جمعه, دسمبر 5, 2025
Home+خام/ لنډه کیسه-اجمل پسرلی

خام/ لنډه کیسه-اجمل پسرلی

غرمې، تشې کوڅې، د بنګار بوی او باران وهلې خاورې زړو خیالونو ته ستون کړی و. د خامو خښتو له کور سره ودرید. لکه چاته چې انتظار وي چې له دې وره به سر راباسي. کله به یې د دیوال له یوه سره تر بل سره سترګې تیرې کړې، لکه څوک چې په کمپیوټر کې سکن کوي، کله به بیا وره ته ځیر شو.. ورو وبګنیده:

دغه دی

په دې وره دا سره راځوړنده پرې پرده

پرده کله پاتیږي

د دیوال پر سر د کوڅې خواته رااوښتو وړو وړو نارنجي ګلانو ته یې شونډې ویړې شوې

د کور پرده جګه شوه، یو بریتور راووت، ده ته یې نااشنا نااشنا لاندې باندې وکتل. دی رهي شو څو ګامه وړاندې یې په څټ وکتل، راوڅرخید په شا شا روان شو په هغه ګل کې یې سترګې ښخې شوې وې چې پر دیوال د کوڅې خواته رااوښتی و،  همداسې نارنجي ګلان یې د کور پر دیوال سپاره و. چې ماشوم و د دې ګلانو خوله به یې وربنده کړه، بمبره ( غومبسه) به یې ونیوله، یوه غرمه یې چیچلی و، چیغي یې ورایستلې وې، بیا د نجلۍ مور په همدې کور کې ګوته وردم کړې وه….

«څوک دې پکار دي؟»

 له غږ سره یې داسې ساه وایسته لکه خپسکه چې ترې پاڅیدلې وي او سترګې رغړوي. همهغه بریتور سړی و چې مخکې یې د خام زاړه کور مخې ته ده ته کتل او دی ترې په شا شوی و. پرته له دې چې ځواب ورکړي ورته شا یې کړه او بیایې د شیوه کوڅې تر اخره مخ وروانه ړاوه، ښي لور ته د پاخه سړک خواته په ستما ستما، له کږې کوڅې خولې خولې، تاو شو.

تشه کوڅه نوره ورته تشه نه وه او د بنګار بوی یې له سپوږمو والوت چې له باران وهلې خامې کوڅې یې د پاخه سړک پر ژۍ پښه کیښوده. هڅه یې کوله چې مخکني خیال ته ستون شي، خو تخیل یې لکه خوږ-تریخ خوب چې له ځایه راپاڅي خوند یې ولاړ شي، رنګ یې والوځي او دومره څه پکې پاتې نه شي چې چاته یې تیر کړي.

پای

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب