پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeنندارتوند افغان کډوالو ژوند/ انځورونه

د افغان کډوالو ژوند/ انځورونه

لیکوال: جویل ون هاټ

ژباړه: خوشال درانی

سرچینه: ګارډین ورځپاڼه

په تېرو څلورو کلونو کې د گارډین ورځپاڼې هالنډي انځورگر جویل ون هاټ د نړۍ په جلا ـ جلا هېوادونو کې د افغان پناه غوښتونکو انځورونه اخیستي. د افغان کډوالو د ژوند په اړه ډېر کم معلومات ورکول کېږي او له حقیقي ژونده یې ډېر کم خلک خبر دي. د گارډین ورځپاڼې انځورگر جویل ون هاټ چې کله په ۲۰۱۰ز کال کې کابل ته راغی او د امریکا او ملگرو مرستې یې ولیدې؛ نو هیله‌من شو چې له دومره مرستو او امکاناتو سره به د افغانانو په ژوند کې بدلون راغلی وي؛ خو کله چې په ۲۰۱۵ز کال کې هاټ کابل پرېښود؛ نو ډېر ناهیلی و. ځکه د دومره ډېر مرستو سربېره بیا هم د افغانانو په ژوند کې هېڅ بدلون رانغی او ډېرو افغانانو خپل هېواد پرېښود او اروپا ته یې مخه کړه.

دی وايي، له ډېرو افغانانو مې وپوښتل چې ولې خپل هېواد پرېږدي؟ خو دغه ځواب هېچا رانه کړ.

د دغو اخیستل شویو انځورونو یو نندارتون د گارډین ورځپاڼې په دفتر«لندن» کې هم پرانېستل شوی و او بل ځل په کابل کې هم نندارې ته وړاندې شول.

په دغو انځورونو کې په بېلابېلو ځایونو کې د افغانانو د ژوند سختۍ لیدل کېږي او د هر انځور سره یې دلته کیسه لوستلی شئ!

انځورونه:

افغانستان، سپتمبر ۲۰۱۲

په نیمروز کې د انساني قاچاق کوونکو له‌خوا د افغانانو لېږد. ډېری افغانان د سویل لویدیځ ولایت نیمروز څخه لومړی د پاکستان بلوچستان ته ځي او له هغه ځایه بیا ایران ته اوړي او وروسته اروپا ته ځي.

افغانستان، سپتمبر ۲۰۱۲ز

د گلبدین په نامه یو افغان دی. غوښتل یې لومړی پاکستان ته واوړي؛ خو د سړک غاړې ماین ټپي کړ. دی منتظر و چې یو کس پیداکړي او بېرته هرات ته وگرځي.

افغانستان، مارچ ۲۰۱۶

د شریف الدین په نامه یو افغان ونې ته ختلی او د پلټونکو پولیسو څخه غواړي، چې پاسپورټ یې څیري نه کړي او په ایران کې ځان‌ ته کار پیدا کړي.

انگلستان، سپتمبر ۲۰۱۷

گرمیت کور او مېړه یې پریتپال سنگهـ په یوه کور کې لیدل کېږي، چې له خپلې وړې لور سره ناست دی. دې دواړو جوړو په ۱۹۹۰ز کال د افغانستان د کورنۍ جگړې پرمهال کابل پرېښی و او اوس لندن کې اوسېږي.

بریتانیا، می ۲۰۱۷

نذیر د لندن په ختیځ کې  تازه سبزي پلوري. دی د ورځې ۱۲ساعته او په اوونۍ کې اووه ورځې کار کوي. نذیر شپږکاله مخکې لندن ته رسېدلی او یو کال مخکې یې تابیعت ترلاسه کړی. ده د بغلان پوهنتون پرېښود؛ څو انگلستان ته ولاړ شي او د هغه ځای تابیعت ترلاسه کړي.

سربیا، دسمبر ۲۰۱۶

په بلگراډ کې افغانان او پاکستان د اورگاډي په تم ځای کې اور ته ناست دي. سربیايي پولیسو له اروپا سره خپله پوله تړلې او په دغه تم ځای کې سلگونه افغانان له تېرو څو میاشتو راهیسې په انتظار پاتې دي.

جرمني، مارچ ۲۰۱۷

په فرانکفورت کې سلگونه افغان ځوانان د اختر خوښي نمانځي. دلته ځوانان اتڼ کوي او د افغان سندرغاړي همایون انگار سندرو ته غوږ دي. همایون انگار څو کاله مخکې جرمني ته ولاړ او اوس همالته اوسېږي.

جرمني، اپرېل ۲۰۱۷

د هوايي ډگر پخوانۍ ودانۍ اوس د پناه غوښتونکو په ځای بدله شوې. دلته ۵۰۰ پناه غوښتونکي اوسېږي، چې ډېری یې افغانان دي او له تېر یو کال راهیسې دلته د پناه اخیستو په انتظار پراته دي.

یونان، می ۲۰۱۶

د مقدونیې پولې ته نږدې د خالد په نامه افغان ځوان په ډېرې سختۍ ځان مقدونیې ته رسولی. کله چې د مقدونیې پولیسو ولید؛ بېرته یې یونان ته ولېږه. خالد د ننگرهار دی او د داعش له وېرې اروپا ته تللی.

یونان، جون ۲۰۱۷

مرتضی یو له هغو ځوانانو څخه دی، چې د لیسبوس له ټاپو تېر شوی او په یونان کې د نورو پناه غوښتونکو سره یو ځای اوسېږي او د پناه اخیستو  اسنادو ته انتظار دی.

یونان، جون ۲۰۱۷

د چیوز د غونډۍ پر سر د یوه افغان ماشوم قبر وینئ. په ۲۰۱۶ز کال د فبروري په میاشت کې د دغه ماشوم کورنۍ غوښتل ترکیه پرېږدي او یونان ته ولاړه شي؛ خو ټوله کورنۍ یې مړه شوه. دی د ارتدوکس د عیسویانو په هدیره کې د هغو سلګونه افغانانو سره یو ځای ښخ شوی، چې اروپا ته نه دي رسېدلي او په نیمايي لاره یې خپل ژوند بایللی. تراوسه د دغه ماشوم د مړینې د علت په اړه هېڅوک نه پوهېږي؛ خو ځايي پولیس وايي، کېدای د تېښې پرمهال وژل شوی وي.

ترکیه، جولای ۲۰۱۷

د یکشنبې په ورځ د استانبول په ساحلي پارک کې سلگونه افغانان د غېږ نیونې سیالي کوي او زرگونه خلک یې نندارې ته ورځي. دوی د داسې ورځې په تمه دي، چې اروپا ته ولاړ شي.

امریکا متحده ایالاتونه، جولای ۲۰۱۶

د کلیفورنیا ایالت په ساکرامانټو سیمه کې افغانان د اختر خوښي نمانځي. دوی ډېری یې له امریکايي ځواکونو سره ژباړونکي پاتې شوي او یا یې په امریکايي ادارو کې کار کړی.

اندونیزیا، سپتمبر ۲۰۱۳

د افغانستان، ایران او عراق پناه غوښتونکي دي. دوی د یوې ناکامې هڅې په کولو سره غوښتل چې اسټرالیا ته ولاړ شي؛ خو د دوی موټر د اندونیزیا په پلازمېنه جاکارتا کې پولیسو درولی او ټول یې نیولي دي او د کډوالو پنډغالي ته یې وړي.

فرانسه، اکتوبر ۲۰۱۶

یو افغان پناه غوښتونکی وینئ، چې په ځنگله کې یې کېږدیو اور اخیستی او دی ورسره څنگ کې ولاړ دی. دی د هغو ۸ زرو کډوالو څخه دی، چې غواړي انگلستان ته ولاړ شي؛ خو …

فرانسه، اکتوبر ۲۰۱۶

یو افغان پناه غوښتونکی وینئ، چې د فرانسوي پولیسو سره وروسته له هغه یو ځای شوی، چې د فرانسې پولیسو د کلایس په ځنگلونو کې د کډوالو پنډغالي وتړل.

روسیه، می ۲۰۱۷

معصومه د روسیې « Gorky» په پارک کې قدم وهي. معصومه د هرات ولایت اوسېدونکې ده او اوس په مسکو کې په انجینري کې دوکتورا کوي. معصومې وروسته له هغه افغانستان پرېښود، چې د ټاکنو په کمېسیون کې یې د کار کولو وروسته ورته گواښونه وشول. اوس مسکو کې اوسېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب