تاند ۰ له نن څخه 5 کاله پخوا د ۲۰۲۱ د اګست په پنځلسمه / د اسد ۲۴ مه طالب ځواکونه کابل ته ننوتل او جمهوري نظام، چې د ۲۰۰۱ په وروستیو کې د امریکا په مشرۍ د نړیوال ايتلاف په ملاتړ او د طالبانو د رژیم له پرزېدو وروسته رامنځته شوی و، وپرزېد.
په تېرو 5 کلونو کې امنیتي وضعیت ښه شوی، جنګ جګړې، چاودنې او بمبارۍ تقریباً پای ته رسېدلې، خو د اکثرو افغانانو، په تېره بیا د ښځو ژوند خورا بدل شوی دی.
اقتصادي ستونزې زیاتې شوي، مدني ازادۍ محدودې شوي، له هیواده د تعلیم یافته ځوانانو او همداراز کدرونو وتل زیات شوي او د ټولنې نیمايي وګړي یعني ښځې له زده کړو او کاره محرومې شوي دي.
په همدې موده کې د افغانانو مرګ ژوبلې د پخوا پرتله خورا کمې شوي، بمي او انتحاري بریدونه او هوايي حملې زښتې کمې شوي دي.
د ملګروملتو د مرستندوی ماموریت پر اساس یوازې له ۲۰۰۹ څخه تر ۲۰۲۰ پورې په وسله والو نښتو کې نژدې ۳۸ زره ملکي افغانان وژل شوي او تر ۷۰ زره ډېر نور ژوبل شوي دي، خو د طالبانو په تېره 5 کلنه واکمنۍ کې ښايي څو سوه تنه د داعش په انتحاري بریدونو کې وژل شوي وي.
همداراز طالبان توانېدلي چې تر ډیره حده د کوکنارو د کښت مخه ونیسي خو له دې دواړو بریاوو سره سره دوی نه دي توانېدلي چې یو داسې مشروع حکومت جوړ کړي چې په نړۍ کې منل شوي اصول رعایت کړي او نړیوال یې په رسمیت وپېژني.
په تېرو کلونو کې یوازې یوه هیواد، روسیې د طالبانو حکومت په رسمیت پېژندلی دی.
د طالبانو له لوري د ښځو خلاف پر له پسې اقدامات د دې سبب شوي چې نه یوازې د دوی په اړه په نړۍ کې منفي تصویر لا زیات خپور شي بلکې د اسلام په اړه اسلام دښمنو ته پلمه په لاس ورشي چې ګنې اسلام وروسته پاتې او د ښځو د حقونو مخالف دین دی.
سره له دې چې طالبان پر ټول افغانستان حاکمیت لري او هیڅ پوځي مزاحمت یې په وړاندې نه شته خو هیوادونو د دوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی ځکه چې طالبانو په تېرو درو کلونو کې نه یوازې د ښځو او نجونو د حقونو په برخه کې د نړیوالو غوښتنې ونه منلې بلکې ورځ تر بلې یې محدودیتونه زیات کړي او افراط ته یې زور ورکړی دی.
هغه هیوادونه چې نژدې درې کاله پخوا یې په دې فکر کاوه چې د طالبانو حکومت به په رسمیت پېژني، اوس په دې اړه فکر هم نه کوي.
لطفاً زموږ سره په فیسبوک او وټس اپ چاینل کې هم راسره ملګري شئ
دا مو د وټس اپ چاینل دی:
https://whatsapp.com/channel/0029VbD5CVxChq6N7sjdsM0n
طالبانو پخپله درې کلنه دوره کې ډېر کارکړي یو سل اویوڅلویښت ۱۴۱ خبریالان بندیان کړي پارکونو ته ئې د ښخو تګ بند کړئ دنجونو ښوونځي ئې تړلي پوهنتون کې دنجونو پر زده کړو بندیز لګولئ ،ددفترونو څخه ئې ښځې شړلئ ، پخپلو کورونو کې ئې د ښځو شمیر زیات کړئ افغانان ئې جبري مهاجرت ته اړایستلي ، ملایان خواران ئې د مسجدونو څخه را ایستلي او په مجللو دفترونو کې ئې پر دولتي پوستونو مقرر کړئ اوداسي نور …. او نن خو ئې دعابد لمر په نوم یو بین المللي مجرم هم نیولي . کرزي صیب اوغني صیب دومره کار په شلو کلونوکې ونه کړ لکه ملا مامد حسن او هبت الله چې په درې کلونو کې وکړ هوریښتیا یوه خبره مې هیره شوه هغه دا چې د غرونو څخه راکوز شوه امنیت ئې راوست ځانمرګي ئې اصلاح کړه او س نارینه کولای شي چې په بې غمه زړه په ټول افغانستان کې دکندهاریانو په اصطلاح منظري وکړي
آغلې ثریا سید سلام او په درنښت!
په افغانستان کې ۳۴ ولایتونه او تر ۵۰۰ ولسوالۍ شته، چې د ټولو چارې ښځو ته وذکړې، بیا به خوشاله نه شي، له بل اړخه په تحصیلکړیو ښځو کې په دې شمې با کیفیته یا مسلمي څوک نه پکې موندل کېږي. د امریکایي اشغال په موده کې د مملکت په ۸۵ سلنه خاوره جګړه روانه وه او د ورځې په اوسط توکه تر ۵۰۰ بې ګناه خلک د دوو خواوو په انډوخر کې وژل کېدل، چې د طالبانو تر څنګ داعش، اسلامي ګوند، د طالبانو ازرده خاطرې ډلې د جمهوریت د تنظیمپالو او د اپینو د کار اوباریانو ګډ جنګ روان وو، خو یو دولت او حکومت چې و نه شي کولی داسې ټولنیزه او نظامي انارشي کنټرول نه شي کړی، نو په اړه یې خبرې کول د وخت ضیا ده.
د جمهوریت په تحصیلکړیو کې که هغه نرینه دي او که ښځینه اوس چېرې دي، چې د ټولنې د ژوند مسیر ته تغیر ورکړي؟ په شکریې بارکزۍ، فوزیه کوفۍ، سیما سمر او نورو نه شل کېږي! دوی ته د وزارت، ریاست او یا پارلمان څوکۍ ورکړل شوې وې، چې ابتکار همدا وو، چې د (خانه امن) په نامه یو پدیده رامنځ ته کړي، چې تاسو یې یوه مثبته کړنه یاده کړی، بیا به زه او نور ستاسو آیدیالونه ومنو او د مبارزې کړکۍ به پرانیزو! د افغانستان نفوس تقریبأ ۴۴ میلیونه دی، نو د ګوتو په شمار شرلتانانو ټولنه نه جوړېږي.
تاسو مېرمن ثریا د مرحوم مجروح له کورنۍ یاست او له نیمې پېړۍ یا څلور لسیزو په غرب یعنې امریکا کې اوسېږی، ځکه ما هلته کوم ځلې لېدلې وې! په هر ډول چې وي، افغان ټولنه ۹۹ سلنه د اسلام او ۸۸ سلنه د حنفي مذهب بنسټپاله ټولنه ده، ځکه د ساینسي علومو استازو په وروستیو ۱۰۰ کلونو کې نه دي بریالي شوي، چې ټولنې ته سمه نسخه یا د حنفي مذهب الترناتیو وړاندې کړي. کمونیستانو چې شمېر یې په سلنه کې هم نه راځي و نشوای کولی د مارکسیزم او لېننیزم په تیوري ټولنه منحرفه کړي، ځکه د حکمتیار، رباني، خالص، سیاف، محمدي … تر څنګ مرحوم مجروح او داسې نور ډېر عالمان هم پاکستان ته مهاجر شو، چې د کمونیستانو یې نه منله! د روسانو له یرغله ټول ملت راپورته شو او جهادیان رامنځ ته شول! مګر د طالبانو بری د جمهوریتیانو احمقات نه وو؟ اوس نو لاس تر ځنې کېنی او پرېږدی چې ملت سا وباسي، هسې هم ټول د جماعت لمانځه، روژې او حج ته لیوال او معتقد دي! پرېږدی چې یو ښه قانون تصویب شي، چې د ښځو حقوق هم پیاوړي شي. ما څو ځله لیکلي، چې د قوي اقتصاد او عادل واکمن او واکمني په ترڅ کې او په انساني ارزښتونو ولاړه ټولنه رامنځ ته شي، هر څه به سم شي. پنځه کاله د قضاوت لپاره لنډه موده ده! په افغانستان کې د فیمینیزم نسخه نه چلېږي، مګر تر ډېرو ښځو یوه خو هوښیاره او پوهه مېرمن بهتره ده! په بن مه ورځۍ، په کور کې د تشنج چاپېر د سرو زرو او جامو (شراره او پراره) سیالۍ پرېږدي او خپل ژوند ته توجو وکړی! د مېرمن مسؤلیت د اولاد او کورنۍ په اړه ډېر دروند دی!ًځکه که مور په لای ماشوم زنګوي په بل لاس نړۍ ښوروي! ستاسو د بري په تمه! وسلام
سلام
ولس خپل کورنی کار تراوسه نه ده بشپړ کړی همدا اوه تنظیمه همدې ولس څخه رامنځ ته شو . شهید محمد داؤد خان به پریږدو چې ښه وه او که بد خو ولس چېرته وه حکومت ویده وه!
انډوخر یې تور وی او که سپین ؟
دطالب هسته هم داوایی چې څه ډول دای اس ای په منافقت رامتځ ته شول مقایسه کول او امنیت ساتل دهېواد په کچه هیڅ قانونی، اجرائیوی، شرعی یا قضایی معیارونه نه لری دنړۍ له اړیکو ، ضوابطو ، دېپلوماتیکو بهر په انزوا کې شپې او ورځې تیرو ل خدعه او سیاسی تګلاره نه لری. ځکه دطالب دپوهې ظرفیت ډیر ټيټ دی
دافغانستان ملی او اسلامی ارکا ن سواد او عامه پوهاوی غواړی . حکومتولی غوجله نه ده خو یوڅوک چې دوه څاروی غوجله کې نه وی ساتلی هغه څنګ غیرتی ولې دروغجن، دومخی ، منافق انسانو باندې لکه شکریه ، فوزیه، سیما جاسوسه ، فریده ناهید کله حکومت کولی شی . پنځه کلیزه ډیر وخت دی طالب په پنځو کلو نو کې اسلامی جهان ته یو فیصد چمتووالی هم نه دی ښودلی ځکه په اسلامی لحاظ دپوهې potential نه لری په خپل خره سپاره دی!
ولس حق لری چې خپل «برخلیک » باندی له طالب سره محاسبه وکړی دغه غوښتنه ددوحې له پیل یوه جدی قضیه وه .
دغنی محب او فضلی پاچاډوز لوبه او دطالبانو بېړه چې څنګه واک ته ورسیږی ولس دواړو ته کتل ! نن هم ګوری سبا هم ګوری له بده مرغه همدې ولس له همدې خاورې سره جفا کړې ده. طالب که دومره پوهه او درایت درلودای اوس به افغانستان دهیچا په خیرات باندې لنګۍ او جامې نه اخیستلی.
دکلیزی بحث که دالری فرهنګ ته واچوو طالب ددالرو فرهنګ کې لګیا دی امریکایانو دغو کلو نو کې ددالرو ناروغۍ راوړې ده دایو حقیقت دی چالان ده او لا دوام لری دنیویارک ورځپاڼه څه وایی؟ ای خلکو !
ښاعلي ع شریف زاد ته سلام او په درنښت!
ستاسو د تبصرې هدف ګونګ دی، خو یوه خبره واضح ده، چې د افغانستان تېر، منځني او ننني تحصیل کړي نسل نه نرینه نه ښځینه وکوای شوی د افغان ټړلنې د ادراې هوډ وکړي، ځمه په دړی کې د وحدت او سازماندهي ظرفیت نه لري، یا داسې یو داسې شرلتان مخکې شي، چې د نسلونو د پیوند ظرفیت نه لري.
کمونیست حزبیانو ځانونه تر ټولو هوښیار ګڼل، مګر هم نسکور شو هم در په در، ځکه پرته له بهرني مرستو یې و نه شوی کولی، چې په یوه رهبري راټول شي. همدا ډول جهادي ګوندونه او تنظیمونه هم دړې وړې شول او وروسته له سقوطه و نه توانېدل یو سیاسي بهیر رامنځ ته کړي، مګر پراګنده هلته و دلته په غونډو کې په مزخرفاتو لګیا دي.
په بدخشان کې جمعه خان فاتح له امارتي نظام سره ښکر پر ښمر شو، دغه بدمرغی اوس بیرته تسلیم شو، مګر څو بې ګناه ځوانان د ټوپ خولې ته ورواچول، چې ګڼسمېر مېرمنې به اوس کونډې وی، میندې بې بورې وي او خویندو به خپل وروڼه له لاسه ورکړي وي، نو آیا دا حللاره او یا مصلحت دی؟
طالبان دا دي ږ پنځه کاله حکمروایي کوي، د ټول افغانستان امنیت یې نیولی، له پاکستان سره وجنګېد او تاجکستان ته یې د بدخشان د ناخوالو په اړه د غچ نغوته وکړه!
زه لکه یو عادي افغان ستاسو محترم شریف زاد څخه یوه غوښتنه لرم، چې هغه سازمان، ډله یا بله موسسه، چې تاسو یې رهبري او رهنمایي کوی، لطفأ دلته یاده کړی، چې زه هم ستاسو له شهرته مشکر شم! بل ذا چې د افغانستان د ادارې او حکومتداري یوه شیما یا اډانه وړاندې کړی، چې څو زره یا څو لکه خلک ستاسو سره موافق دي!
اسلامي امارت په داخله وزارت کې تر ۲۵۰ زره، په دفاع وزارت کې تر ۳۰۰ زره او استخباراتو کې هم تر درې لکو ډېر کارکونکي لري او په ملکي برخه کې هم تر یو میلیون زیات مامورین لري! د ملایاتو شمېر خو له نیم میلیون هم ډېر دی، د شاکردانو شمېر له ۶ میلیونه اوښتی، چې تر شپږمه نجونه هم ښوونځیو ته ځي، نو دغه ټول څوک اداره کوي؟ زما په ګومان مخکې له دې چې، یو الترناتیف رامنځ ته کېږي، نږ د دغه سیستم رغونې ته دې غبرګ کار وشي! کېدی شي مقصود ته ورسېږو! ستاسو د بري په تمه! وسلام
سلام
قدرمن سایتست او طبیب صاحب ټوکه مه کوه کومه برخه یا Hypothesis کې ستا په نظر ګونګ او مجهول دی؟ زه فکر کوم دماتبصره ګونګه نه ده هیله کوم که وخت لرې یوځل یې بیا ولوله تاسې یو کلیمه زیاته کاروۍ او هغه داده چې غوبل یې جوړ کړ هو !دې غوبل کې د [زه اوتا] له ضمیرو تیریږم بیا شخصی بڼه نیسی او دسپلین له لاسه ور کوی. حافظ وایی:
همه کارم زخود کامی ببد نامی کشید اخر
نهان کی ماند رازیکه کزو سازند محفلها
دغه محفل ته سازمان / ګروه/ ډله ټپله او هغه څوک چې درهبری اهلیت ، شوق او مینه لری کولای شی دغه ولس نور له انډوخره اوبې ځایه غوبل وژغوری .
کور دې ودان ستونزه نشته .
ښاغلي شریف زاد ته په درناوي او سلامونو!
چې ریښتیا ووایم ستاسو تبصره مې بیا او بیا ولوستله، خو ستاسو موخه چې ولس ته د ملامتیا نغوته کړې، بیا هم ځینې ټکي لري، چې د یو پراخ بنسټه بحث او تحلیل ته اړتیا لري، خو زه به دلته ځیني ټکي یاد کړم.
زما په اړه تاسو لیکلی: ساینتیست او طبیب! ما څو کاله د انجینیري په ساختماني څانګه کې تحصیل کړی او بیا مې د طب فاکولته پای ته رسولې! خو لیکنې یا تبصرې ځکه لیکم، چې له دغې نیمې پېړۍ له ماشوبتوبه تر نن متأثر شوی یم او ملامت او سلامت راڅخه ورک دي، نو لکه ډېرو په حقیقت پسې سرګردان یم.
زه په ډېر کم عمر په ۱۳۵۲ کال د سنبلې په میاشت کې د ښوونځي په صنف کې سرګردان شوم، ځکه په کور کې مې پښتو ویله او یو وار له فارسي سره مخامخ شوم، خو د سیمې ژبه هغه مهال اوزبکي او تورکمني وه، ځکه نو په صنف کې ډېرګړی پښتانه او اوزبک ول، دغه نور د ګوتو په شمار ول، چې اکثریت د ژبې له ستونزو سره مخامخ ول.
د مرحوم سردار داود خان په کودتا کې زما تره مقاومت وکړ، چې جګړن زورمتی یې پسې رااستولی وو، خو ټانګ یې د کابل په راده کې ولوېد، له بده مرغه د ماتوقلا د جنرال قمبر ځواکونه د سهار په اتوبجو راورسېدل، مګر جنرال غني د سیمې د مشران په وساطت کودتاچیانو ونیو او د سردار محمد داود په واکمني کې د ۱۳۵۶ تر نیمایي لیا سیاسي بندي او بیا د ثور تر کودتا خانه نشین وو! مګر د خلقیانو په واکمني کې په شهادت ورسېد! اما زما ستونزه دا وه، چې د ښوونځي په لومړۍ ورځ مې ونشوای کولی، خپلې معلمې مېرمن آمنه جانې په فارسي تشریح کړم، چې زما کاکا داود بندي کړی او زما ماما تل د داود خان پېښې کوي! ځکه هغه مهال ماشومان مکتب په سخر سر تلل، د داود کل او داود دېوانه اصطلاح ډېره عامه، ځکه نو د دواد خان أېښې ډېرو کولې، مګر زما مرحوم پلار به ویل: د داود خان په ډګه مندکې مه ماتوی! مګر معلمه زما په نیمګړې ژبه پوهه نه شوه، خو زه یې یوه ښه کلکه څپېړه ووهلم، نو داود خان له کودتا سره سم ما وهل لیا په ماشومتوب کې وخوړل!
په دې کې شک نشته، چې مرحوم داود خان په وطن او ملت مین شخصیت وو، مګر د افغانستان د واکمني د تهداب خښتې یې وایستې، چې پایله یې د نیمې پېړۍ بدمرغۍ دي، چې ولس یې قرباني شو.
د ثور له کودتا وروسته د مرګونو خپسکې پر ملت وزر وغوړول. د هغه مهال د عدلیې وزیر ښاغلی سید عبدالحکیم شرعي جوزجاني اوسمهال په خپلو خاطراتو کې لیکي، چې د انقلاب په پیل کې د افغانستان له بندیخانو ټول بندیان چې تقریبأ ۱۴ زره کېدل خوشې شول او د اعدامیانو دوسیې له سره بر رسي ته وړاندې شوې. مګر همدغو کمونیستانو د صدیق فرهنګ په حواله له ۲۰ زرو ډېر خلک په لومړي یو کال کې تریتام کړل. د شوروي له اشغال سره سم مرحوم ببرک کارمل د ۱۲ زرو وژلشویو لیست یوازې په پلچرخي کې ځوړند کړ او له ۲۵ زرو ډېر بندیان یې خوشې کړل، خو بندیان همدا ډول د افغانستان په ولایتونو کې هم ول او څو کاله مخکې د (لیست ۵ هزار) نوملړ هم په رسنیو کې خپور شو، نو دغه ظلم د دې سبب شو چې په پاکستان کې ۷ ګانه او په ایران کې ۸ ګانه تنظیمونه رامنځ ته شول، چې پایله یې د پاکستان او ایران د استخباراتو د مداخلې لړۍ شوه. طالبان د تنظیمي جګړو په غبرګون کې رامنځ ته شول، چې د امریکا د نېغو مرستو په ترڅ کې د یونیکال په وساطت او د پاکستان په رزالت په دې وتوانېدل چې تنظیمونه له کابله وشړي او د افغانستان ۹۵ سلنه خاوره قبضه کړي. د امریکایانو اشغال هم یوه ډرامه وه، خو وایي چې ماشوم و نه ژاړي مور شېدې نه ورکوي! د طالبانو بیا راتګ هم په افغانستان کې ۲۰ کلنه جګړه وه، چې د امریکا او غربي نړۍ اقتصاد ته لویه ضربه وه، ځکه امریکا اړه شوه چې له افغانستانه پښې سپکې کړي، چې د اوکراین، ایران، یمن، سوریې، فلسطین … او نورو جګړو ته وخت او رېسور ولري! د دوحې ناکامي د جمهوریت احمقي وه، طالبانو غونډو ته با صلاحیته د ګوتو په شمار خلک لېږل، اما کابل به له ۳۰۰ ډېر ماجراجو شرلتانان د دو سره حکومت استازي دوحې ته استول، چې نه یې خبرې زده وې او نه یې هم اتفاق درلود! چې ټول لوېدیز پرې ناباوره وه!ً ځکه طالبان بیا راغلل او جمهوریت په دوو اونیو کې سقوط شو!
نتیجه دا ده، چې هره ډله په یوه کړنلاره هوکړه کوي او د ټولني رهبری کوي! خو ولس ۹۵ سلنه عادي ژوند کوي او له سیاست سره صرف صطحي لیوالتیا لري، ځکه ولس مه ګرموی او تحصیل کړي باید خپل مسؤلیت د افغانستان د عیني او ذهني شرایطو سره پر غاړه واخلي او له مسؤلیت سره د ټولنې په خیر کار وکړي! ستاسو د بري په تمه، وسلام