یو هیواد هغه وخت د خپل حاکمیت او ګټو نه په بشپړه توګه دفاع کولې شي چې حکومت او ملت ملي یې دواړه ملي ګټو لپاره متعهد او په یوه خوا روان وي.
که حکومت په یوه خوا روان وي او ملت یې په بله خوا، په هغه صورت کې نه ملت څه کولې شي او نه حکومت.
تجربه یې د افغانستان په تیرو پنځو لسیزو کې د حکومتونو او ملت تر منځ تضاد و چې پایله یې حکومتونو او ملت لپاره ډیره زیانمنه تمامه شوله او اوس هم د افغانستان اساسي ګټې د طالبانو د حاکمیت په موجودیت کې د جدي ګواښ سره مخامخ دي.
د افغانستان د سیمې جغرافیه، د ګاونډیانو او یا د ګاونډیانو نه په غیر نور شرق او غرب هیوادونه چې د افغانستان د جغرافیې سره د خپلو مؤخو لپاره دلچسپي لري، همیشه کوښښ کړې چې د افغانانو د احساساتو نه د دین او غیرت په نوم سؤ استفاده وکړي او د نیابتي رقابتونو او جګړو له امله افغانان په خپلو منځو کې سره وجنګوي.
پدیتوګه د افغانستان وضعیت ورځ تر بلې بغرنج کیږي او افغانستان نشي کولې چې د بیلابیلو هیوادونو او سیمو تر منځ توازن وساتي او اسانه کار هم نه دی.
یوازنې لار، تر څه د مخه، په افغانستان کې د یو مشروع او قانونمند حکومت شتون دی چې افغانستان د انزوا حالت نه ووځي. ورپسې بیا د مشروع او قانونمند حکومت دنده ده چې د خپلو ګټو لپاره ستراتیژیک دوستان او دښمنان وټاکي کوم چې په لنډمهال، منځ مهال او اوږدمهال کې د افغانستان د ګټو لپاره مهم وي. همدا کار تیرو حکومتونو ونشو کړې چې د سقوط سره مخامخ شول.
په اوسنې پراګنده حالت کې نه طالبان چې مشر یې پټ وي او نه د طالبانو مخالفین څه مشر یې معلوم نه وي، څه کولې شي په غیر د دې چې د احساساتو په اساس ښکته پورته منډې ووهي.
د یو هیواد حکومت او ملتونه هیڅکله د خپلو ګټو نه په احساساتي حرکتونو دفاع نشي کولې بلکې د عقل او فکر په اساس اوږد مهاله ستراتیژي غواړي.