تاند『یکشنبه د وږي ـ سنبلې ۲مه』د خیبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان او مردان سیمو کې د تېرې شپې سختو ورښتونو او توپانونو له امله ۹ کسان وژل شوي او تر ۵۰ زیات ټپيان دي.
پاکستانۍ رسنیو ویلي، چې په وژل شویو او ټپيانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
د ډېره اسماعیل خان د هوا پېژندنې ادارې ویلي، چې د سخت ورښت او توپان له امله ۸ کسان وژل شوي او د لسګونو ټپیانو سربېره، ګڼ مالي زیانونه اوښتي دي.
دغه راز د یوه بل خبر له مخې، په مردان کې بیا د ورښتونو له امله د یوه کور چت لوېدلی چې یو کس پکې وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.
دا ورښتونو داسې مهال دي، چې روانه میاشت د پښتونخوا په بونیر، سوات، باجوړ او نورو ولسوالیو کې لسګونه کسان مرګونو سېلابونو ووژل او ټپيان کړل.