زه له هیلو پوروړې
زه یو داسې مرثیه ووم
خدای زده چاته لیکل شوې
او بیا چاته ویل شوې
مشواڼۍ مې د زړګي په رنګ لړلې
هم د خپلو هم پردیو غم خوړلې
په مینا کې آخري د مَيو څاڅکی
خو جنت کې اولي د مَيو څاڅکی
د میئنو د وروستي ځل مخه ښه یم
په ورغوي د لیلا کې د مجنون د ژوند کیسه یم
د سنګسار په محله کې
تیږه نه یمه شیشه یم
او کمڅیو کې په ځای د مرغلرو
څو راڼه ستوري ټومبمه له آسمانه
د باران څاڅکي په لپو کې راوړمه ښه پرېمانه
یوه ونه یم بیدیا کې
د سپرلي په تمه تمه
یو ځل بیا که تازه شمه
تل د ورېځو نڅا ګورم
خلک ارض زه سما ګورم
تنهایی دومره پکو کړم
چې د تالندې برېښنا ته خوشحالېږم
هم د آس ګاډۍ شرنګا ته خوشحالېږم
زه د هغه کاڼي غږ شوم
چې کوم چا مجسمه کې کارولی
په ظاهر کې مکمله خو په اصل کې نیمګړی
جسماني تعمیر یې سم خو
حقیقت کې اوبو وړی
یا ویاړنه د هغه ګمنام شهید شوم
چې په شناختې یې نه ګل او نه تصویر شته
د غرور په سرمایه مې
د غناء دولت ګټلی
قرابت د تجلي ته
ټول جهان مې پېرودلی
غواړم خپله شم معنا د منصور دار ته
غواړم ماته ورکړم بیا د ړندو ښار ته
نظم څه بلکې ښايسته پېنټنګ دی. پېنټنګ هم داسې چې چوپ نه دی ځوړند بلکې کتونکو ته ګويا دی او د ځان حال ته يي متوجه کوي. زيبا نظم دی. ژوند ژوند 🇦🇫❤️