حیران یمه چې څنګه دلته لمر و او ته نه وې
د تل په شان شپه تیره وه سحر و او ته نه وې
دا خلک څوک خوشحاله څوک خواشیني له حالاتو
خبر نه و په ما باندې محشر و او ته نه وې
ما وې تا به هم پټه د پښتو له رواجو کړم
تاو کړی مې په ځان باندې څادر و او ته نه وې
پرون له دغو خلکو څخه ښه ډیر لیري ولاړم
یو زه م ومه ستا یاد و، بل غر و او ته نه وې
ته نه وې هیڅ، ته نه وې زه یوازې وم غمو ته
خو بیا مې هم په تا باندې نظر و او ته نه وې
پرون مو په وطن کې هیڅ چاودنه نه وه شوې
کلونه پس په موږ باندې اختر و او ته نه وې
په رښتیا سره ډیر ښکلی غزل خو دا به چیرته وه