ډاکټرنصيب الله سيماب
ادبي تيوري (Literary Theory) د معاصرو ادبي مطالعاتو له هغو مهمو علمي څانګو څخه ده چي د ادبي متن د لوست، تفسير، معنويت او کره کتنې لپاره يو فکري چوکاټ برابروي. د شلمې پېړۍ له دويمې نيمايي وروسته، د ساختياتو، پسساختياتو، فمينېزم، مارکسيزم، نوي تاريخپالني، کلتوري مطالعاتو او نورو فکري مکتبونو په راتګ سره ادبي تيورۍ نوره پراخه سوې ده او د معاصر نقد اساسي برخه ګرځېدلې ده. له همدې امله، نن د نړۍ په پوهنتونونو کي د ادبي تيورۍ مطالعه د ادبي کره کتني او ادبي څېړنو له بنيادي شرطونو څخه ګڼل کيږي.که څه هم په پښتو ادبياتو کي د ادبي تيورۍ په اړه مستقلې او منظمې ليکنې ډېري نه دي خو په وروستيو کلونو کي يو شمېر کتابونه په دې اړه خپاره سوي دي. د دغو کتابونو څخه د محمود اياز اثر «ادبي تيوري: تصورات او اصطلاحات» د يادونې وړ دی.که څه هم دا کتاب په ځانګړي ډول د ادبي اصطلاحاتو او تصوراتو د راټولولو او د هغه تشريح او توضيح ته ځانګړی دی،خو په دې اثر کي د تيورۍ په اړه هم بحث موجود دی.
محمود اياز د پښتو ادب هغه ليکوال دی چي د هيڅ تعارف محتاجه نه دی.هغه په پښتو نثر او شعر کي خپل ځانګړی مقام لري.په نثر کي باالخصوص په کره کتنه کي يې ځان له يو مقام جوړ کړی دی.ده د انګرېزي ادب د تاريخ سره سره ؛پر پښتو شاعري د وجوديت اثرات؛ رنګه تنقيدي کتابونه هم ليکلي دي.په دې نزدې شپو کي يې يو بل اثر ؛ادبي تيوري؛تصورات او اصطلاحات؛ په نامه پښتو اکيډمۍ چاپ کړی دی.د پښتو ادبیاتو په د تیوریکي مباحثو کي د محمود ایاز دا اثر یو د پام وړ هڅه ده. لکه څنګه چي مخ کي يادونه وسوه چي په دې کتاب کي زياته برخه د اصطلاحاتو د تشريحات او توضيحات ده چي د مختلفو کتابو په مرسته يې دا کار ډېر په خوندور انداز کړی دی.خو د ده د کتاب لومړی موضوع د ارزښت وړ په دې ده چيري چي دی پر تيوري باندي بحث کوي.او وايي چي.
؛دغه يوه يادونه دلته له تاسو سره شريکول مهمه بولم چي دا تنقيدي کاوش ما په ډېر محنت او کوټلي نظر بشپړ کړی او په پټو سترګو مي نه دی ليکلی هم مي په هره تيوري سر خلاص کړی بيا مي ليکل ورباندي کړي دي ؛( مخ،۲۱)
له دې وروسته ؛تيوري/ادبي تيوري؛ تر عنوان لاندي موږ ته تيوري داسي را پېژني:
؛ د معاصر ادبي تيوري منشور،فرېم ورک،اصول او اهداف په څو تورو کي موږ داسي راغونډولی شو چي: د ادبي تيوري د ژبي شعر او فن سره سره د فلسفيانه بحث و مباحثې په اړه خپل څه متعين اصول فريم ورک يا Tools لري او نه څه داسي متعين باقاعده نظام او منشور لري.مطلب دا چي تيوري يو خالي پاڼه Blank page ده.په کوم باندي چي د ژبي،شعر و ادب،فن او فلسفيانه نظري مباحثو په اړه ډېر څه ليکل شوي دي.خو د ادبي تيوري دغه متن(Text) صرف او صرف لېوي سټراس،ساسئير،لاکان،رولان بارت،ژاک درېدا او ميثل فوکو سره د معاصر نظرياتو همه پېش کونکي يې په اسانه ويلی شي او د دغه تصوراتو پلويان هم له ذکر شويو منورينو نه علاوه بل کوم څوک دا خالي پاڼه په هيڅ صورت کي هم نه شي ويلی؛(۲۶ مخ)
له دې خبري دا معلوميږي چي په تيوري باندي بې له دې منورينو بل څوک نه پوهيږي ځکه چي دا خالي پاڼه ده هيڅ متعين اصول نه لري. د محمود ایاز له دې عبارت څخه دا تاثر پیدا کيږي چي ګواکي ادبي تیوري یو «خالي پاڼه» ده او ځکه نو نه کوم متعین اصول لري، نه چوکاټ (Framework)، نه میتوډولوجي (Methodology) او نه هم منشور. بیا لیکوال دا نتیجه هم اخلي چي د دغسې «خالي پاڼې» په مفهوم یوازي لیوي سټراس، ساسور، لاکان، رولان بارت، ژاک درېدا او میشل فوکو رنګه خلګ پوهېدای سي او نور خلک یې نه سي درک کولای. دا نتيجه له علمي پلوه د منلو وړ نه ښکاري، ځکه چي معاصره ادبي تیوري، که څه هم د يوې واحدي او مطلقي تیورۍ مدعي نه ده، خو هر فکري مکتب خپل ځانګړی فلسفي بنسټ، اصطلاحات، مفاهیم، تحلیلي وسایل (Tools)، کړنلاره او اصول لري. د بېلګې په توګه، ساختیات، پسساختیات، ډيکنسټرکشن (Deconstruction)، نفسياتي کره کتنه، مارکسي کره کتنه، فېمينيزم او نيوهيسټرزم هر یو خپل مشخص نظریاتي چوکاټ لري. نو ځکه ادبي تیوري «خالي پاڼه» نه، بلکي د بېلابېلو نظریاتي چوکاټونو مجموعه ده.همدارنګه دا دعوه چي یوازي څو مغربي مفکرین د ادبي تیورۍ په ماهیت پوهېږي، له تاریخي او علمي واقعیت سره هم سمون نه لري. نن ورځ په ټوله نړۍ کي زرګونه ادبي نظریهپوهان، نقادان او څېړونکي د همدې نظریو تدریس، تطبیق او پر پراختیا باندي لګيا دي کار کوي. که تیوري واقعاً بېاصوله او بېچوکاټه شي وای، نو د نړۍ په پوهنتونونو کي به یې تدریس، څېړنه او عملي تطبیق نه کېدلای.دا نقد د علمي منطق له مخي د محمود ایاز د استدلال یوه اساسي نیمګړتیا په ګوته کوي. هغه د واحدي، مطلقي تیورۍ نشتوالی د هر ډول اصولو او چوکاټ نشتوالي سره یو شان ګڼلی، حال دا چي دا دواړه بېلابېل مفاهیم دي. معاصره ادبي تیوري واحد منشور نه لري، خو هر نظریاتي مکتب خپل منظم مفهومي نظام، اصول او تحلیلي وسایل لري.خو بل ځای بيا ليکي چي:
؛ فکر کوم چي ادبي تيوري د آئيډياز او طريقه کار يو نظام body دی کوم چي د ادب يا دادبي متن literary text د سياق عملي مطالعه او تجزيه کوي او هغه هم د يوې اصولو Principles او لوازماتو tools په رڼا کي دا د ژبي او ادب فهمي لپاره لار هواروي دا د متني مطالعې لپاره يو انتهائي مختلف اپروچ لري ؛(۲۵ مخ)
د ده په دې خبرو کي یو ښکاره داخلي تضاد لیدل کيږي. دلته دی ادبي تیوري د افکارو او طریقهکار یو منظم نظام (Body of Ideas and Methods) بولي، چي د ادبي متن د تحلیل لپاره د ځانګړو اصولو (Principles) او تحلیلي وسایلو (Tools) پر بنسټ کار کوي. دا تعریف د معاصرې ادبي تیورۍ له منل شویو علمي تعریفونو سره تر ډېره حده مطابقت لري، ځکه چي هره نظریه خپل ځانګړی مفهومي چوکاټ، طريقه کار(میتوډولوجي) او تحلیلي وسایل لري. دی دلته د خپلي لومړۍ خبري څخه اوړي چيري چي دعوه کوي چي ادبي تیوري نه کوم متعین اصول لري، نه چوکاټ (Framework)، نه Tools او نه هم کوم باقاعده نظام؛ بلکي یوه «خالي پاڼه» ده. دا خبره يې له دې خبري سره په ښکاره ډول ټکر لري، ځکه که تیوري د اصولو او تحلیلي وسایلو یو نظام وي، بیا څنګه کيدای سي چي هماغه تیوري هېڅ اصول، Tools او نظام ونه لري؟په حقیقت کي دلته د «واحد او مطلق نظام» او «نظریاتي نظام» ترمنځ توپیر له پامه غورځول سوی دی. معاصره ادبي تیوري که څه هم یو واحد او نړیوال منشور نه لري، خو هر فکري مکتب لکه ساختیات، پسساختیات، ډيکنسټرکشن،مارکسيزم، نفسيات او فېمیينزم خپل ځانګړي اصول، میتوډولوجي، مفاهیم او تحلیلي وسایل لري. له همدې امله د ادبي تیورۍ د نظام، اصولو او Tools بشپړ انکار د هغې له علمي ماهیت سره سمون نه خوري.بل ځای ليکي:
؛د ساختيات تيوري موږ د هئيت پسندۍ يو وسيع تر تصور بللی شو، خو له دې باوجود دغه لانديني سوالونه تشفي بخش جوابونه غواړي لکه دا:۱-تيوري و څه ته وايي؟ ۲-تيوري او ژبه په خپله کي څه رشته سره لري؟ ۳-تيوري له شعر و ادب سره څه رشته لري؟ ۴-آيا تيوري د مبهم فلسفیانه مباحثو يوه مجموعه نه ده؟ ۵-که چرته تيوري دبېلا بيلو مکتبونو يو کلي فکري نظام دی کوم چي د تصوراتو او اصطلاحاتو په يوه ناتمام ګنجينه فکر باندي مشتمل دی؟ ۶- يا شايد ادبي تيوري په يو شمير تعقلاتو او تصوراتو باندي مشتمل يو نظام فکر دی.رښتيا خبره خو دا ده چي د ادبي تيوريParadigm Shift نن په خپل ځای يو لاينحل لوئ سوال يا په بله معنا “A big question mark “ دی.فکر کوم چي د شلمي پېړۍ نه مخکي و ټولو مکتبونو ته يې له صفر سره ضرب ورکړی.د ادبي تيوري دغه تنقيدي عمل نن نه صرف حيرانوونکی دی بلکي قابله صد تشويش هم دی؛(مخ،۲۶)
د هم دې بحث په تسلسل کي پر مخ ليکي:
؛ که تيوري ده که مابعدجديديت دا د يو داسي ثقافتي صورتحال نمائندګي او ترجماني کوي کوم چي په يوه وخت کي په بېلا بېلو تصوراتو او فکري او نظري مباحثو باندي مشتمل دی.نو ځکه نه خو تيوري چرته د يوې نظريې نوم دی او نه مابعدجديديت د معاصر صورت حال نمائندګي او ترجماني کوي.ولي چي د دوئ تعلق خو د سياسي،کلتوري،معاشي،سائنسي او ټولنيز بدلونوو سره کار لري.(مخ،۲۹)
دلته دی د ادبي تیورۍ د تعریف پر ځای شپږ پرلهپسې پوښتني مطرح کوي. د دغو پوښتنو د راپورته کولو وروسته دی کوم مشخص او علمي ځواب نه وړاندي کوي، بلکي په پای کي دا نتیجه اخلي چي د ادبي تیورۍ Paradigm Shift نن هم یو “Big Question Mark” او “لاینحل لوی سوال” دی.له علمي نظره د یوې علمي څېړني اساسي غوښتنه دا ده چي څېړونکی باید له پوښتني وروسته استدلال، تعریف او نتیجه وړاندې کړي. یوازې د پوښتنو مطرح کول د علمي تعریف ځای نه سي نیولای. په معاصره ادبي تیورۍ کي د Paradigm Shift مفهوم د تیورۍ د ابهام معنا نه لري، بلکي د فکري بدلون، نوي زاویې او د تحلیل د طريقو د ارتقا څرګندونه کوي. له همدې امله د Paradigm Shift د “لاینحل سوال” په توګه تعبیرول د دې اصطلاح له علمي مفهوم سره بشپړ سمون نه لري.له دې وروسته، محموداياز چي په ۲۹ مخ څه ليکلي دي دا جمله هم له مخکینیو څرګندونو سره په ټکر کي ښکاري. که تیوري د افکارو، اصولو او طریقهکار یو نظام وي، نو طبعاً یوه نظریاتي ميدان دی. همدارنګه مابعدجدیدیت که څه هم یوازي ادبي نظریه نه ده، بلکي یو پراخ فلسفي او کلتوري تحريک دی، خو د همدې معاصر کلتوري، سیاسي، اقتصادي او ټولنیز وضعیت د تحلیل او تفسیر لپاره رامنځته سوی دی. نو دا چي دی په یوه جمله کي د مابعدجدیدیت اړیکه له معاصر سیاسي، کلتوري او ټولنیزو بدلونونو سره مني، خو په عین وخت کي یې د معاصر وضعیت له نمایندګۍ انکار کوي، دا هم یو منطقي تضاد دی.له دې څخه دا نتیجه ترلاسه کيږي چي د محمود ایاز د ادبي تیورۍ بحث د یوه منظم او ثابت تعریف پر ځای د متغیرو او کله ناکله متضادو تعبیرونو مجموعه ده. په یوه ځای کي تیوري منظم نظام، اصول او تحلیلي وسایل لري، په بل ځای کي دا ټول نفی کيږي؛ په یوه ځای کي Paradigm ګڼل کيږي، په بل ځای کي “لاینحل سوال” بلل کيږي؛ او په بل ځای کي د معاصر فرهنګي وضعیت له تحلیل سره تړل کيږي، خو بیا هم د نظریاتي حیثیت او نمایندګۍ څخه يې انکار کيږي. دا ډول تعریفاتي بېثباتي(عدم استحکام) د علمي تیورۍ د دقطعي فهم پر ځای د مفهومي ابهام سبب ګرځي.بل ځای بېرته و تيورۍ ته مخ اړوي او په قطعي ډول فيصله کوي او ليکي:
؛که تيوري صرف په متن کي د قاري په شرکت دنيا او دنيايي ادب بدلول غواړي…بظاهر خو يو ښه ښکلی خوب معلوميږي خو تعبير يې د ابهام په ګڼ غبار کي راته نهام ښکاري.ولي چي تيوري يو اقدار ګرېز فلسفه ياډسپلن دی.دا صرف له ادبي Process سره سروکار لري کوم چي بېخي د قطعيت حامل نه دی.دا خو صرف د ادبي تشکيل تر متنونو پوري رسائي حاصلوي.تيوري په عموي لحاظ په متن اساس او مصنف ګرېز تصور باندي مشتمله ده؛(۳۱)
دا عبارت په حقیقت کي د ادبي تیورۍ یو نسبتاً واضح تعریف وړاندي کوي. یعنې دلته لیکوال په قاطع ډول وايي چي تیوري یو فکري ډسپلین دی، له ادبي بهیر سره تړاو لري، متنمحوره (Text-centered) ده او د مصنف له مرکزیت څخه فاصله نیسي. خو حیرانوونکي خبره دا ده چي د همدې ليکني په وروستۍ جمله کي بیا لیکي
؛اوس بايد تاسو ټول د دې سوال ځواب ولټوی چي تيوري څه ته وايي؟؛(۳۲)
دا جمله ښيي چي لیکوال د دې اوږده بحث وروسته هم د خپل مطرح کړي اساسي سوال ځواب نه دی وړاندې کړی، بلکي د ځواب موندلو مسئولیت یې لوستونکو ته سپارلی دی. له علمي نظره دا طرز د استدلال له اصولو سره سمون نه لري، ځکه د هري علمي څېړنې بنسټیزه موخه دا وي چي د مطرح سوي پوښتني لپاره مدلل او روښانه ځواب وړاندې کړي، نه دا چي له اوږده بحث وروسته هماغه لومړنۍ پوښتنه بېرته لوستونکي ته راواړوي.په ساده الفاظو داسي ويلای سو چي په علمي ليکنه کي بايد دا توپير روښانه وي چي يو وخت تيوري د يوې عمومي فکري مفکورې په معنا کارول کيږي، او بل وخت د يوې ځانګړې نظريې يا طريقې په معنا. همدارنګه، بايد دا هم څرګنده سي چي تيوري يو فلسفي فکر دی او که د متن د تحليل عملي طريقه. که دا توپير و نه سي، نو لوستونکی ګډوډېږي او د ليکوال خبري متضادي ښکاري.
د محمود ایاز د ادبي تیورۍ په اړه د بحث څخه څرګندیږي چي د هغه د تیورۍ تصور له تعریفاتي استحکام، منطقي هم اهنګۍ او د علمي تسلسل فقدان لري. دی د همدې څو مخونو په ليک کي څو داسې دریځونه خپلوي چي له یو بل سره په ښکاره ټکر کي دي. په یوه ځای کي ادبي تیوري د افکارو، طریقهکار، اصولو او تحلیلي وسایلو (Tools) یو منظم نظام (Body of Ideas and Methods) ګڼي، خو په بل ځای کي یې “Blank Page” بولي او د هر ډول متعین اصولو، چوکاټ او نظام له لرلو انکار کوي. بیا وروسته ادبي تیوري د “Big Question Mark” او “لاینحل لوی سوال” په توګه معرفي کوي، خو لږ وروسته یې یو فلسفي ډسپلین، متنمحوره او مصنفګریزه نظریه ګڼي. په پای کي، د همدې اوږده بحث له بشپړېدو وروسته، لا هم لوستونکي ته وايي چي: “اوس باید تاسو د دې سوال ځواب ولټوئ چي تیوري څه ته وايي؟”
دا ټولې خبري دې خوا ته اشاره کوي چي لیکوال د ادبي تیورۍ په اړه یو ثابت، منظم او وروستی علمي تعریف نه دی وړاندې کړی، بلکي د بحث په بهیر کي یې دریځ څو ځله بدل سوی دی. له همدې امله د هغه په متن کي د داخلي تضاد ، مفهومي ابهام، تعریفاتي بېثباتۍ او منطقي ناسازګارۍ نخښې په څرګند ډول لیدل کيږي.له بلې خوا، د محمود ایاز په استدلال کي د معاصرې ادبي تیورۍ او د هغې د بېلابېلو مکتبونو ترمنځ هم لازم فرق نه دی سوی. هغه د واحدي او مطلقي تیورۍ نشتوالی د دې معنا ګڼلې چي ګواکي ادبي تیوري هېڅ اصول، چوکاټ او طریقه کار نه لري، حال دا چي د معاصرې ادبي تیورۍ هر مکتب که هغه ساختیات وي، پسساختیات، ډيکنسټرکشن، تحليل نفسي، مارکسي، فېمینزم او نور خپل ځانګړي فلسفي بنسټ، مفاهیم، طريقه کار او تحلیلي وسایل لري. نو د واحدي تیورۍ نشتوالی د اصولو او نظري نظام د نشتوالي معنا نه لري.
همدارنګه، د لیکوال د بحث یوه بله مهمه نیمګړتیا دا ده چي د ادبي تیورۍ د تعریف په باب یې خپل دریځ د نړیوالو نظریهپوهانو له منل سویو تعریفونو سره نه دی پرتله کړی. د علمي څېړني غوښتنه دا ده چي هر نوی تعریف یا نقد باید د مخکینیو علمي نظریاتو په رڼا کي وړاندي سي، خو په دې بحث کي دا علمي توازن نه تر سترګو کيږي.له همدې امله ویلای سو چي د محمود ایاز د ادبي تیورۍ بحث د یوې منظمي او ثابتې نظریې پر ځای د ذاتي تصوراتو، مختلفو تعبیرونو او متضادو څرګندونو مجموعه ده. د هغه د بحث تر ټولو ستره علمي ستونزه دا نه ده چي له معاصرې ادبي تیورۍ سره موافق نه دی، بلکي دا ده چي د هغې د تعریف، حدودو، اصولو او وظیفې په اړه یې یو مستقل او له منطقي پلوه مربوط دریځ نه دی خپل کړی. همدې تعریفاتي او استدلالي عدم استحکام د هغه د نقد علمي قوت کمزوری کړی او لوستونکی د یوې روښانه پایلې پر ځای له ګڼو پوښتنو او ابهامونو سره مخامخ پرېږدي.په هر کتاب کي کمياني او خوبياني شتون لري د دې کتاب غټه خوبي دا ده چي پر داسي موضوع دی چي پر هغه لاندي په پښتو ادب کي ډېر کم کار سوی دی.دا رنګه کتابونه و علمي بحث ته لاره خلاصوي چي د کتاب بنيادي ښېګړه ده. په نور کتاب کي چي يې د کومو اصطلاحات او تصورات تشريحات او توضيحات راوړي دي هغه د پښتو ادب لپاره ډېر ګتور دي پر هغه باندي به که خدای کول بل وخت نظر اچوو.