شنبه, اپریل 27, 2024
Homeادبلنډه کیسهشاعر/ اجمل پسرلی

شاعر/ اجمل پسرلی

څپې له څپو سره ولګیدې. د اوبو غږ د سیګل مرغه له کغا سره ورک شو. اسماني رنګه مرغه ټیټ ټیټ د سمندر پر سر والوت.

ځوان خپلې اوږدې څڼې د غوږ شاته کړې، له جیبه یې پاڼه راوایسته. څه یې ولیکل. وزنګیده راوزنګیده لکه څوک چې له خوندورې نغې خوند اخلي.

 د اوبو بله څپه راغله ده کاغذ ته کتل، څه یې لیکل. په څپې پسې څپه راتله، تله….

 کاغذ یې ونغښت. پر شګو د دوو کسانو څنګ ترڅنګ پلونو ته ودرید. په پښه یې دوه نري پلونه ړنګ کړل. د اوبو تر غاړې یې نري پلونه له شګو ډکول، پلن یې پریښودل.

پرشګو اوږد وغځید، د اوبو د هرې څپې له هواریدو سره به د پوست شمال غږ جګ شو. دی کښیناست. هغه پاڼه یې پرانیسته چې لږ مخکې یې د سمندر د غاړې پلونو ته شعر پکې لیکلی و. د پاڼې ترک تروک شو، یو لاس یې پر ویښتو تیر کړ. باد یې کاغذ له لاسه والوزاوه، پسې ټوپ یې کړل، د پاڼې ژۍ پر اوبو لږ لمده شوه، کاغذ  یې پورته ونیو چې وچ شي، رنګ یې اوبه یونسي.

مخامخ یې لمر ته، چې نوې یې سترګه کوز سر له وریځو راوتلې وه، سترګې وبریښیدې. تر شا یې د خپلو پلونو لور ته مخ واړاوه، له نریو پلونو سره کتار ښکاریدل. شونډې یې ویړې شوې، د شعر په اخره کې یې لیکلي و:

« شګې وې او پلونه مې یوازې و»

پای

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب