پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Home+زما ګرانه پښه/ هاینریش بُل

زما ګرانه پښه/ هاینریش بُل

ژباړه: حیات

زما غږ ته یې لبیک ووایه. پوسټکارټ يې راته راولېږه او ويې ویل، چې دفتر ته ورشم. ورغلم، ډېر ښه چلن يې راسره وکړ. زما دوسیه یې وسپړله او ويې ویل: «همم.» ما هم وویل: «همم.»

مامور وپوښتل: «کومه پښه؟»

ــ ښۍ.

ــ ټوله؟

ــ ټوله.

ــ «همم.» لاړ، پاڼې یې واړولې راواړولې. د کېناستو یې راته ووې.

بالاخره سړي په پاڼو کې اصلي پاڼي پیدا کړه. ویې ویل: «فکر کوم، دلته مې یو کار درته پيدا کړی. ډېر ښه دی درته. په ناسې يې هم کوای شې. د جمهوریت څلورلارې په یوه مرکزي نقطه کې د بوټانو پالشول. څه پکې وایې؟»

ــ بوټان نه شم پالشولای؛ ټول خلک له دې چې زه دا کار نه شم کولای، خبر دي.

هغه ویل: «زده به یې کړې، هر شی زده کېدای شي. یو جرمن باید هر کار وکړي. د زده کړې وړیا کورس يې هم کوای شې، که وغواړې.»

ــ «همم.» زه لاړم.

ــ کوې يې؟

ورته ومې ویل: «نه، نه يې کوم. غواړم تقاعد مې زیات شي.»

ځواب يې راکړ: «لېونی شوی یې.» خو په نرم انداز او خوش‌مزاجۍ يې دا خبره راته وکړه.

ــ لېونی نه یم. هېڅوک زما پښه بېرته راکولای. ان د سیګرټو خرڅولو اجازه هم نوره نه لرم، دوی مخکې له مخکې زما لاره ډپ کړې.

سړی په خپلې کرسۍ کې شا ته ړنګ شو، اوږده ساه یې واخیسته. د وعض به انداز یې وویل: «زما خوږ ملګریه، ستا پښه بېخی ګرانه پښه ده. ګوره، ته نهه ویشت کلن یې، زړه دې ښه سهي کار کوي، له پښې ماسوا دې ټول بدن لکه تار روغ رمټ دی. که تر اویا کالو ژوندی يې، حسابوه یې، اویا مارکه په یوه میاشت کې، په کال کې دولس ځلې، یوڅلوېښت ضرب د دولسو او بیا ضرب د اویا. اوس یې کسه. سود يې هم مه حسابوه. فکر نه کوې، چې څه ګرانبیه پښه لرې؟ یو ته نه يې چې بوډا کېږې به، هغه وخت بیا غواړې تقاعد دې زیات شي! وبښه، ماغزه دې ختم دي.»

ما هم شا ته ډډه ووهله، اوږده ساه مې واخیسته، ومې ویل: «فکر کوم، ته زما پښه ډېره سپکه ګڼې. زما پښه له دې هم ډېره ګرانبیه ده، دومره ګرانه چې ته یې فکر نه شې کوای. دا هم واوره چې زما سر زما د زړه غوندې سالم و روغ دی. اوس وایم درته چې ولې.»

ــ زه بوخت یم.

ــ ومې ویل: «ګوره، زما پښې د ډېرو هغو ژوند بچ کړ، چې نن سبا له تاسې ښه تقاعد اخلي.

څه وشول، وايې وره: په جبهه کې یک یوازې پروت وم. زما کار دا و، چې د دښمانانو ځای ځایګی پيدا کړم چې نور پوځیان په سهي وخت او اسانه وتښتېدای شي. شا ته پرسونل بکسونه په شا کړي وو. نه یې ژر تګ غوښته، نه هم ناوخته. لومړی موږ دوه کسان وو، دښمانو زما د سنګر یو ملګری وویشت. هغه اوس تاسې ته یو سېنټ ارزښت هم نه لري. هو، هغه واده درلوده؛ خو ښځه يې په تن روغه ده او کار کولای شي، وارخطا کېږه مه. یوازې یوه میاشت یې عسکري وکړه. هغه تاسې ته د یوه کارټ په اندازه ارزښت لاره او یو څو ټوکه مړۍ. هغه زړور سرتېری و، لږ تر لږه په مېړانه مړ شو. اوس هلته زه یکړ وم، تک تنها، وېرېدلی. یخ وهلی وم، غوښتل مې چې زه هم وتښتم، ډېر کم پاتې و، چې لاړ شم؛ خو…»

هغه چې په پېنسل پسې تاوېده، وویل: «مصروف یم.»

ما وویل: «نه، صبر واوره. اصلي کیسه اوس شروع کېږي. همدا چې غوښتل مې ځان څنډې ته ورسوم، زما د پښې کیسه وشوه. دا چې باید همالته اوږد کرار پروت وای، فکر ومې وکړ، چې ښه به وي نور ته خبر ورکړم، ور مې کړ. هغوی هم د مقام له مخې یو په بل پسې تري‌تم شول. لومړۍ د فرقې، بیا د غونډ، بیا د تابور او همداسې يې حسابوه پسې، د هرې برخې پوځيان لاړل. ته ګوره، حیرانوونکې خو دا وه، هغوی دومره په تلوار و، چې زه يې هېر شوم، له ځان سره یې بو نه تلم. داسې کلمات چې هغه پېښه پرې روښانه کړم، نه شم موندلی. که ما خپله پښه له لاسه نه وای ورکړې، هغوی ټول به اوس مړه وای؛ جنرال، کرنل او مېجر او تر اخره. اوس به تاسې له مجبورۍ د هغوی کورنیو ته د هغوی تقاعد ورکاوه. اوس يې سنجوه، زما پښه تاسې ته څومره ارزښتناکه ده. جنرال دوه پنځوس کلن دی، کرنل اته څلوېښت او مېجر هم پنځوس. ټول روغ رمټ، ماغزه يې او زړه يې هم روغ جوړ او د پوځي ژوند په برکت چې کوي يې، لږ تر لږه د هیندېنبورګ[1] په څېر اتیا کاله عمر کوي. اوس يې حسابوه: یوسلوشپېته په دولسو کې ضرب بیا په دېرشو کې ضرب کړه، که اوسط حد دېرش وګڼو. زما پښه ډېره زیاته ګرانه‌بیه ده. تر ټولو ګرانه پښه چې زه یې سوچ کوای شم. ته زما په مطلب پوهېږې؟»

سړي وویل: «ته په رښتیا له مغزو خلاص يې.»

ځواب مې ورکړ: «نه، نه یم خلاص. له بده بخته زما زړه همدومره روغ دی، لکه زما سر چې دی. هسې ونه وژل شوم، که د پېښې له داستانه یو څو دقیقې مخکې وژل شوی وای، اوس به مو ډېرې پيسې سپمولې وای.»

سړي وپوښتل: «د بوټونو د رنګولو کار ته دې ولېږم که نه؟»

ما وویل: «نه.» او له دفتره ووتلم.

[1] Hindenburg

1 COMMENT

  1. د هاینریش بول داستانونه مې په آلمانی ژبه لوستلي دي، خو دغی کیسې سره مخامخ نه وم شوی. د خوشحالۍ ځای دی، نو څوک هم له پښتنو څخه شته، ادبیاتو سره آلمان کې علاقه لري. مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میزان ۲۸ د ازبکي ژبې ورځ ده

تاند- نن د میزان یا تلې ۲۹ مه، چې د اکتوبر له ۲۱ سره برابرېږي، د افغانستان د ازبکي ژبې له ورځې سره برابره...