جمعه, مارچ 29, 2024
Home+ساینس فېکشن څه ته وايي؟/ حمیدالله عمرخېل

ساینس فېکشن څه ته وايي؟/ حمیدالله عمرخېل

سایسن فیکشن د دوه کلمو یعني science (علم) او Fiction (داستان) ترکیب دی. 

ساینس فیکشن هغه تخییلي داستان دی، چې د عقل او تخیل په مرسته ثابتیدای شي، که اوس ممکن نه وي ممکن راتلونکې کې په حقیقت بدل شي. ساینس فیکشن کې ډېر داسې شیان پیش بیني شوي وو، چې د انسان ذهن نه منل او یوازې یو خیال بلل کېدل؛ خو اوس ثابت شوي. 

ساینس فیکشن کې هغه پېښې یا کړنې وړاندې کېږي، چې انساني عقل یې ژر نه مني. 

په هنري اثر یا داستان کې داسې خیالي پېښه، چې انسان ترې د حقیقي پېښې په توګه خوند اخلي، منطقي وي؛ خو اوس یې ورته عملي کیدل ممکن نه ښکاري. 

امریکایي فروفیسور Isaac Asimov وایي، چې سایسن فیکشن د ادبیاتو یوه څانګه ده او په علم یا فن اورۍ کې  د انسان عکس العمل ښيي. 

یو بل امریکایي لیکوال Robert A. Heinlein چې ساینس فیکشن داستانونه یې لیکلي دي. هغه وایي: ساینس فیکشن د راتلونکو احتمالي پېښو په اړه حدس او ګمان ته ویل کېږي. 

هغه خیالات او  د ځینو پوهانو  په نظر، ساینس فیکشن هغه افسانوي او اسطوروي خیالات دي ، چې تجربه شي او پر حقیقت بدل شي.

مثال که اوس څوک داسې یو داستان لیکي، چې په هغه کې داسې یوه اله انځور کړي، چې د انسان کړې خبرې هم ثبتولی شي. او په راتلونکې  کې ریښتیا هم داسې اله جوړه شي، چې د انسان تیر ې خبرې ثبت کړي. دا به یو ساینس فېکشن وي. 

په لنډه توګه ویلای شو، چې هغه کیسه چې خیال او ساینس پکې وي او د ساینسي وسایلو په واسطه په حقیقت بدلیدل یې منطقي وي؛ خو ناشونې هم ښکاري او شونې شي. دې ته وایي سایسن فېکشن. 

داسې خیالي کیسه، چې پکې د ساینس وسایل ممکن وي، ساینس فیکش کیدای شي، که نه وي، نشي کیدای. زموږ ځینو پوهانو د نصیر احمد احمدي ناول (جوجو) یو ډول ساینس فیکشن ګڼلی، چې پکې نه ساینسي وسایل نشته او  نه تجربه شوی؛ خو ممکن کې راتلونکې کې ثابت شي.

   عبیدالله محک د ساینس فېکشن په باره کې لیکي: ساینس فېکشن د داسې اثر زېږنده ده چې مضمون او کسان یې د اوسنۍ پوهې سره بيخي توپير ولري، خو د کیسې د ننه چارې او کړنې یې موږ قانع کړي.

نجیب منلی د ادبیاتو دنیا اثر کې وایي: ” ساینس فیکشن له ساینس یعني علم او فېکشن یعني داستان، مطلب هغه خیالي واقعیت، چې د اوسني معلوم ساینس په چوکاټ کې منطقي وي، مګر ممکن نه وي.”( منلی، ۱۳۹۹: ۳۷۹) 

د ښاغلي غضنفر(۱۳۹۹) په وینا چې په پښتو کې  ساینس فیشکن د ( چترۍ) په نوم کتاب دی، چې استاد نجیب منلي او پوهاند اکبر وردګ ژباړلی دی. محب زغم هم په ساینس فیکشن برخه کې کار کړی دی. ایمل پسرلي او عبیدالله محک هم دې برخې ته توجه کړې ده.(  ۳۸۵ مخ) 

ایمل پسرلي د (تېروتنه) په نوم یوه لنډه کیسه په داستانونو مجله کې خپر کړې ده، چې ټول منطق یې په فلسفي استدلال ولاړ دی.

کیسه دا وي چې ډاکتر جین د پيداکېدو سره سم، ډاکتر، له ده نه د تیروتنې جینونه نه وي لرې کړي؛  نو همدا تېروتنه په ده کې شته چې د لیکوال زوی ته د درواغو او د سیاست وال زوی ته یې د صداقت جینونه نه دي ورکړي؛ نو ځکه مجرم نه شمېرل کېږي،  کله چې شی ممکن شي هغه واقعیت وي.

سپوږمۍ ته د ختلو داستان لومړی د تخیل زېږنده وه؛ مګر وروسته په یوه ساینسي حرکت بدل شو او هره نوې تجربه ډېرې نورې تجربې هم پيدا کړې. یعني هره تجربه یوه تخیلي منشا او سرچینه لري. سپوږمۍ ته د ختلو سفر د یوه اروپایي ناول طرحه وه، چې وروسته په حقیقت بدله شوه. دې ناول ته ساسنس فیکشن ویلای شو. 

له اسطورې سره یې توپیر دا وي چې اسطوره  له ذهنه، پورته او نه منلې خبره وي، کرکټرونه یې بیخي خارق العاده دي؛ خو په ساینس فېکشن  کې مشاهده  شوي او منل شوي وي.

که څه هم مضامین په ساینس فیکشن کې د واقعیت خلاف وي؛ خو د عقل په اساس جوړیږي او ممکن په واقعي نړۍ کې یوه ورځ په واقعیت بدل شي. اسطوره کې ماورا طبیعي پېښې، سحر جادو وي او یا په واقعي نړۍ کې پېښېدل منطقي نه وي. په اسطوره کې داسې خیالات وي، چې په واقعي ژوند کې نشي شاملیدای او ساینس فیکشن بیا له علم او فن سره په حقیقت تبدیلیدای شي. 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب