د عنایت الله دیدار شاعري دوه اړخونه لري او دا پکې له نورو زیات بارز او ښکاره دي. یو اړخ یې دا دی، چې دیدار د غني خان په طرزونو کې ډېره بریالۍ شاعري کړې ده. بل اړخ یې دا دی، چې دیدار د مضمون او مانا افرینۍ په لحاظ له غني خان څو چنده زیات فلسفي او صوفي شاعر دی. زما موخه دا نه ده، چې غني خان د مضمون او مانا افرینۍ په لحاظ له دیداره کمزوری شاعر وګڼم او نه مې موخه دا ده، چې دیدار له غني خان لوړ معرفي کړم، بلکې زما موخه دا ده، چې د دیدار په لوستل شوې شاعرۍ کې فلسفه او تصوف له غني خان د کیفیت او مانا افرینۍ په لحاظ ډېر صوفیانه او فلسفي مسایل لري، دا ځکه چې غني خان، فلسفه او تصوف دواړه په ځان، جانان او خدای کې په انتقادي ډول ساتلي او تصوف تر ډېره عاطفي برخورد لري، له بل پلوه؛ فلسفه غني خان منطقي راوړې ده، خو د فلسفې په تعقل کې تر ډېره تفکر او تعقل موجود وي، کوم چې غني خان دا برخه هم په منطقي ډول راوړې ده، خو دیدار په تصوفي معنیو کې یو ډول د روایت سره غاړې غړۍ پاتې شوی او په فلسفي ډول ډېر متفکرانه چلند یې ور سره کړی دی.
دیدار باغي فطرتی نه دی، مګر غني خان له ټولنې د بغاوت څانګې په لاس کې اخیستي دي، خو زه دا خبره په دې یقین کوم، چې د غني خان شاعري، چې په پښتو کې د یو فلسفي سبک په دود مشهوره وه، مګر دیدار د دغه سبک لمنې دونه پراخې کړې، چې ګمان کیږي، دا به تر مکتبه رسیدلې وي. یانې غني خان او دیدار د یوه سبک شاعران دي، کوم چې غني خان په پښتو شاعرۍ کې رواج کړی او دیدار دغه سبک پاللی دی.
غني خان د پښتو یو لوی شاعر دی، د مضامینو په لحاظ ډېر قوي پنځګر دی او دیدار، چې څومره تجربه له غني خان اخیستې؛ فکر نه کوم، چې د نورو شاعرانو رنګ دې له ده سیوا وي.
زما په فکر یوه وجه دا ده، چې دیدار د غني خان د زیاتې لوستنې له امله او یا هم غني خان ته د زیات عقیدت له مخې د غني خان په طرزونو کې ډېره ژوره معنی افریني شیندلې ده.
هله یوه نګاه قامته
واړه نیشت شوم
ماچې ځان پوره کولو
چې وجود مې لوبولو
ستا په مخ مې کړه د زړه خانه خرابه
عنایت الله دیدار
د دغې پورته شاعرانه ټوټې د مفهوم مقصدیت له دغو ددو مسرو څخه عبارت دی: هله یوه نګاه قامته/ ستا په مخ مې کړه د زړه خانه خرابه.
په دغه پورته مسره کې د نګاه قامته لفظ سیمبول دی، دا ځکه چې نګاه قامت د لوی والي څخه سیمبول شوی دی؛ مګر مدلول یې لوی، ښکلی، افضل، یار…. مراد دی، یانې د سیمبول غرض دا وي، چې مدلولونه یې زیات وي. یانې په پورته مسره کې نګاه قامت په مفهومي لحاظ دغه ذکر شوي مدلولونه او یا ماناوې لري، خو چې کله د شعر خبره راځي، نو باید لفظي یې هم معنی کړو، تر څو لوستونکي پوه شي، چې موږ ولې ددې څخه سمبولیک غرض اخلو؟
یانې که چیرې اې نګاه قامته! په ما یوه نګاه که وکړې او ځکه یې باید وکړې، چې زه نشت شوم او نیشت د کثرتي نړۍ د سرچشمې یانې د کثرتي نړۍ د فنا مفهوم افاده کوي او دا صوفیانه مسله ده، خو انسان په ځانګړي ډول شاعران په دې هڅه کې وي، چې له دې ابدیت پوره اګاه شي د کثرتي نړۍ په جلا و نه غولیږي، نو بیا هڅه دا وي، چې یا دغه پټ راز ښکاره کړي او یا یې د ښکاره کولو کوښښ، خو ضرور کوي او په دې موقع کې په عامو رواج شویو عقایدو باندې د شاعر بروسه نه وي او غواړي، چې اصلي راز پیدا کړي او د دیدار هم په پورته شعر کې د همدې مسلې ادعا کړې ده.
زه د تاریخونو دا تصور نیمګړی ګڼم، چې دوی وایي منصور صوفي و، بلکې منصور شاعر و او دا ډول خبرې د شاعرانو د تخیلاتو تجمع وي، کنه بایزید بسطامي خو هم صوفي و، مګر هغه دا راز نه شو ښکاره کولی، ځکه هغه شاعر نه و او شاعران پیغمبري سنتي خیالات لري.
نو په دې وجه شاعران دایم د ذات په دایرو پسې او د هغه په پېژندنه پسې خپلې تخیلي ډیوې اخیستې وي او په دې خو موږ په خپلو نورو کتابو کې هم خبره کړې، چې خیال الهام او ابداع ده[1]. او په دې وجه د ذات په اړه شاعران هم د خلکو د خولو او ژبو مسلو ته غوږ نه ږدي او په دې باندې صبر کوي او د خدای تعالی (ج) د معرفت په اړه همدا د یک رنګۍ پېژندنه غوره کوي، نو بیا هم دا مسله ډېر د پام وړ ده، چې خدای تعالی (ج) له پېژندنې سره سره!! بیا هم د هغه د ذات له پېژندنې عاجز یوو، نو بیا ولې دا تصور و کړو، چې موږ د خدای تعالی (ج) د ارادې سیوا د نورو فکرونو په اساس د ذات معرفت او د هغه سره د بندګۍ لازم کیفیات ومنو؟ نو په دې وجه دیدار صیب د خپل (في نفسه) په دود وایي، چې وجود مې لوبولو، یانې ستا دا خوښه وه، چې ظاهر شې، نو په ما دې د کثرتي نړۍ دیدن وکړ. اصل کې دا یو دیني روایت دی، کوم چې شاعرانو د یوه خیالي امتزاج جامې ور اغوستې دي، چې زیاترو شاعرانو په اشعارو کې په بېلا بېلو تجربو راوړل شوی دی، رحمان بابا او حمزه بابا دا دوه بیتونه یې لوی ثبت دي:
مخ د یار مې هسې نقش دی په زړه کې
نه پوهېږم چې رحمان یم که جانان یم؟
رحمان بابا
دا ته چې ښکارې کله نه ښکارې
کله مې زړه کله لېمه ښکارې
چې تا ته وګورمه زه ښکارم
چې ځان ته وګورمه ته ښکارې
حمزه بابا
اصل کې د دیدار صیب د شاعرۍ کثرتي مضمون همدا دی، چې د خدای تعالی(ج) پېژندنې ته دې د خپل تصور او تفکر له مخې ودروي تاسې یې دا مسرې را سره ولولئ:
څهٔ یوه تماشه نهٔ وې
هر منظر لهٔ تا نه ډک و
ټول سفر لهٔ تا نه ډک و
زما سر، لهٔ تا نه ډک و
تهٔ پهٔ هر امکان محیط وې
ستا نظر، لهٔ تا نه ډک و
د خودۍ ارض و سما کې
هر اثر لهٔ تا نه ډک و
د دیدار صیب یو نظم دی، چې عنوان یې (حی علی الفلاح) دی او ددې شعر د لومړۍ ټوټې هم همدا پورته احساس دی:
ما وحشي له خوب کې راشه
د هوش بله ډیوه راکړه
پښیمانه مې دې سترګې
محمده! ما، زما کړه
یانې ددې شعر بنیادي غرض په دې مسره کې دی، چې (محمده! ما زما کړه) او د هوش بله ډیوه را کړه، یانې کوم هوش ؟ کومه پېژندنه؟ دا ټول مفاهیم ددې مسرې څخه هم اثبات کیدای شي:
یاغي شوی مې تندی دی
زړه زما هوس زما دی
ژوند پردی اختیار پردی دی
یانې دایدار بیا هم په دې کیفیت چورلي او وایي، چې کله محیط ذات، چې وغواړي په خلکو کې څه ډول محیط شي، هم هغه ډول انسان د خپل فطرت قایل وي، ځکه چې محیط ذات په انسانانو کې په بیلابېلو بڼو خپله تجلا کوي، نو هم هغه ډول د خدای تعالی(ج) بندګي هم ده. داسې نه ده، چې ژوند پردی وي او اختیار هم پردی وي، ځکه چې زړه زما دی او هوس هم زما دی، نو بایده دا دي، چې د خدای تعالی(ج) سره د بندګۍ راز هم زما وي او په کوم ډول، چې مې فطرت ور سره سازیږي او محبوب یې جوړیدی شم باید شم، نه داسې، چې واک ددې مینې د بل په اشاره او عقایدو وي.
دیدار صیب یوازې د همدې مسلې سره لاس او ګریوان نه دی، بلکې د هغه ظرفیت هیله هم لري، چې حجابونه او دیوالونه یې له منځه لرې شي او د دې کیفیت د تجلا پرده هم لرې شي، نو هیله ښکاره کوي، چې :
تا خو سپین سحر خور کړی
زما مخ باندې ماښام دی
نو بایده دا دي، چې د ماښام لپاره ډیوه وي او ډېوې د سحرونو سره تناسب دي او له بلې خوا سحر او ماښام خپلو کې متضادې کلمې دي. په دې ددو مسرو کې یو بل معنوي تضاد هم شته او هغه دا دی، چې په دوهمه مسره کې (زما مخ) او د لومړۍ مسرې په پای کې (خور کړی) چې دا دواړه د یوې مسرې د پای برخه او د بلې مسرې د سر برخه ده، په خپلو کې متضاد حالتونه لري، هغه داسې، چې مخ قید شو، یوازې مخ باندې ماښام دی، له بل پلوه سحر خور شوی، یانې خور پر هرچا باندې، دا په تصوف کې د قبض او بسط[2] دوه حالتونه دي، چې په معنوي ډول سره متضاد دي، نو په دې لحاظ د دغو ټولو با وجود دیدار صیب د همدې وصلت هیله لري.
دیدار د خدای تعالی(ج) په پېژندنه پسې ګرځي او په دې پسې یې خپل تخیلي اس زین کړی دی او حتا دا هم وایي، چې که چیرې خدای تعالی(ج) ونه پېژندل شي، نو هیڅ ښه بندګي به نه وي شوې:
چې اسره دې د ذات نه وي
ژوند خو نه دی انتقام دی
د همدې کیفیت له امله دیدار په هر شي کې د یوه شي ننداره کوي او وایي:
د فنا امکان مې نوش کړ
دا ساغر لهٔ تا نه ډک و
د هستۍ لهٔ هوشه وتی
سمندر لهٔ تا نه ډک و
پهٔ معدومو مرتبو کې
قلندر لهٔ تا نه ډک و
ذات مې څهٔ و، څهٔ ذره وه
سراسر له تا نه ډک و
دا چې محمد(ص) زموږ د امتیانو لپاره یوه نیکه لاره راوړې او د همدې نېکې لارې ابا معظم، حضرت محمد (ص) ته خپله اسره ښکاره کوي:
داسې چپ او حیران پروت یم
ستا په در کې محمده!
لکه ژوند چې څوک ایسار کړي
چیرته غر کې محمده!
د دیدار صیب مسله او ارزو نه ختمیږي. د همدې هیلې او د همدې معرفت سوالونه دي، چې کوي یې. کنه د منصور په زمانه کې د خدای تعالی (ج) معارفت و، مګر ددې معرفت تظاهر نه و. اوس هم دا معرفت شته، خو دیدار یې کیفیت غواړي.
د جامونو په کوڅو کې
ناکراره خلک تښتي
او کیفیت د جامونو په کوڅو کې نه وي، نو بیا په داسې ماحول کې عاشقان ناقراره وي، چې هغوی دا فطرت لري:
ټول له تانه ستا په ذات کې
او یا:
د بې کسو کسه! دا یـــــــــــــــم!
شابـــــــــــــــــه رحم دې فرمایه
تهٔ به «کُن» کړې، نشت به شته شي
ما پــــــــــــــــــهٔ دغه اسره پایه
نو د وحدت الوجود مفهوم د جامونو په لنډو او تنګو کوڅو کې نه وي او چې چا هم په دې کوڅو کې په زوره کینولي، نو ویلي یې دي:
فراموش له ځانه ځان کړي
بې ساختاره خلک تښتي
نو ګوا، چې د لوی ذات څخه به بله تمنا هم ولري:
لکه هوش په بېرته راشه
ژوند اکثر راباندې وکړه
یانې چې د چا دا عقیده وي، چې انسان په ځمکه نایب الحق دی او په اسمان معلم الملک دی، نو هغوی به د ژوند د اکثر کېدو په مفهوم پوه شوي وي او دیدار هم دغه تمنا لري، نو که څوک په دغه پورته غرضونو او شاعرانه ربړو نه پوهیږي، نو هغوی ته به دیدار ابهام ښکاري.
د سل بهاره حسن[3] په کتاب کې یو ځای ویل شوي دي، چې په ۱۳۸۶ کال په کندهار کې یوه لویه ادبي غونډه وه او دغې غونډې ته کتابونه د خرڅلاو په موخه ور وړل شوي وو، [د پسرلي کتابونه هغه وخت زیات نه لوستل کیدل، ځکه نه پرې پوهېدل] خو په دغه غونډه کې د خرڅلاو لپاره اېښودل شوي و، خو لیکوال وایي، تر پایه چا هم (د نۍ کوڅه) وانه خیستله او ما له مینې څلور کتابه واخیستل او با ذوقه ملګرو ته مې ډالۍ کړل.
یانې یو وخت پسرلی هم ابهام و، خو فکر کوم، لکه څه ډول چې دغه ابهام له پسرلي درمل لرې کړ او له شیدا حنیف خلیل[4] لرې کړی دی، نو وخت به د دیدار دغه مبهم اړخ هم ښکاره کړي.
دیدار هم په خپله شاعري کې د وحدت الوجود په څير ربړه را مخکې کړې او داسې یې نما کړې، چې لوستونکي یې په مفهوم ممکن زر ونه رسیږي، دی چې وایي:
همه تن لار او ګودر یم
یانې چې کله د وحدت مسله رامنځته کیږي، نو ټول تصور به دې د ابن عربي وحدت الوجود، د حمزه بابا انساني انا، د علامه اقبال خودي ته به دې تفکر ور واوړي، ځکه چې دلته همه تن زه یم او همه لار او ګودر هم زه یم. یانې یو یم او واحد یم. ددې کیفیت په ښکاره کولو باندې منصور، منصور شو او همدغه منصوري ننداره د دیدار د شاعرۍ مضمون دی.
کنه اسلام هم دا مفهوم افاده کوي، چې خدای تعالی(ج) محیط ذات دی او په دې کې د هر چا خپله بنده ګي ده، هیڅوک هم د چا سره، د چا لپاره په قبر کې ځواب نه شي ویلای. دا د صوفي شاعرانو عقیده وي، نو په دې وجه زیاتره دا مفاهیم شاعرۍ را څرګند کړي دي.
د دیدار صیب د مضمون لوی غرض دا دی، چې ما د خپل خدای سره پریږدئ، چې زه د هغه لپاره د هغه سره په خپلو تصوراتو بندګي وکړم، کوم چې محمد (ص) ته تمنا کوي، هغه تمنا، چې محمد (ص) به یې زموږ لپاره په اخیرت کې هم کوي، دا ځکه چې خدای تعالی(ج) پر موږ پر دې دنیا هم مهربان دی، چې محمد(ص) یې پر موږ انسانانو کې پیدا کړ او موږ یې مسلمانان پیدا کړو او په هغې دنیا کې هم په موږ مهربان دی، چې په هغې دنیا کې به د محمد(ص) په دعا بښل کیږو.
نو په دې وجه دده دا غرض دی، چې ما د خدای تعالی(ج) سره د خپلې بندګۍ لپاره پریږدئ، ځکه چې دین فطري دی او خدای تعالی(ج) محیط ذات دی، نو بیا ولې زما ظواهر زما د بندګۍ لپاره لوی ثبت کیدای شي؟
شرعې د ظاهر ساخت مسله د کثرت لپاره راوړې ده، خو د استثنا لپاره یې نه ده راوړې، نو په دې وجه زه دا خبره په زغرده کوم، چې دیدار د صوفیانه شاعرۍ د لویو تجربو شاعر دی، خو الحمدالله دیدار اوس د بې کسو منصور نه دی، بلکې د باکسو منصور دی.
زه فکر کوم، چې انسان هغومره ازاد دی، لکه څه ډول، چې خدای تعالی (ج) محیط ذات دی او دا شاعرانه ربړه ده، چې ځینې تنګ نظریي یې ممکن ونه شي منلی.
نو بیا چې کله کله د ټولنې دا تصور درک کړي، نو پر ځان یې خطابوي:
زما ځانه ناتمامه
سور دوزخه خور الزامه
د یزیده انتقامه
د هجران د شپې ماښامه
زه فکر کومه، چې شاعر مغرق دی، مترجم دی، مقدم دی او مستغني دی، نو باید چې ووایي:
حاشیه کیږې لور په لوري
رواجیږمه او ځمه
او یا :
ټول په خپله فنا مست یم
لږ ودریږمه او ځمه
…
یؤ (همه) کهٔ (همه) (یؤ) دی – څهٔ خو ووایه حلاجه!
لکه راز هسې اعلان یم
دا انجام د نسکور جام دی؟ – کهٔ مستېږم لهٔ معراجه؟
چې ازل د شبستان یم
په په پورته متن کې مو د دیدار په صوفیانه اړخ یو څه د غني خان په حوالې خبره وکړه. ددغې خبرې دلیل دا دی، چې پروفیسور سید عابد جان په فلسفه د جنون او جانان کې[5] دا خبره را خیستې، چې ویلي یې دي: ((د غني خان د شاعرۍ موضوعات: جانان، خدای او ځان دی.)) خو زه دا خبره زیاتول غواړم، چې غني خان تر ډېره انتقادي او دیدار تر ډېره خفي دی.
زه ددې مدعا لپاره د غني خان څو شعرونه وړاندې کوم، چې غني خان هر څه په هم دغو پورته: جانان، خدای او ځان کې ګوري، خو دیدار یې په کیفیاتو او کایناتو کې ګوري او دا په تصوف کې تنوع ده، نو په دې وجه دیدار له غني خان زیات په فلسفه او تصوف کې ننوتی دی، نو دا کني نه ده، چې غني له دیدار او دیدار له غني لوی شاعر دی، بلکې دا ده، چې په دې کې دا کیفیت بارز دی، تاسې دغني خان یو څو شعرونه ولولئ:
دا رنګ زما د سترګو نه دی رنګ دی د جانان
دا شرنګ زما سینه کې د پښو شرنګ دی د جانان
منصور خو پخوا ډوب شو دا تش نور دی د جانان
دا نه دی منصور نه دی دا سرور دی د جانان
…
دا زه څه له ولې جوړ شوم؟
خبرنه یم نه پوهېږم
حقیقت مې نشته باد یم
مستول کوم مستېږم
په خندا کې مې ژړا ده
په خفه سترګو خندېږم
مګر د معرفت د تجلا دا مسله د پښتو نورو شاعرانو هم را اخیستې ده، چې تر ډېره دوی په خپلو توهماتو کې یې اثبات کړې ده او په پای کې ددغې مرحلې د راتګ هیله هر شاعر کړې ده، چې موږ یې هم دعا کوو:
لکه هوش په بیرته راشه
اخځلیکونه:
۱ـ تنویر، یونس.(۱۳۹۸). شاعري او تخیل. کابل: ارګ، د فرهنګي سلاکار د دفتر له لوري خپور شوی.
۲ـ درمل، ډاکټر احسان الله.(۱۴۰۳). سل بهاره حسن. کابل: سروش خپروندویه ټولنه.
۳- زهیر، مولوي خیرالله. د قبض او بسط په اړه په ټولنیزو پاڼو کې خپره شوې لیکنه.
۴- پروفیسور عابد جان. فلسفه د جنون او جانان، په غني خان لیکل شوی کتاب. پېښور.
[1] شاعري او تخیل،(په پښتو شاعرۍ کې د تخیل څیړنه) یونس تنویر. ۱۳۹۸
[2] قبض او بسط دوه حالتونه دي چې یو له بل وروسته پر سالکینو واردېږي. قبض هغه حالت دی چې د خداوند جل جلاله جباریت او قهاریت له صفاتو څخه یو واردوی او د سالک په زړه کې داخليږي او هغه زړه داسې اغېزمنوي چې هیڅ بشاشت او انشراح په ذکر او طاعت کې پاتې نه شي.
بسط هغه حالت دی چې د خداوند جل جلاله جمالیت او رحمت له صفاتو څخه یو واردوی او د سالک په زړه کې داخليږي او په هغه غالب کېږي، یعنې د بشاشت او انشراح کیفیت دومره پراخېږي چې سالک د احتیاط کولو څخه هېر شي او په راتلونکو چارو کې د احتیاط له کار اخیستو څخه ډډه وکړي.
قبض او بسط هغو سالکینو ته پېښيږي چې د خپلې پخوانۍ مرتبې نه د تګ او حالت بدلولو په حالت کې دي؛ لکه د نوعې خوف او رجا په حالت کې چې وي. قبض او بسط له خوف او رجا سره توپیر لري ځکه چې خوف او رجا د راتلونکي لپاره وي، خو قبض او بسط د حال او وخت په اړه دي چې د وارداتو له امله رامنځته کېږي.
د بسط حکمت دا دی چې ته په قبض کې پاتې نشې او له هغه څخه بهر ته لاړ شې، ځکه که چیرې یو سالک په قبض کې پاتې شي، د وخت په تېرېدو سره دا حالت ورسره ډېر ستونزمن کېږي، ځکه چې په قبض کې یې زړه د جلالیت له صفت څخه متأثر کېږي، چې که دغه وارد قوی وي، ممکن سالک ته هلاکت هم واړوي، لکه څرنګه چې داسې پېښې رامنځته شوې دي.
قبض هم ځکه واقع کېږي تر څو سالک تل په بسط کې پاتې نشي، ځکه بسط یو داسې حالت دی چې بشپړاً د نفس غوښتنو سره سمون لري، او که دغه کیفیت اوږد شي، حتماً د بندګۍ په صفت کې کمزوري رامنځته کوي. مولوي خیر الله زهیر.
[3] ډاکټر احسان الله درمل، نوی کتاب دی، چې د استاد پسرلي، پر ژوند، شاعرۍ او سبک باندې لیکل شوی دی، مخ()
[4] حنیف خلیل د شرح دیوان کاظم خان شیدا د شعرونو شرحه لیکلې ده، لومړی ټوګ.
[5] پروفیسور سید عابد جان په فلسفه د جنون او جانان کتاب کې، چې په غني خان لیکل شوی دی مراد دی او ما دا خبره د دیدار په قول را اخیستې ده، چې په یوه مرکه کې یې ویلي و.