Homeخبرونهحنفي: له تبعیض پرته کونډو او یتیمانو سره مرسته شوې

حنفي: له تبعیض پرته کونډو او یتیمانو سره مرسته شوې

تاند (شنبه د اسد/زمري ۲۴مه) افغانستان کې د طالبانو د حکومت د رییس الوزرا اداري مرستیال، عبدالسلام حنفي د زمري د ۲۴مې د نمانځغونډې په مراسمو کې د خبرو پر مهال و ویل، په تېرو پنځو کلونو کې ډېری مسایلو ته د تېر پرتله ښه رسېدنه شوې ده.

هغه د ګڼو اقتصادي مسایلو ترڅنګ د روږدو د درملنې یادونه وکړه چې تر ډیره رغېدلي او خپلې کورنۍ او ژوند ته ستانه شوي دي.

عبدالسلام حنفي زیاته کړه چې دې ته نه دي کتل شوي چې کونډه او یتیم د تېر حکومت د ځواکونو دي که د طالبانو د ځواکونو، له تبعیض پرته هر یو سره مرسته شوې ځکه د حنفي په خبره هغه اوس د دې ولس کونډې او یتیمان دي او د طالبانو په نظام کې یې حق دی.

حنفي داسې مهال دا څرګندونې کوي چې، په یاده برخه کې لاهم خلک شکایتونه لري او د تبعیض یادونه کوي.

د دې ترڅنګ په کور دننه او نړیواله کچه په داخل د هېواد کې د لوږې او بېوزلۍ اندېښنې زیاتې دي.

نن د زمري ۲۴مه د طالبانو د بیا واکمنېدو پنځمه کلیزه ده.

طالبان د ۱۴۰۰ لمریز کال د زمري په ۲۴مه کابل ته وروسته له هغې را ننوتل چې له کابل او پنجشیر پرته ټول ولایتونه د دوی لاس ته غورځېدلي وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

مادھوري ډکشیت ۲۴ کاله وروسته د یوې مشهورې تلویزیوني خپرونې کوربنه کېږي

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۲۰ مه) د بالیووډ مشهوره اداکاره مادوري (مادهوري) ډکشیت له ۲۴ کلونو وروسته یو ځل صحنې ته راوځي...