جمعه, مارچ 29, 2024
Homeادبژاک درېدا څه وايي؟| اجمل ښکلی

ژاک درېدا څه وايي؟| اجمل ښکلی

ژاک درېدا د سوسور د رغښت له تيورۍ نه استفاده او مخالفت دواړه کوي. 

د سوسور په اند، ژبه د نښو يو نظام دی. له نښو نه په ژبه کي د نوموړي موخه کلمې دي. هره نښه د سکې غوندې دوه مخه لري، چې يو مخ يې دال او بل يې مدلول دی. دال د کلمې غږيزه ټولګه يا بڼه ده، چې په پارول کې يې د تلفظ په وخت ويناوال تلفظ کوي او مدلول د دې دال تصور دی، چې د ويناوال په ژبه کې موجود وي. سوسور د مصداق پر ځای مدلول يا ذهني تصور ته ځکه اهميت ورکوي، چې د نوموړي په اند، هر واقعي څيز چې ژبني نظام ته ننوځي، بدلېږي. د هر ويناوال په ذهن کې د هر مصداق يو مختلف تصور وي. مثلا: “دېوال” دا تلفظي بڼه يې دال او د انسان په ذهن کې د دېوال تصور چې دا دال ورته اشاره کوي، مدلول دی.

استاد اجمل ښکلی

د سوسور په اند، د دال او مدلول ترمنځ اړيکه خپلسرې ده. نوموړي د دې خپلسريتوب نه د ژبني قرارداد لپاره استفاده وکړه. يعنې د دال او مدلول ترمنځ اړيکه چې طبيعي نه ده او بل هېڅ طبيعي توجيه نه لري؛ نو دا خلا د قرارداد په مټ ډکېږي. يو دال خپل مدلول ته د ټولنيز قرارداد له مخي اشاره کوي او موږ پوهېږو، چې کله زه وايم کتاب؛ نو مخاطب پوهېږي، چې کوم څيز ښيم. په دې توګه ژبه يوه ناپېيلې وسيله نه ده، چې ويناوال ترې استفاده وکړي، بلکې ژبنۍ نښې ارزښتونه ټاکي. يو څيز ته پر بل ترجيح ورکوي.

د سوسور په اند ژبنی نظام د نښو پر متقابلو اړيکو ولاړ دی او دا متقابلې اړيکې پر نفي ولاړ دي. “کور” ځکه پېژنو چې هوټل نه دی، سرک ځکه پېژنو چې کوڅه، ترافيک او نورې ډېرې داسې نښې پېژنو چې له سرک سره توپير لري. د نوې ژبپوهنې پر بنسټ پر سوسور دا نيوکه کېږي، چې ژبنی نظام يوازې پر تقابل يا توپير نه دی ولاړ، بلکې نورې اړيکې هم شته، چې د ماناپوهنې او کارونپوهنې په وروستيو پرمختګونو کې رااخيستل شوې دي. له تقابل پر ته، هممانيزتوب، تجانس، د جز و کل اړيکه، د ټولۍ د غړيتوب اړيکه، د کارونې اړيکه او داسې نورې. 

ژاک درېدا د سوسور د متقابلو جوړو پر بنسټ وايي، چې که د سوسورد متقابلو نښو له مخې د غرب د فلسفې تاريخ ته وګورو؛ په دوو متضادو کې يې تل يوه ته لومړيتوب ورکړی. مثلا: نېکۍ ته پر بدۍ يا ښکلا تر پر بدرنګۍ او نر ته پر ښځه. په دې توګه غربي فلسفو مخکې له مخکې لا د يوې د اهميت قضاوت کړی، برجسته کړې يې ده او بله يې د دې د اثبات لپاره نفي کړې ده. له همدې امله د يوې موجوديت د بلې نشت دی. رڼا د تيارۍ نشت ته وايي. رڼا يو مثبت مفهوم ګڼل شوی، چې دا اثبات يې د تيارې له سلبيت نه ترلاسه کړی. داسې رڼا په انساني فرهنګ کې د يوه قرارداد په توګه رامخته شوې. درېدا په متضادو جوړو(Binary Oppositions) کې د يوه لومړيتوب ته لوګوسينټرسيزم(Logocentricism) وايي. د ژبې له مخې نر او ښځه د دوو برابرو مفاهيمو په توګه راښکاره کيږي؛ خو په ټولنه کې نر تفوق يا لومړيتوب لري، چې دې لومړيتوب ته لوګوسينټرسيزم وايي او دا لوګوسينټرسيزم د هايدګر په اصطلاح د ميټافيزيک حضور(Metaphysics of Presence) بولي، ځکه چې په فرهنګ او هر ډول متونو کې يې فعال حضور يا برخه درلودلې ده. په بله وينا ډېرې خبرې پرې شوې، ډېر اهميت ورکړل شوی او دا ځکه چې د درېدا په اند نارينه جنسيتي توپير لري. د اپلاتون په فلسفه کې وينو، چې په دې نړۍ کې موجود هر څيز د يوه بشپړ مثال يوه نيمګړی تصوير دی. له لرغوني يوناني فلسفې نه دا دود پيل شوی، چې هر فيلسوف يو ضد ته پر بل اهميت ورکړی او بشپړ يې ګڼلی او دا دود د فلسفې په ټول تاريخ کې وينو.

ژاک درېدا د غرب فلسفه د همدې تيورۍ له مخې وځيرله او دې مېتود ته يې پرانيستنه(Deconstruction)(پښتو کې راته د ويجاړونې او بلې هرې اصطلاح پرځای دا مناسبه ښکاره شوه، ځکه چې د يوه متن ډېرې ژورې او ناشعوري ماناوې راسپړي او د ماتن پلويتوب او اصلي فکر راښيي.) ووايه. د ژاک درېدا له دې طريقې نه په فيمينزم کې ژوليا کرستوا استفاده وکړه او د دې اثبات هڅه يې وکړه، چې په انساني تاريخ کې نارينه او ښځه دوه متضادې جوړې دي؛ خو نارينه تل پر ښځينه لومړيتوب او ښځې دويم مقام لرلی. د “ښځې” مانا د نارينتوب له نشته پيدا شوې او نارينتوب د زړورتيا، پياوړتيا او نور مثبت صفتونه لري. فيمينزم انساني تاريخ ډيکنسټرکټ کړ او هغه پټ تبعيضونه يې رابرسېره کړل، چې د تاريخ په اوږدو کې له ښځو سره شوي وو.  

د سوسور په اند، هر دال په لانګ کې، چې د انسان په ذهن کي موجود دی، يوه ثابته مانا لري او له همدې امله سوسور لانګ ته پر پارول اهميت ورکوي، چې ثابت او د درک وړ دی؛ خو پارول چې د هر ويناوال له مخې بدليږي، تر ژبنۍ تيورۍ لاندې نه راځي. ژاک درېدا د سوسور پرخلاف وايي، چې د يوه دال مانا د انسان په ذهن کې موجود مدلول نه دی، بلکې يو بل دا دی، چې د سوسور په رغښتواله کې ورسره د تقابل اړيکه لري. يوه ډېره ساده بېلګه يې قاموس دی. کله چې په قاموس کې مثلا د “واک” مانا ګورو، مخې ته يې نورې کلمې ليکل شوې؛ لکه: تسلط، ظرفيت، وړتيا، امر چلول او …. د دې مانا دا ده، چې د هر دال مانا له بل دال سره د ده د تقابل زېږنده ده. تسلط، ظرفيت، وړتيا، امر چلول او داسې نورې هم کلمې دي. پر دې بنسټ درېدا استدلال کوي، چې مانا تل ځنډيږي. مثلا:  په پاسنيو کلمو کې يوه هم د واک بشپړه مانا نه ليږدوي. يعنې د واک کلمه کوم مدلول نه لري او له دې نورو کلمو سره د تقابل له مخې يې مانا تل ځنډېږي. دريدا دې ته Differ وايي. د سوسور د کلمو د تقابل يا Differing ځانګړنه مانا Defer کوي. په فرانسوي کې Differ او Defer دوه متجانسې کلمې دي، چې لومړۍ تقابل او دويمه تعليق يا ځنډ ته وايي. د درېدا په اند، ژبنی تقابل مانا له يوه دال نه بل ته ځنډوي. 

پاسنۍ دواړه کلمې په فرانسوي کې يو ډول تلفظېږي؛ خو ليکل کېږي مختلفې. درېدا په دې ډول د ليک او وينا په تقابل کې د ليک د لومړيتوب نظريه وړاندې کوي. د نوموړي په اند، د غرب د فلسفې په تاريخ کې وينا ته پر ليک لومړيتوب ورکړل شوی، چې دې ته دريدا فونوسنټرسيزم(Phonocentricism) وايي. په غرب کې ژبه هغه ده، چې ويل کېږي، ځکه چې د وينا تر شا پخپله ويناوال موجود وي؛ خو د درېدا په اند، متن نه، بلکې د متن که ليکنی وي، که ګړنی د مانا خالق مخاطب/ لوستونکی دی؛ نو که ويناوال موجود هم وي، اوريدونکی به له ويناييز متن نه هغه مانا اخلي، چې ده ته مهمه ده، ځکه نو ليک پر وينا لومړيتوب لري او د دې لامل دا دی، چې په ليک کې چې ماتن حضور نه لري، ژبه له خپل اصالت سره راڅرګندېږي.

د ځنډ مصدر په فرانسوي کې differAnce  ليکل کېږي. د درېدا په اند ځنډ يو مفهوم او تصورنه دی، بلکې يو ځواک دی، چې په ژبه کې د ځنډ امکان پيدا کوي. 

پر دې بنسټ درېدا استدلال کوي، چې موږ فکر کوو، چې ګنې د يوه دال پر بشپړه مانا يا مدلول پوه شو؛ خو داسې نه ده، بلکې هر دال مانا په بل دال کې پټه وي او د بل دال په بل دال کې او داسې نو ټوله ژبه د دالونو په يوه جال اوړي او داسې نو مانا تل له يوه دال نه بل ته په حرکت کې وي او ځنډېږي يا تعليقېږي؛ نو مانا کوم وروستی حد نه لري، بلکې د مانا وروستی حد مازې يوه اسطوره ده. پر دې بنسټ درېدا د غرب پر فلسفه نيوکه کوي، چې د تاريخ په اوږدو کې پکې تل دا تصور موجود و، چې په ژبه کې دننه يا بهر يې يوه وروستۍ مانا موندلې ده. 

د ژاک درېدا تيوري چې د رغښتوالې او د ليوي شتراوس د پټ رغښت پرخلاف وه او د مدلولونو ترمنځ يې د اړيکو او نظام پرځای د دالونو ترمنځ پر اړيکه خبرې کولې، پسرغښتواله وبلل شوه، چې د پوسټ ماډرنيزم په تيورۍ کې ترې د بنسټ په توګه استفاده وشوه او هغه د مانا غوندې د يوه مخکې له مخکې غوراوي نشت و. د ښځې پر وړاندې د نر نه انتخاب، د يوې ايډيالوژۍ په مقابل کې د بلې ايډيالوژۍ نه غوراوی د پوسټ ماډرنيزم همدا متنوع فرهنګي اړخ راښيي.

په ژبه کې چې مانا ثبات نه لري او تل له يوه دال نه بل ته ځنډېږي، مطلب دا چې د مانا يووالي يا له وحدت نه مخ اړوو او مانيز پلورليزم ته لار پرانيزو. مانيز او فرهنګي پلورليزم د پوسټ ماډرن تيورۍ يو اصل دی. له بله پلوه د ماتن پر ځای يوه متن ته د مانا ورکولو هڅه مخاطب/ لوستونکی کوي، ځکه نو د هر مخاطب مانا د متن د مانيز ځنډ يا تعليق له امله ناسمه نشو ګڼلای. دا پخپله د هر ډول متن مختلفو او آن کله متضادو ماناوو ته لار پرانيزي، چې په پوسټ ماډرنيزم کې ارزښت ورکول کېږي او د درناوي په سترګه ورته کتل کېږي. 

په امريکا کې د ژاک درېدا د ډيکنسټرکشن له طريقې نه په ادبي کره کتنه کې د ادبي متونو د پرانيستو او ژورو او مختلفو ماناوو ته د رسېدو لپاره استفاده وشوه. 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب