جمعه, مې 17, 2024
Home+د تېر حکومت (ادارې) د کمزورتیا او پاشل کېدو عمده فاکتورنه

د تېر حکومت (ادارې) د کمزورتیا او پاشل کېدو عمده فاکتورنه

لیکوال: د – ق – ن

په افغانستان کې وروستی سیاسي تغییر، چې له امله یې طالبان یو وارې بیا ارګ ته ورسیدل او اوس ځانونه د افغانستان اصلي واکداران او پرځکمه د الله تعالی یوازنی «برحقه نمایندګان!؟» بولي، دا ورپه ګوته کوي چې پخوانۍ اداره له شروع نه (کله نه چې د دې ادارې بنسټ ایښودل کېده) له سترو ننګونو او چالشونو سره مخامخ وه.

که چېرې وغواړو هغه فاکتورونه چې تیره اداره یې پرې نښوده چې په یو قوي حکومتي نظام بدل شي، په لنډه توګه ور په ګوته کړو، نو لاندې مهموفاکتورونو ته اشاره کولای شو:

اول- د خارجي هیوادونو شوم اهداف، دښمنانه ستراتیژي ګانې او منفي کردار د افغانستان په اړه:

  • کله چې د خارجي هیوادونو دکردارپه اړه غږیږو نوبه اول قدم کې د تیر ادارې د «دوستو!!؟» هیوادونو د کردار ذکر د افغانستان په اړه حتمي ګڼل کېږی؛ ټول شواهد او مدارک د دې ښکارندویی کوي چې یادو هیوادونه په تیرشلو کلوکې خپلو ملي ګټو خوندیتوب ته لومړی توب ورکول اود افغان ولس ګټې ورته ضمني بڼه درلوده، حتا په بعضی حالاتوکې، همدا هیوادونه چې ځانونه یې د افغان ولس خواخوږي بلل، د افغانستان دملي ګټوپه مقابل کې هم قرار نیول.

د تیروشلو کلو په جریان کې د دوی له ادرسه کوم داسې بنسټیز کار اوعمل ترسره نشو چې د افغان ولس او حکومت بینادي ګټو ته پکې پاملرنه شوې وي، دوی تر اخره پورې کوښښ وکاوه چې زموږ اقتصاد پر دوی پورې تړلی پاتې شي اوټول مهم اقتصادي فعالیتونه د دوی د خوښې مطابق او د دوی د قراردادیانو له طریقه تنظیم او مخې ته ولاړشي.

سره له دې چې افغان سربازان او افسران په حقیقي مانا قهرمانان وو، خو زموږ اردو یې په اګاهانه او شعوري ډول داسې ډیزاین کړه لکه یک بارمصرف(Throwaway) ظرف، چې د شکل له مخې ډیرښکلی(ډیرښه يونیفورم یې ورته په نظرکې نیولی وو) اما د ماهیت له مخې د هیڅ سره برابر وو؛ زموږ اردو تر اخره پوره پر پلي قطعاتو متکي پاتې شوه، د اردو اساسي او خورا اړین صنفونه لکه: توپچي، زرهدار، انجینري، هوایي ځواک اوکشفي څانګې یا دا چې بلکل ایجاد نشوې او یا هم په کافي اندازه چې د اردو جنګي اړتیاوې ورباندې رفع شوې وای، اکمال نشوې کوم وسایل، وسایط، تجهیزات، سلاح اومهمات چې زموږ اردو اوپولسیو ته ورکول کېده دوه نمبره(بې کېفیته) وه او د جنګ په میدان کې ترې نه په سختۍ ګټه اخېستل کېده. زموږ سربازان او بریدملان د دریو میاشتو نظامي تعلیماتو له تیرولو نه چې په(KMTC) کې ترسره کېده، مستقیماٌ دجنګ میدان ته لیږل کېدل چې د داسې جنګ لپاره دومره لڼد مهاله تعلیمات اصلاٌ کافي نه وو. همداشان د اردو اوپولیسود افسرانو لپاره چې کوم کورسونه ( نظامي تعلیمات)په نظرکې نیول شوي وو، داسې اردو لپاره نه وو چې د افغانستان غوندې هیواد په اراضۍ کې وکارول شي.هغه قطعات چې نسبتاً ښه تعملیمات یې لیدلي وو، د خارجي قواوو د نظامی قوماندانانو تر قوماندې لاندی او د دوی د خپلو مشخصو موخو لپاره کارول کېدل.

له ټولومهمه خبره دا وه چې زموږ اردو په تیرو شلو کلو کې د روسي او غربي تاکتیک په منځ کې قرارونیو، ځکه تر دې مخکې چې ناټوځواکونه افغانستان ته راشي، زموږ عسکري نظام د روسي تاکتیک په اساس فعالیت کاوه او ټول سلاح او تجهیزات هم روسي وو، کله چه دوی افغانستان ته راغلل، غربي تاکتیک هم په تدریجي شکل په اردو کې مروج شول. «دوست هیوادونه!»یا دا چې ونه توانیدل  اردو له دی وضعیت نه وباسي او یا هم په شعوري توګه غوښتل چې دا وضعیت همدا شان ادامه پیدا کړي.

دوی ونشوکولای چې تراخره پورې زموږ اردو او پولیسوته په حقیقي مانا ملي بڼه ورکړي، برعکس د دوی د غلطو پالیسیو په پایله کې دا سکتورونه په کافي اندازه سیاسي او قومی شوي وو؛ د دوی دا پالیسي چې د اردو اوپولیسو په کادري نظام (د کادرونو په جذب او استخدام)کې باید قومي ترکېب رعایت شي، ډیر ژر د سوء استفادې لپاره لاره هواره کړه او خصوصاٌ په لوړو څوکيوکې د بعضي قومونو تعداد له اندازې نه زیات اود عسکری منسوبینوپه منځ کې د قوم پالنې روحیه یې تقویه کړه.

دې هیوادونو په ټولو عسکري قطعاتو او جزوتاموکې خپل داسې بیسواده متقاعد (زاړه) مشاورین د ډیرلوړ امتیاز او معاش په مقابل کې استخدام کړي وو، چې افغانانو ته یې هیڅ ګټه نه رسیده، بلکې په ډیرو مواردو کې به یې سم کارونه خلکو ته ورانول.

همداشان د دې هیوادونو  لوړپوړو نظامي او ملکې چارواکو ککړ تیا په فساد کې چې اوس یې دوی پخپله هم نه ردوي، د دې سبب شوه چې زموږ د ملکي او نظامي ادارو چارې په پراخه پیمانه ټکنی او یا په مکمله توګه له ښپو وغورځوي؛ کله کله به د دوی د پراخ فساد له وجې نه زموږ نظامي قوتونه له لوږې او یا هم د مهماتو، سلاح، تجهیزاتو او تیلو د نشتون سره مخامخ کېدل…

اوس خو ځیني داسی معلوماتونه هم له مختلفو ادرسو نه راوځي (افشا کېږي) چې ګنې همدې هیوادونه په لوی لاس او د یوی منظمې ستراتیژۍ په اساس دا تغییر را منځ ته کړ، طالبان یې د واک پرګدۍ کښینول!!؟،او له ټوله نه مهمه خبره دا چې د دغو ټولو ناخوالو، ګډوډیو او ناکامیو پړه یې هم د افغانانو پرغاړه واچوله….

  • دغلیمو هیوادونو موقف خو له پخوا نه معلوم وو، په تیرو شلو کلو کې ځیني هیوادونه د افغانستان او نوې ادارې د تخریب په خاطر هیڅ چانس له لاسه ورنکړ او په پټه او ښکاره د دې حکومت په مقابل کې ودریده، جالبه خبره خو دا ده چې د نوي حکومت دوست هیوادونو دا هرڅه په رڼو سترګو لیدل، اما ماناداره «سکوت» یی غوره کړی وو، لکه هغه ضرب المثل چې وایي: هم به میخ می زدند هم به نعل……….

دویم- زموږ د سیاسیونو ذات البیني اختلافات او په اداري او اخلاقي فساد کې د دوی ککړتیا:

زموږ د سیاسیونو عمل او کردار له هیڅ چا نه پټ نه دی؛ دوی په تیرو شلو کلو کې هرڅه ترخپلو شخصي، قومي او ګروپي ګټو قربان کړل، کله چې موږ د دغو سیاسیونو خبره کوو، زما په فکر استثنا پکې نه لیدل کېږي، پدی مانا چې د دوی قاطع اکثریت له افغانستان سره جفا کړې او ټول د الله تعالی او خلکو په مقابل کې مسوول دي. تیرشل کاله د افغانستان خلک د دوی د بیځایه نانندریو، اختلافاتو، توطيو او دسیسو شاهدان دي چې یو د بل په مقابل کې یې ترسره کولې او د همدې اڼدوخر په نتیجه کې حکومتي دستګاه ورځ تر بلې کمزورې کېده، یوه خبره په اطمینان کولای شم چې «طالب» په حقیقت کې د دوی له لاسه په یو«قوت» بدل شو……

همدشان زموږ د سیاسیونو اداري او اخلاقي فساد! د دوی د فساد له وجې افغانستان د یو هیواد او افغانانو د یو ملت په توګه، په جهان کې خپل اعتبار او حیثیت له لاسه ورکړ.

دریم- پرلپسې جنګونو چې په تیروشلو کلونو کې پرته له وقفې نه د نوې ادارې په مقابل کې جریان درلود:

پرته له شکه چې دا دوامداره خونړي جنګونه چې زموږ ډیر شمیرځوانان پکې شهیدان او یا زخمیان شول، نوې جوړه شوې اداره یې له سترو ننګونو سره مخامخ کړې وه؛ په حقیقت کې دا جنګونو بل ستر فاکتوربلل کېږي چې له امله یې نوې جوړ شوې اداره ونتوانیدله په یو قوي او با ثباته حکومتي نظام بدل شي. داجنګونه سربیره پردې چې لوی اقتصادي اوبشري زیان یې حکومت ته واړاوه، دخلکو اعتماد او باور یې هم پر دولت باندې کم کړ.

څلورم- د عام ولس وڼده د ادارې په کمزورې کولو کې:

که چېرې تیره شل کلنه دوره په ځیرسره وڅیړو نوپه واضحه توګه لیدلای شو چې عام ولس هم د تیرې ادارې په کمزوري کولوکې کافي وڼده درلوده؛ ډیر شمیرافغانان نه یوازې دا چې خپله وڼده یې د نظام په پیاوړتیا کې ترسره نکړه، بلکې د هغو ډلګه ګیو پلوي یې وکوله چې د ملي ګټو پرخلاف د کړنو په ترسره کولو کې تورن دي.

 همداشان د افغانستان د خلکو (خصوصاٌ هغه خلک چې تجارت چارې یې پرمخ وړلې) د فساد په خورولو کې کافي وڼده درلوده. د یو راپور له مخې چې په ۲۰۲۰کال کې د یوې خارجي مؤسسې له خوا خپور شوی وو، یوازې په همدې کال په افغانستان کې تر دریو ملیاردو ډالرو په شاوخوا رشوت ورکړل شوی وو، چې پرته له شکه د دې رشوتونه یو خوا(راشي) عام وګړي دي. البته دا خبره د هیرولو نده چې په بعضې قضیو کې خلک رشوت ورکولو ته مجبوریدل، خو دا خبره هم باید په یاد وساتو چې په ډیرو قضیو کې بیا د دولت مامورین د خلکو له خوا نه فساد ته هڅول کېدل، همدا چې یو تعداد عادي خلک په بې سارې توګه د مال اوپیسوخاوندان شول، دا د دې ثبوت دی چې داخلک د فساد په راوجولو او له دې طریق نه د پیسو په ګټلو کې کافي وڼده درلوده. پدې اساس عام افغان ولس هم د نظام په کمزوري کولوکې تریوه حده پورې وڼده درلوده…

آیا ستاسې له نظره د تیر نظام د پاتې کېدو چانس موجود وو که نه؟ که چېرې تاسو فکر کوئ چې د تیر نظام د پاتې کېدو چانس موجود وو، بیا د هماغه وخت رهبري باید کوم کارونه ترسره کړي وای، چې ویې نه کړل؟

هلیه مندیم په دې اړه خپل نظریات راسره شریک کړئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب