تاند『یکشنبه د وږي ـ سنبلې ۲مه』هرات کې یو کس چې طالبان ادعا کوي، د غلا په یوه قضیه کې د نښتې پر مهال وژل شوی، تر وژل کېدو وروسته یې د مړي په دار ځړولو پراخ غبرګونونه را پارولي.
د افغانستان آزادۍ نهضت یوه بیان کې د دغه کس نوم محمد داود ښودلی او د طالبانو له لوري یې لومړی د هغه وژل او بیا یې مړی په دار ځړول د انساني او اسلامي اصولو خلاف بللی دی.
ټولنیزو رسنیو کې یو شمېر ویډیوګانې خپرې شوې، چې طالبانو تېره ورځ هرات ولایت کې یو کس د غلا په تور لومړی په نښته کې وژلی او بیا یې د هغه مړی د خلکو نندارې لپاره په دار ځړولی دی.
د پخواني ولسمشر غني لومړي مرستیال امرالله صالح، چې د طالبانو ډېر سخت منتقد دی، دې پېښې ته په غبرګون کې ویلي، چې، دا هغه افغانستان دی، چې د طالبانو خواخوږی، زلمی خلیلزاد پکې وضعیت د ژوند او پانګونې ګڼي.
ورته مهال د حزب اسلامي مشر، ګلبدین حکمتیار بیا په یوه بیان کې د هرات پېښې ته په اشارې ویلي چې، اسلام کې د جرمونو سزا ټاکل شوې او که «حاکم» پکې تېری کوي، مجرم دی.
د بشري حقونو سازمانونو او ځانګړو استازو له دې وړاندې له طالبانو غوښتي، چې افغانستان کې بدني سزاګانې، صحرايي محکمې، وژنې او بې عدالتۍ پای ته ورسوي.
خلیل راد امریکاته مشوره ورکوی چی طالبانو ته هره هفته دالر واستوی او طالبانو ته وایی چی په افغانستان کی وحشت زیات کړی او خلک وځوروی . هره هفته میلیونونه ډالر ورده راروان دی او طالبان یی مست کړی دی.
تاند او وحید ته ! تاسي سي داسي د بشر له غمه لیوني یاست ولي د صیهونیستي لعنتي یهودو جنایتونه نه وایاست ؟ او دغه د ازادۍ نهضت به هغه سیتمي داړې او د افغان ولس دښمنان وي سي کافرستان ته ځي او د افغان ولس په ضد بله بلوا کوي. وحیده ! له کومه هیواده داسي فتواوې ورکوې؟
سید محمد صاحب سلامونه< زموږ زړه هم د غزی غمیزی او د نورو مسلمانانو ژوند ته خوړین دی دا ټول د امریکی او پاکستان د غلامانو له لاسه. زمینه یی داسی جووړه کړه چی اسلامی ملکونه جهالت، جنګونو، بی اتفاقی، تورتم کی ډوب او بیا مسلمانانو باندی داسی بده ورځ راولی لکه په غزه. که افغانستان ملی بیدار باوجودان مسئول، مشروع، قوی اقتصاد لرونکی د پوهو او منورو متخصصانو او سیاسی بیدارو کادرونو لرونکی وای اوس به ی د غزی د دفاع غږ اوچتاو. پاکستان هم د دانګریز مولود او غلام دی ایران خپل غم کی ډوب دی سوریه ده مالومه چی دا اوسنی احمد شرع څه رقم دی یو لبنان او دا یو دوه نور به څه وکی. زموږ خو ددغو ظلمونو له لاسه زړه وچاود. آخ فلسطین هی زموږ لومړنی قبلې زار مو شم