جمعه, دسمبر 5, 2025
Home+هی هی وطن (ناول) – محمدظاهر ارڅک

هی هی وطن (ناول) – محمدظاهر ارڅک

طوفان د ملت په کور کي

د انتخاباتو کيسه تقريبًا خلاصه وه، سفير کامياب سو، چي په پخواني اجرائيه رئيس د سولي د مذاکراتو ټو مسؤليت و مني، د رئيس جمهور موافقه پاته وه او په عيني وخت کي د څو وزارته، سفارته او څو نورو چوکيو په بدل کي د شمال امپراطور ومنل چي له جمهور رئيس سره په ګډه کار وکړي، زوی به يې په مذاکراتي ټېم کي وي، د ده هر څه به خوندي وي، د پخواني اجرائيه رئيس په هزاره مرستيال يې خاص مشاوريت ومنی، د ازبيکو مشر ته يې مارشالي ومنل او بلاخره له يوې پوره بستې سره جمهور رئيس ته راغلی.

جمهور رئيس ډېر په قهر او جدي وو، مګر سفير ته د هغه مزاج معلوم وو، لومړی يې هغه ته مبارکي وويل، وروسته يې يوه ډېره ښه تحفه ده او لومړۍ مېرمني ته ډالۍ کړه، بيا يې د امريکا د ولس په نمايندګي نوره مرسته اعلان کړه، وروسته يې وويل: د امريکا جمهور رئيس سلام وايه او ستاسي ملاتړ يې اعلانوی او دا پيشنهادات يې درلودل.

له دې سره جمهور رئيس وغوړېدی او بېله بحثه يې د خپل خلعه کړي پخواني لومړي مرستيال(چي د جنسي تيري له ثبوت سره يې قضيه روانه وه او په نړۍوال ليست کي د حقوق بشر د نقضوونکي په توګه ثبت وو) مارشالي ومنل، د اجرايه رئيس هزاره مرستيال يې خپل خاص مشاور اعلان کړی او د مذاکراتو ليست يې د ګوندونو او ډلو په فرمائش، چي د ملت هيڅ استاذى نه وو پکښې اعلان کړی، څو ورځي وروسته پر دې سربېره، چي پخواني اجرائيه رئيس د جمهور رئيس په توګه د تحليف مراسم هم تر سره کړي وه او ځان يې جمهور رئيس اعلان کړی وو، د سولي مشر توب په دې بهانه ومانه چي دی قرباني ورکوي، تر څو ملت له دې بحرانه وباسي، په حقيقت کي وعده ورسره سوې وه چي دی به د موقتي ادارې مشر او د سولي قهرمان وي.

د جمهور رئيس ايله زړه ته ولوېده، چي جمهور رئيس سو، هغه له اولي دورې پر هيچا باور نه درلودی، دوهم مرستيال د پخوا په څېر په خپل قوم پالني او ځان مصروف وو، شرمندګي خو هغه وخت وه، چي په رسنيو کي يې د بواسيرو خرچه رسمًا اعلان سوه چي نيوي ميليونه افغانۍ وه.

جمهور رئيس لومړی مرستيال سخت مصروف ساته، ځکه يوازنی سړی وو چي ډېر ښورانده وو او ده ډېر په سخته کنټرولوی او يوازنی کس وو چي ده له ډاره په ارګ کي نه ښکنځئ.

جمهور رئيس په لومړۍ دوره کي لا هر څه ارګ ته وصل کړي وه، حاصلاتي ادارې، اپراتيفي او مالياتي منابع لنډه دا چي هره اداره چي دوه توته ارزيده، رئيس جمهور خپله کتله، په دوهمه دوره کي خو بيخي هر څه ورتسليم سول، په اوله ورځ يې د قانون خلاف لومړۍ مېرمني ته بوديجه بېله کړه، خپل ګروپ يې پر څلورو برخو ووېشئ ، نظامي ټولي چاري د امنيت د شورا پر غاړه سوې، چي مشري يې د کمپيوټر د برخي دکتور کوله او د انګليستان تابعت يې درلودلی، ټولي ادارې يې اداره امور ته ورکړې او د لومړۍ مېرمني خصوصي ډاکټر يې، چي له سوېډنه راغلی وو، د دې برخي مشر کړئ. د سولي برخه ئې يوه پخواني انجوګانو والا ته ورکړه، چي له ده سره په ډېرو پروژو کي له پخوا شريک وو او د امنيت موضوعات ئې يوه پخواني جنرال ته سپارلي وه، چي د سولي د شورا د پخواني مشر په وژنه کي هم تورن بلل کېدی. مګر دا تر ډېره ځايه پوري يوه آوازه وه.

CCC

د امنيت د شورا په دفتر کي د همدې څلورو مشرانو )د امنيت د شورا مشاور، د اداره امور مشر، د سولي مسؤل او د امنيت مسؤل( تر منځ ناسته وه.

د امنيت د شورا مشاور، چي ځان ئې تقريباً اختيار کل باله؛ خپل په چوکۍ کي وڅرخېدی، خپلي سرې جراپي ئې پورته کش کړې. د اداره امور مشر ورته وويل:

  • ډاکټر صاحب دښمن دي تر پښو لاندي ښايسته بوټونه دي.

ډاکټر موسکی سو، و ويل:

  • مننه ډاکټر صاحب، پرون مي مېرمن راوړي وه. د (ګوجي) نوی ډيزاين دئ.

په دې وخت کي د سولي وزارت وزير وويل:

  • چي ولا )ګوجي( لږ کلک دي، زما خپله )باس( او )کلرک( خوښ دي.

 د امنيتي چارو مسؤل وويل:

  • زه ولا اوس د دې برانډو خلاص يم، له هغه چاودني وروسته ډاکټري بوټونه په پښو کوم یا دا )سکېچري مېچري) استفاده کوم.

بیا د امنیت شورا مشاور غاړه تازه کړه، ول:

  • وضیعت خو سم نه دئ. ما ته د جمهور رئيس ډاکټر ویلي، چي هر څه مه ورسره شریکوئ. نو ښه به دا وي چي هر څه باید موږ خپله کنټرول کړو او یواځي ‌ډېر مهم مسایل، لکه د پیسو موضوعات، د عزل او تقرر موضوعات د لاس ته راوړنو موضوعات ورسره شریک کړو.

د سولي وزیر ویل:

  • بهرنیان تغیر راولي، په دې اړه موږ باید واضح دریځ ولرو.

د امنیت مسؤل وویل، چي موقته اداره د دوی په سیسټم کي حتمي ده، د‎ې ته باید تیار اوسو.

د اداره امور رئیس، چي پرله پسې پښه ښورول او ژاولي ئې ژوولې؛ خپل د خولې کونجونه ئې په دوو ګوتو پاک کړل او وې ویل:

  • موږ موقتي ادارې ته خپل بدیل لرو. بیا ئې د امنیت شورا مشاور ته لاس ونیوی، چي تر ډاکټر صاحب بل ښه کاندید نه سو ور کولای.

د امنیت شورا مشاور، چي له وختونو ئې د رئیس جمهور اکټونه کول، وویل:

  • ولا دا خو دروند بار دئ. که چاره نه وي؛ زه مجبور یم، چي دې بار ته اوږه ورکړم. د سولي وزیر وویل:
  • مګر د لومړي مرستیال سره څنګه کوو؟، هغه خو بیخي توندمزاجه دئ. هیڅ کله به اماده نه سي، چي دا کار وسي؟

د امنیت مسؤل وویل:

  • او تر کومه ځایه چي زه خبر یم، هغه څو ځایه ویلي؛ که رئیس جمهور استعفا ورکوي، سرپرست زه یم او اداره نه پرېږدم.

د اداره امور مشر خپل قات کړی مپلر له غاړي په قهر کش کړی، ول:

  • د هغه نوره کیسه مفته ده. زموږ ئې قومي ټکیټ په کار وو، هغه مو استفاده کړی. نور په خپل پنجشېر کي هم ځای نه لري په همدې شپږ نيمو بجو مجلسونه او احساساتي ویناګانو دي مصروف وي. هغه ورځ چي ئې د سولي له جرګې سره په خبرو کي ژ‎ړل او ویل ئې؛ زه جاسوس یم، اکټر نه یم. زما له خندا زهره وچاودل، چي د ده تر اوسه په دې سر نه دئ خلاص، چي جاسوس او د امنیت متخصص فرق لري.

د امنيت مسؤل، چي غوښتل ئې خبره بیرته جدي کړي، وویل:

  • دا به نو بیا زموږ انډیوالي نه سوه، چي یواځي ئې پرېږدو. زه او وزیر صاحب به ورسو، یو توافق به ئې واخلو، چي یوه د اوړو پزه خو سي.

د اداره امور مشر وويل:

  • چي څونه پیسې مو په کار وي، ږغ وکړئ. نور دغه د موقتي ادارې کیسه لږ جدي کړئ. رئیس جمهور استراحت ته ا‌ړتیا لري. نور ټوله استخباراتي او جنګي لینونه پر قطعه کړئ او خبره باید زموږ له ادرسه وسي.

 په دې وخت کي دروازه خلاصه سوه، څلورو سره یو دمي دروازې ته وکتل. يوه لوړه جګه پخه نجلۍ راننوته. راننوتو سره سم د امنیت شورا مشاور وویل:

  • اغلې یوه له ډېرو تکړو ځوانانو څخه ده. د اداره امور د رئیس صاحب ئې کور ودان؛ دا ئې پرون موږ ته معرفي کړه او دلته قلم مخصوص ده.

د نجلۍ چي پایڅې ئې د تازه شروع سوي موډ پر اساس له بوټونو درې ګوتي پورته وې، سپیني پونډۍ ئې معلومیدې؛ په ناز او ادا وخندل او وې ویل:

  • زه له دوی سره د پخوا پېژنم.

څلور سره پیکه سوه. داسي لکه یو بل ته چي ئې راز افشاء سوی وي.

د سولي وزیر په مسکا وویل:

  • اغلي، هغه ملګرې دي چیري ده؟ ځوانيمرګه زموږ هیڅ احوال نه اخلي.

د امنیت مسؤل وویل:

  • هغه اوس خپل بیزنیس لري. دوبۍ کي ئې خورا کش و پش دئ.

اغلي خدمتي نفر ته چي دې ته ورته فېشن کړې نجلۍ وه؛ د چایو د ایښودو وويل او خپله د امنیت د شورا پر مشاور داسي ور کږه سوه، چي نورو درو ئې د پاته وجود تماشه کوله. هغه ته ئې په غوږ کي وویل، چي د ټولنیزو رسینو (فیسبوک، ټیوټر او ټیکټاک) ټيم منتظر دئ.

ده ورته وويل: د چایو د ډوډۍ غم ئې وخورئ او پاکټونه هم تيار کړئ چي هغوی مي نن ډېر جدي په کار دي.

وروسته د امنیت د شورا مشاور وویل:

  • پلان دا دئ، چي زموږ له خوا نور حملات او تعروزونه بند دي، دفاعي حالت ته ځو او له ډېرو اطرافي ځايونه څخه ځواکونه د مرکزنو په لور سوق کړئ.

د امنیت مسؤل وویل:

  • صیب، د ابه روحیه ماته کړي.

د امنیت شورا مشاور ئې خبره ور ودرول، ول:

  • موږ د پلان عملي کوونکي یو، بدلولای ئې نه سو. د خارجي دوستانو غوښتنه همداسي ده.

بیا ئې پسي زیاته کړه:

  • هغه سیمي چي ضرورت ئې نه سته، تخلیه کړئ. شهیدان ئې هم هلته پرېږدئ، ځکه موږ دومره امکانات نه لرو، چي انتقال ئې کړو.

د امنیت مسؤل بیا غوښتل، چي څه ووایي. د امینت مشاور ورته وویل:

  • ته صبر چي دا لیست خلاص کړم.

شپږ زره بندیان، چي لویي جرګې پرېکړه کړې ده، د یوه منظم تقسیم اوقات له مخي ازاد کړي.

د اداره امور رئیس دفعتاً وویل: په دې کي زیاتي پیسې کښته پورته کیږي. اداره امور او امینت شورا به يو مشترک کاري ټیم جوړ کړي، لیستونه به تهیه کړي. د امنیت مسؤل وویل:

  • مقصد زما یو کس باید په کښې وي.

د سولي وزیر وویل:

  • زه غواړم خپل یو ناظر هلته ولرم، ځکه د سولي اړوند موضوع ده.

د امنیت مشاور په دې وخت کي وویل:

  • زه درڅخه ځم، یو ډېر مهم کار راته ګوري؛ بیا به سره وینو. او په خدای پاماني پاڅېدی.

د اداره امور رئیس هم پسي ووتی.

د سولي وزیر او د امنیت مسؤل یوځای راووتل، خو دواړه په غوصه وه. د امینت مسؤل د سولي وزیر ته په قهر وویل:

  • دا وړۍ نه سوې شړۍ. موږ ئې په ماشومانو جوړوو.

د یوه عیسوي مېرمني والا څخه به خلاصېږو، بل ته به کښېنو. دوی احقمان دي، که ئې پر موږ د احقمانو ګمان کړی دئ. اوس د رئیس جمهور کېدو خوبونه ویني، ریشخند دئ؟

د سولي وزیر وویل:

  • دا کشران دي، تجربه ئې کمه ده. د اداره امور هغې فکر کوي، چي حکومت یوازي پیسې ګټل او د چوکۍ خرڅول دي. هغه ورځ ئې زما له اخښي څخه ونډه غوښتې ده، چي په اصلاحات اداري کي ښه درامد لری. د ارګ برخه راکه، هغه ورته ویلي وه، چي زه مستقیم له نفر اول سره ډیل کوم، ستا سره نه. بیا د نفر اول له خوا شفر راغلی وو، چي د اداره امور سره لار یوسه.

د امنیت مسؤل وویل:

 چي يعني هغه په خبر دئ؟

د سولي وزیر وخندل، ول:

  • په خبر نه، په شریک دئ. هر څه خپله کوي، تاریخ ته به دوی مخ ته کړي، چي دغه دوه هلکان وه. کنې هغه تا ته نه دئ در معلوم، چي د ولایتونو کوچني رئیسان لا په خپله انټرويو کوي.

د امنیت مسؤل وویل:

  • اوس دې ته چورت وړی یم، چي د مېرمن اول جواب وایم. د معاون اول د جمهور رئیس، د اداره امور او که د امنیت د شورا. دا کومه طرحه، چي ده نن وویل، دا مطلق د سقوط طرحه ده، ځایونه تخلیه کوي. شهیدان پرېږدي او بندیان ور ایله کوي. دا بل بیا د صدراعظمۍ خوبونه ویني، دوی فکر کوي، موږ د دوی په لوبه نه پوهېږو او دا فکر ئې خپل هم نه دئ. د هغه امریکایي مېرمني پلان ئې دئ، چي اوس اخته ده، د امریکا په کانګرس کي موقتي ادارې ته  (لابي) کوي او موقته اداره د حکومت پر مخالفينو تاوانوي.

انډیواله ما او تا ته سخت کار ګوري، هم به له نورو سره پنجه نرموو او هم له دې خپلو سره. د سولي وزیر وویل:

  • ته خو پوهېږې، زه د مؤسساتو او اینجوګانو سړی يم. په دې استخباراتو او نورو کیسو نه در پوهېږم. زما اړتیا دا ده، چي کارونه مي روان دي، هيڅ نه ده راته مهمه، چي څوک ئې مشر دئ. بیا هم زما ټول ملاتړ له تا سره دئ. او بیا ئې په مکر وخندل، ول:
  • موږ خو د پخوا یاران يو، خپله ورځ به تر هغو تېروو، چي تېریږي چي ودرېده، بیا به ګورو.

د امنیت شورا مشاور، چي د ناستي له ځایه راووتی، د اداره امور رئیس ته ئې اشاره وکړه. هغه په پسې سو او سیده د هغه مخصوص دفتر ته ولاړل. په لاره کي د پارلمان وکیله، چي د اداره امور په وکیلي مشهوره وه او ټوله ورځ به د اداره امور په دفتر کي وه. د اداره امور رئیس ته ئې وویل:

  • ناشته مي تا ته منتظره کړې ده.

هغه په خندا ورته وویل:

  • ته درځه، زه درځم.

د امنیت د شورا مشاور له دروازې بندولو وروسته وویل: انډیواله، کیسه خو بل رقم ده. ما ته پرون وویل سول، چي اوولس ولایتونه پرېږدم او دا ولایتونه باید د ایران له سرحده، د مرکزي اسیا د هیوادونو تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان او چين له سرحدونو او د پاکستان له سرحدونو د مرکز پر لور وي. ځواکونه بايد دې اوولسو ولایتونو ته را ټول کړو، له هغه وروسته به په کابل کي مذکرات کېږي. طالبانو له دوی سره پنځه هډې منلي او په کابل کي به په سفارت کي څلور زره عسکر پاته کېږي. له هغه وروسته به موقته اداره راځي، چي مشرتوب ئې ما ته راکوي. د پیسو کیسه او اداره خو ئې هغه ده ستا ده، تیار صدراعظم يې. رئیس جمهور به قانع کړو، چي معاون اول هم له ځان سره قانع کړي، چي اماراتو يا یو بل دریم هیواد ته ولاړ سي او هر څه ئې خوندي سي. د نوي حکومت له جوړېدو وروسته به بیرته راستون او د وطن نیلسن منډيلا سي. کیسه ډېره ژر او لنډه ده. درځه، چي دا فیسبوکيان او نور راغلي رسنۍ باید و نه بایلو.

د اداره امور رئیس او د امنیت مشاور له یوه ډله ځلمو سره د امنیت شورا د خاصو مجلسونو اطاق ته ننوتل. هلته لا له مخکي یوه ډله ځلميان ناست ول. نوي راغلي ځملي له ناستو ځلمو متفاوت ول، د هغو لباسونه، د لباسونو ډول، د وېښتانو او مخ سټایل ټول متفاوت وه. نوو راغلو ځلمو ناستو خوارکیو، زبېښلو او پر مخ د خپګان، ستړیا او غربت معلومو ځلمو ته په حقارت کتل او ګواکي په کتلو ئې دا ښودل، چي تاسي لا څه شي یاست.

د اداره امور رئیس غاړه تازه کړه، ول: ټول ستړي مه سئ. نوي راغلي ځلمي به زه تاسي ته معرفي کړم. د امنیت شورا مشاور مداخله وکړه، ول: خپله دي ځان معرفي کړي، چي لږ دلاوره سي. بیا هغو ځوانانو په ماته او ګوډه پښتو او فارسي ځانونه معرفي کړل. ځینو خو بیخي په نورو ژبو معرفي کول. ډېرو بیا د بلي ژبي په لحن پښتو او فارسي ویل. ډېر له اروپا او امریکا راغلي ول، هلته کوچني لوی سوي ول.

ناست ځلمو، چي ټوله جرار په ژبه پوه او خوله‌ور ځلمي ول، ځانونه معرفي کړل. خو بیا هم د نوي راغلو ځلمو غرور راکښته نه سو، ځکه بهرني ژبي او بل تابعيت د هغو غرور ډېر لوړ کړی وو.

وروسته د امنیت شورا مشرانو ځلموته وویل، چي دا زموږ مطبوعاتي ټیم دئ. دوی هر یو سلګونه پاڼي لري او هره پاڼه زرګونه او لکونه تعقیبونکي.

نن مي دې ته راغوښتي یاست، چي پر ځینو ډېرو مهمو مسایلو خبري وکړو او رسنۍ سمي فعاله وساتو. اوله خبره دا ده، چي زه ستاسي د نوي موقت حکومت مشر… (له دې سره بې واره چک چکي سوې) دوهم دا چي هر مطرح کس بايد دونه وټکول سي، چي ميدان يوازي ما ته پاته سي. بلخصوص پخوانی ولسمشر سم وټکوئ، ځکه هغه پاته دئ، چي بهرنيان ئې سلا مني، دريم دا چي د عسکر او طالبانو د ورورولۍ او يوځای کېدو خبري تېزي کړئ او د عسکرو راشاته کېده لږ ډېر وليکئ. څلورم د مذاکراتو د ژر شروع کېدو او په داخل کي شروع کېدل تبليغ کړئ، چي تړون او سوله ژر وسي. پنځم يوه شپه بايد ناره تکبير د کابل له ټولو کورونو راووځي، يعني خلک بايد ښه سم مصروف وساتئ. کوښښ وکړئ، چي خلک احساساتيان او بې واکه نه سي، هر څه بايد زموږ پر خپل محور وګرځي. د قانون د تعديل او حکومتونو نوعيت د خلکو په رايه پوري وتړئ.

نوري لارښووني ئې هم وکړې، خو تر ټولو جالبه ئې دا وه، چي ويل ئې: طالب نور ورور وبولئ او ازادېدل ئې ولمانځئ. د بنديانو ازادېدل زموږ لاس ته راوړنه وبولئ. جمهور رئيس ډېر مه يادوئ، بيا د خلکو ور پام کيږي، بيا ئې په عذابوي.

په تالار کي ناستو ځلمو يو بل ته په پوښتونکي نظر وکتل، ټولو حس کړه، چي ډېر څه بدلېدونکي دي. په تالار کي يوه هډور د ځرځو وروځو ځوان پاڅېدی، ول: دا اردو، دا قربانۍ، دا سپين ږيری اولسمشر… دا ټول رشخند سول؟ تاسي له موږ څخه د نظام او قانون سره د غدارۍ واياست؟

پاڼي ئې څيري کړې او له تالاره ووتی. د امنيت شورا مشاور او د اداره امور رئيس د موضوع په نزاکت پوه سول او درک ئې کړه، چي تېزي ئې کړې ده. غونډه وپاشل سول او پاکټ په جېب کي ځلمي له تالاره ووتلل.

په سبا همدغه د پرون ځلمو په ټولنيزو رسنيو کي د همهغه ځرځو وروځو د ځلمي عکسونه خپرول، چي د چسپکي بم په چادونه کي شهيد سو.

هيچا نه پوښتل، چي ولي او څنګه؟

 د غونډي له تالاره چي ووتل، د امنيت شورا رئيس د اداره امور رئيس ته وويل: سيمي بايد پرېښول سي، ځواکونه بايد د مرکزونو په لور حرکت وکړي.

د اداره امور رئيس وويل: ټول ځواکونه خو زموږ په خوله نه دي. مشرقي زه درته کنټرولولای سم، د شمال به څه کوو؟ او بل د جنوب هغه د ميوند قول اردو قومندان او د ملي پوليسو دواړه قومندانان د پخواني ولسمشر د ټيم پخواني خلک دي، زور ئې هم ډېر دئ. عملاً هم هلته سخته جګړه روانه ده او هغه د هيچا نه مني. د کندهار د قومندان، د سنګوريانو د هلمند قومندان او د فراه د ولايتي شورا د رئيس له وژلو سربېره دا سيمه نونس کاله چا ماته نه کړه، دوی فکر کوي، چي د هغو په وژلو به دا خط مات سي.

د امنيت د شورا مشاور وويل: د شمال کار بل چا پر غاړه اخيستی، هغه د جنوب هلکان نن درته اعلانوم. يو لوی درستيز کوم، بيا دلته ئې مصروفول زما زده دي او بل د خاصو قوتونو قومندان او د کابل د امنيت ساتونکی اعلانوم. ته پر مشرقي کار وکړه، زنګونه شروع کړئ.

له دې وروسته بهر ته پروازونه زيات او په اداره امور کي سور جراپي هلکان او پايڅې لوړي نجوني ورځ په ورځ کمېدې، د ملت د کور ساتونکي د خپلو باوري کسانو په خپلو سياليو او خپلو لوبو کي داسي غافله ساتلی وو، چي حتی خبر نه وو، چي په هيواد کي څه روان دي او پر له پسې ئې بيانيې د نورو طرحو په اړه وې، چي د روان وضعيت سره ئې هيڅ سر نه خوړی. ځکه پر شاوخوا راټولي کړۍ يې له ملت، رسنيو او هر څه څخه ليري ساتی.

او بيا هغه ورځ هم راغله، چي امريکې ته د لومړي ځل له پاره يوه مستقيمه الوتنه تر سره سوه، چي جمهور رئيس او د سولي مسؤل دواړه په کښې وه. مګر دې الوتکي ته اجازه ځکه ورکول سوې وه، چي د دوی په وسيله د تېرو نونسو کالو تر ټولو مهم اسناد او قراردادونه په کښي انتقال او هلته خوندي سي.

له سفر وروسته جمهور رئيس په پوره ځواک د مخالفينو د ځپلو اعلان وکړی، خو اردو، عسکرو او ټولو ځواکونو ته له نامعلومو لورو زنګونه وهل کېدل او هره ورځ د اولسواليو او استقامتونو خبرونه راتلل.

طوفان خپل اوج ته رسېدلی وو او غټوونکي ئې هغوی ول، چي د طوفان په وړاندي ئې د هيوهوی چغي وهلې؛ مګر نور ئې د طوفان په راوستلو متهمول. زنګونه هغوی وهل، چي ځان ئې راتلونکی واکمن باله او اوس هم د واک لويه برخه وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب