Homeخبرونهد م.م. سرمنشي پاکستان ته په خطاب کې وویل، د افغان کډوالو...

د م.م. سرمنشي پاکستان ته په خطاب کې وویل، د افغان کډوالو ستنېدا باید په غزت او خپله خوښه وي

تاند (چهارشنبه، د تلې/ میزان ۱۵ مه) د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش غوښتنه کړې چې له پاکستان څخه د افغانانو بېرته ستنېدا باید په خپله خوښه، خوندي او له عزت سره مله شي.

دا په داسې حال کې ده چې اسلام‌اباد په ۲۰۲۳ کال کې له یو مخې د ټولو افغانانو د بېرته ستنولو کمپاین له پیل کړ او تر اوسه پورې یې میلیونونه ایستلي دي.

ګوتریش د سې‌شنبې په ورځ په اسلام‌اباد کې یوې خبري غونډې ته وویل چې ملګري ملتونه به له پاکستان سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي، څو د هغو افغانانو ساتنه او ملاتړ وشي چې د بېرته ستنولو له کمپاین څخه اغېزمن شوي دي.

ګوتریش وویل: «ملګري ملتونه ژمن دي چې له پاکستان سره په ګډه کار وکړي، د خوندیتوب اصول رعایت شي او ډاډ ترلاسه شي چې افغانانو په خپله خوښه، خوندي او په عزت سره خپل هیواد ته بېرته ستنېږي.

دا څرګندونې په داسې وخت کې کېږي چې پاکستان د افغان اتباعو نیول او له هېواده شړل چټک کړي دي.

د دوشنبې په ورځ د باندنیو چارو وزیر امیرخان متقي د مسکو فارمټ په اتمه غونډه کې وویل چې پاکستان پر افغانستان د فشار لپاره له یوې خوا پر افغانستان بمبارۍ کوي، له بلې خوا کډوال باسي، لارې بندوي او محصلان له زده کړو ګرځوي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) وایي، د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر له ۱۵مې څخه د ۲۰۲۶ کال د اګست تر ۱۵مې پورې، له پاکستانه تر ۲.۶۸ میلیونه ډېر افغانان بېرته ستانه شوي دي.

په دې شمېر کې هم په خپله خوښه ستانه شوي کسان او هم په زوره ایستل شوي افغانان شامل دي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان معلومات ښيي چې وروسته له هغه چې پاکستان د افغانانو پر ضد اقدامات شدید کړل، د بېرته ستنېدونکو افغانانو شمېر هم زیات شو. یوازې د ۲۰۲۵ کال د اپرېل له لومړۍ نېټې څخه د ۲۰۲۶ کال د اګست تر ۱۵مې پورې، تر ۱.۸۲ میلیونه ډېر افغانان بېرته ستانه شوي دي چې په دوی کې ۲۲۷،۶۶۷ تنه په زوره شړل شوي دي.

IOM وایي، د اګست د لومړۍ نیمایي په ترڅ کې د سروې شوو بېرته ستنو شویو ۹۶ سلنه کسانو ویلي چې د نیول کېدو له ویرې له پاکستانه ووتل.

له پاکستانه په نسبتاً لنډ او تنګ وخت کې د ملیونونو افغانانو ایستلو پر افغانستان فشار لا زیات کړی دی. په افغانستان کې ډېری بېرته ستانه شوي کسان د استوګنې، کار او لومړنیو خدمتونو د موندلو له ستونزو سره مخامخ دي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان په سپټمبر کې په یوه راپور کې ویلي چې د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر له نیمایي راهیسې، له پاکستان او ایران څخه په ګډه شاوخوا ۶.۵ میلیونه افغانان بېرته هېواد ته ستانه شوي دي. دغه سازمان د بېرته ستنېدونکو د شمېر او د دې بهیر د چټکتیا کچه د هغوی د بیا ادغام لپاره یوه ستره ننګونه بللې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له مرحوم محمد هاشم میوندوال سره زما دوې خاطرې | زمری محقق

د میوندوال د شهادت د ۵۳ کال په مناسبت: لومړی خاطره (انتخابات ):   د مرحوم محمد هاشم میوند وال د انتخاباتو څځه زما یوه نه هیریدونکې...