Home+ډنمارکیان او پښتو ادب | پوهندوی آصف بهاند

ډنمارکیان او پښتو ادب | پوهندوی آصف بهاند

دویمه‌برخه

Pathanske Folkeeventyr

(د پښتنو ولسي‌کیسې)

 د دې مقالې (ډنمارکیان او پښتو ادب) لومړۍ برخه مې د ۲۰۲۵ ام کال په سپتمبرمیاشت کې خپره کړه، هلته ما د «افغاني قصې او نقلونه» په نامه چې د یوې ډنمارکۍ مېرمنې (گریت ان‌ولدسین ــ Enevoldsen Grethe ) له خوا له پښتو څخه ډنمارکي ژبې ته ژباړل شوې‌ د څوارلس‌کیسوټولگه ده، بحث او خبرې کړې وې.

په یاده مقاله کې ‌ما لیکلي وو چې ډنمارکیان ولې او د څه له پاره د پټان میشن (Pathanmissionen) او پټان سي بي آر اورگنایزېشن (Organization CBR Patan) له لارې پښتني سیمو ته تللي وو.

ځینو ډنمارکیانو پښتنې سیمو ته د خپل ماموریت په څنگ کې پښتو ژبه هم زده‌کړې وه، له پښتنې ژوند سره د ځانگړې مینې له مخې یې، پښتني فولکلور ته پاملرنه کړې او د پښتنې فولکلور ځینې برخې یې راټولې کړې دي. ډنمارک ته تر راتګ وروسته یې خپلو خلکو ته د پښتنې فولکلور بېلگې ډنمارکي ژبې ته ژباړلې دي او خپلو لوستونکو ته یې وړاندې کړې دي چې د حساب وړ بېلگې یې په ینس کریستیانسن (JensChristensen) پورې اړه لري.

د ۱۹مې او ۲۰مې پېړۍ په لړ کې د پټان میشن (Pathanmission) مامورینو د افغانستان او شمالي هند له پښتنو سیمو سره اړیکه درلوده، د دغو مامورینو په لیکنو، رپورټونو او یاداښتونو کې ډیرې کیسې، افسانې او فولکلوري مواد ثبت شوي دي، چې یوه بېلگه یې د د ینس کریستنسن

(Jens Christensen) تربحث لاندې کتاب «Pathanske Folkeeventyr» (د پښتنو ولسي‌کیسې) دي.

ینس کریستنسن څوک و؟

ینس کیستین

په پیل کې باید دا خبره وکړم چې دا لاندې دوه کسان:

Jens Enevoldsen

Jens Christensen

چې د پښتنې فرهنگ د راټولولو او په اروپا کې یې د ژباړلو او خپرولو خدمت کړی دی، یو شخص ونه گڼي، دا دوه جلا اشخاص دي. د دوی د فعالیتونو گډ ټکی دا دی چې دواړو پښتو ژبه زده کړې وه او دواړو د پښتو فولکلور د راټولو په برخه کې کار کړی دی. په دې مقاله کې زه د ینس کریستینسن او پښتني فرهنگ ته یې د خدمت په باب خبرې کوم.

د ینس کریستینسن پېژندنه:

ینس کریستینسن یو ډنمارکی مبلغ، لیکوال او د ختیځو ولسونو د کلتور څېړونکی و، چې د پښتنو سیمو، په ځانګړي ډول د هغه وخت د «Pathan» یا پښتنو د ټولنې، له ولسي ادب او شفاهي روایتونو سره یې مینه لرله.

ینس کریستنسن د  ۱۸۹۹م کال د اگست پر ۲۴مه زېـږېدلی دی او د ۱۹۶۷م کال د اگست پر پنځمه مړ شوی دی.

د ینس کریستینسن په بیوگرافۍ پسې مې چې لټه پیل کړه، تر ټولو لومړی په ویکیپیدیا او د ډنمارک د ژوندلیکونو په دایره المعارف کې پیدا کړه، ما له همدې دایره‌المعارف څخه د ده د ژوندلیک ځینې برخې رااخیستې دي، وگورئ:«

Jens Christensen (24.8.1899 – 24.7.1967) یو مبلغ او اسقف و. هغه په Chicago کې زېږېدلی او په Viby J کې وفات شوی…

هغه خپله د الهیاتو زده کړه په New York کې په ۱۹۲۱ کال بشپـړه کړه، او په ۱۹۲۲ کال کې د یوه امریکایي تبلیغي ټولنې له خوا د هند د شمال لوېدیځ سرحدي ایالت ته واستول شو. هلته یې له یوې ډنمارکۍ مبلغې او نرسې، Margrethe Rasmussen سره واده وکړ. هغې په ۱۹۲۰ کال کې د «ټېلت میشن» له خوا هند ته استول شوې و، چې وروسته د “دانسک پټهان میشن” په نوم مشهور شو.

له فبرورۍ ۱۹۲۶ څخه کریستینسن د تېلت میشن لومړنی نارینه مبلغ شو. هغه او مېرمن یې د سرحدي سیمې په مردان (Mardan) کې مېشت وو او تر ۱۹۶۶ پورې یې هلته خدمت وکړ، تر هغه چې د روغتیايي ستونزو له امله ډنمارک ته ستانه شول…

دویمې نړیوالې جګړې د ډنمارک او دوی ترمنځ اړیکې بشپـړې پرې کړې، او کریستینسن د یو وخت لپاره د هندي پوځ د جلب و جذب افسر په توګه کار وکړ. هغه د سرحدي سیمې او د پټهان قوم ترمنځ د اوږدې مودې ماموریت پر مهال د اردو او پښتو ژبو، او د سیمې د کلتور او دودونو په باب معلومات  ترلاسه کړل.

هغه د مذهبي او ولسي لیکنو ژباړې هم له پښتو او هم پښتو ته ترسره کړې. په دې برخه کې تر ټولو مهم کار یې د «نوې عهدنامه» ژباړه وه، چې د جګړې پر مهال یې وکړه او له همدې امله د British and Foreign Bible Society افتخاري غړیتوب ورکړل شو.

په ۱۹۴۹ کال کې یې د اسلام د دین په اړه یو کتاب خپور کړ، چې ډېر شهرت او پراخ هرکلی یې ترلاسه کړ. دغه اثر په ۱۹۵۹ کال کې چاپ شو.

کریستینسن د راتلونکو مبلغینو لپاره د کورسونو له لارې هم ډېر اغېزناک و. هغه د ویناوو، وعظونو او مقالو له لارې په دوامداره ډول هڅه کوله چې د تبلیغ اهمیت روښانه کړي…

هغه له مسلمانانو سره هم مناظرې او بحثونه کول او د روښانه او بې جوړجاړي لوتري عیسوي دریځ له مخې یې د اسلام او عیسویت ترمنځ پرانیستې خبرې اترې کولې.

کریستینسن یو مهم مبلغ و، چې د بنسټیزو مؤسسو تر کنټرول لاندې تبلیغ ته انتقادي نظر درلود او ټینګار یې کاوه چې یوازې “د خدای کلام” اصل باید وساتل شي…

وروسته یې د دانسک پټهان میشن له مشرتابه سره جدي اختلافات رامنځته شول…»

په ویکي پیدیا کې د ینس کریستنسن د ادبي فعالیتونو په باب داسې راغلي دي:

«ادبي فعالیتونه

کریستینسن چې کله NWFP ته ورسېد، سمدستي یې د پښتو ژبې زده کړه پیل کړه. په ۱۹۲۷ کال کې یې په پښتو ژبه د تبلیغي رسالو لیکل پیل کړل. د هغه لومړنی ډنمارکي کتاب د پښتنو خلکو او اسلام په اړه و.

په ۱۹۲۷ کال کې د پښتو ادبیاتو کمېټه جوړه شوه چې شپـږ تبلیغي ټولنې پکې شاملې وې او کریستینسن یې مشر و. په مردان کې د «دارالتبلیغ» په نوم د مطالعې خونه د چاپ او وېش مرکز وګرځېد.

له انګلیسي، ډنمارکي او اردو ژبو ګڼ کتابونه وژباړل شول، لکه:

ــ د عیسی مسیح کړاوونه او ژوند،

ــ د کلیسا د کال دعاګانې او متنونه،

ــ د لوتر کوچنی کاتیکیسم،

ــ څو ډنمارکي مذهبي سرودونه…

په ۱۹۳۱ کال کې، کریستینسن د متی انجیل پښتو ژباړه پیل کړه، او په ۱۹۳۶ کال کې یې د یوحنا انجیل وژباړه. وروسته د نوې عهدنامې بشپـړه ژباړه هم وشوه…»

د ینس کریستینسن د دیني عقایدو او باورونو لوی عالم و، د ده په باب داسې ویل کېـږي چې:

«… هغه داسې سړی و چې د خپل ژوند ډېر وخت یې له مسلمانانو سره کار کړی و. لږ کسان به پیدا شي چې د ده په څیر یې مسلمانان درک کړي وي او مینه یې ورسره کړې وي.»

ینس کریستینسن د ډنمارک له هغو عیسوي مبلغینو څخه و چې د شلمې پېـړۍ په لومړیو کې د پښتنو سیمو ته ولاړل. هغه د هند او افغانستان سرحدي پښتني سیمو له خلکو سره اوږده موده ژوند وکړ.

هغه یو ډنمارکی مبلغ، لیکوال او د پښتني ولسي ادب راټولوونکی و، چې د پښتنو په سیمه کې یې ډېر کلونه تېر کړل.

هغه یوازې مذهبي مبلغ نه و، بلکې د پښتنو ژبې، دودونو، متلونو او ولسي کیسو سره یې ریښتیانۍ مینه درلوده. د همدې علاقې له امله یې گڼې پښتني ولسي کیسې راټولې کړې او په ډنمارکي ژبه یې ژباړلې او خپرې کړې دي.

له مهمو اثار څخه یې یو همدا تربحث لاندې کتاب Pathanske Folkeeventyr (پښتني ولسي کیسې) دی. دا کتاب په ۱۹۳۲م کال کې د ډنمارک په کوپنهاگن کې چاپ او خپور شوی دی.

ینس کریستینسن په پښتني سیمو کې د اوسېدو په موده کې پښتو ژبه زده کړې وه او د پښتنو د شفاهي ادب په ساتلو کې یې مهم رول درلود. هغه د کلیوالو خلکو له خولو کیسې، متلونه او ولسي روایتونه لیکل او بیا یې اروپایي لوستونکو ته معرفي کول.

د ده له خوا په راټولو شوو کیسو کې د پښتني ټولنې د غیرت، کورنۍ اړیکو، دودونو، طنز، قومي ژوند او… ښه انځورونه وړاندې شوي دي.

اوس هم د ینس کریستینسن د پښتنو ولسي‌کیسې ( Pathanske Folkeeventyr) کتاب:

د پښتني ولسي کیسو دا ټولگه ښاغلي ینس په پښتني سیمو کې د خپل ماموریت په موده کې راټوله کړې ده، بیا یې ډنمارکۍ ژبې ته ژباړلې ده او په ۱۹۳۲ ام میلادي کال یې د ډنمارک په کوپنهاگن کې د «Dansk Pathan Missions Forlag / Teltmissionen» پتې له خوا خپره کړې ده. د کتاب متن ۶۳ مخونه لري.

د کتاب همدا چاپي متن اوس زما په واک کې دی او زه همدلته له شاعر، لیکوال گران فرهنگي دوست عبدالمالک بېکسیار نه مننه کوم چې دا کتاب یې د همدې مقالې د لیکلو له‌پاره ما ته په امانت ډول راوسپاره.

له هېواد نه بهر او بیا د بهرنیانوله خوا د پښتو ادبیاتو په باب د څېـړنو او ژباړو په لړ کې دا کتاب  (Pathanske Folkeeventyr) ځکه مهم دی چې دا د هغو لومړنیو اروپایي آثارو له ډلې څخه یواثر دی چې د پښتنو ولسي نکلونه او کیسې یې د اروپایانو د لوستلو له‌پاره وړاندې کړې دي. په هغه وخت کې ځینې ډنمارکي او اروپایي مبلغین ــ محققین د پښتنو سیمو ته تلل او د خلکو شفاهي ادب، متلونه، کیسې او دودونه یې ثبتول چې دا کتاب یې یوه غوره بېلگه ده. په کتاب کې ولسي افسانې، اخلاقي کیسې، د پښتني دودونو انعکاس او شفاهي روایتونه راغلي دي.

دا کتاب تاریخي ارزښت ځکه لري چې د پښتو فولکلور د نړیوال معرفت له پخوانیو اسنادو څخه شمېرل کېدای شي. دلیل یې هم دا دی چې دا کتاب د شلمې پېـړۍ د دریمې لسیزې په پیل (۱۹۳۲)  کې چاپ شوی دی، د پښتنو شفاهي ادب غوره بېلگې د اروپایي (ډنمارکي) لوستونکو له‌پاره وړاندې کوي او د هغه وخت د فرهنگي اړیکو یوه ښکاره او غوره بېلگه یې گڼلای شو.

د کتاب په پیل کې د ینس کریستینسن په قلم یوه لنډه سریزه راغلې ده، دا به زه کټ‌مټ راواخلم:

«سریزه

دا راټولې شوې او خپرې شوې کیسې د پښتنو تر منځ د ولسي افسانو یو ډول دی چې خوله په خولې، نسل په نسل تر دې وخت پورې رارسېدلې دي او د خلکو د ژوند د پوهې او ټوکو ــ ظرافت یوه ښه برخه څرګندوي.

تر کومه ځایه چې ما معلومات ترلاسه کړي، دا کیسې مخکې هېڅکله نه وې لیکل شوې، او نه هم چاپ او خپرې شوې وې. خو زما په اند، دا د دې وړ دي چې خپرې شي، څو د پښتنو د فکر او احساس د پېژندلو او پوهېدو په برخه کې مرسته وکړي.

انځورونه د یوه ځايي «هنرمند» له خوا جوړ شوي دي او هماغه ډول دي چې عموماً د دوی په کتابونو کې لیدل کېـږي.»

آرهوس — نومبر ۱۹۳۲

Jens Christensen

په دې مقدمه کې یو مهم ټکی دا دی چې ینس کریستینسن ادعا کوي دغه نکلونه یې له شفاهي روایتونو څخه راټول کړي وو او د هغه په وینا تر دې وړاندې نه وو چاپ شوي. زه بیا داسې وایم چې کېدای شي پخوا تر دې دا کیسې راټول او د کیسو په خپله ژبه پښتو راټولې او په متفرق ډول خپرې شوې وي.

له دې ټولو خبرو سره ـ سره زه د ټولو افغانانو او ټولو پښتنو په استازولۍ له ینس کریستینسن نړۍ مننه کوم چې ډېر پخوا یې د پښتو ژبې دا کیسې راټولې کړي دي، ډنمارکۍ ژبې ته یې ژباړلې دي، بیا یې چاپ کړې دي او ډنمارکیانو ته یې د مطالعې له پاره وړاندې کړې دي. په دې ډول یې کېدای‌شي د لومړي‌ځل له‌پاره ډنمارکیان او اروپایان له پښتو فولکوریکو کیسو سره اشنا کړي وي.

په یاد کتاب کې د پښتو فولکوریک ادب پنځه‌لس کیسې راوړل شوې دي، دا لاندې د کیسو د سرلیکونو او ژباړې فهرست دی:

den besatte

نیول شوی (تسخیرشوی، تابع‌شوی، رام‌کړای شوی)، ۵ ام‌مخ

Hovmod står for fald

غرور او تکبر د انسان د لوېدو یا سقوط سبب گرځي، ۱۰ ام‌مخ

Rivaler

سیالان، ۱۵ام‌مخ

hjertesorg

زړه‌سواندي (زړه سوی، عاطفي درد)، ۱۹ ام‌مخ

Forsynstro

باور، ډاډ (د خدای پر تدبیر باندې باور)، ۲۳ ام مخ

slikmunden

د خوږو ډېر شوقي کس، نفساني غوښتنې خوښونکي، ۲۷ ام‌مخ

æblet falder ikke langt fra stammen

مڼه له ونې لرې نه‌لوېـږي، ۳۱ ام‌مخ

pilgrimmen

حاجي، زیارت کوونکی، ۳۵ ام‌مخ

veltalenhed

فصاحت، ۳۷ ام‌مخ

kvindelist

د ښځې ځیرکتیا، د ښځې تدبیر، ۴۱ ام‌مخ

da fasten blev dræbt

کله چې روژه ووژل شوه، مطلب یې کېدای شي

دا وي چې روژه، صبر یا ځان کنترول مات شو، ۴۶ ام‌مخ

ærbødighed

درناوی، ۵۱ ام‌مخ

hesteægget

د اس هگۍ، ۵۵ ام‌مخ

nabofamilierne

گاونډۍ کورنۍ، د چم‌گاونډ کورنۍ، ۶۰ ام‌مخ

For og søn

پلار او زوی، ۶۲ ام‌مخ

د ینس د اثارو په باب باید وویل شي چې موږ ته د ده ترټولو مهم اثر د ده همدا د کیسو ټولگه (Pathanske Folkeeventyr) ده او بیا هغه اثار دي چې ده پښتو ژبې ته راژباړلي دي لکه:

ــ د متی انجیل ژباړه (۱۹۳۱)،

ــ د یوحنا انجیل ژباړه (۱۹۳۶)،

ــ د نوي عهدنامې د پښتو ژباړې د کمېټې مشري،

ــ بشپـړه بیاکتل شوې پښتو نسخه (۱۹۴۵).

د ینس بل مهم اثر (Mission to Islam and Beyond) (اسلام ته تبلیغي مأموریت او له هغه وروسته) نومېـږي، دا لاندې یې لینک دی:

https://www.answering-islam.org/Books/Christensen/christensen.pdf?utm_source=chatgpt.com

دا کتاب تر ډېره د اسلام او عیسویت ترمنځ د دیني او فکري بحثونو په اړه دی، او په ځانګړې توگه دا بیانوي چې عیسوي مبلغین څنگه له مسلمانانو سره خبرې او تبلیغ وکړي. په کتاب کې دا موضوعات شامل دي:

ــ اسلام او عیسویت ترمنځ عقیدوي توپیرونه،

ــ له مسلمانانو سره د تبلیغ طریقې،

ــ د قرآن او بایبل په اړه بحث،

ــ د حضرت محمد ﷺ په اړه د لیکوال نظرونه،

ــ د تثلیث (Trinity) عقیده،

ــ د ایمان، شریعت او اخلاقو پرتله،

ــ د مسلمانانو د دیني فکر او عیسوي فکر مقایسه.

کتاب په اصل کې د یوعیسوي تبلیغي له نظره لیکل شوی، نو د اسلام په اړه یې بحثونه د اسلامي علماوو له نظرونو سره یو شان نه دي.

د ینس د اثارو او د ده په باب د گڼو یاداشتونه ترلوستلو وروسته کولای شو ووایو چې:

ینس کریستینسن یوازې یو مذهبي مبلغ نه و؛ هغه د پښتو ژبې، پښتني فولکلور او د پښتنو د ټولنیز ژوند یو جدي څېړونکی هم و. د هغه د کار ډېره برخه د مردان، سوات، پېښور او د هغه وخت د شمال لوېدیځو سرحدي سیمو له پښتنو سره د اوږدې مودې اړیکو پایله وه. 

ینس په پښتني سیمو کې د قدروړ فرهنگي فعالیتونه کړي دي. کله چې دی په ۱۹۲۲م کال کې شمال لوېدیځ سرحدي سیمې ته ورسېد، لومړی یې پښتوژبه زده، وروسته یې پښتو د لیکنې، ژباړې او تدریس تر کچې ورسوله او د پښتو ادبیاتو د خپرولو لپاره یې منظم کار وکړ. 

په ۱۹۲۷م کال کې د «Pushto Literature Committee» په نوم یوه ادبي کمېټه جوړه شوه چې شپـږو تبلیغي ټولنو پکې برخه لرله او Jens Christensen یې مشر و. دې کمېټې د پښتو کتابونو لیکل، ژباړل او چاپول تنظیمول.

هغه په مردان کې د Dar-ul-Tabligh (دارالتبلیغ) په نوم د مطالعې او چاپ مرکز جوړ کړ. له همدې ځایه پښتو کتابونه، رسالې او نور چاپي مواد خپرېدل.

اصلي خبره د ینس له خوا د پښتني فولکلور راټولول دي، د همدې هڅو په ترڅ کې یې د پښتنو په کلیو او بانډو کې ولسي کیسې، شفاهي روایتونه او دودیز حکایتونه راټول کړل. د همدې کار پایله د Pathanske Folkeeventyr یا زموږ تر بحث لاندې کتاب دی. 

ینس له M. A. Taib (د سوات یو پښتون لیکوال او شاعر) سره نږدې همکاري لرله. طیب د پښتو ژبې او سبک په سمون کې ورسره مرسته کوله او پښتو متنونه یې منظومول.

د پښتو او پښتنو د مطالعاتو له نظره، دا سړی ځکه مهم دی چې د شلمې پېړۍ په لومړیو کې یې د پښتني ولسي ادب د ثبت او خپرولو هڅه وکړه، او د پښتنو ولسي‌کیسې (Pathanske Folkeeventyr) د پښتني فولکلور کیسې له هغو لومړیوټولګو څخه یوه ده چې په یوې اروپايي ژبې په اروپا کې چاپ او خپره شوې ده.

د پښتو ادبیاتو لپاره د ینس د فرهنگي فعالیتونو ارزښت په دې کې دی چې ینس د پښتنو د شفاهي روایتونو یوه برخه خوندي کړې ده او په اروپا کې د پښتو ولسي ادب په لومړنيو ثبتوونکو کې یو همدی دی. بله دا چې د پښتو د چاپي ادبیاتو د ودې لپاره یې بنسټیز کار کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د امریکا پخوانی ولسمشر بارک اوباما د پوډکاسټ لړۍ پیلوي

د امریکا د متحد ایالتونو پخوانی ولسمشر بارک اوباما غواړي چې په سپتمبر میاشت کې د پوډکاسټ یوه لړۍ پيل کړي. د راپورونو له...