جمعه, مې 3, 2024
Home+نجلۍ که پړانګ؟

نجلۍ که پړانګ؟

لیکوال: فرانک ریچارډ سټاکټن (Frank Richard Stockton)

ژباړن: عصمت الله بهیر

کلونه مخکې په یوه لرې وطن کې یو پاچا و چې خورا هوښیار، مشهوره او پیاوړی و. خو په هېواد کې ورانکاري خورا ډېر وو. پاچا خپه و او پر دې به یې فکر کاوه چې څنګه خلک له وران کارۍ را وګرځوی؟ دا نو اسانه خبره نه وه.  سره له دې چې هغه له ډېره وخته د دغې سختې پوښتنې په اړه سوچ کاوه خو لا یې ځواب نه و ورته موندلی.

یوه ورځ ناڅاپه ذهن ته یو ښه فکر ورغی. له خپلو خلکو سره یې د دې فکر په اړه خبرې وکړې او هغوی ته یې د ښار په مرکزي سیمه کې د لوبغاړي د جوړېدو امر وکړ.

هغه وویل:

لوبغاړی باید لوی او ښایسته وي.

خلکو میاشتې ـ میاشتې سخت کار وکړ. یوه ورځ یې د ودانۍ کار خلاص کړ. لوبغاړي پر یوه وخت پنځ زره کسان ځایول. دغې نوې ودانۍ ته د هر چا تلوسه وه. ځینو غوښتل په لوبغاړي کې لوبې وګوري او نور بیا د سندرو او نڅاوې مینوال وو، خو پوښتنه دا وه، چې پاچا دغه لوبغاړی د څه شي لپاره جوړ کړی و؟

له هېچا سره د دغې پوښتنې جواب نه و.

د پرانېستنې ورځ راورسېده، ټولو په منډه لوبغاړي ته ننوتل. هر یوه ځانته د ناستې ځای پيدا کړ. د پاچا په را رسېدو سره خلک ډېر خوشحاله شول. ټول خاموش او منتظر  وو. پاچا پر خپل ځای کښېناست او خبرې یې پیل کړي:

زما خلکو! زما ملګرو! لومړی له ټولو کارګرو د هغوی د ښه کار له امله مننه کوم. اوس نو موږ د یوه ښه لوبغاړي څښتنان شو، دا لوبغاړی  ډېر ښه جوړ شوی دی.

دوهم: زه پوهېږم چې تاسو غواړي په دغه لوبغاړي کې لوبې وګور ئ او نڅاوې  وکړئ. خو دا ما د بل شي لپاره جوړ کړی دی. دغه ځای د مېلې چړچې لپاره نه دی بلکې دلته به ورانکارو ته سزا ورکول کېږي. که  په تاسو کې څوک ورانکاري وکړي نو موږ به یې دلته راولو او د ټولو په مخ کې به یې د لوبغاړي په منځ کې ودروو.

ښه اوس نو تاسو! هغه دوې شنې دروازې  وینئ؟

هغه د لوبغاړي په پای کې دروازې درښیم. دواړې یو شان ښکاري خو یو شان نه دي. غواړم په یوې کې خطرناک  پړانګ  واچوم او په بله کې یې یوه ښایسته نجلۍ.

 ښه نو ورانکاري باید له دواړو دروازو یوه غوره کړي. که یې غلطه دروازه خلاصه کړه نو خطرناک  پړانګ  به پرې حمله وکړي او و به یې وژني. خو که یې هغه بله دروازه خلاصه کړه، له یوې ښایستې پېغلې سره به مخامخ شي، چې وروسته به یې میرمن شي.

دوی به زموږ په وړاندې سم دستي، همدلته په لوبغاړي کې واده کوي او د خاوند او میرمني په توګه به خوشحاله ژوند ولري. ښه! اوس نو هر ورانکاری، باید په دقت سره انتخاب وکړي. د هغه له غوراوي مخکې به، نه هغه پوهېږي او نه هم به موږ چې ورانکاری به وژل کېږي که به ژوند کوي؟ کله چې له دواړو دروازو یوه خلاصه کړه، سم لاسي به موږ ټول په دې پوه شوو چې د هغه برخلیک څه شی دی.

 دا زما  رایه ده.

 نو ملګرو! دا رایه څنګه ده؟

دا ښه خبره ده، دا ډېر ښه نظر دی پاچا!

خلکو یې په جواب کې وویل، خو غلي او وېرېدلي وو.

پاچا وویل:

مننه. اوس نو کورونو ته ولاړ شئ خو راتلونکي اونۍ په همدې ورځ او همدې وخت لوبغاړي ته راشئ چې د لومړي ورانکاري د انتخاب پایله وګورئ.

له دې وروسته به هره اونۍ یو ورانکاری راوړل کېږی او د هغه خپل غوراوی به د هغه د ژوند او مرګ فیصله کوي. که نیکمرغه و نو ژوندی پرېښودل کېږي او که نه و، نو بیا وژل کېږي.

له هغې ورځې راهیسې خلک هره اونۍ د بېلو ورانکارو د لېدو لپاره لوبغاړي ته تلل. کله چې به ورانکاري سمه شنه دروازه خلاص کړه، نو ښایسته نجلې به راوتله، خلک به په سندرو او نڅاوو سر شول، هر یو به پر دغو نیکمرغو خلکو ګلان پاشل او خوشحاله کورونو ته ستانه شول.

خو کله به چې ورانکاري غلطه دروازه خلاصه کړه، نو ناڅاپي به  پړانګ د لوبغاړي انګړ ته راووت او پر بدمرغه ورانکاري به یې ور ټوپ کړل. په څو دقیقو کې به یې د ټولو نندارچیانو په مخکي واوژه. کله چې به د ورانکاري جسد د لوبغاړي په منځ کې ولوېده، خلک به خواشیني شول او له راوړلو ګلانو سره به کورونو ته ستانه شول.

په زړه پورې دا وه چې په لنډه موده کې په هېواد کې د ورانکاریو شمېر ډېر کم شو ځکه هېچا نه غوښتل چې د لوبغاړي په منځ کې دې د ټولو په مخ کې دغه سخته پرېکړه وکړي.

اوس نو په کیسه یو بل مهم کس را ځي، د پاچا اولاد. هغه یوازې همدا یوه لور درلودله، چې ډېره ښایسته وه،  زرغونې سترګې او اوږدو سره ویښتان یې درلودل. د پېشې په شان چالاکه، چالاکه کېدله. هغه د خپل پلار په شان هوښیاره او پیاوړې وه. ډېر به یې نه خندل خو چې موسکۍ به شوه نو خلک به خوشحاله شول.خو کله چې به غوسه وه نو ټول به بېرېدل ځکه پوهېدل چې دغه مهال دا ځوانه غوسناکه نجلۍ ډېره خطرناکه وي. د هغې تصویر په هر کور کې را ځوړند و. کله چې به د ښار په کوڅو کې روانه وه نو  نران، ښځې او کوچنیان به ورپسې شول. دوی به د هغې د مشهورې موسکا په تمه وو خو  د دې موسکا  لیدل به یې کله کلهپه برخه شول.

یوه ورځ یې د ښار په یو پارک قدم واهه، چې پر یوه ځوان یې، سترګې ولګېدې. هغه په پارک باغوان و. دغه جګ او پیاوړی ځوان ښه  ایسېده. توربخون آبي رنګه ویښتان او تور برېتونه یې وو. کله چې به یې وخندل، سپین غاښونه به یې ښکاره شول. د پاچا لور قدم نیولې شوه او ځوان ته یې د خریدارې په سترګه وکتل.

 له ځان سره یې وویل:

دا د نړۍ تر ټولو ښایسته سړی دی.

 خبرې یې ورسره وکړې، هغه یې ډېر خوښ شو.

ځوان په دې نه پوهېده چې د پاچا لور ولې له ده سره خبرې کوي؟ ځکه هغه مهم کس نه و. یوازې د پاچا د باغ  باغوان و. خو هغه هم د پاچا له لوره سترګې نه شوای اړولای.

کله چې د هغې لویې زرغونې سترګې او موسکه څېره یې ولیده، نو پرې مین شو. هغه په دې پوهېده چې دغه مینه ډېره خطرناکه ده ځکه هغه نه شتمن و او نه یې هم د شتمنې کورنۍ. نو هغه هېڅکله د پاچا له لور سره واده نه شوای کولای.

خو  دواړه ځوان مینان پوهېدل چې بیا به سره ګوري. دوی به هره ورځ هغه مهال یو د بل دیدن کاوه چې نور څوک به نه  وو. مینه یې ورځ تر بلې زیاتېده او دوی ډېر خوشحال وو.

خو یوه ورځ پاچا د ښار په یوه پارک کې دوی سره ولیدل. د پاچا لور د ځوان په غیږ کې وه. پاچا خورا ډېر غوسه شو او سم دستي یې خپلو کسانو ته د ځوان د نیولو امر وکړ. د پاچا کسانو ځوان په یوې تیاره چټله خونه کې بندي کړ. پاچا هغه ته یوازې اوبه او ډوډۍ د خوارک لپاره ورکول. اوس نو د پاچا لور خپل مین نه شي لېدلای.

ځوان په تاریکه غځېدلی و او په دې پوهېده چې  غلط کار یې کړی دی او هغه هم د پاچا په وړاندې چې خطرناک دی، خو موږ په دې هم پوهېږو چې د پاچا لور پیاوړې او هوښیاره نجلۍ ده. کله چې د هغې د پلار کسانو د هغې مین ونیوه نو هغې سم له وارې خطر حس کړ او ډېره ښه پوهېده چې وروسته به څه کېږي.

نو سهار وختي لوبغاړي ته ولاړه. هېچا و نه لیده. د لوبغاړي له کارګرو سره یې خبرې وکړې او هغوی ته یې پیسې ورکړي. و یې پوښتل:

 پړانګ  په کومه کوټه کې دی؟

کارګرو هغې ته د پړانګ خونه ور وښوده.

هغې بیا وپوښتل:

نو په هغه بله خونه کې څوک ده؟

کارګرو نه غوښتل چې ځواب ورکړي، ځکه بېرېدل.

د پاچا لور په ټینګار سره وویل:

زه باید پوه شوم، چې هغه نجلۍ څوک ده؟

کارګرو یې په ځواب کې ویل:

 هغه ستا د پلار د موټروان لور ده.

د پاچا لور هغه ډېره ښه پېژنده. ځوانه، ښایسته او د ګڼو خورمایی ویښتانو څښتنه نجلۍ وه. ځکه یې نو نه خوښېده.

په دې سره د پاچا لور په فکرونو کې ډوبه شوه او له ځان  سره یې وویل:

که زما مین غلطه دروازه انتخاب کړي نو هغه به مړ شي خو که هغه سمه دروازه غوره کړي، بیا به  نو د موټروان له بې ارزښتې لور سره واده کوي او  هغه نجلۍ به د تل لپاره زما مین له ما نه وګټي.

نو زه هم باید یو انتخاب وکړم.

د هغې ورځې په ماپښین پاچا خپل ټول خلک لوبغاړي ته راوغوښتل.

د هغه نفرو ځوان له تیاره خونې نه راوست.

 هغه د لوبغاړي په منځ کې، وږی، ستړی، وېرېدلی ولاړ و.

پاچا تر نورو بره پر خپل ځای کښېناست او تر څنګ یې لور کښېناسته.

هغه غلې ناسته وه او  په څېره کې یې احساس نه ښارېده.

وروسته پاچا ولاړ شو او خپلو خلکو ته یې خبرې شروع کړې:

زما ملګرو!

تاسو ټول دغه باغوان پېژنئ او په دې هم پوهېږئ چې ولې دلته راوستل شوی دی؟

دی د څو اونیو راهیسې زما پر لور مین شوی دی.

زه خبر نه وم خو اوس په دې پوهېږم.

په دې هم ټول پوهېږو چې زموږ په هېواد کې د ورانکارۍ انجام څه دی؟

دی باید  پړانګ  او یا هم نجلۍ انتخاب کړي.

که  یې غلطه دروازه غوره کړه نو باید له پړانګ سره جګړه وکړئ.

خو که یې سمه دروازه خلاصه کړه نو بیا به له نجلۍ سره واده کوي.

 نو ځوانه!

اوس دې خپل انتخاب وکړه، خو په دقت سره ځکه دا غوراوی به ستا د مرګ او ژوند په بیه تمام شي.

ځوان غلی و او د پاچا خبرو ته یې غوږ نیولی و.

خو سترګو یې د پاچا پرځای د هغه د لور په څېره کې ښخې وې.

هغې نن د ده لپاره موسکا نه کوله.

خو ده یې سترګو ته وکتل.

 د هغې سترګو یو څه ور ته ویل:

هغې ناڅاپه کښته خپل لاس ته وکتل او بیا یې لوړ وکتل.

دی د هغې تر ټولو کوچنۍ ګوتې ته ځیر شو چې چپ لوري ته یې حرکت وکړ.

مین سم له واره په دې پوه شو، هغه دروازه چې باید خلاصه یې کړي کیڼه دروازه ده.

هغه کیڼ لوري ته کرار، کرار ګامونه واخیستل.

 ټولو خلکو هغه ته غلي، غلي کتل.

مین دروازې ته لاس ور اوږد کړ او خلاصه یې کړه.

دلته نو کیسه خلاصه شوه، په یاد مو دي چې د پاچا لور هوښیاره پېغله وه.

 هغه مینه وه خو قهرېدلې هم وه.

نو ایا هغې غوښتل چې مین یې له پړانګ سره مخامخ شي او هغه جګړه وکړي چې حتمي به یې بایلي؟

ایا هغې غوښتل چې مین  یې مړ شي؟

 او که یې غوښتل چې هغه دې ژوندی وي خو د هغې پر ځای یې بله ښایسته ښځه میرمن وي؟

موږ په دې نه پوهېږو چې د هغې په ښکلي سر کې به کومې مفکورې وې؟

نو تاسو څه فکر کوي، چې هغې به کوم غوراوی کړی وی؟

د دروازې شا ته به څوک و؟

نجلۍ که پړانګ ؟

۱۷/۰۸/۲۰۲۲

3 COMMENTS

  1. زمونږ ملایان اوامارتیان خو د همدې درې رنګه ملي بیرغ او طیبه کلیمې آزار ووهل چې په تېر یوه کال کې حتی پنجاب هم په رسمیت ونه پېژندل . د دوی له لاسه په ټول افغانستان هره ورځ مصیبت را روان وي . لوږه ، وچکالي ، سیلابونه ، ګرمي ، ټالبي ظلم ، د پنجاب تعرض ، قیمتي ، د ښوونځیو تړل ، د ځوانانو مهاجرت ، د ګاونډیانو رنګارنګ ظلمونه ، د انسانانو او حیواناتو مرضونه ….

    • دوې نکتې:
      ۱ – زه یو څو پښتانه آشنایان لرم، هغوی بازی کوونکو ته ” لوبغاړی ” وائی او سټاډیوم ته ” لوبغالئ ” وائی، دا چی سم او مناسب کلمات دی که نه زه نه پوهېږم.
      ۲ – د باچا د لور ځیرکتوب ته په کتو سره احتمالاً هغې باید داسی پلان او نقشه طرحه کړې وی ( پلار ئې قانع کړئ وی ) چی د موټروان د لور پر ځای خپل ځان د سټاډیوم په هغه خونه کی ځای کړی کوم چی د باچا ساب د موټر وان د لور لپاره انتخاب سوئ ؤ او پدې توګه ځوان د ځان کړی.
      ۸ – نن د لمر په ټی وی کی ” سناټور الکوزی ساب ” د ښاغلی ” میوند اقبال ” د پروګرام میلمه ؤ.
      د بانډار په پای کی د میوند اقبال پلاس کی درې څلور عکسونه وه ( معمول دا ؤ چی د پروګرام چلوونکئ اول خپل میلمه ته عکس نیسی او بیا د عکس د څښتن په هکله نظر ترې غواړی خو دا ځل میوند اقبال یوه بله خوندوره سلیقه وکارَوله او د الکوزی ساب څخه ئې وغوښتل چی ددې پټ عکس په وړاندی خپل نظر وړاندی کړی.
      الکوزی ساب ور ته وویل چی د عکس څښتن به یا زما ورور یا ستا د کاکا زوی وی.
      کله چی میوند اقبال عکس پر بل مخ را واړاوه او د کمرې او الکوزی ساب سترګو ته ئې نیغ کړ نو هغه د یو ” لالا سنگھ ” عکس ؤ ( یو افغان سِکھ ).
      الکوزی ساب د عکس د لیدو سره سم وویل چی:
      ځه ګوندی دا لالا سِنگھ هم مسلمان سی.
      دوهم عکس ئې ور وښود ( البته د اقبال میوند دا انتخاب د سختی غندنی او کرکی وړ دئ ، ټول انسانان ښکلی دی ځکه د ښکلی خدای ښکلئ صنعت دئ ) کوم چی د هغه په ګومان د یو بدرنګ افریقائی کس ؤ البته دا ځل هم د الکوزی ساب جواب چندان خوندور نه ؤ.
      د دریم عکس د تشریح حوصله ئې نلرم.
      نو
      منظور می د ( ۸ ) پاراګراف د لیکنی څخه دا دئ چی:
      په پخوا زمانو کی به باچا خر غُل ؤ خو وزیران او لوڼی او حتی ماندینې ګانی به ئې هوښیارانی وې ( البته وولس بیچاره خنثا او خصی او خثی ؤ )،
      امّا
      نن سبا به باچهان هوښیاران! وی خو اکثره وزیران او مامورین ئې تر خایو غُلان دی او د باچهانو باچهی ئې په چوب او چول ور وهلې ده البته عام وولس به هم لږ تر لږه هوښیار او بیدار وی خو لاسونه او بختونه او رزقونه ئې تړل سویدی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب