یکشنبه, مې 26, 2024
Home+اور (لنډه کیسه) احسان الله ارینزی

اور (لنډه کیسه) احسان الله ارینزی

په فاریاب کې د یو ښوونځي د سیزلو په پلمه

باقي خپل غورځېدلى كتابونه بېرته پورته كړل، شا ته يې وكتل او بيا يې په بيړه منډه وكړه. پلار يې ورپسې و او نارې يې وهلې:

– . راونيسئ دا جمهودى  دا مكتبى

باقي په يبلو پښو مخكې او پلار ورپسې، دواړو منډې وهلې او د كلي په خاورينو لارو كې يې دوړې جګې كړې وې. له دوى دواړو سره جوخت د كلي څو وزګاره هلكانو او د هغوى دوه دريو سپيو هم ځغستل او پوره شور زوږ يې جوړ كړى وو. ورو  ورو د باقي او انار اكا تر مينځ واټن ډېریده؛ ځكه چې باقي ډېر مخكې شوى و.

_ يه خلكو دا جمهودي ونيسئ زه د لوږې مرم؛ خو دى ښوونځي ته ځي!!

انار اكا ستړى ستومانه ودرېد. څو ښكنځلې يې وكړې او د ملك د لويې كلا څنګ ته يې اړخ ولګاوه. د پښې يوه ګوته يې وينې وه. د نسوارو دبلى يې راوكېښ، لږ نسوار يې د پښې په وړوكې ټپ واچول او بيا يې په ښكنځلو خوله پورې كړه:

–  ښوونځى يې راته جوړ كړى دى. موږ ډوډۍ نه لرو، دوى وايې هلكان درس ته ولېږئ. د… بچيانو ډوډۍ خو راكړئ!

د انار اكا شا او خوا ته د كلي څو وزګاره هلكان ټول شوي وو.

يوه وويل:

– اكا ولې دې باقي وځغلاوه؟

بل وويل:

– اكا ته ولې هره روځ باقي وهې؟ هغه؛ خو ښوونځي  ته ځې!

درېيم وويل:

– باقي اوس څه كړي و؟ ډېر دې وواهه

انار اكا ټولو ته بد  بد وكتل او لوټو ته يې لاس كړ؛ خو هلكانو وځغستل او وې خندل.

يوه وويل:

– د باقي پلار ليونى شوى دى.

انار اكا ورو وموسيد او تر ژبه لاندې يې وويل:

– هو! ضرور به ليونى شوى يم! په دې شنه سهار كې ټول خلك په خپلو كارونو لګيا دي؛ خو زه د درس او كتاب  له لاسه ليونى شوى يم او هره روځ خپل بچى وهم

ښوونځي  ته يې غوسه ډېره شوه. په خپل بچي يې زړه وسوځېد. د خپل لاس لرګي ته يې په كركه وكتل. مات  مات يې كړ او ليرې يې غوزار كړ.

باقي ښوونځي  ته نژدې شوى و. د دوى د كلي او ښوونځى تر مينځ  ډېره لار وه. ښوونځى په يوه جګه غونډۍ جوړ شوى و. د باقي لڅې پښې په اغزو ډكې وې. د كميس تڼۍ يې شلېدلې او په سترګو كې يې لا هم وېرې څپې وهلې او هره شيبه يې د كلي خوا ته كتل. بېرېده چې پلار يې ښوونځى ته رانشي. سهار يې چاى او ډوډۍ نه وو خوړلي. لوږې، وهلو او ځغستلو ډېر ستومانه كړى و.

ښوونځى ته څېرمه،  د غنمو د پټيو خوا ته، د اوبو وياله بهېده. باقي هلته خپل لاس او مخ  پريونځل. د جامو خاورې دوړې يې وڅنډلې او خپل كتابونه يې وشمېرل. دوه ورك شوي وو. لكه چې د پلار د وهلو او ځغستلو په وخت كې چېرته لويدلي وو!

لوستونه پيل وو چې باقي ټولګي ته ورسېد. د باقي شليدلو جامو او تار- تار ويښتانو بيا د هلكانو ورپام كړ. ښوونكي هم باقي ته په ځېر وكتل او پوښتنه يې وكړه:

– باقي ولې بيا ناوخته راغلې؟  جامې دې ولې څېرې دي؟  له چا سره دې جګړه كړې ده؟

باقي په خپل ځاى كيناست، شا او خوا يې تروره  تروره وكتل او سترګې يې زمكې ته ونيوې. لكه چې ټول هلكان په دې پوه شوي وو چې نن بيا باقي وهل خوړلي. له ټولو څخه وشرمېد او په سهارنيو سړو كې خولې  خولې شو.

ښوونكي بيا پوښتنه وكړه:

– باقي ! لكه چې غوږونه دې كاڼه دي   ما پوښتنه وكړه چې بيا ولې ناوخته راغلې؟

باقي ځواب وركړ:

– صيب پلار نه پرېښودم !

ښوونكي وويل:

– بيا يې څه ويل؟

باقي ځواب وركړ:

– صيب! هغه له ښوونځى څخه بيزاره دى. بس همدا وايي چې مه ورځه. هغه وايي چې دلته په كلي كې له ما سره كار كوه؛ ځكه چې درس او كتاب  کومه ګټه نه لري.

ښوونكي بيا پوښتنه وكړه:

– نو ستا څه خيال دى؟

باقي سوړ اسويلى وكېښ. شا او خوا ته يې په حسرت وكتل او وې ويل:

– زه ښوونځى لولم. كتابونه زما خوښېږي. زه غواړم چې ډېر سبق ولولم او غټ سړى شم!

دوه دريو هلكانو په دې خبره وخندل. باقي ژړغونى غوندې شو. سترګې يې سرې او غمجنې وې. خپله پزه يې په لمن پاكه كړه او ښوونكي ته ځير شو.

ښوونكي بيا هم باقي ته تسلى وركړه:

– بچيه مه ژاړه . زه به دې بيا هم له پلار سره خبرې وكړم. هغه هم ملامت نه دى. اوس  بوډا دى. د كركيلې كار په يوازې نه شي كولاى. هغه غواړي چې ته يې مرستندوى شې. دا يوه ستونزه ده. هغه له تا نه سملاسى كار غواړي او ته ښوونځى نه پرېږدې.

ښوونكى د باقي د سترګو اوښكې پاكې كړې او پاڅېد.

ښه اوس به درس ته دوام وركړو. زه به يا په كلي او يا دلته په ښوونځى كې ستا له پلاره سره وگورم. هيله ده چې يوې نتيجې ته  ورسېږو.

***

انار كاكا په كوركې هم په غوسه و:

– د باقي مورې ته چټيات مه وايه. ته نه پوهېږې موږ يوازې څو لويشته زمكه لرو. كه د خلكو دهقاني ونه كړم، ټول به له لوږې مړه شو. د ټولو خلكو پټي ريبل شوي او غنم يې په درمند ځايونو پراته دي؛ خو زموږ غنم لا جګ ولاړ دي. پرون هم اسلم اكا شور كاوه چې غنم په پټيو كې تويېږي. اسلم هم ملامت نه دى هغه له همدې پټيو څخه روزي خوري.

د باقي مور، ماشوم يوې خوا ته كيښود او وې ويل:

– ته ښه وايې سړيه؛ خو زه څه وكړم؟ باقي ميراث مړى په خبره نه پوهېږي، بس همدا وايي چې زه ښوونځى نه پرېږدم. ټوله شپه ناست وي او خپل كتابونه ګوري. چې هغه مشر زوى مې نه واى وژل شوى، اوس به ستا د لاس امسا واى!

د باقي پلارځواب وركړ:

– باقي مه ستايه. دا ځناور هېڅ سترګې نه لري. كتاب  چا ته ډوډۍ نه شي وركولاى. همدا زمكه ده چې موږ يې ډوډۍ خورو. دا نورو خلكو ته وګوره چې څه كوي؟ ټول په همدې پټيو كې په كار بوخت دي. باقي په دې نه پوهېږي چې زه په يوازې توګه دا دومره كار نه شم كولاى. سهار وختي ښوونځي  ته ځي او مازديګر مهال بېرته راګرځي  زه به نن د ده خوښ شم. سهار راڅخه وتښتيد؛ خو نن به يې داسې وډبوم چې هډوكي يې مات شي او بيا د كتاب او سبق  نوم وانخلي.

د باقي مور په وېره ورته وويل:

– ګوره سړيه په دې دومره وهلو به يې ليونى كړې. ټوله شپه سبق ته ناست وي او  سبايي  يې ته وهې. دا به اخر څنګه كېږي؟

د باقي پلار خپل نسوار وغورځول او په تنده لهجه يې وويل:

_ په دې كور كې پلار زه يم. باقي زما پلار نه دى. يا به زما زوى پاته كېږي او يا به ښوونځی پرېږدي! دوه هندواڼې په يوه لاس كې نه نيول كېږي. زه به د ده خوښ شم. ته لږ صبر كوه چې راشي. زه به اوس د ده ټول كتابونه او كاغذونه وسېزم.

او له كوټې څخه په غوسه ووت.

***

_ ګوره اكا زوى دې ډېر ښه استعداد لري. له هغه څخه به انشاء الله غټ سړى جوړ شي. باقي د درس او كتاب ډېر شوقي دى. كه يو درس د نورو په دوه روځو كې زده كېږي، دى يې د سترګو په رپ كې زده كوي.  زه؛ خو وايم پرېږده چې مكتب ولولي.

انار كاكا ښوونكي ته نورهم ځير شو او وې ويل:

– ته عجيبې خبرې كوې وروره. كه باقي د درس او كتاب  شوق لري. زه هم ډېر شوقونه لرم. زړه مې غواړي چې په كراره پرېوزم، ښه كلا ولرم، ښه ډوډۍ وي، هرڅه مې ډېر او پرېمانه وي، مزدوران ولرم؛ خو كومه دي؟ زه پوره ډوډۍ نه لرم.  شپه او روځ ستومانه او لا لهانده يم. كه دا كار ونه كړم څه وكړم؟ له اسمانه خو روزي نه رالويږي. روزي به د همدې زمكې له ګېډې څخه باسو!

ښوونكى چې په خپل فكر كې نوې – نوې خبرې لټولې، له لږ چوپتيا څخه وروسته انار كاكا ته ځير شو او وې ويل:

– داسې نه كېږي اكا چې باقي هم ښوونځى ته راشي او هم له تا سره مرسته وكړي؟ دا نور هلكان هم ګوره همداسې كوي. هم درس او سبق ته راځي او هم له خپلو پلرونو سره مرسته كوي.

انار اكا ځواب وركړ:

– هر څوك په خپل كار ښه پوهېږي. زه بيكسه بزګر يم او د كار سړى نه لرم. مشر زوى مې ډير لېرې له  پرديو سره په جګړه كې وژل شو . زه د خلكو ځمکې کرم. زه د بل چا دهقان يم. هغه له ما نه په وخت كار او حاصل غواړي. هغه زما د جهودي زوى ښوونځى او درس ته نه ګوري.

 ښوونكى په زړه سوي انار كاكا ته وكتل او اريان شو چې نور څه ورته ووايي. يو نوى فكر يې وكړ. نور يې نه غوښتل چې پخوانۍ خبرې تكرار كړي:

– ګوره اكا ستا پلار بزګر و. ته هم بزګر يې، كه ستا زوى هم بزګر شي، تاسو به څومره بې حاصله ژوند تېر كړى وي؟!!

انار اكا په غوسه ځواب وركړ:

– دنيا په همدې بزګرانو ودانه ده. كه بزګر نه وي. غنم به نه وي، چې غنم نه وي، ډوډۍ به نه وي، چې ډوډۍ نه وي، ژوند به نه وي. ګوره وروره زه ښه پوهېږم. زما پلار دې خداى وبښي حلاله روزي وخوړه. زما روزي هم حلاله ده، كه مې زوى بزګر شي، دى به هم حلاله او پاكه روزي ولري. 

ښوونكى د انار اكا خبرې پرې كړې او وې ويل:

– ته ښه وايې اكا؛ خو نورې حلالې روزي ګانې هم شته زه چې باقي ته ګورم، ښه استعداد لري. خداى ښه پوهه وركړې ده. كه درس  او تعليم خلاص كړي، ښه سړى به ځنې جوړ شي. بيا به يې ډېره ګټه تا ته هم ورسي. ډاكتر به شي او خلكو ته به داروګان وركوي. انجنير به  شي او سړكونه به جوړوي.  پيلوټ به  شي اولويې-  لويې الوتكې  به الوزوي.

انار اكا بې حوصلې شو:

– عزیزه ته د همدې خبرو لپاره راغلى يې؟ زه نه غواړم چې ته ما ته بل ملا جوړ شې. دا شپږ شلې ملايان بس دي. زما د بچو ګېډې ډوډۍ غواړي. دا ډوډۍ په كار او زمكه ګټل كېږي. ته ما ته ډوډۍ راكوې؟ ته زما له پاره كار كوې؟ ښكاره خبره ده چې وايې نه! هر څوك د ځان له پاره چوپړ وهي. يو زما جهودي باقي دى چې وخت له كتابونو سره تيروي او په ښوونځي مين دى.

ښوونكى ورته وويل:

– انار اكا ته به يوه روځ وګورې چې د همدې كلي له ننيو هلكانو څخه څنګه سړي جوړېږي؟ كه ستا باقي درس او تعليم  پاى ته ورسوي، داسې سړى به ځنې جوړ شي چې سبا به ته هم پورته ورباندې ګورې.

انار اكا ځواب وركړ:

-وروره ته داسې خبرې كوې لكه زه چې د باقي دښمن يم. نه وروره، زه د باقي پلار يم. زما په باقي زړه سوځي؛ خو باقي بايد په ما زړه وسوځي. باقي بايد زما د لاس امسا شي. ته د خلكو پټيو ته وګوره، ټول غنم ريبل شوي دي؛ خو زموږ دا  لا  نيمايي ولاړ دي. اوس داسې وخت دى چې څوك له چا سره مرسته هم نه كوي او ټول په خپلو غمونو كې ډوب دي.

ښوونكي وويل:

– اكا زه يوازې همدومره درته وايم چې ستا زوى په درسونو كې ډېر تكړه دى.  ته ده ته لږ وخت وركړه، انشا الله له باقي څخه به لوى سړى جوړ شي!

انار اكا په بيړه ځواب وركړ:

_ بچيه! زه غواړم چې باقي د دې ملك پادشاه شي؛ خو چې وشي. زما د دنيا ټول ښه څيزونه په باقي لورېږي. ..

بيا ښوونكي ته لږ ورنژدې شو،  شا او خوا يې وكتل او ورو يې وويل:

– زه ستا لپاره هم چرت وړى يم بچيه. خداى ښه پوهېږي چې ستا دربار  به هم  ډېر وچلېږي . ما اورېدلي دي چې ځنې كسان ښوونځي  ته ډير په غوسه دي. ته به خبر يې چې په غره كې ډلې جوړې شوي دي. ځينو كسانو يوه  نيمه وسله هم پيداكړې ده. دا كسان تاسو ته ګواښېږي او 

ښوونكي وويل:

_ خداى مهربانه دى اكا. زه به اوس باقي ته ووايم چې ستا له پاره هرڅه  پرېږدي. په راتلونكې كې بيا به سره ګورو. ما غوښتل چې يو نيك كار وكړم نور ستا وخت نه نيسم.

اناراكا غلى  شو. ښوونكي خداى پاماني وكړه او لاړ.

***

د درېيمې روځې ماخستن و چې باقي كورته راغى.  سترګې يې  سرې –  سرې وي. لكه چې ډېر يې ژړلي و. پلار د باقي سلام بې ځوابه پرېښود او چلم ته يې پوكى وركړ. باقي بلې خونې ته لاړ، د ژړاغږ يې ټول وارخطا اواريانه كړل.

انار اكا غږ وكړ:

_ يه د باقي مورې! ته ګوره چې دا سنډا بيا ولې ژاړي؟ لوونه؛ خو نن خلاص شول. ښوونکی دې خير اوسي، لس دولس زلميان يې په حشر رالېږلي وو. دا د ده ژړا د څه له پاره ده؟

د انار اكا ښځې ځواب وركړ:

– هغه دا درې ماښامه ټول په ژړا تير كړل. د ښوونځي  او كتابونو لپاره ژاړي. تا يې كتابونه وسيزل او مكتب دې پرې پريښود.

انار اكا په غوسه شو:

_ ته او هغه كمكي كوچنډي دې ډوډۍ نه غواړئ؟  جامې نه غواړئ؟  توده كوټه نه غواړئ؟…

– غواړو يې.

انار اكا ورته وويل:

– چې غواړې يې، زه يې له كومه كړم؟ كار به كوم او تاسو ته به يې پيدا كوم.

ښځې يې وويل:

– ښه وايي.

انار اكا په غوسه ورته وويل:

– چې ښه وايم. ورشه او هغه جهودي ته دې ووايه چې نوره ژړا بس كړي.

او نارې يې كړې:

– باقي او باقي. دلته راشه.

موريې هم باقي ته نارې كړې:

– باقي بچيه دلته راشه  پلار دې په غوسه نه دى او تا ته څه نه وايي، .. هله راشه بچيه.

څو شېبې وروسته باقي كوټې ته راغى. داسې ښكارېده چې همدا شيبه يې ژړا بس كړې وه. سترګې يې د ډئوې په رڼا كې سرې – سرې ښكارېدې او پر له پسې يې په ويره _ ويره شا او خوا كتل.

انار اكا ورته وويل:

– ولې بيا ژاړې؟ دا درس  په دومره ژړا ارزي؟

باقي ورو ځواب وركړ:

– زه نه ژاړم ما نه دي ژړلي

انار اكا ورته وويل:

– ته د څو كتابونو لپاره داسې ژاړې لكه ښځې! اوڼكي دې ان ما دلته اورېدل؛ نو ته څنګه وايې چې ما نه دي ژړلي! ته دا دوه روځې ډېر په غوسه يې . اوس دې دا سرې –  سرې سترګې په خپله وايي وهي چې ژړلي دې  دي.

باقي ځواب وركړ:

– نن ماښام يوازې ما نه چې زما ټولو انډيوالانو وژړل

انار اكا ورته وويل:

– دا څه وايې؟  هغوى د كار او حشر له پاره راغلي وو كه د ژړا لپاره؟ دا نرښځي د ژړا په حشر راغلي وو؟  كه داسې خبر واى ما ډوډۍ هم نه وركوله.

باقي ورو غوندې ورته وويل:

– كار يې نن مازديګر ټول پای ته ورساوه؛ خو ماښام مهال زموږ په ښوونځى اور  ولګېد!!!

انار اكا په بيړه پوښتنه وكړه:

– اور. دا ته څه وايې؟

باقي ژړغونى شو او وې ويل:

– هو  دا څو روځې ګونګوسى و چې په غره كې د وسله والو كسانو ډله ښوونځى نه مني لكه چې همغه كسانو نن ماښام په ښوونځى اور ولګاوه. موږ د اور لمبې ان له دې ځاى څخه ليدلې چې ټوله سيمه يې رڼا كړې وه!

انار اكا خوشاله شو او وې ويل:

– په لاسونو دې بركت شي !!

باقي نور نو خپله ژړا پټه نه كړاى شوه. پاڅيد او له كوټې څخه ووت. په تياره كې يې زړه ډك –  ډك كېده. خپل ښوونځى، خپل ټولګي، خپل ښوونكى، خپل خواخوږي ملګري او خپل كتابونه يې ياد شول. له بام څخه يې د ښوونځى په لور وكتل. د اور تيزه رڼا كمه شوې وه. لكه چې اور مخ په كمېدو و .

باقي د ښوونځى له لوري  څخه مخ واړاوه، شا او خوا تپه تياره وه.  خپل دواړه لاس يې په مخ ونيول او هملته په تياره كې كيناست. اوس  نو باقي ښوونځي، د كتابونو او د ټولو هلكانو  لپاره ژړل.

پاى

7/9/1996

تورغندۍ_ هرات

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب