جمعه, مارچ 29, 2024
Homeادبلنډه کیسهمجبور (لنډه کیسه) عنایت الله خان دیدار

مجبور (لنډه کیسه) عنایت الله خان دیدار

خلكوتشي نيولي وو، ملك صېب په ټوكو راغلى ؤ،په خندابه شو، سوړه خولۀ به يې ښكاره شوه.سره ږيره به يې په موټي كې ونيوله. په ناستو كسانو كې يوۀ ووېل:
-ډېرګپي سړى دى.

ملك واورېدل.بل ووېل:
-زړه يې ځوان دى.
ملك خپل ناظر سكندرته، چې خلكو سخوندر بالۀ بيامخ ورواړاوۀ، خلك متوجه شول، ملك په ګپ ووېل:

-غوږونه دې لكه په خره چې دروازې باركړې.
شورشو،خنداګانې شوې،يونيم كس به پكې په ځمكه پرېووت.سكندرځمكې ته كتل، سوراوښتى ؤ، د زړۀ په زور به يې وخندل.يوه كس ورته نغوته وكړه، سكندر ورغى پياله يې ورډكه كړه، چاېنكه تشه شوه، په چاى پسې ووت،په نغري توره چاى ځوښه ايښې وه،خوټېدله،چاېنكې يې ترې ډكې كړې.

كوټې ته ورغى،تشې پيالې يې ډكولې.ملك پياله وروړاندې كړه،ويې وېل:
-واچوه!داسې يې لكه قرضداره خر.

خلكووخندل،ديوۀ له خولې نه چاى بادشو.ملك هم خندل،ډډه يې ووهله،پښې يې وغځولې،خلكوته يې كړۀ:

-هلكو!كوم يوخپه نۀ شئ؟هسې سات تېروو.
يوۀ په خوشامند ۍ ووېل:
-داڅۀ وايې ملك صېب؟!تڼۍ دې خلاصې كړو.
بل ووېل:
-زړه مودې وچوي.
په دروازه كې يوټوپك په لاس زلمى راښكاره شو.يوه كڅوړه يې پورته كړه ملك ته يې ووېل:
-دمچلغې پېسې دي.
خلكوكڅوړې ته كتل،ملك ورپاڅېد،خلك ورسره سم پاڅېدل،ملك ووت حجره ورو،وروخالي كېده.سكندرپيالې ټولولې.
بهريوه كس په خوشامند ۍ ووېل:
-چورت مې خراب ؤ،سات مې تېرشو.
ملك غلى ؤ.يوۀ ناظريې ووېل:
-ملك صېب خودهرچازړۀ ساتي.

سكندريې خبرې واورېدې، ځان ته يې چاى واچاوۀ،غوړپ يې ترې وكړ، سوړشوى ؤ، په يوه ځاى كې د ګوړې مېده ګى توى شوى ؤ، په ګوتويې ورټول كړ،جېب ته يې لاس كړ،ساپي يې راوايسته،دلور نخسه يې ورسره راووته،پرايې نيسته،يو..دوه..درې…څلور…پنځه،پنځه قلمه دوايې يې ورته ليكلې ده.

اسوېلى يې وكړ،يخه شوې پياله يې غوړپ كړه،لوښي خیرن پراته و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب