
ـ سمه ده چې زه له سپی ډارېږم، خو داسې مه وایئ چې تاسې به نه ډارېږئ، تاسې که له سپي نه ډارېږئ له بل شي به ډارېږئ ، هر څوک له یو څه نه ډارېږي، یو څوک له مار، بل له لړم او…
اسدالله په بریتونو لاس تېر کړ، غاړه یې تازه کړه، ځان ته یې لاس ونیو، په خندا یې وویل:
ـ دا بریتور له موږک څخه ډارېږي.
معین ته یې لاس ونیو، په ملنډو یې وویل:
ـ ووایه معین صاحب، ته له څه شي څخه ډارېږې؟
مدیر لونګ معین ته وکتل:
ـ د هغه پرځای به یې زه درته ووایم.
او له دې سره یې له خندا پړک وهل:
ـ هاهاها معین صاحب یوازې له خپلې مېرمنې ډارېږي.
معین هم وخندل، په اوږه یې وواهه:
ـ له ښځې نو څوک نه ډارېږي!؟
بیا یې په سینه لاس کېښود:
ـ خو څوک ما غوندې حال وایي او څوک تا غوندې پټه خوله وي.
په دې سره بیا ټولو په کټ کټ وخندل.
اسدالله د جنرال په اوږه لاس ورکېښود، ویې ویل:
فکرمه کوئ څوک چې زموږ د جنرال غوندې په جګړه کې زمری وي، نو هغه به له هېڅ شي نه ډارېږي.
مدیر لونګ یې په پلوۍ وویل:
ـ اسدالله رښتیا وایي، پوهېږئ ناپیلیون بونا پارت له څه شي ډارېده؟
ټولو مدیر لونګ ته غوږونه څک ونیول، مدیر لونګ شاوخوا نظر وځغلاوه که هغه شی وګورئ، خو څه یې سترګو ته رانغلل، پر ځمکه یې خپړه کېښوده،په لوړ آواز یې وویل:
ـ له پیشو.
د ټولو خولې وازې پاتې شوې، یو بل یې ته هک پک وکتل. مدیر لونګ غوښتل څه ووايي، چې ناببره یې مخې ته دوه لوی ګرجي سپي ودرېدل، خبره یې په خوله کې ور وچه کړه. جنرال د سپيو په لیدو پښې راټولې کړې، شاته وکښېد، مخ یې شاته واړاوه، ته واسپي یې داړي، رپ پرې ولګېد. ملګري یې خندا ونیول، جنرال چې مخ شاته اړولی و، له شاه راغږ کړ:
ـ کورې ېې کړئ، وې شړئ، میله درخرابوي…
معین سپيو ته لاس وښوراوه، په خپله ژبه یې وویل:
ـ کورې، ځئ ورک شئ!
له سپیو سره سمدستي لږ څه لیرې له جنوبي ډډې لوړ دنګ سړی را څرګند شو، هغه چې د سپیو دوه تسمې کلکې په لاس کې نیولې، په لوړ غږ سپيو ته خپل ټاکلي نومونه واخیستل. سپيو هی کړل، لکه سرتېري چې د خپل بولندوۍ بلنه واوري، د خاوند خوا ته يې منډې کړې، بله خوا رهي شول. د جنرال تښېدلی او ژېړ رنګ بېرته وغوړېد، مخ یې بېرته را واړاوه، پښې یې بېرته وغځولې،په غورو راغی، په خپلو لویو بریتو یې لاس تېرکړ، په دړکه یې وویل:
ـ پوهیږې که دخپل هیوادپه هرکونج کې وای او دا سړی له دغو سپیو سره مخې ته راغلی وای سپيو ته مې څه نه ویل ، خودی مې سمدلاسه راڅملاوه او دسپي زوی مې ترې جوړاوه ،
تندی یې وواهه:
ـ افسوس چې پردی وطن دې نو، پردی وطن له نر نه ښځه او له ښځې نر جوړوي.
ملګرو یې په پلوۍ سرونه وښورول، مدیر لونګ ته خندا ورغله، په پښو یې لاس ور کېښود:
ـ پوهېږئ جنرال صاحب، تا چې پښې راټولې کړې او شاته وکښېدې، خدای چټي خندا راوسته، په تشي مې لاس کېښود، خدای، خدای مې کول چې اوس پړک نه وهم.
اسدالله د جنرال سترګو ته وکتل، په ملنډو یې وویل:
ـ ولا چې خندلي دې وای چې جنرال خو د سپي د خاوند پرځای په تا زړه یخ کړی وای.
په دې سره بیا ټولو په کړس کړس وخندل، جنرال ته هم خندا ورغله، خو هېڅ یې ونه ویل، مدیر لونګ بوتل ته لاس ور تېر کړ:
ـ په توده کې سړه مه راولئ، هسې هم سپيو د جنرال صاحب نشه الوزولې ده، ور واچوئ چې وېره یې له سره والوزي.
اسدالله لاس پورته کړ:
ـ بس نو څه ته ګورئ، را اچوئ یې .
مدیر لونګ په لاس کې نیولی بوتل له ځمکې پورته کړ، د ټولو ګیلاسونه یې ورته ډک کړل، پيالې بیا سره په جنګ ورغلې، ستوني ترخه شول، له کولا هم غړپونه وشول.
جنرال لاندې درې ته بیا سترګې ونیوې ، په فکرکې لاړ، شېبه غلی شو، لکه خوب یې چې یوسي، سترګې یې پټې کړې، بېرته یې وغړولې، خدایزده کومو یادونو په مخه کړ. په مخ یې نرۍ اوښکې ور ماتې شوې، د ملګرو یې ور پام شو، یوه بل ته یې حیران وکتل، د دوی هم خوا بده شوه، د جنرال ویرجن اکر ته ټول فکر یوړل، نه پوهېدل، څه وشول، په بنډار ناڅاپي چوپتیا واکمنه شوه. بالاخره اسدالله د جنرال پر ولي لاس ور کېښود. جنرال لکه څوک یې چې پورې وهي، ژر یې سر نېغ کړ، سترګې یې ورپېدې، لکه هېڅ چې نه وي پېښ شوي او له ترخې موسکا وروسته یې وویل:
ـ هسې بیا وطن رایادشو.
مدیر لونګ ورغبرګه کړه:
ـ وطن نو د چا نه یادېږي… ما فکر وکړ، چې خدای مکړه کومه بله ټکه راولوېده، موږ دې ووېرولو سړیه!
جنرال لاسونه یو په بل کې ورکړل، اوږې یې پورته ونیوې، غوښتل یې څه ووايي چې ګرجي سپي یې بیا مخ ته ودرېدل. دا ځل ونه ښورېد، د سپيو د خاوند لور ته یې سترګې ونیوې. خاوند یې بیا د خپلو سپيو نومونه واخیستل، سپي یې په خبرو وغپېدل. جنرال شاته وکښېد، پښې یې بېرته ورټولې کړې، مدیر ته یې مخ ور واړاوه:
ـ دوی لکه چې په موږ پسې پخه را اخیستې ده، دا نشه او میله راباندې لکه چې زهر ګرځوي!
سپيو سپږمې راښکودې، وڅنړېدل، لکه د شرابو بوی چې پرې بد ولګېږي، بېرته د خاوند خوا ته ور په منډه شول، نږدې ورغلل، سړي په موټی کې نیولې وړه پنډوسکه لیرې وغورځوله، سپيو پر توپ ور منډه کړه، په توپ یې لوبې وکړې، خو شیبه نه وه تېره چې بېرته یې خاوند ته ور وګرځېدل، په پښو کې یې ورغړېدل، وغپېدل، بیا د دوی خواته ورغلل، په وړاندې یې ودرېدل، دا ځل یې په غوړېدلي دسترخوان پښې کېښودې، ونه غپېدل، خو سپږمې یې کش کړې، لکه د شرابو بوی چې پرې لګېدلی وي، په منډه بل لور ته په ځغاسته شول. د سپیو خاوند بیا نومونه واخیستل، چیغه یې کړه، خو داځل لکه یاغي شوي چې وي، خاوند ته ورنغلل. خاوند بیا پرې غږکړ، خو سپي د دې پرځای چې ده ته راوګرځي، سیده بېرته د جنرال ډلې ته ور وګرځېدل، اوس نو نه يوازې د هغو له لویو داړو جنرال وډار شو، بلکې د ده ټول ملګري یې وارخطا کړل. جنرال په خپلو بریتو لاس وواهه، رنګ یې سور شو، د شرابو تش بوتل یې ټینګ په لاس کې ونیو:
ـ داځل یې په دې بوتل ولم.
اسدالله ته هم غوسه ورغله، د سپيو د خاوند خوا ته یې مخ کړ:
ـ رښتیا وايي، ولې یې دا دسپي زوی نه منع کوي؟
خو معین د دې کار مخالفت وکړ، په آرامه یې وویل:
ـ پام، پام چې دا کار ونه کړئ، هسې نه چې په بل غم واوړو! تاسو نه یاست خبر چې دلته له انسانانو هم په حیواناتو دا مخلوق ډېر خپه کېږي، هسې نه چې په سپي د زندان مېلمانه شو.
جنرال په دې هره خبره غوږونه کاڼه واچول، مخکې له دې چې سپي یې بیا پر وړاندې ودرېږي، بېواکه یې د شرابو بوتل ته لاس کړ، ور پورته یې کړ، په بوتل کې پاتې شراب یې په یوه ساه وڅکل، بوتل یې نیې په لاس کې ونیو. اسدالله ته خندا ورغله، ټولو یوه بل ته وکتل، اسدالله مخ ور واړاوه:
ـ څه کوئ جنرال صاحب!؟ ته خو لکه چې په رښتیا ځان ګوزار ته جوړوې!
جنرال سترګې پټې او بېرته وغړولې، تش شوی بوتل یې په لاس کې تاو ور تاو کړ، په غرور یې وویل:
ـ رښتیا یې ولم، ټوکې نه کوم.
اوس یې نشه سرته ختلې وه، وېره یې له سره الوتې وه، بوتل یې د سپيو خوا ته ونیو. سپي لکه د ده له ارادې چې خبر شوي وي، وغپېدل، د ده لور ته یې اوربورونه ونیول. دا ځل نه یوازې د سپيو غپا له پخوا دوه چنده شوه، بلکې خاوند یې هم په ننکه ځان ور ورساوه او د دوی پر وړاندې ودرېد، په غوسه یې وویل:
ـ څه کوئ؟
جنرال اوږې پورته ونیوې، سپیو ته یې لاس ونیو، په ځمکه ایښي خالي بوتل یې ور واخیست:
ـ که نور زموږ مزاحمت وکړي، په دغه بوتل یې درته ولم!!!
اسدالله هم له ځایه پورته شو:
ـ په بوتل یې نه ولو، خو که نور مو مزاحمت وکړي، پولیس ته زنګ وهو.
دوی په خبرو او دعوا اخته وو چې سپيو بل لورته منډه واخیسته، د پولیس یادونه د سپي په خاوند وغمیده، لکه ډز چې پرې وشي، له غوسې سور شو، د اسدالله خوا ته نور هم ور نږدې شو، په لاس کې نیولې قمچینه یې کلکه پر ځمکه ووهله، چیغه یې کړه:
ـ څه شی؟ پولیس؟
جنرال چې اوس یې نشه پوره سر ته ختلې وه او سر یې زنګېده، له ځایه پورته شو، له جیب یې موبایل راوکیښ، د سپیو خاوند ته یې لاس ونیو:
ـ بلې پولیس، که سپي مو منع نه کړئ او بیا مو مزاحمت وکړي ، پولیس راغواړو، زنګ ورته وهم.
د سپيو د خاوند وچ ولی تریو شو، لکه غومبسه چې پرې کېني او ټک ورکړي، په لاس کې نیولې تسمه یې بیا په قهر پرځمکه ووهله، د سپیو لور ته ېې مخ واړاوه، لاسونه یې پور ته وخوځول، په سپیو یې غږ وکړ، سپي ځای پرځای ودرېدل، د خاوند بلنې ته یې غوږونه څک ونیول، لکه د ده دوه اولادونه، لکه د ده دوه زړور سرتېري. سپیو د خاوند په دوهم غږ ور منډه کړه، په یوه شېبه کې یې پر وړاندې ودرېدل، سړي لکه د کوم غونډ قوماندان بلنه ورکړه:
ـ نیسئ يې!!
بیا له ځانه سره په لوړ آواز وبنګېد:
ـ صبر، چې زه اوس دوی ته پولیس وروښایم.
سپي لکه د خاوند په خبرو چې بلد وي، په غوړېدلي دسترخوان ورشیوه شول، په یوه شیبه کې یې هر څه واړول، بوتلونه، د شرابو پیالې، د سلاطې ډک قاب ټول ډبه ډیرۍ ولوېدل، بیا يې په پطلونو داړې ورخښې کړې، خو وی نه داړل، لکه د خاوند بلې بلنې ته چې منتظر وي. جنرال له وېرې او نشې پړمخې پرېوت، په نورو هم رپ ولګېد، لکه ساه یې چې له تنه ووځي، د ټولو رنګونه زیړ واوښتل، مدیر لونګ زړه لوی کړ، د سپيو د خاوند خواته یې لاس ونیو، په ننواتو یې پیل وکړ:
ـ وبخښئ!
بیا یې جنرال ته لاس ونیو:
ـ زموږ دغه ملګری له سپيو ډارېږي!
سړي جنرال ته برګ ور وکتل:
ـ ولې ډارېږي… سپی څه بلا ده؟
مدیر چې ویرې اوشرابو یې خوله وچه کړې وه، خپلو ملګرو ته وکتل، په خواره خوله یې ځواب ورکړ:
ـ موږنه وایو چې بلا ده، خو هر څوک له یو څه نه ډارېږي؟
په دې خبرې د سپيو د خاوند غوسه لږ څه سړه شوه، سپيو ته یې لاسونه پورته کړل، له غپلو او داړلو یې بېرته وګرځول، بیا یې په لاس کې نیولې پنډوسکه لیرې وغورځوله. سپي بیا د لویدلې پنډوسکې خواته په منډه لاړل. د سړي تندی بیا تریو شو، هر یوه ته یې په وار وار وکتل، په غوسهناک انداز یې وویل:
ـ که بیا مو د پولیس نوم واخیست، او یا مو سپي وګواښل، دا ځل مو په رښتیا پرې داړم!
دوی مړه غوږونه نیولي وو، لکه په کوم لوی جرم کې چې نیول شوي وي او اوس ترې پوښتنې ګروېږنې روانې وي. د هیچا له خولې سوڼ ونه خوت. خو جنرال، چې سر یې زنګېده، په کرار په ګونډو کېناست، سترګې یې په غوسه د سپيو خاوند ته ونیوې، سړي هم په غوسه ور وکتل، بیا ېې بېرته لیرې سپیو ته لاس ونیو:
ـ پوهیږئ، دا سپي څوک دي؟
دوی چې بې ځوابه وو، او یا يې خوله ځواب ته نه جوړېده، نور هم غلي شول. سړی لکه سرحدی مامور چې د خپل هېواد پر پوله نااشنا او بې سنده ډله وګوري، دوی وپوښتل:
ـ د کوم ځای یاست؟
مدیر لونګ لاړې تیرې کړې، په ورو یې وویل:
ـ افغانستان
سړي لاسونه ته پړک ورکړ، اوږې یې پورته ونیوې، نېغ ودرېد:
ـ پوهیږئ دې سپیو ستاسو په هېواد کې څومره ماینونه رابرسېره کړي، څومره افغانان یې له مرګه ژغورلي!؟
دوی چې ویرې نیولي او سرونه یې ځوړند وو، بیا هم هېڅ ونه ویل، یوازې یې یوه بل ته رډ رډ کتل. خو سړي خپلې خبرې وغځولې:
ـ ځکه خو دواړو ته ډګروالۍ رتبې ورکړل شوې.
بیا یې په ملنډو وویل:
ـ او تاسو بیا له داسې زړه ورو آفسرانو پولیسو ته شکایت کوئ… فکر کوئ پولیس به مو شکایت واوري؟
جنرال چې لا هم غوسې نیولی و او له نشې یې سر دېخوا او هغې خوا ته راته، د سپي د خاوند پام ځانته ور واړاوه:
ـ دا ښاغلی ولې داسې په کرکه او غوسه راګوري؟
معین جنرال ته مخ ورواړه، په ورو یې وویل:
ـ صاحب دا هم یو نظامي جنرال دی؟ ډیرښه سړي دی خو…
خبره یې بشپړه نه کړه، په نیمایي کې یې پرېښوده، غوښتل یې ووایي چې نشه یې سرته ختلې ده، خو هېڅ یې ونه ویل.
د سپي خاوند لکه د شکسپیر یا مولیر کومه کمیدی ننداره چې وګوري، جنرال ته رڼې سترګې ونیوې، پړینګ په خندا شو، لاس یې د هغه لور ته ونیو، په ملنډو یې وویل:
ـ داجنرال دی هاهاها؟
او بیا یې خندا ته زور ورکړ، په سپکاوي یې وویل:
ـ ښه نو داسې فوځ به څنګه ترهګر له پښونه راغورځوي، چې جنرال یې له سپي وډارشي؟
جنرال لکه څوک یې چې په مرمۍ وولي له غوسې سور واوښت. نېغ ودرېد، زنګېدلی، زنګېدلی ورمخته شو، پخپله ژبه یې سړي ته وویل:
ـ که ته نر یې راځه چې سره معلومه یې کړو، چې زه د جنرال زور در وښایم!
سړی چې د ده پر خبره نه پوهېده او تر مخه لا ورته ویل شوي وو چې نشه دی، ځکه یې هېڅ غبرګون ونه ښود. خو د جنرال هر ملګری ور پورته شو، دی یې له لاسونو ونیو، په عذر او زاریو یې ورته وویل:
ـ مه کوه، له دې ناستې غم مه جوړوه. دا موخپل وطن نه دی.
مدیر لونګ د سپي د خاوند مخې ته ودرېد، په وطني دود يې دواړه لاسونه پر سینه کېښودل، په زاریو یې پیل وکړ:
ـ ښاغلیه! هغه پخپل واک کې نه دی، نشه دی، د هغه پر ځای زه درڅخه بښنه غواړم!
سړي چې لا هم خندل، سر وخوځاوه، لکه دلته چې تمېدل نور پرې وغمېږي، کرار کرار روان شو.
جنرال خپلو ملګرو لا هم کلک نیولی و. خو دی لا هم ګواښېده، غوښتل يې منډه کړي، سړي ته لاس ور واچوي.
سپي او خاوند یې په یوه شیبه کې له سترګو پنا شول. د جنرال ملګرو د جنرال زنې ته لاس ونیو، خو جنرال چې شېبه په شېبه ګرمېده او په ګرانۍ کرارېده، وویل:
ـ دا خندا زما په هویت ملنډه وه، دا زما فوځ ته سپکاوی و.
او له دې خبرې سره سم یې لاس ټیټ او پر فرش پرته چاړه ورپورته کړه، خو ملګرو یې ژر له لاسه چاړه واخیسته، دې شاته شو، له جیبه یې مبایل وویست، په بیړه یې زنګ وواهه، پرته له سلام او کلامه یې وویل:
ـ ژر او همدا اوس راته د سبا ورځ د کابل ټکټ راونیسه!
زوی یې په دې ناببره پرېکړې ټکان وخوړ، په ریږدېدلي غږ یې وپوښتل:
ـ ولې څه خبره ده پلاره! خیریت خوبه وي؟
د مور یې هم سودا شوه، د زوی له لاسه یې بېواکه تيلیفون واخیست، پړینګ په ژړا شوه:
ـ ولې، مور خو به مې نه وي مړه شوې؟ څنګه ناببره…
ده ور بړچ وهل، په غوسه یې وویل:
ـ ته بلا د کومه شوې، هېڅ بلا نه ده وهلې، تیلیفون بېرته ورکړه!
زوی بېرته غوږۍ غوږته ونیوه:
ـ رښتیا پلاره، څه خبره ده، ولې یو دم..؟
ده یې په خوله کې خبره ور وچه کړه، لکه فوځي قوماندان یې امر پرې وکړ:
ـ بس دا زما امر دی چې څو کور ته در رسېږم چې تا ټکټ اخیستی وي.
له دې سره یې اړیکه پرې کړه، موبایل یې په جیب کې بېرته ومانډه، لاړ او راغی، کېناست، پاڅېد، لکه ځمکه چې پرې وچورلي. بیا یې پلترۍ ووهلې، سر یې په دواړو لاسونو کې ونیو، اندېښنو په مخه کړ، په بل زمان او مکان کې یې ځان ولید، خپلې ماضي ته لاړ، وطن ته ورغی. پخپلو غوږنو یې د عسکرو سلامي او د عسکري بوټانو غږونه واورېدل، هغه ورځ او هغه شېبه یې مخې ته ودرېدل چې ولسمشر یې په سینه د زړورتیا مډال ورټومبه. بیا همداسې هغه میدان کې ودرېد چېرې چې ټوله لېوا ورته تیارسئ ولاړه وه او ده ته یې د احترام مراتب وړاندې کول. د سرتېرو پریټ ویني چې په څه درناوی یې له مخې تېرېږي. بېرته حال ته راغی، ګوري چې نه یوازې یې دلته څوک عسکر تاویل نه نیسي، بلکې په هویت یې ملنډې هم وهل کېږي، له سپي سره یې هم څوک نه برابروي، زړه یې ډک شو، خو په ډېر زور ژړا قابو کړه.
ملګري یې خورا هک پک شول، یوه بل یې ته راڼه ور وکتل، ټول د جنرال پرېکړې ته ګوته پر غاښ شول. مدیر لونګ یې پر اوږه لاس ورکېښود:
ـ لیونی کېږه مه، دا څه په ګډودو سر یې؟
دی چې له غوسې ایشېده او سترګې یې شېبه په شېبه سرې کېدې، پرته له دې چې ځواب ورکړي، د نورو شرابو لټه یې وکړه، خو بوتلې ټولې تشې شوې وې، اېخوا دیخوا یې سترګې واړولې، خدایزده څه یې بیا په زړه کې وګرځېدل، ناڅاپه یې منډه کړه:
ـ د سپي زویه، ته که نر یې ودرېږه چې سره معلومه یې کړو.
اسدالله او معین دواړو پسې منډه کړه، له مټ یې ژر راونیو. معین وویل:
ـ راځه، مه لېونی کېږه، هر څه چې و، تېر شول، هېر یې کړه.
جنرال چې زنګېده رازنګېده، ځان له دوی خلاص کړ، چیغه یې کړه:
ـ زه دا نشم هېرولی، ده زما غرور وواژه، اوس یې کله پرېږدم!!!
اسدالله بیا له مټ څخه ونیو:
ـ نو څه کولی شې!؟
ده لاس پورته کړ، بېرته ځمکې ته ټيټ شو، د شرابو خالي ګیلاس ته يې لاس کړ، له غوسې یې ګیلاس پر ځمکه وویشت، په غوسه یې وویل:
ـ بېرته جګړې ته ځم، جګړه پيلوم!!!
ټول هک پک شول، ده پښه پورته او کلکه پر ځمکه ووهله، سر یې تاو راتاو کړ:
ـ بلې… جګړه پيلوم!!!
مدیرلونګ وویل:
ـ له طالبانو سره ملګری کېږې؟
ده سترګې ټیغې را وویستې:
ـ نه، پخپله خپله جدا جبهه پرانیزم!
او له دې سره نیغ له ځایه پاڅېد، بیا یې منډه واخیسته، اسدالله او لونګ هم ورپسې شول. خو لږ لا نه و تللی چې ناببره یې نور سپي مخې ته راغلل، ځای پرځای ودرېد، سترګې یې په یوه کنج کې په پروت لرګي ولګېدې، لرګی یې ور واخیست او د سپيو خواته یې ور وتوغاوه. سپي وغپېدل، له هرې خوا یې په ده یرغل راوړ، په څو شېبو کې – لکه د پارک ټولو سپيو چې پخپلو کې اتفاق کړی وي – د ده مخ او شا ونیوه، د سپیو لویه لیکه جوړه شوه، غپلو او نارو یې ټول پارک په سر واخیست. خو د جنرال انور – چې اوس هر ډول وېره له سره الوتې وه – د سپيو هېڅ پروا نه کوله، داسې په غرور روان و، لکه په کومه دره کې چې له دښمن سره په جګړه بوخت وي.
لندن ـ انګلستان
فبروری ـ ۲۰۲۲