تاند (چهارشنبه، د عقرب/ لړم ۳۰ مه) د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي له طالب چارواکو سره د لیدنو کتنو په دوام کې نن (چهارشنبې) د طالبانو له دفاع وزیر ملا محمدیعقوب مجاهد سره ولیدل.
دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دواړو خواوو په دې کتنه کې د سرحدي همکاریو او افغان مهاجرینو په اړه خبرې کړې دي.
په خبرپاڼه کې راغلي: “دواړو لورو د دوستانه اړیکو د پیاوړتیا، ښه ګاونډیتوب، سوداګرۍ، سرحدي همکاریو او د افغان مهاجرینو پر موضوعاتو بحث او نظرونه تبادله کوکړه.”
د طالبانو د دفاع وزارت په وینا، ملا یعقوب او کاظمي قمي د په خپلو خبرو کې “د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا لپاره خپل چمتووالی څرګند کړ.”
د هغوی د خبرو نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.
د سرحدي همکاریو او افغان مهاجرینو په اړه خبرې:
دا خبرې په داسې حال کې شوې دي چې طالبانو د لړم په ۱۰مه تایید کړه چې د ایران په پوله کې پر افغان کډوالو ډزې شوې دي.
د طالبانو د لومړنیو تحقیقاتو پایلې ښيي چې په دې ډزو کې دوه افغانان وژل شوي او ۳۴ نور ټپیان شوي دي.
د ایران د حکومت یوې منتقدې ویبپاڼې او د بشري حقونو جلاوطنه څارونکې سازمان حالوش، چې د سیستان او بلوچستان د پېښو راپور ورکوي، د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت د سراوان په ولسوالي کې پر افغان کډوالو د ایراني پوله ساتو د ډزو خبر ورکړ. دې سازمان ویلي چې د ایران سرحدي ځواکونو د میزان په ۲۲مه د یکشنبې په شپه د سراوان په کلګان سیمه کې د هغو ۳۰۰ افغان مهاجرینو په لوري ډزې وکړې چې غوښتل یې ایران ته داخل شي. د حالوش په وینا، په دې پېښه کې “لسګونه” کسان وژل او ټپیان کړي دي.
ځینو حتي ادعا وکړه چې په پېښّ کې شاوخوا ۳۰۰ افغانان وژل شوي دي.
حسن کاظمي قمي مخکې ادعا کړې وه چې دا راپورونه ناسم دي.
ایران جدي هڅې بیل کړي چې خپلې خاورې ته د افغان کډوالو د وراوښټو د مخنیوي لپاره پر پوله دېوال جوړ کړي. د دې هیواد د کورنیو چارو وزارت وايي چې هره ورځ په قانوني ډول یعني په وېزې شاوخوا ۴ زره افغانان ایران ته سفر کوي.
نورې لیدنې:
دا دیپلومات د طالبانو له دفاع له وزیر سره تر لیدنې مخکې د طالبانو د رییس الوزرا له سیاسي مرستیال عبد الکبیر او د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره هم لیدلي وو. طالبان وایي چې ایران له دې ډلې سره د سیاسي همکاریو پراختیا غواړي.
د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي همدارنګه له حامد کرزي سره هم کتلي دي. په کابل کې د ایران سفارت ویلي چې حامد کرزي له کاظمي قمي سره په دې لیدنه کې د افغانستان د خلکو د ستونزو د حل لپاره د یوې سیمه ییزې طرحې غوښتنه وکړه.
خو لا هم په دقیق ډول معلومه نه ده چې په کابل کې د کاظمي قمي د لیدنو کتنو اصلي هدف څه شی دی.
کاظمي قمي په تېرو څو لسیزو کې په افغانستان کې د ایران تر ټولو فعال سفیر ګڼل کېږي او له ډیرو افغان مشرانو سره لیدنې کتنې کوي.
حامد کرزي د ایران له استازي سره په کتنه کې د افغانستان په اړه د سیمه ییز نوښت غوښټنه وکړه