Homeخبرونهاقتصادي خبرونهملابرادر: د بنسټيزو پروژو پلي کول، د سوداګرۍ پراختیا لپاره نوی باب...

ملابرادر: د بنسټيزو پروژو پلي کول، د سوداګرۍ پراختیا لپاره نوی باب پرانیزي

تاند/ چهارشنبه د تلې ـ میزان ۱۵مه/ افغانستان کې د طالبانو د حکومت د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند وايي، د کورنیو تولیداتو ملاتړ، د اقتصادي اړیکو پیاوړتیا او د خصوصي سکتور د ودې لپاره د ورته نندارتونونو جوړول اړین دي.

نوموړي په کابل کې د «امام ابوحنیفه (رح) د پنځم ملي او نړیوال نندارتون» د پرانیستې په مراسمو کې ويلي چې، دا ډول نندارتونونه د کورنیو تولیداتو د بازار موندنې او د سوداګریزو فعالیتونو د پراختیا لپاره ګټور دي.

ملا برادر وايي،دوی هڅه کوي په هېواد کې بنسټيزې پروژې پلې کړي چې د سوداګریزو مناسباتو د پراختیا لپاره به نوی باب پرانیزي.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال زیاتوي، حکومت د سوداګرو او پانګوالو لپاره په بېلابېلو برخو کې د لا زیاتو اسانتیاوو برابرولو په هڅه کې دی.

نوموړي د کورنیو سوداګرو او پانګوالو ترڅنګ بهرنیو پانګوالو ته هم بلنه ورکړې چې په افغانستان کې د پانګونې له رامنځته شویو فرصتونو ګټه واخلي او خپلې پانګې په هېواد کې ولګوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له مرحوم محمد هاشم میوندوال سره زما دوې خاطرې | زمری محقق

د میوندوال د شهادت د ۵۳ کال په مناسبت: لومړی خاطره (انتخابات ):   د مرحوم محمد هاشم میوند وال د انتخاباتو څځه زما یوه نه هیریدونکې...