Home+مذهبي نومونه او ګڼ‌کپ بازارونه | شاه زلمی

مذهبي نومونه او ګڼ‌کپ بازارونه | شاه زلمی

کله چې حرص او بخل د انسان د زړه ژورو ته کوز شي، د ارزښتونو تله هم ورسره کږېږي. بیا د ګټې لپاره هره دروازه حلاله ښکاري، هر نوم د بازار وړ وي او هر مقدس مفهوم د سوداګرۍ پر لوحه لیکل کېږي. همدلته د انسانیت هغه نازک او اصلي جوهر د پوښتنې لاندې راځي چې انسان له انسانه بېلوي.
موږ داسې زمانې ته داخل شوي یو چې د ارزښتونو د ړنګولو لپاره یوازې افرادو نه، بلکې ادارو او حکومتونو هم لستوڼي راغړلي دي.
یو سوداګر د دې پر ځای چې د خپلو توکو پر کیفیت او صداقت ځان ثابت کړي، پر خپل جنس یو مذهبي نوم ږدي؛ پر لوحه یې د تقدس الفاظ ځلېږي، نوم یې سپېڅلی وي، خو جنس یې دومره بې‌کیفیته وي چې د هټۍ له دروازې دننه  شې، تش لاسونه به بېرته ترې راوځې.
ځینې بیا د مذهب په جامه کې ځان داسې انځوروي، لکه پاکه فرښته؛ خو د دې سپېڅلي تصویر تر شا د خلکو د غولولو یوه حساب شوې سوداګري روانه وي.
به خواشینۍ سره خبره یوازې تر هټیو او بازارونو محدوده نه ده.
اوس کله ناکله دولتي ادارې هم د سیمینارونو، کنفرانسونو او پروګرامونو لپاره داسې مذهبي نومونه غوره کوي چې د نوم تر سیوري لاندې یې محتوا ورکېږي. مقدس الفاظ د بنرونو پر سر په غټو تورو لیکل شوي وي، خو کله چې د هماغو الفاظو روح ولټوې، هلته داسې تشه وینې چې سړی دې پایلې ته رسوي: موږ د مذهب د سپېڅلو نومونو د احترام پر ځای د بازار چلولو چل زده کوو.
مذهب د اعلان تخته نه ده چې هر څوک پرې د خپل جنس د خرڅلاو لپاره شعار ولیکي؛ مذهب د انسان د صداقت، امانت او اخلاقو هنداره ده.
که جنس ښه وي، کیفیت یې خبرې کوي؛ که خدمت صادقانه وي، خلک یې پېژني. پر کمزوري جنس مقدس نومونه لیکل هغه نه ښه کوي؛ لکه څنګه چې پر تش لوښي د سرو زرو نوم لیکل، هغه نه ارزښتمنوي.
راځئ چې هر جنس په خپل کیفیت وپلورو، هر خدمت په خپل صداقت وړاندې کړو او هره خبره په خپل حقیقت وسنجوو. مذهبي نومونه دې د بازار د جلبولو وسیله نه وي، ځکه کله چې سپېڅلي نومونه د سوداګرۍ په ترازو کې کېښودل شي، زیان یوازې د یوه جنس نه وي؛ د خلکو باور هم ورسره پلورل کېږي.
او کله چې باور په بازار کې ختم شي، بیا انسان یوازې له خراب جنس سره نه مخ کېږي؛ له یوې داسې ټولنې سره مخ کېږي چېرته چې نومونه مقدس وي، خو نیتونه نه.
لیکوال: شاه زلمی
۲۰۲۶ د اکتوبر ۷مه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له مرحوم محمد هاشم میوندوال سره زما دوې خاطرې | زمری محقق

د میوندوال د شهادت د ۵۳ کال په مناسبت: لومړی خاطره (انتخابات ):   د مرحوم محمد هاشم میوند وال د انتخاباتو څځه زما یوه نه هیریدونکې...