Homeخبرونههند له افغانستان سره د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ

هند له افغانستان سره د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ

تاند ( شنبه د اسد/زمري ۲۴مه) د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند اعلان کړی چې نوی ډیلي هڅه کوي له افغانستان سره خپلې پخوانۍ اړیکې لا پراخې کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ همکاري پیاوړې کړي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندیر جیسوال ویلي، چې په دې وروستیو کې د دواړو هېوادونو د چارواکو لیدنو او سفرونو د ګډې همکارۍ د پراختیا لپاره زمینه برابره کړې ده.

د هغه په وینا، دغه تعاملات کولی شي د پراختیا، سوداګرۍ او سیمه‌ییز اتصال په برخو کې د همکارۍ د زیاتېدو لامل شي.

جیسوال ټینګار کړی چې هند غواړي له کابل سره خپلې اړیکې لا پیاوړې کړي.

هند په وروستیو کلونو کې هڅه کړې چې له افغانستان سره خپلې اړیکې د ډیپلوماټیکو تعاملاتو، بشري مرستو او اقتصادي همکاریو له لارې وساتي او پراخې یې کړي.

نوي ډیلي همداراز له سیمه‌ییز اتصال او اقتصادي همکاریو سره د اړیکو په چوکاټ کې ټینګار کوي.

بل لورته سیاسي کارپوهان وایي، د هند دا دریځ ښيي چې نوي ډیلي غواړي له افغانستان سره خپلې اړیکې د اقتصادي، بشري او سیمه‌ییزو همکاریو له لارې وساتي.

د دوی په وینا  افغانستان لپاره د هند له لوري د سوداګرۍ، ترانزیټ او بشري مرستو پراختیا کولای شي اقتصادي او سیمه‌ییزې اړیکې پیاوړې کړي؛ خو د دې همکاریو دوام به تر ډېره د دواړو لورو د سیاسي تعامل، امنیتي شرایطو او سیمه‌ییزو پرمختګونو پورې تړلی وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د افغانستان جوړونې لپاره فکري سلامتيا، کتاب علمي او تحلیلي ارزونه

اسدالله غيرت سریزه د افغانستان جوړونې لپاره فکري سلامتيا، د عاشق الله اخلاص‌یار هغه فکري، ټولنیز او تحلیلي اثر دی چې د انسان او ټولنې د...