جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهافغانستان له بنګله دېش څخه د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ وګټله

افغانستان له بنګله دېش څخه د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ وګټله

تاند (شنبه، د تلې/ میزان ۱۹ مه) د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې، چې شل اوره سیالۍ یې پر بنګله دېش بایللې وې، یو ورځنۍ سیالۍ وګټلې.

وروسته له دې چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې، د پنجشنبې په ورځ بنګله دېش ته په لومړۍ یو ورځینۍ یا پنځوس اوره سیالۍ کې په ۵ ویکټونو ماته ورکړه، نن (شنبه) یې دوهمه یو ورځینۍ سیالي په لا لوړ توپیر؛ یعني په ۸۱ منډو وګټله. ټاکل شوې ده چې دواړه لوبډلې یوه بله مسابقه هم وکړي خو ننني بري په پنځوس اوره سیالیو کې افغانستان ګټونکی کړ.

د افغانستان لپاره نن تر ټولو ښه بیټنګ یا توپ وهنه ابراهیم ځدراڼ وکړه. ده په ۱۴۰ توپونو ۹۵ منډې وکړې. دا د ابوظهبي په لوبغالي کې ډېرې منډې دي.

په توپ اچونه کې بیا راشد خان کمال وکړ. ده په ۸ اورونو او ۳ توپونو نه یوازې دا چې خورا کمې منډې ورکړې بلکې ۵ لوبغاړي یې وسوځول.

عظمت الله عمرزی د تل په شان بیا هم ښه وځلېد. که څه هم ده په توپ ویشتنه کې د پخوا په شان ښه لوبه ونه کړای شوه خو د بنګله دېش درې لومړي مهم لوبغاړي یې وسوځول. عظمت دا کار په ۷ اورونو کې وکړ.

د افغانستان تېز باولر، بشیراحمد ښه باولینګ ونه کړ. ده ۶ وایډونه ورکړل او په ۲ اورونو کې یې ۲۲ منډې ورکړې. خو ننګیالی خروټی بیا له اقتصادي نظره ښه وځلېد. ده یو لوبغاړی وسوځاوه او که ابراهیم ځدراڼ یو کچ له لاسه نه وای ورکړی نو ۲ لوبغاړي به یې سوځولي و.  ننګیالي په ۷ اورونو کې یوازې ۲۲ منډې ورکړې.

ټاکل شوې ده چې د افغانستان او بنګله دېش وروستۍ مسابقه د اکتوبر په ۱۵ نېټه بیا هم د ابوظهبي په لوبغالي کې وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب