تاند (پنجشنبه، د وږي/ سنبلې ۱۹ مه) د ریچ REACH په نوم د بشري مرستو د څېړنې موسسې د یوه نوي راپور له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا ۳.۱ میلیونه افغانان په افغانستان کې له خپلو اصلي سیمو څخه بېځایه شوي وو.
بېوزلي، بېکاري، د خوړو ناامني او وچکالي د خلکو د بېځایه کېدو له مهمو عواملو څخه بلل شوي دي.
د ریچ د ۲۰۲۶ کال د سپټمبر په راپور کې ویل شوي چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې د جګړې د کمېدو له امله د افغانانو د بېځایه کېدو لاملونه د پام وړ بدل شوي دي.
د «په افغانستان کې طبیعي ګواښونه او د خلکو تګ راتګ؛ معلومات څه ښيي؟» په نوم راپور کې د کډوالۍ نړیوال سازمان او د IMPACT Initiatives د معلوماتو پر بنسټ اټکل شوی چې په ۲۰۲۵ کال کې په کور دننه بېځایه شوي کسان د افغانستان د ټول نفوس شاوخوا شپږ سلنه جوړوي.
په دې شمېر کې شاوخوا ۴۷۰ زره هغه کسان هم شامل دي چې په همدې کال له بهر څخه افغانستان ته راستانه شوي، خو خپلو اصلي سیمو ته نه دي ستانه شوي.
د ۲۰۲۵ کال د اپرېل او دسمبر ترمنځ شاوخوا ۳۸۰ زره نور کسان هم له یوې میاشتې څخه د کمې مودې لپاره بېځایه شوي وو، خو د ۳.۱ میلیونه کسانو په عمومي شمېر کې نه دي شامل شوي. د راپور له مخې، د دغو لنډمهالو بېځایه کېدو ډېره برخه د افغانستان په ختیځ کې وه او ښايي د ۲۰۲۵ کال د اګست له زلزلې سره تړاو ولري.
په ۲۰۲۱ کال کې، چې جګړه د بېځایه کېدو له مهمو لاملونو څخه وه، په افغانستان کې د بېځایه شویو کسانو شمېر شاوخوا ۵.۵ میلیونه اټکل شوی و.
بېوزلي او د خوړو ناامني د خلکو د بېځایه کېدو مهم عوامل
په افغانستان کې بېوزلي او بېکاري د خلکو د اجباري بېځایه کېدو تر ټولو ډېر یاد شوي عوامل دي.
د ۲۰۲۵ کال د کورنیو په یوه ارزونه کې، ۸۵ سلنه هغو کورنیو چې په دې وروستیو کې له خپلو مېنو نورو سیمو ته په کډه مجبوره شوي، بېکاري یا بېوزلي یې د بېځایه کېدو له علتونو څخه بللې وه. ۵۰ سلنه کورنیو د خوړو نه موندل او لوږه او ۳۹ سلنه نورو وچکالي د بې ځایه کېدو وجه بللې ده.
راپور وايي، اقتصادي ستونزې او طبیعي پېښې له یو بل سره نژدې تړاو لري، ځکه ډېر افغانان د خپلو عوایدو لپاره پر کرنې او مالدارۍ تکیه کوي. وچکالي، سېلونه او نورې طبیعي پېښې کولای شي کرنیز حاصلات او څاروي له منځه یوسي، عواید او د خوړو زېرمې کمې کړي او کورنۍ د پورونو اخیستو ته اړې کړي.
په راپور کې ویل شوي: «بېوزلي او بېکاري په هیواد کې دننه د خلکو د بېځایه کېدو تر ټولو ډېر یاد شوي لاملونه وو.»
په ورته وخت کې، د جګړو له امله بېځایه کېدل له ۲۰۲۱ کال راهیسې په پام وړ ډول کم شوي دي. د راپور له مخې، په ۲۰۲۱ کال کې شاوخوا ۷۲۳ زره کسان د جګړو له امله بېځایه شوي وو، خو په راتلونکي کال کې دا شمېر ۳۲ زرو ته راکم شو.
خو په ۲۰۲۶ کال کې په ځینو سیمو کې جګړه یو ځل بیا د بېځایه کېدو له لاملونو څخه ګڼل شوې ده. د مې په میاشت کې په ټول هېواد کې په درې سلنه ارزول شویو سیمو کې جګړه د بېځایه کېدو د یوه لامل په توګه یاده شوې وه. دا کچه په کونړ کې ۲۲، په خوست کې ۱۶ او په نورستان کې ۱۴ سلنې ته رسېده. راپور دغه بېځایه کېدل د افغانستان او پاکستان ترمنځ له نښتو سره تړلي بولي.
اقلیمي ګواښونه د خلکو ستونزې زیاتوي
افغانستان لا هم د وچکالۍ، سېلونو او زلزلو له لوړ ګواښ سره مخ دی او راپور خبرداری ورکوي چې اقلیمي بدلون ښايي ځینې دغه ګواښونه لا پسې زیات کړي.
د ۲۰۲۶ کال د مې په میاشت کې د معلوماتو له راټولېدو څخه په تېرو دریو میاشتو کې، په ۳۵ سلنه ارزول شویو سیمو کې د وچکالۍ او په ۲۰ سلنه سیمو کې د سېلابونو راپور ورکړل شوی و.
وچکالي د طبیعي پېښو له ډلې د خلکو د بېځایه کېدو تر ټولو ډېر یاد شوی لامل و. د ۲۰۲۵ کال په دوبي کې، ۳۹ سلنه هغو کورنیو چې په اجباري ډول بېځایه شوې وې، وچکالي د خپلو مېنو د پرېښودو دلیل بللی وو.
راپور وايي، اقلیمي بدلون د تودوخې د لوړېدو او د اوبو د اړتیا د زیاتېدو لامل کېږي چې ورسره د وچکالۍ خطر هم لوړېږي. له بلې خوا، د یخچالونو ویلې کېدل، د واورو له وخته مخکې وېلې کېدل او د واورې پر ځای د باران زیاتېدل ښايي په پسرلي کې د سېلونو خطر زیات کړي.
طبیعي پېښې ښايي د بېوزلو کورنیو لپاره دا هم ستونزمنه کړي چې له خطرناکو سیمو ووځي. راپور دې حالت ته «اجباري بېحرکتي» نوم ورکړی دی.
د راپور له مخې، په څه باندې درې پر څلورو ارزول شویو سیمو کې مالي ستونزو کورنۍ د خپلو سیمو له پرېښودلو څخه راګرځولې وې.
ښځې له اضافي خنډونو سره هم مخ دي. د هغوی پر تګ راتګ محدودیتونه، د کورنۍ د غړو د پالنې مسوولیتونه او ټیلیفونونو او معلوماتو ته محدود لاسرسی د طبیعي پېښو پر مهال د دوی خوندي وتل ستونزمنوي. په ۱۳ سلنه ارزول شویو سیمو کې کلتوري محدودیتونه هم د تګ راتګ پر وړاندې د خنډ په توګه یاد شوي دي.
بېځایه شوي افغانان اقتصادي مرکزونو ته ځي
راپور موندلې چې ډېری کورني بېځایه شوي افغانان له یوه ولایت څخه بل ولایت ته د تګ پر ځای په خپلو ولایتونو کې دننه بېځایه شوي دي.
په ۳۰ سلنه سیمو کې د ژوند او کار د غوره فرصتونو او په ۱۹ سلنه سیمو کې بنسټیزو خدمتونو ته د ښه لاسرسي یادونه شوې ده.
د کابل، هرات، مزارشریف او جلالاباد په ګډون د لویو اقتصادي مرکزونو د بېځایه شویو کسانو لوی شمېر جذب کړی دی.
نیمروز د خپل نفوس په پرتله د کورنیو بېځایه شویو کسانو تر ټولو لوړه کچه لرله چې ۱۵ سلنه وه. په دغه ولایت کې وچکالي د خلکو د بېځایه کېدو له مهمو لاملونو څخه وه.
راپور همداراز ښيي چې چاپېریالي ستونزې له افغانستان څخه بهر د خلکو پر کډوالۍ هم اغېز لري. اټکل کېږي چې د ۲۰۲۵ کال د اپرېل او ډسمبر ترمنځ شاوخوا ۶۷۵ زره کسان د اقلیمي شرایطو له امله د خپلو عوایدو د له منځه تلو په پایله کې له افغانستانه وتلي دي.
ډېری بېځایه شوې کورنۍ ژر د بېرته ستنېدو پلان نه لري
ډېری هغه کورنۍ چې په اجباري ډول بېځایه شوې وې، ژر بېرته خپلو سیمو ته د ستنېدو پلان نه لري.
د ۲۰۲۵ کال د کورنیو د ارزونې له مخې، ۹۵ سلنه دغو کورنیو تمه لرله چې لږ تر لږه د نورو شپږو میاشتو لپاره به په اوسني ځای کې پاتې شي، په داسې حال کې چې یوازې دوه سلنه یې خپلو اصلي سیمو ته د بېرته ستنېدو پلان درلود.
راپور وايي، کورنۍ ښايي ځکه خپلو سیمو ته بېرته ستنې نه شي چې کورونه یا ځمکې یې زیانمنې شوې، د بیا رغونې توان نه لري او یا په خپلو اصلي سیمو کې د کار او بنسټیزو خدمتونو له نشتوالي سره مخ دي.
بېځایه شوې کورنۍ د کار له پلوه هم له لږ ثبات او د کورونو د کرایې له لوړو لګښتونو سره مخ وې.
شاوخوا ۳۸ سلنه هغو کورنیو چې اجباري بېځایه شوې وې، ویلي چې د استوګنې لپاره کرایه ورکوي، په داسې حال کې چې په نه بېځایه شویو کورنیو کې دا کچه پنځه سلنه وه. یوازې ۲۰ سلنه بېځایه شویو کورنیو خپل د استوګنې ځای درلود، خو په نه بېځایه شویو کورنیو کې دا کچه ۸۹ سلنه وه.
د راپور له مخې، د افغانستان د ۲۰۲۶ کال د بشري مرستو په پلان کې اټکل شوی چې له نهو میلیونو ډېر کسان په غیررسمي مېشتځایونو کې ژوند کوي او د خپلو استوګنځایونو د له لاسه ورکولو له لوړ خطر سره مخ دي.
د زدهکړو په برخه کې هم د بېځایه شویو او نورو کورنیو ترمنځ توپیر لیدل شوی. د پنځو او ۱۸ کلونو ترمنځ شاوخوا ۵۳ سلنه ماشومان په بېځایه شویو کورنیو کې ښوونځي یا د ماشومتوب د لومړنیو زدهکړو په پروګرامونو کې شامل وو، خو په نورو کورنیو کې دا کچه ۵۸ سلنه وه.
د ۱۸ او ۲۴ کلونو ترمنځ ځوانانو کې یوازې ۱۲ سلنه په بېځایه شویو کورنیو کې زدهکړې کولې، په داسې حال کې چې د نه بېځایه شویو کورنیو په منځ کې دا کچه ۲۲ سلنه وه.
سره له دې ستونزو، راپور موندلې چې د بېځایه شویو کورنیو بشري اړتیاوې په ډېرو برخو کې د هغو کورنیو په پرتله چې نه دي بېځایه شوې، په څرګند ډول ډېرې نه وې. په ځینو مواردو کې ښارونو ته کډه کېدو روغتیايي مرکزونو او نورو بنسټیزو خدمتونو ته د خلکو لاسرسی ښه کړی دی.
REACH وايي، د دې څېړنې موندنې ښيي چې په افغانستان کې د بېځایه کېدو بڼه بدله شوې او اقتصادي ستونزې، د خوړو ناامني او چاپېریالي فشارونه په زیاتېدونکي ډول د خلکو د بېځایه کېدو لاملونه او د هغوی د تګ راتګ ځایونه ټاکي.
راپور خبرداری ورکوي چې له طبیعي پېښو وروسته د خلکو د بېځایه کېدو پېښې ډېری وخت نه ثبتېږي، له همدې امله په افغانستان کې د طبیعي پېښو له امله د خلکو د بېځایه کېدو پوره معلومول ستونزمن دي.