شنبه, اپریل 20, 2024
Homeادبلنډه کیسهد جېب انځور | لیکوال: سعادت حسن منټو

د جېب انځور | لیکوال: سعادت حسن منټو

له اردو څخه ژباړه: نسیمه باري

– ماشومان چېري دي؟

– مړه سول

–  ټول مړه سول؟

– هوټول مړه سول، ولي ډېره خواخوږي ورسره لرې؟

– دا ته څه وايې؟ خواخوږي څنګه نه ورسره لرم، زه د هغوی پلار یم

–   ستا غوندي پلار دي خدای چا ته نه ورکوي

– ته ولي نن دومره خوابدې يې؟ زه له دفتر څخه ستړی ستومانه راسم خو ته له درده راته سره او شنه کېږي، زه خو هيڅ پوه نه سوم چي اخير څه خبره ده؟ تر دې کور خو هغه دفتر لا ښه و، کاشکي مي هلته په دفتر کي بادپکې ته ارام کړی وای.

–  بادپکه دلته هم سته، ورسه ارام وکه، لکه سپين ږيری بل کار دي نسته

–  يو خو به ته هیڅ وخت له خپلو لغازي او خاري خبرو لاس وا نه خلې، لکه دا خبري چي دي د پلار له کور څخه په کلنګ کي درسره راوړي وي

– بس زه دغسي خبري کوم

–   له کومي ورځي راهيسي چي ته دې کور ته راغلې يې نو په ځوانه ځوانۍ کي دي سپين ږيري راڅخه جوړ کړی دی، قسم په خدای ځان سل کلن سپين ږيري راته ښکارېږي

–  په ما پوري يې مه تړه، خپل عمل دي خراب دی، وايي خپل عمل د لاري مل

– زما عمل دومره بد هم نه دی لکه چي فکر کوې او نه زه د خپلو کارونو له لاسه زوړ سوی يم. زه خو ستا مېړه يم  وينم دي،  ولاکه په تا کي هم څه پاته وي، ته هم چنداني ځوانه نه يې، هسي پر ما نخرې  کوې، خیر  دی زړګيه اوس جنګ پرېږده، راځه چي لږ  د ميني خبري وکړو

–    همدا اوس دي وويل چي ځان سل کلن سپين ږيري راته معلومېږي، اوس بيا وايې چي راسه د ميني خبري وکړو؟

– وا ښځي د خدای پر پار نو زړه خو مي ځوان دی

–  ستا زړه ته به نو ته زړه وايې، زه خو وايم ستا زړه زړه نه دی، تورکاڼی دی، په دې تور او کلک زړه کي د ميني ټکی هم ولاکه پروت وي. ته په مینه څه پوهېږې، مینه خو یوازي ښځي کوي.

– تر اوسه پوري څو ښځو له نارینه وو سره مینه کړې ها؟ ته یو وار تاریخ وګوره! تل نارینه وو له ښځو سره مینه کړې او تر اخيره يې پاللې ده، ښځي تل بې وفا وي

–  دا خبره درواغ ده، بې وفايي تل د نارينه وو کار دی

– هغه د انګستان پاچا چي د یوې عادي ښځي لپاره خپل تخت او تاج پرېښودل، ايا دا کيسه درواغ ده؟

–  وايي په يوه ګل نه پسرلی کېږي، دا خو يوازي يوه کيسه ده

–  يوه کيسه نه ده، که تاریخ مطالعه کړې، نو دې ته ورته زرګونه کيسې راغلي دي. کله چي نارينه له ښځو سره مينه کوي، نو تر پايه پوري يې پالي، ته پوهېږې چي مينه ناک نارينه څومره غښتلي خلک وي

– بس بس ستا زور هم رامعلوم دی. پرون دي د المارۍ دروازه لا نه سوای خلاصولای، اخير ما خلاصه کړه

–  ګوره زړګيه بې انصافي به نه کوې،  ته خبره يې چي پرون زما لاس خوږېده او له همدې امله مي له دفتر  څخه رخصت واخيست او ټول شپه کي د لاس له درده ويښه تیره کړ، خو ته مي په کيسه کي هم نه سوې او له خپلي خورلڼي سره سېنما ته ولاړې

–  سېنما ته نه يم تللې، هغه مي هسي يوه پلمه درته کوله

–  څه شی! پلمه دي راته کوله؟ لاحوله ولا قوته، زه دي په څنګه بد حالت کي پرېښوولم او ته وايې چي هسي پلمه مي درته کوله؟ لعنت دي وي پر داسي ژوند

– دا لعنت نو پر ما وایې ها؟

–  زه نه پوهېږم چي ستا عقل ولي پښو ته ولاړ؟ وۍ وي بخت مي تور دی، ته تل زما په کيسه کي نه يې او بې پروا ګرځې، دا که زه مړ سوم، کور او ماشومان درپاته سول په يوه ورځ کي به ټول کور اورته واچوې، ستا غوندي بې پروا  ښځه مي په ټول ژوند کي نه ده ليدلې

–  تا تر اوسه پوري څو ډوله ښځي لیدلي دي؟

– په زرګونو او لکونو ښځي مي ليدلي دي. اوس په بازارونو او لارو کي ښځي تر نارینه وو ډېري دي

–  ځه ځه ما مه خطاباسه، کومه خاصه ښځه به دي ليدلې وي

– څه شی! خاصه ښځه؟ مطلب دي څه دی؟

–  خير دی اوس دي راز نه وايم، بيا به يې ګورو، زه اوس ځم

– چېري ځې؟

– د خپلي خورلڼي کره ځم چي خپلي ديدنۍ ورته بيان کړم او اوښکي ورته توی کړم، ګوندي زړه مي يو څه تش سي

– خير دی زړګيه هغه کيسه چي خورلڼي ته يې کوې ماته يې وکړه، وعده درسره کوم چي زه به هم ستا د خورلڼي په ډول خواخوږي درسره ښکاره کړم

– ته نو کله پر خپله وعده درېدلې يې

– ګوره زړګيه بيا بې انصافي کوې. ما ستا سره کومه وعده کړې چي نه مي ده پوره کړې ها؟ څو ورځي مخکي تا راته وويل چي د چايو د ګيلاسونو يو سيټ راوړه، ما پيسې پور کړې او دوه سيټونه مي درته راوړل

–  هو ډېر لوی احسان دي راباندي وکړ!؟ هغه سيټ دي اصلا د بل چا لپاره رانيولی و، خير

  ته اوس دا خبره ايله که، ما پرېږده چي ځان تيار کړم او د خپلي خورلڼي کره ولاړه سم

–  ګوره ما همیشه تاته هر ځای ته د تلو اجازه درکړي، خو نن اجاره نه درکم چي ولاړه سی

–  اوهو! ته څوک یې چي ما راګرځوې؟

–  ښه! دومره ژر دي بيا هېر سوه چي زه ستا مېړه  یم؟

–  زه مېړه مېړه نه پېژنم، دا دی همدا اوس ځم، و به ګورم چي څوک زما مخه نيسي؟

–  ته هيڅ ځای هم نه سې تلای، بس دا زما فيصله ده

–  دا فيصله خو به ته نه، بلکي محکمه کوي

– څه شي محکمه؟ په دې کار کي محکمې ته څه اړتيا ده؟ دا ته نن څه ګډي وډي خبري کوې؟ ورسه لږ سړې اوبه پر سر واچوه چي اعصاب دي لږ ارام سي

–  ستا له لاسه په اور سوځېدلې يم، په اوبو ولاکه جوړه سم

–  ياره يو خو ښځه هيڅ وخت له مېړه څخه نه خوشاله کېږي، که ځان هم په وخورې بيا به هم دا ناراضه وي، لکه دوی چي خپله هيڅ غلطۍ نه کوي. ايا ما ستا لږ غلطۍ دربخښلي دي؟

–  ما څه غلطۍ کړي چي تا رابخښلي دي ها؟

–  ولي هېر دي سول چي يو وخت دي شلغم پر اور ايښي وه او ته ويده سوې وې، کله چي پخلنځي ته ورغلې ….

–  بس بس اوس پخوانۍ خبري مه راپورته کوه

–   ګوره چي رښتيا ورته ووايې، وايي پخوانۍ خبري مه راپورته کوه

–  ښه اوس خو به دي زړه تش سوی وي، اوس مي پرېږده چي تشناب ته ولاړه سم او بيا د خورلڼي کره ځم

 –  تر تشناب مخکي اول دا راته ووايه چي د خورلڼي کره ولي ځې؟

–  زه نه غواړم چي په دې اړه څه درته ووايم، ته اصلا په شرم نه پوهېږې

– داسي ناببره څه اسمان راونړېد چي تا داسي درنې ګيلې شروع کړې؟ ته ما پوه کړه چي ګردسره څه خبره ده؟

–  ته دي يو وار د خپلي کورتۍ په جېب کي وګوره، بيا به خپله پوه سې چي څه خبره ده؟

–   کورتۍ مي چیري ده؟

–  صبر درته راوړم يې!

–  ها واخله داده کورتۍ دي

–  اوس نو له جېب څخه د هغې نجلۍ عکس راوکاږه چي ته مينه ورسره کوې

–  هههههه لېونۍ زه دي حيران کړم چي څه خبره ده؟ دا خو زما د پېغلي خور ((ليلا)) عکس دی. ليلا په امریکا کي ژوند کوي او  تا تر اوسه پوري نه ده ليدلې. له دې عکس سره يو ليک هم پروت دی، که هغه ليک دي لوستلی وای، نو بيا پوهېدلې چي دا زما خور ده.

–  ماشاالله دا څومره ښايسته نجلۍ ده، دا خو زما پر ورور بيخي  جوړه ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب