جمعه, اپریل 26, 2024
Homeادبژبه او لیکدودارواپوهنیزه ژبپوهنه | مسلم داوودزی

ارواپوهنیزه ژبپوهنه | مسلم داوودزی

یادونه: دا لیکنه نورې برخې هم لري، نو ماخذونه یې په وروستنۍ برخه کې وړاندې کېږي.
سریزه
د ژبپوهنې هغه څانګه چې د ژبې او ذهن اړیکې څېړي ارواپوهنیزه ژبپوهنه ده. په دې څېړنې کې به ولولئ: ژبپوهنه او اروا پوهنه، ارواپوهنیزه ژبپوهنه psycholinguistics، د ژبې او فکر اړیکه، خبرې کول او پر خبرو پوهېدل، په ژبه کې فردي توپیرونه، ژبه او حافظه، دوه ژبي او څو ژبي، ژبیزې ناروغۍ، د ژبې زده کړه، د ژبې زده کولو حساس پړاو، ژبه او د ژوو د اړیکو جوړولو نظامونه، په قرانکریم کې د ژوو خبرو ته اشاره، د ژبې د ودې پړاونه، پر خبرو پوهېدل او اهمیت یې،  د ذهني وییونو زده کړه، ژبه او اړیکې، حافظه او د ژبې زده کړه، مور او پلار وایي او ماشومانه خبرې، تقلید او تصحیح، د انسان د ژبې ځانګړنې او د ژبو نړیوالې برخې.
له څېړنې څخه مو موخه دا ده چې د ارواپوهنې او ژبپوهنې پر مرسته دې پوښتنو ته چې یوه ژبه څه ډول زده کېږي؟ خبرې څه ډول جوړېږي؟ موږ پر خبرو څنګه پوهېږو؟ او دې ته ورته نورو پوښتنو ته ځوابونه ومومو. همدا شان د پښتو ژبې د تدریسي نصاب په چمتو کولو کې ترینه ګټه واخیستل شي.
ارزښت یې دا دی چې که په راتلونکي کې موږ د پښتو ژبې تدریسي نصاب او همدا شان په ټولنې کې د وګړو ترمنځ د اړیکو پر څرنګوالي بحث کوو، نو د دې څېړنې په شتون کې به دا چاره اسانه وي.
څېړنه کتابتوني ده. په پښتو ژبه کې د موادو د نشت له امله مې له نورو ژبو ژباړه هم کړې ده. په دې هیله چې نور څېړونکي هم دې موضوع ته پام وکړي. هم به ورسره د ژبې زده‌کړه اسانه شي او هم به له ژبې څخه په نورو ټولنیزو پوهنو کې ګټنه عامه شي.
 ۱. ژبپوهنه او اروا پوهنه
که ارواپوهنه د انسانانو کړنې څېړي نو د ژبې د کړنو څېړل یې هغه برخه ده، چې له ژبپوهنې سره پکې یو ځای کېږي.
ژبپوهنه شوې خبرې، د خبرو څرنګوالی او اورېدونکي غوږونو ته د خبرو پر رسېدلو بحث کوي. له دې مخکې او وروسته عقلي عملیاتو سره یې کار نشته. ارواپوهنه بیا له شوو خبرو مخکې او د اوریدونکي تر غوږونو د خبرو تر رسېدلو وروسته پړاونو څېړلو دنده لري.
په دې وروستیو کې ځینو څېړونکو ژبه له دې دواړو خواو وڅېړله، یعنې ژبه یې یوازې د یوې کړنې او یا د یو جوړښت په توګه ونه څېړله؛ بلکې د جوړښت او ذهني پړاونو په پام کې نیولو یې وڅېړله. همدا څېړنې د دې لامل شوې چې د ارواپوهنیزې ژبپوهنې psycholinguistics په نامه یوه نوې څانګه رامنځته شي.( ۳: ۵۲-۵۴)
۱-۱: ارواپوهنیزه ژبپوهنه psycholinguistics:
د ژبپوهنې هغه څانګه ده چې د ژبې او ذهن اړیکې څېړي. یعنې یوه ژبه څه ډول زده کېږي؟ خبرې څه ډول جوړېږي او خلک پر خبرو څنګه پوهېږي؟ اړیکې څنګه رامنځته کېږي؟ د ارواپوهنیزې ژبپوهنې د بحث موضوعګانې دي.
هر وګړی له بل وګړي سره د مورنۍ ژبې په کارولو کې توپیر لري. دا توپیرونه د وییزېرمې، د وییونو د رایادولو، د مفاهیمو لپاره د مناسبې اصطلاح موندلو، لوستلو، لیکلو، اورېدلو، د ژبنیو اطلاعاتو څېړلو او نورو ذهني فعالیتونو په برخه کې وي. ارواپوهنیزه ژبپوهنه همدا څېړي چې دغه توپيرونه له کومې کېږي.
ارواپوهان دې پایلې ته رسېدلي چې هوښیاري ځانته پدیده نه ده. بلکې له بېلابېلووړتیاو څخه رغېدلې پدیده ده چې د ژبې ونډه پکې هېرېدلای نه شي. ارواپوه ترستون ژبنۍ وړتیا د هوښیارتیا اړونده پدیده ګڼي چې نېږدې ټول منلې تیوري ګڼل کېږي. ځکه خو د هوښیارتیا په زیاترو ازمېښتونو کې داسې پوښتنې کېږي چې ژبنۍ وړتیا پکې وتلل شي.
ارواپوهنیزه ژبپوهنه همدا هم څېړي چې ژبه پر فکر او فکر پر ژبې څومره اغېز کوي. د ژبې زده کول څومره فطري دي او تر کومې کچې زده کېدای شي.
۲. ژبه او مغز:
د ژبې مركز په لوى دماغ كې دى چې پر ژبې د پوهيدلو او كنټرول دنده لري، د زيږېدو په وخت كې د انسان د دماغ يوازې څلورمې برخې يعنې په سلو كې پنځه ويشتو ( ٢۵ ٪) وده كړې وي او پنځه اويا ( ٧۵ ٪ ) بيا وروسته وده كوي. خو د ژوو دماغ په سلو كې د پنځه شپېتو ( ۶۵ ٪ ) څخه زيات د زيږېدو په وخت كې بشپړ وي.
لوى دماغ يا ماغزه په دوو برخو وېشل شوي دي، يوه یې كيڼه برخه ده او بله یې ښي برخه ده. په څيړونو كې ثابته شوې ده چې د ښي لاسو كسانو په سلو كې د نويو ( ٩٠ ٪ ) او د كيڼ لاسو كسانو په سلو كې د شپېتو ( ۶٠ ٪ ) د ژبې مركز د لوى د ماغ په كيڼه برخه كې دى. نو د اكثرو انسانانو د ژبې مركز د لوى دماغ په كیڼه برخه كې دى. د غږونو د ژبې دستګاه تالو دى، چې د غږونو پټۍ لري او د ژبې د عضلې او شونډو په مرسته سره غږونه جوړوي كه د ژبې مركز ته په لوى دماغ كې تاوان او ټكان ورسېږي، نو ژبه كې هم خنډ پېښېږي او ژبه نښلي او يا د خبرو څخه بلكل پريوزي او سړی ګونګيږي. كه څه هم د تالو د غږ پټۍ یې جوړې وي داسې هم كيدلاى شي، چې د ژبې مركز په لوى دماغ كې جوړ وي خو د تالو د غږ پټۍ خرابې شوې وي په دې حالت كې هم په خبرو كې خنډ راځي.( ۶: ۱۱- ۱۲)
۲-۱: ژبیزې ناروغۍ:
هغه ستونزې چې د ژبې د زده کولو او مفهوم په رسولو کې پوره یا یو څه خنډ پېښوي، ژبیزد مغز هغې برخې ته چې ژبه پکې ده زیان واوړي دا ناورغۍ رامنځته کېږي. په ۱۹۶۷ کال کې بنسون په خپلې څېړنې کې روښانه کړه چې ورنیکه او بروکا ژبیزې ناروغۍ مغز ته له زیان اوښتو پېدا کېږي.
۲-۱-۱: بروکا ژبیزه ناروغي:
د سنتي تیورۍ له مخې د بروکا ناحیې دنده د خبرو همغږي کول دي. په ۱۸۶۱ کال کې فرانسوي پال بروکای خپل لومړنی اثر د ژبې او مغز په اړوند خپور کړ. د ژبیزو ناروغیو پر اړه دقیقې څېړنې له همدې ځایه پیل شوي دي. لومړی ځل دا خبره بروکا وکړه چې د مغز څو ځانګړو برخو ته له زیان اوښوتو د خبرو ګډوډي رامنځته کېږي.
د مغز هغه برخه چې بروکا د خبرو همغږې کوونکې ونوموله تر اوسه د هغه په نوم نومول شوې ده.
په بروکا ناروغۍ اخته ناروغانو خبرې معنا لري خو لنډې شوې وي. لکه: د شپون رمه چېرته ده؟ پر ځای، شپون رمه چېرته ده؟ وایي. د اضافت ویکی او نور ادوات په خبرو کې ترینه پاتې کېږي. ( ۱: ۲۰۶ )
سره له دې چې د بروکا ناروغي لویه ځانګړنه په خبرو کې نحوي جوړښتونو ته پام نه کول ګڼل کېږي، څېړونکي په دې خبرې هم پوه شوي چې د بروکا ناروغي د خبرو پر پوهېدلو باندې هم اغیز کوي.
په یوې څېړنې کې پر بروکا اخته ناروغ ( the apple that the boy is eating is red.) په اورېدو د جملې پر مفهوم پوه شو، خو همدا ناروغ ( the girl that the boy is looking at is tall.) پر اورېدو پوه نه شو چې انجلۍ هلک ته ګوري او که هلک انجلۍ ته ګوري. په لومړۍ جملې کې مڼې، هلک، خوړلو او دا چې هلک مڼه خوړلای شي، خو مڼه هلک خوړلای نه شي په مرستې ناروغ د جملې پر معنا پوه شو. خو په دویمې جملې کې یوازې د وییونو په مرستې د جملې پر معنا پوهېدل شوني نه دي، ځکه انجونې هلکانو ته کتلای شي او هم هلکان انجونو ته کتلای شي. په داسې جملو د پوهېدو لپاره باید نحوي اړیکو ته پام وشي، نو پر بروکا اخته ناروغان د دې لپاره چې نحوي اړیکې نه پېژني هم په خبرو او هم یې په پوهېدلو کې ستونزې لري.( ۱: ۲۰۷ )
۲-۱-۲: ورنیکه ژبیزه ناروغي:
په دې ناروغي کې ناروغ داسې خبرې کوي، چې په ښکاره سمې برېښي خو په حقیقت کې بې معنا خبرې وي.
اورېدونکی فکر کوي چې د ناسم اورېدو له امله پرې پوه شوی نه دی، خو اصلي ستونزه د ویونکي وي( ۱: ۲۰۸ )
لکه: زه پر څوکۍ باندې کښېناستم پر ځای زه د شوکۍ پورته کښېناستم وایي.
په پورتنۍ جمله کې یې د څوکۍ پر ځای شوکۍ د غږونو د مشابهت له مخې او باندې پر ځای پورته د معنا د نېږدېوالي له مخې کارولي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب