جمعه, مارچ 29, 2024
Home+انځورګره شاعري | اجمل ښکلی

انځورګره شاعري | اجمل ښکلی

ومان نيازی انځورګر شاعر دی. انځورګر يوازې په دې مانا نه، چې انځورګري هم کوي او شاعري هم، په دې خاطر چې شاعري يې د انځورونو البم دی.

دا خبره طبيعي ده، چې څوک د هنر په څو برخو کې کار کوي، يوه برخه به يې له بلې اغېزمنېږي؛ خو د هرې څانګې خپلې بېلې غوښتنې هم وي او هغه ومان پوره کړې دي.

دا ممکنه ده، چې يوه محتوا موږ د هنر په څو څانګو کې راونغاړو، خو هر هنر د محتوا د بيان لپاره خپلې لاري لري. انځورګري رنګونه لري، چې خوا په خوا ايښودل کېږي او پيغام رسوي؛ خو د رنګونو او الفاظو د خوا په خوا ايښودو بېل بېل تخنيک وي.

که د رنګونو په تقليد الفاظ هم خوا په خوا کېږدو، ګومان نه کوم، چې د تابلو هنري ماهيت دې ولري يا دې محتوا ورسوي، ځکه چې په انځورګرۍ کې د رنګونو مسؤوليت تر الفاظو ډېر وي. ژبه يو صحنه هم انځوروي او هم يې د بيانولو لپاره تر انځورګرۍ ډېر امکانات لري؛ خو انځورګري دا ټول کار يوازې د رنګونو د انځورګرۍ په مټ کوي، همدا علت دی، چې پر يوه ادبي متن تر تابلو اسانه پوهېږو او ژورو ماناوو ته يې ځير کېږي.

خو څرنګه چې انځورګري او شاعري دواړه د هنر د څانګو غوندې پر تخيل، انځورنې، عاطفې او موسيقۍ ولاړ دي، ځکه نو دا ممکنه ده، چې د سبکونو ترمنځ له يوه بله اغېزمن شي. په تاريخ کې داسې ګڼې بېلګې وينو، رياليستي کيسې له رياليستيکي او امپرسيونيستي هغه له امپرسيتونيستي انځورګريو رنګ اخيستی.

په دې لړ کې ومان هغه شاعر دی، چې د دې دواړو هنرونو لحاظ يې په ښه بڼه ساتلی او دا مو په اسانه دې قضاوت ته نه پرېږدي، چې ومان ښه انځورګر وبوله، که ښه شاعر.

له دروېشۍ ډک نثر / اجمل ښکلى

د انځورګرۍ هنر هم د ادبي هغو غوندې ګڼ مکتبونه لري، چې په ځينو کې يې پيغامونه ښکاره او په ځينو کې پټ وي؛ خو ځينې داسې هم وي، چې پيغامونو ته چندان اهميت نه ورکوي او موخه يې يوازې د طبيعت خوندوره انځورنه وي، ځکه چې طبيعت ښکلی او له خونده ډک دی. موږ چې په طبيعت کې زرګونه کاله ژوند کړی، په غېږ کې يې د مور غوندې هوسا کېږو او په اوسنۍ ماډرن نړۍ کې يې ارزښت لا ډېر شوی. په دې ډول طبيعت يوازې عيني څيز نه دی، بلکې عاطفي ارزښت لري. که د شنه غره پر سر ناست يو او لاندې د ځنګله په منځ کې کاږه واږه تللي سيند ته ګورو، زموږ ذهن له خونده لبريز شي.

داسې وګڼئ، چې ژمی دی، د تودې خونې له ښيښې بهر يو ګل وينئ، چې په واوره کې ولاړ دی. د دې صحنې د درنګونو امتزاج خوند درکوي، ومان يې په يوه شعر کې داسې انځوروي:

يوه نجلۍ

لکه ګل چې

له مني

په بوټي کې

هېر شوی وي

واوره کې

ولاړه ده

دا شعر مو په ذهن کې يوه صحنه جوړوي. يوه د ګل غوندې نجلۍ په واوره کې ولاړه ده؛ خو دا صحنه د دوو انځورونو زېږنده ده، يوې خوا ته له مني پاتې ګل دی، چې په واوره کې ولاړ دی او بلې خوا ته يوه نجلۍ ده، چې په واوره کې ولاړه ده. دا دوه مختلف شيان دي؛ خو تخيل دا په دوو اړيکو سره تړلي: يو، نجلۍ له ګل سره تشبيه شوې او منی د ناخوالو استعاره ده. دوه، د “ولاړ” فعل اړيکه ده، چې ګل او نجلۍ سره نښلوي؛ خو “ولاړ” دلته د “نجلۍ” لپاره يو او د “ګل” لپاره بل ادراکي تعبير جوړوي. نجلۍ که ودرېږي، ستونزه نشته؛ خو د ګل لپاره موږ د “ولاړ” اړيکه په عادي ژبه کې نه کاروو. پر دې بنسټ”ولاړ” ګل ته تشخيص ورکړی او دا تشخيص زموږ له ذهن سره مرسته کوي، چې نجلۍ او ګل سره يوځای کړو.

ومان به ګنې له خپل سبک سره سم د شعر دا صحنه په يوه تابلو کې انځور کړای شي، چې نندارچي پکې ګل او نجلۍ هممهاله وويني؟ اسانه نه ښکاري؛ خو دومره کېدای شي، چې له ځينو رنګونو د نښو په ډول داسې استفاده وشي، چې ضمنا تا متوجه کړي؛ خو بيا به هم د “هېر شوی وي” او “ولاړه ده” عبارت هنري خوند به په رنګونو کې څرنګه پيدا کېږي؟ دا د شاعرۍ، چې پر ژبه ولاړه ده، د وسايلو ډېروالی ښيي.

هغه مکتب چې انځورګرۍ ته اهميت ورکوي، ايماژيزم نومېږي، چې په شلمه پېړۍ  کې په انګلستان او امريکا کې وپايېد. image انځور او imagery تخيل ته وايي. مطلب دا چې تخيل په اصل کې انځور جوړوي. دا مکتب په شلمه پيړۍ کې رامنځته شو او د شاعرۍ په ګډون د هنر په څو څانګو کې وپالل شو.

ومان نيازی په پښتو کې د ايماژيزم استازی دی. د نوموړي د “سکرو بخۍ” او نورې ټولګې کې وليدل شي، ګڼ انځورونه به پکې ووينئ.

د ايماژيزم موخه له درنو پيغامونو د هنر راايستل وو، د ومان شاعري مو هم سترګو ته انځور دروي. ايماژيستان چې د فرانسې له سېمبوليکې شاعرۍ اغېزمن وو، په دې اند وو، چې شاعر بايد د مستقيم بيان پر ځای خپله خبره په انځورونو کار ونغاړي؛ خو وروسته چې دا مکتب نورو ژبو ته لاړ؛ نو د انځورنې اهميت يې لا ډېر شو، تر دې چې په زياتره ايماژيستي شعرونو کې يوازې انځورونه وينو،؛ خو د دې مانا دا نه ده، چې د ايماژيزم پر بنسټ ليکل شوی هر شعر به ګنې مازې يو انځور وي.

ژبه د انځور په مټ محتوا لېږدوي. ويناوال چې په عادي ژبه غږېږي، زموږ په ذهن کې انځوريزې فضاوې جوړوي او په مټ يې خپل پيغام رارسوي. په ايماژيستي شاعرۍ کې هم د الفاظو په مټ يوه صحنه وينو، خو څرنګه چې ژبه پر شاعر خپله برلاسي بيا هم مني، نو دا ممکنه ده، چې د صحنې تر شا يې يو پيغام هم ووينو.

د ومان په پاسني شعر کې “منی”، “پاتې، “واورې”  او “ګل” کلمې يو پيغام راکوي او هغه دا چې ” د ګل غوندې يوه نجلۍ د مني غوندې ناخوالو نه راتېره شوې ده”. په “واوره کې ولاړه ده” جمله کې “واوره” کېدای شي له سختيو سره تشيبه کړو؛ خو د شعر عمومي فضا مو له دې جملې سېمبوليکې مانا اخيستو ته نه پرېږدي، ځکه چې په ذهن کې مو يوه عيني صحنه جوړوي.

د ومان زياتره ازاده شاعري له وزنه خالي ده، ځکه چې په معاصر تعبير شعر که خيال او عاطفه ولري، له وزن پرته هم شعر دی. د وزن نشت ايماژيست شاعر ته د صحنې د دقيقې انځورنې اسانتيا برابروي او شعر عادي ژبې ته لا  نېژدې کوي؛ خو د انځورنې په جزيياتو کې انتخاب کولای شي، چې کوم اړخونه يې انځور او کوم اړخونه يې پټ پرېږدي.

د ومان شعرونه مو په زړه پورې انځورونو ته رابولي او د طبييت په اړه په خپله عاطفي تجربو کې مو ورشريکوي. د ومان په شعر کې هر څيز پخپله څيز دی، خپل خوند، رنګ او ارزښت لري او د بل شي په خدمت کې نه دی، مرغۍ مرغۍ ده او باران باران. د ومان شاعري مو د باران د شور،  د ستوريو د پړکا او د ځنګل د درنې خاموشۍ په خوند کې ورګډوي؛ خو که د ده په انځور کړي د ظاهري طبيعت تر شا يو بل طبيعت پټ وي، موږ کولای شو، چې د ظاهري طبيت ننداره پکې لومړی وکړو او که بيا هم لېواله وو، په ځينو شعرونو کې يې د ټولنې پټ حالات هم د موخې په ډول نه، بلکې له ظاهري جهان سره په موازي بڼه ليدای شو. خدای دې ملنګ شاعر ته ډېر عمر ورکړي، چې پښتو شاعري لا خوندوره کړي.

ژوند ټکر دی/ اجمل ښکلی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب