Homeادبشعرکله تنګ شمه له ځانه/ اشرف مفتون

کله تنګ شمه له ځانه/ اشرف مفتون

کله تنګ شمه له ځانه کله تنګ راباندې ځان شي 
کله ژوند راته دښمن شي کله ژوند راته جانانه شي

کله څاڅکی د شرابو راته ټوله ګټه، ګټه 
کله بحر د شرابو راته ټول تاوان، تاوان شي

چې اخلاص او ښکلی ذوق یې، زړه له ټولې دنیا موړ کړي 
بیا په ځان سړی میین شي بیا د ځان ښکلی جانانه شي

ربه ستا د خیال تصویر دی ربه ستا د نوره ساز دی 
که ستا خیال او نور مجرم شي ګنهکار ولې انسان شي؟

اشرف مفتون

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...