وړاندې کوونکې: هيله پسرلی
راپور ليکونکې: سهيلا کامران
غونډه د کابل پر وخت ۹ بجې د ۱۵ ګډونوالو په ګډون پيل شوه.
زموږ غونډې دوه برخې لرلې؛ په لومړی برخه کې په دې موضوع بحث وشو؛ چې ولې په پښتو ژبه کې د نورو ژبو کلمې کارول کیږي، زيانونه يې څه دي او پښتو ژبې ته څومره ضرر لري.
نظيفه ستانکزۍ: زیاتره کورنۍ له خپلو اولادونو سره او همدارنګه په ټولنيزو رسنيو کې د انګليسي ژبې لغاتونه يا کلمې استعمالوي. ځينو خلکو ته عصريتوب ښکاري، چې په خپله ژبه کې د انګليسي کلمې وکاروي.
زما په زده کوونکو کې ځينې داسې زده کوونکي هم شته؛ چې په انګليسي ژبه خبرې کوي. کله چې ترې وپوښتم راته وايي چې استاد موږ ته مې مور او پلار وايي، چې په انګليسي ژبه ډېرې خبرې کوئ. نو دا هم يو علت کيدای شي چې د انګليسي کلمي وکاروي.
که چیرې وګورو د ځینو ليکوالانو ناولونه يا کيسې چې لولو، نو اکثريت لغاتونه کې يې انګليسي پکې کارولي وي. بل دا چې خلک د پښتو ژبې له مطالعې څخه ډېر لرې شوي دي، دوی ته د انګليسي ژبې استعمال ډېر مهم ښکاري. انګليسي ژبه مهمه ده؛ خو بايد د خپل اصليت او ژبې څخه ورته تیر نشو.
د دې ترڅنګ زياتره کورنۍ چې بهر ملکونو ته تللې دي، دا منو چې هلته ټول درسونه په انګليسي يا نورو ژبه دي او محيط په يو چا تاثير کوي. خو متاسفانه چې ځينې کورنۍ په دې برخه کې بې غوره دي. دوی حتا په کور کې له ماشومانو سره په خپله ژبه خبرې نکوي. همدارنګه ژبه په محيط باندې هم ډېر اثر لري.
شبانه پوپلزۍ: د پوهنتون په درېيم ټولګي کې وم، دې موضوع ته متوجې شوم؛ چې ډېرو محصلينو به په خپله ژبه کې د انګليسي او نورو ژبو کلمې کارولې.
وروسته له هغې مې پريکړه وکړه، چې په دې اړه څېړنه وکړم او لاملونه يې پيدا کړم.
د نړۍ ټولې ژبې يو له بل څخه اغېزمنې دي، په هره کې د نورو ژبو کلمې کارول کېږي او يا هم ځينې کلمې په ژبو کې مشترکې کارول کېږي، خو ډېر کلم ژبې د سياسي، اقتصادي، کډوالۍ، ګاونډيتوب او ټکنالوژۍ له امله تر ډېره د پرمختللو ژبو تر اغېزې لاندې راغلي.
هغه ژبې ډېر کله د نورو ژبو تر اغېزې لاندې راځي، چې په سياسي لحاظ يې ويونکي کمزوري وي، په اقتصادي لحاظ يې اقتصاد کمزورى وي، همدارنګه په هغه ژبه کې علمي څېړنې او پرمختګونه نه وي شوي، د ټکنالوژۍ د پرمختګ له امله هم ژبې ډېرې اغېزمنې شوي، د ګاونډيتوب او کډوالۍ له امله هم ژبې تر ډېره د د کوربه هېواد او يا ګاونډ هېواد د ژبې تر اغېزې لاندې راځي او په خپله ژبه کې يې د بلې ژبې کلمات ګډېږي.
پښتو ژبه هم په بېلابېلو وختونو کې د نورو ژبو تر اغېزې لاندې راغلې. په مذهبي لحاظ کله چې په افغانستان کې د اسلام مبارک دين ظهور وکړ، هغه مهال پښتو او درى ژبې ته ډېر عربي کلمات راغلل، چې اوس د دواړو ژبو خپل کلمات ګرځېدلي.
همدارنګه په سياسي لحاظ چې کله افغانستان د کلونو په ترڅ کې د انګليس او روس تر ښکېلاک لاندې راغلى، ورسره پښتو ژبې ته انګليسي او روسي کلمات هم راغلي.
اوسمهال پښتو ژبه کې ډېر انګليسي کلمات ځکه کارول کېږي، ځکه چې زموږ ډېرى افغانان داسې فکر کوي، چې د انګليسي کلماتو په کارولو سره عصري او پرمختللي ښکاري.
بل لامل دا دى چې انګليسي ژبه يو نړۍواله او د ټکنالوژۍ ژبه ده، ځکه يې په نورو ژبو کې کلمات ډېر کارول کېږي.
بل لامل زموږ د هېوادوالو کډوالي دى، کله چې بل هېواد کې کډول شې، ته مجبور يې چې انګليسي ژبه يا د هغه هېواد رسمي ژبه زده کړې او په هغه ژبه زده کړې او کار وکړې، چې په دې ډول که څوک وغواړي يا ونه غواړي په ژبه کې يې د بلې ژبې کلمات ورګډېږي.
بله موضوع د زده کړو ده، چې تر ډېره پښتانه ماشومان په پښتو ژبه زده کړې نه کوي، د کابل په شمول په ډېرو ښارونو کې د شخصي مکتبونو نصاب په دري ژبه دى او په ځينو مکتبونو کې په انګليسي ژبه دى، چې دا چاره هم اصلي ژبه اغېزمنوي.
خپلې خبرې به په دې خبره راټولې کړم، چې پښتو ژبه تر ډېره اسمهال د انګليسي ژبې تر اغېز لاندې دى او زموږ په ژبه کې د شته کلمو پر ځاى انګليسي کلمې کارول کېږي، چې دا چاره زموږ د ژبې د خپلو شته کلمو د له منځه تللو لامل کېداى شي، نو موږ ټول بايد دې چارې ته متوجه سو او په خپله ژبه کې د شته کلمو پر ځاى انګليسي کلمې ونه کاروو.
مریم صدیقي: زما په نظر تر ډېره پښتنو په دې برخه کې ضرر ليدلی دی. موږ په ټوله کې ډېر داسې کسان لیدلي دي، چې پښتانه وي، خو په پښتو ژبه خبرې نکوي. حتا ځينې خلک دي چې کله د دري ژبو سره خبرې کوي، دوی د خپلې ژبې پر ځای په دري ژبه خبرې ورسره کوي. زما موخه لدې خبرې داده چې که چیرته موږ په خپله ژبه خبرې وکړو هم به زموږ ژبه له پردیو کلمو سالمه پاتې شي او هم به د بلې ژبې ویونکي زموږ له ژبې سره بلد شي.
زياتره خلک د خپلې ژبې په ارزښت نه پوهيږي او ارزښت هم نه ورکوي. خپله ژبه د انسان اصليت ده.
د دې د چاپېريال اغېزه هم ده؛ هغه کلمې چې په ټولنه کې معيار ګرځيدلي دي، د هغو سوچه کول يا بدلول ممکن سخت وي. که زه اوس غواړم چې یوه کلمه چې شفاخانه ده او په ټولنه کې معیار ګرځېدلې ده، سوچه پښتو ته واړوم نو دا به لږ ستونزمنه وي، یا هم که د اونۍ ورځې په نظر کې اونیسو، موږ نشو کولی چې هغه کره پښتو ته واړوو یا هم د ژبې سوچه کول ترسره کړو. دا به ستونزمنه وي او ژبه به هم سخته کړي.
ميمونه کامران: ځينې هغه کورنۍ چې بهر ميشتي دي او اولادونو ته پښتو ژبه نه زده کوي. دوی دا خپل مسووليت نه ګڼي چې په خپله ژبه له خپلو ماشومانو سره خبرې وکړي، دا د دې سبب کېږي، چې د بلې ژبې له زده کولو سره خپله ژبه یا هېره کړي یا د پلې ژبې کلمې وکاروي.
بله خبره دا چې کومو خلکو چې ښوونځي په دري ژبه لوستي دي، دوي د پښتو ژبې له ډېرو کلمو سره بلد نه دي. حتا په پښتو ژبه سمې خبرې نشي کولی. که له ماشومتوبه له یو ماشوم سره په پښتو ژبه خبري ونشي، نو طبعا چې هغه ماشوم په لوییدو سره هم د پښتو ژبې له کلماتو او خبرو کولو سره نا بلده پاتې کېږي.
ګلالۍ مومند: مورنۍ ژبه د هر ملت د کلتور، هویت او شخصیت تر ټولو مهمه برخه ده. هر څوک چې په خپله مورنۍ ژبه ښه حاکمیت ولري، د نورو ژبو زده کړه هم ورته اسانه کېږي، ځکه د فکر کولو او زده کړې بنسټ یې قوي وي.
خو نن سبا په پښتو ژبه کې د انګلیسي او نورو ژبو د کلیمو بېځایه کارول زیات شوي دي. دغه کار د پښتو اصیل لغاتونه له منځه وړي، د ژبې ښکلا او ارزښت کموي او ورو ورو خلک له خپلې ژبې سره نابلده کوی. بل دا چې د پردیو کلمو ډېر استعمال د مشرانو او ځوانانو ترمنځ د خبرو اترو واټن هم زیاتوي، ځکه مشران په سوچه پښتو خبرې کوي، خو ځوانان ډېرې بهرنۍ کلیمې کاروي.
بله یې دا چې ماشومان او نوي زدهکوونکي د خپلې مورنۍ ژبې د اصلي لغاتو پر ځای پردۍ کلمې زده کوي، چې دا د ژبې د کمزورۍ لامل ګرځي. همداسې زموږ لیکوالان او ویناوال کله ناکله د پردیو کلمو د ډېر استعمال له امله خپلې خبرې د عامو خلکو لپاره ستونزمنې کوي. نورو بهیروالو مې چې په دغه موضوع کومې خبرې کړې دی، ورسره هم نظره یم.
د دې ستونزې د حل لپاره اړتیا ده؛ چې په کور، ښوونځي، پوهنتونونو، رسنیو او ټولنیزو شبکو کې روانه او معیاري پښتو وکارول شي او د اړتیا پرته د پردیو کلمو پر ځای پښتو بدیلې کلمې وکارول شي.
لیمه ودان: کله چې يو انسان بله ژبه زده کوي؛ خامخا د بلې ژبې کلمې ترې کارول کیږي.
موږ بايد په خپله ژبه کې کره کلمې وکاروو. په پښتو ژبه کې ډېر کلمې چې پخوا کارول کېدې خو اوس بیخي ورکې شوې دي. حال دا چې د خپلې ژبې کلمې مو دي، خو له پامه غورځېدلې دي.
د غونډې په دویمه برخه کې بهیروالو مشاعره وکړه.
وروسته د غونډې د لومړۍ برخې له پراخ بحث او همدارنګه د دویمې برخې د مشاعرې په کولو او د ادبي تندې په خړوبولو سره غونډه د شپې په یوولس بجې پای ته ورسیده.