شنبه, اپریل 27, 2024
Homeادبکره کتنهادبستان | نورالله زهير

ادبستان | نورالله زهير

«ادبستان» د ډاکټر اجمل ښکلي ښه ضخيم اثر دی. کلاسيک خپرندويي ټولني (ننګرهار) په (۱۳۹۶) لمريز کال  په ۴۱۳ مخونو کي ۱۱۰۰ ټوکه چاپ کړی دی. دا کتاب څلور برخي لري. لومړۍ برخه کي ئې (۴۸) عنوانه بېلابيلي ليکني (يوه ژباړه) دي. د شعر، شاعرۍ، هنر، ليکوالۍ، ادبپوهني، ادبي موضوعاتو او د ادبياتو او نورو علومو پر اړيکو بحث شوی دی. ولي ادبيات وايو؟ په ټولنيز پرمختګ کي د ادب ونډه څه ده؟  له ادبه څنګه استفاده کولای شو؟ ادب د ژوند په اړه څه رازده کوي؟ دغسي پوښتنو ته په کتاب کي خواره واره ځوابونه ويل شوي دي.

دويمه برخه ئې «بديع» ده. دلته (۱۴) عنوانه ليکني دي. په دې برخه کي ئې په اوسنۍ دوديزه بديع کي د ځينو لفظي صنعتونو په اړه ګډوډيو ته اشارې کړي دي.

استاد وایي: «په تلفظي صنايعو کي په دوديزه بديع کي ډيري ګډوډۍ دي. هڅه به مو دا وي، چې د تلفظ او نوې ژبپوهنې پر بنا ئې سمي کړو.»

همداسي د دوديزي بديع هغه نيمګړتياوي ښيي، چي د ځينو صنعتونو په پېژندنه او اهميت ښودلو کي ئې لري.
د مثال په ډول د تجنيس په اړه ليکي:

«بديع له تجنيس سره څه نا څه خواري کړې، خو د تجنيس پر اهميت ئې خبري نه دي کړي، چې د تجنيس کارونه څه ګټه لري… زموږ بديع عموماُ د تجنيس په بحث کي ډېر بېخونده مثالونه راوړي دي، چي په تعريف کي يې د تجنيس نقش کمزوری ښودلی دی. د همدغو کمزورو بېلګو له امله کله نا کله لوستونکي د تجنيس په اهميت شکمن شي.»

په خلص ډول به ووايم استاد د بديع په برخه کي د ځينو صنعتونو  يوازي سرسري پېژندنه، د هغو اهميت نه ښودل، او پر راوړو مثالونو او تېروتنو ئې دوديزي بديع ته د نقد ګوته نيسي. خپله استاد د دغو صنعتونو پر اهميت، ګټو او کاروني ښه بحث کړی دی. ځيني هغه بديعي صنعتونه چي اوس ارزښت نه لري. په شاعرۍ کي نه کاريږي. لکه: معماوي چي په پخوانۍ شاعرۍ کي شاعرانو  کارولې. د ځينو نومونو، نېټو يا کومي پيښي ته ئې اشارې پکي کړي دي. حلولو ئې هم ډېر وخت غوښت، چي په راوړي معما کي د شاعر هدف څه دی؟ اوس چي د وخت کمی دی. ژوند مصروفه دی. د معماوو حلولو ته وخت نشته چي اورېدونکي/ لوستونکي وخت پرې ضايع او ماغزه پرې وخوري. پخوانيو شاعرانو  د همدې لپاره خپل نوم، نېټه يا کوم بل مطلب د معما په نوم په شعر کي راووړ، چي خپل کلام پرې شاعرانه کړي، يا خپل کمال او استعداد وښيي او يا ئې اورېدونکي/ لوستونکي په حلولو چېلنج کړي. د معماوو کارونه په اوسنۍ شاعرۍ کي نشته.

شاعران ئې نه کاروي. هغه پخوانۍ راپاتي معماوي به لا ناحله پاته وي/ پاته دي. هغه معماوي هم د اوس وخت او هم د راتلونکي لپاره کافي دي. په اوسني شعر کي ارزښت او د کاروني ځای نه لري.
استاد د معما په اړه ليکي:

« پخوانۍ زياتره معماوي د معماوو لپاره وې. مثلاَ شاعر به د خپل نوم معما ويله. اوس دې معما د دې نوم او  شعر په ادبي کولو  کي څه لاس کېدای شي؟ معما چي د شعر له ادبي ماهيت سره مرسته نه کوي او د شعر له ماهيته راته بهر ښکاري. په ادبي صنعتونو کي  ئې نشو شمېرلای. معما صنعت خو نه دی، چي لا په ادب کي ئې ډيري ستونزي پيدا کړي.»

د کتاب درېيمه برخه (کره کتنه) ده. په دې برخه کي د کره کتني اړوند او پر ځينو نورو کتابونو او  ځينو لنډو کيسو د کره کتني په بڼه بحث شوی. همداسي د لنډو کيسو د جوړښت پر توکو  او د هغو پر ارزښت او نقش ښه بيان کړی دی.
څلرمه برخه (ژبه) ده. دلته (۵) عنوانه د ګرامر اړوند ليکني دي. لکه د ځينو ضميرونو پر کارونه او توپير ږغېدلی دی. په ټوله کي دلته د ګرامر اړوند راغلو ليکنو کي ئې نوي خبري کړي دي او نوي څه وايي.

د کتاب له نامه چي څنګه ښکاري د ادبياتو اړوند موضوعات رانغاړي. د شعر، ادب او ژبي په اړه نوي بحثونه او نوي خبري لري. زه «ادبستان» د پښتو ژبي او ادب سلطنت ګڼم او استاد ښکلی د دې سلطنت سلطان.  زه د ادبياتو د يوه مينه وال او لوستونکي په توګه د ادب مينه والو ته دا وايم؛ چي يو ځل خامخا «ادبستان» ته ولاړ شئ.  د نثر او نظم په اړه به  د ډاکټر اجمل ښکلي نوي خبري ولولئ. نوي څه به زده کړئ او له نويو  موضوعاتو سره به مخ شئ. يوازي د نظم نه، بلکي په نثر  او په ټوله کي د ادبياتو په اړه نوي بحثونه پکي راغلي دي. ګرامري مواد هم لري. په خاص ډول د ادبياتو محصلينو او په عام ډول د ادب هر مينه وال ته ضروري دي چي ادبستان ته سفر وکړي. د ادبستان خواږه ولولئ. رنګينۍ ئې ننداره کړئ. «ادبستان» کي به ډېر نوي څه  او ډيري ادبي نندارې او جلوې ووينئ.

په ادبستان کي به خپلو ادبي ذوقونو ته نوي څه ومومئ. ډېر څه به زده کړئ. داسي بحثونه او موضوعات به ولولئ، چي  له نويو  زاويو  بيان شوي دي. د ادبستان د سلطنت «ښکلي» سلطان په اسانه ژبه، نوي څه، په نوي انداز ژبي و ادب ته ډالۍ کړي دي.

زه وياړم چي په اوسني وخت کي پښتو ژبه او ادب د استاد «ښکلي» غوندي سلطان لري، چي پښتو ادبستان پرې ودان دی. په پښتو ادب کي به ډاکټر اجمل ښکلی نور سلطنتونه هم ابادوي. ځکه استاد هغه ادبي هستي ده، چي هم پرې پښتو نظم ودان دی هم پرې نثر.

دا «ښکلی» سلطان دي د پښتو ژبي و ادب د سلطنت  تلپاتي سلطان وي.
له ادبستانه څو ټکي د ياداښت په ډول:

هنر د هغي ګولۍ غوندي دی، چي نشه او درملنه پکي دواړه موجود وي.
شاعري ازاد مرغه دی، چي په ونه کي پخپله خوښه راشي، کېني، درته وچکيږي او پخپله مخه لاړ شي.
ليکوالي د فکر  د انتقال وسيله ده.

يو ليکوال چي له خپل هنر سره رښتينی نه وي، موثره ليکوالي نشي کولای.
فرهنګونه هله پرمختګ کوي، چي مثبت متضاد اړخونه پکي وزيږي او پياوړي شي او په افرادو کي د مخالفت او برداشت وړتيا پيدا شي.

د خپل  پخواني فرهنګ  او ادب مطالعه  راسره د اوسني فرهنګ او ادب په پېژندلو او پرمختيا کي مرسته کوي.
له کوم حسن سره چي د نېکۍ تصور نه وي تړلی د ترخې مڼې غوندي دی.

ادبي ژانرونه د پخو سړکونو غوندي دی چي پنځګر ته د ادب پنځول اسانوي.
هنر د ځان تفسير  او د فکرونو ايجاد  دی.

کوم ملتونه چي عالي هنر  نه لري د نړۍ په اړه ئې تصور نيمګړی او مبهم وي.
حسن هله حسن شي چي مينه پرې د تائيد مهر ووهي.

د ميني کمال دا دی چي عاطفه د عقل له منګولو باسي او کچ ئې لوړوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب