تاند – ۲۱ کاله وروسته له هغه چې تر غږ چټکې مشهورې الوتکې «کنکورد» له کاره وغورځول شوې، اوس یوې تجربوي الوتکې د لوړ سرعت په الوت کې نوی ریکارډ ثبت کړی دی.
د «بوم سوپرسونیک» شرکت، چې تر غږ چټکو تجارتي یا مسافروړونکو الوتنو د ممکنولو په برخه کې فعالیت کوي، اعلان کړی دی چې «ایکسبی-۱» (XB-1) الوتکه د نوومبر په ۵مه د ازمایښتي الوتنې پر مهال په لومړي ځل په ساعت کې ۱۰۱۲ کیلومتره سرعت ته ورسیده، چې د غږ د سرعت ۰.۸۲ برابره ده.
د بوم سوپرسونیک موخه دا ده چې وښيي ایکسبی-۱ په بشپړه توګه په دې سیسټم متکي نه ده او کولی شي په لوړو سرعتونو کې په خوندي ډول د لاس له لارې او غیر اتومات پرواز وکړي.
دا ۵۵ دقیقې ماموریت، چې د ایکسبی-۱ اوومه ازمایښتي الوتنه وه، همداراز د ۲۳ زره فوټو (شاوخوا ۷۰۱۵ مترو) نوې پرواز لوړې کچې ته ورسېده.
د بوم سوپرسونیک په وینا، یوولس ورځې وروسته، ایکسبی-۱ خپله اتمه ازمایښتي الوتنه ترسره کړه، چې ۵۴ دقیقې یې دوام وکړ او په دې کې یې له هغه سیسټم څخه پرته، چې د «ثبات زیاتولو» لپاره کارول کېږي، ورته سرعت ته ورسېده.
د ثبات زیاتولو اتومات سیسټم په عادي توګه د الوتکو د پروازونو پر مهال د ثبات د ساتلو لپاره کارول کېږي او دا د معاصرو جنګي الوتکو د برېښنايي تثبیت له سیسټمونو سره ورته دی.
دغه الوتکه په اتو کلونو کې ډیزاین شوې ده او خپله لومړنۍ ازمایښتي الوتنه یې د ۲۰۲۴ کال په مارچ کې وکړه، چې یوازې ۱۲ دقیقې یې دوام وکړ.
د دې الوتکې په وروستیو لاسته راوړنو کې د لوړ سرعت «فلاتر» ازموینې شاملې دي، چې ښيي د الوتکې جوړښت د هوا د جریان له امله د زیان رسوونکو ارتعاشاتو په وړاندې مقاومت لري.
فلاتر هغه پدیده ده چې د الوتکې په جوړښت د ایرودینامیکي ځواکونو اغېز ښيي او د الوتکې په وزرونو کې داسې حالت رامنځته کوي، لکه وزرې چې په چټکۍ سره ښورېږي.
د الوتکې جوړوونکی شرکت نیت لري چې د ۱۰ فرعي صوتي ازمایښتي پروازونو له بشپړېدو وروسته د ۲۰۲۵ کال تر پیل پورې د دې تر غږ چټکه الوتکه ازموینې پیل کړي.
بوم سوپرسونیک په یوه اعلامیه کې وویل:
«ایکسبی-۱ په لوړ سرعت او لوړه ارتفاع کې فعالیت ته دوام ورکوي او د خپل پرواز اندازه ورو ورو پراخوي، ترڅو د ۱ ماخ سرعت لپاره، چې د غږ د دیوال ماتولو هدف دی، چمتو شي.»
دا ازمایښتي پروازونه د الوتکې د بدن لپاره د کاربن فایبر جوړښتونه او د انجن لپاره ځانګړي جوړ شوي داخلي لارې ازمايي، چې له دودیزو توربوجېټ انجنونو سره مرسته کوي ترڅو په اغېزمن ډول تر غږ چټک سرعت ته ورسېږي.
د ایکسبی-۱ ازموینې به مستقیماً د «بوم اورچر» (Boom Overture) په جوړولو کې مرسته وکړي، چې د مسافر وړونکو تر غږ چټکو الوتکو په توګه به په ساعت کې ۲۰۹۹ کیلومتره حرکت وکړي.
دغه سرعت له کنکورد سره نژدې دی او مسافرو ته به اجازه ورکړي چې د لندن او نیویارک ترمنځ واټن په شاوخوا ۳ ساعتونو او ۳۰ دقیقو کې طی کړي.
د دې الوتنو پیل د ۲۰۲۹ کال لپاره پلان شوی دی.