Homeخبرونهاقتصادي خبرونهازبکستان په ۱۰ میاستو کې افغانستان ته د ۸۵۵ میلیون ډالرو صادرات...

ازبکستان په ۱۰ میاستو کې افغانستان ته د ۸۵۵ میلیون ډالرو صادرات کړي

تاند (یکشنبه، د لیندۍ/ قوس ۴ مه) د ازبکستان دولتي رسنیو راپور ورکړی چې د سږ کال د تېرو لسو میاشتو په لړ کې دغه هېواد افغانستان ته د ۸۵۵ میلیون ډالرو په ارزښت توکي صادر کړي دي.

د راپور له مخې، ازبکستان په دې موده کې له افغانستان سره د نژدې ۹۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت سوداګري کړې ده.

په یادو لسو میاشتو کې روسیه، چین، قزاقستان، ترکیه، افغانستان، فرانسه، او قرغیزستان د ازبکستان مهم شریکان بلل شوي دي.

شمېرې ښیي چې ازبکستان په تېرو لسو میاشتو کې افغانستان ته د ۸۵۵.۹ میلیون ډالرو په ارزښت توکي صادر کړي او د ۲۸.۳ میلیون ډالرو په ارزښت یې له افغانستان څخه توکي وارد کړي دي.

ازبکستان په سیمه کې د افغانستان یو مهم سوداګریز شریک ګڼل کېږي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ هر کال د میلیونونو ډالرو په ارزښت سوداګریزې معاملې ترسره کېږي.

تر دې مخکې افغان چارواکو اعلان کړی و چې افغانستان او ازبکستان موافقه کړې چې سږ کال دوه اړخیزه سوداګري ۱ میلیارد ډالرو ته رسوي او په راتلونکو درې کلونو کې به یې ۳ میلیارده ډالرو ته لوړه کړي.

د افغانستان او ازبکستان ترمنځ سوداګریزې اړیکې د سیمې د اقتصادي همکارۍ په اهمیت ټینګار کوي، چې د ثبات او ودې لپاره اړینه ده. څنګه چې ازبکستان خپل صادراتي شراکتونه پراخوي، په منځنۍ آسیا کې د سوداګرۍ په شبکه کې د یو مهم لوبغاړي په توګه یې رول لا قوي کېږي.

د افغانستان لپاره له ازبکستان سره د سوداګرۍ زیاتوالی له دې کبله هم مهم دی چې پاکستان له سوداګرۍ څخه د سیاسي فشار د وسیلې په توګه کار اخلي او هر څه موده وروسته خپلې سوداګري لارې بندوي او په دې توګه یې هغه اعتبار زیانمن کړی چې د سوداګرۍ د ودې لپاره پکار دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...