جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهصالح وايي، داعش او ط ډېر ورته والی لري

صالح وايي، داعش او ط ډېر ورته والی لري

تاند:(دوشنبه، د حمل لومړۍ- نوروز) ‏د افغانستان د بې واکه شوي ولسمشر محمد اشرف غني لومړي مرستيال امر الله صالح په یو لړ ټويټونو کې د طالبانو او داعش ډلې د یو شان والي ادعا او په دې اړه خپل دلايل وړاندې کړل.

امرالله صالح وايي:«پټه او ملت ته ځواب نه ويونکې رهبري، له ښځو انکار، د اساسي قانون او بل هر ډول مدون قانون نه موجوديت، د موسیقۍ او جشن ممانعت، د ګرځېدو او ږيرې پريښودو لپاره د محدويتونو لګول، له تاريخ او ګډ ژوند سره دښمني او دغه راز د يو شان ترهګریزو پېښو له کبله د دواړو ډلو پر مشرانو د امریکا متحده ایالاتو ۱۰ ميليون ډالري جايزې ثابتوي، چې د طالب او داعش ترمنځ کوم جوت توپیر نشته».

د صالح اشاره د امریکا متحده ایالاتو هغې ۱۰ ميلیوني ډالري جايزې ته وه، چې د حقاني شبکې پر مشر او د طالبانو د کورنيو چارو وزير مولوي سراج الدين حقاني او د داعش د خراسان ځانګې پر مشر ثناالله غفاري ايښودل شوې ده.

دغه افغان سیاستوال د حقاني او غفاري په اړه وايي، توپير یې دا دی چې حقاني په ښکاره د ملګرو ملتونو له استازو سره ملاقاتونه کوي، خو غفاري هماغسې پټ دی.

طالبانو بيا داعش ډله« له اسلامه وتلې او تکفيري» ګڼلې ده.

داعش ډلې بیا له طالبانو سره د امریکا د قطر د سولې د تړون له کبله دوی د کفارو خادمان ياد کړي او ويلي چې پر ضد به یې «جهاد» کوي.

صالح د واک له لاسه ورکولو وروسته د فیسبوک له لارې په پیل کړي کمپاین کې تقریباً هره ورځ د طالبانو پرضد یو څه لیکي خو ډېرو خلکو له منفي تبصرو سره مخامخ کېږي.

د ط استخبارات: امريکا داعش ته پروپاګند کوي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب