تاند (شنبه، د تلې/ میزان ۱۹ مه) راپورونه وايي چې د ډیورند کرښې په اوږدو کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ شدیده جګړه روانه ده.
د افغانستان دفاع وزارت هم تاییدوي چې د کرښې په اوږدو کې شدیده جګړه روانه ده.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد هم پر ډیورند کرښه نښتې تایید کړي او ویلي چې حاضردمه نښته دوام لري.
د طالبانو بېلابېلو امنیتي سرچینو ویلي چې افغان ځواکونو د پاکستان د پوځ څو مهم تاسیسات له منځه وړي او ډېره وسله یې غنیمت کړې ده.
د طالبانو سرچینې وايي چې افغان امنیتي ځواکونو د پاکستان هغه پوستې په نښه کړي چې له هغو څخه د افغانستان پر خاوره د ډرون الوتکو بریدونه شوي دي.
بېلابېلې سرچینې وايي چې په هلمند، خوست، پکتیکا، ننګرهار او کونړ کې د ډیورنډ پر کرښه نښتې روانې دي.
د طالبانو څو پلوي سرچینو ویلي چې دوی له ۹ ولایتونو پر پاکستاني پوستو بریدونه پیل کړي دي.
د طالبانو د امریالمعروف وزارت ویندوی بیا ویلي چې په پنځو ولایتونو؛ هلمند، پکتیا، پکتیکا، ننګرهار او کونړ کې د ډیورند کرښې په اوږدو کې د پاکستاني پوځیانو خلاف عملیات دوام لري.
تیره شپه د خوست ولایت په غلام خان بندر کې شدیده نښته شوې وه.
طالبانو ته نژدې رسنۍ المرصاد لیکلي چې افغان ځواکونو د هیواد په جنوب او ختیځ کې د دیورند کرښې په اوږدو کې د پاکستان د پوځي تاسیساتو پر ضد عملیات پیل کړي دي.
المرصاد ویلي د دې عملاتو په ترڅ کې هغه پوستې او اډې په نښه شوي چې ډرون ورڅخه الوتلې او پر افغانستان یې بریدونه کول.
د پنجشنبې په شپه پاکستاني الوتکو د پکتیکا په برمل او د کابل په عبدالحق څلورلارې کې بریدونه وکړل.
دا نښتې وروسته له هغه کېږي چې د طالبانو د اسلامي امارت د ريیس الوزرا د اقتصادي مرستیال د دفتر ريیس عبدالله عزام اعلان وکړ چې ډیورند کرښې ته تازه دمه ځواکونه او پوځي وسایل استول شوي دي.
هغه په دې اړه یوه ویډیو هم خپره کړې وه.
د دې خبر نور جزییات خپرېږي