جمعه, مارچ 29, 2024
Homeادبکره کتنهد ترابي منګل په يوه غزل کره کتنه / ليکوال : محب...

د ترابي منګل په يوه غزل کره کتنه / ليکوال : محب الله آرمل

قپدې کې شک نشته چې تصوف پښتو شعر ته خوند، رنګ، ژوند او دروند وزن ورکړی، ښې بېلګې او ثبوتونه يې کلاسيکه شاعري ده په را وروسته وختونو کې او آن نن يې هم کاميابې بېلګې شته، که تصوف په دېواني شاعرۍ کې نه وای ممکن چې ارزښت به يې په مراتبو را کم وای، صوفيانو چې پياوړې ګروهي يې درلودې او ورسره يې شاعري کوله نو اکثره وخت يې نوې او خلاقې خبرې کولی شوای، البته تصوف اوس هم له شعره وتلی ندی زه د دېواني شاعرۍ يا کلاسيکې او تر هغې د مخکې وختونو د شاعرۍ او صوفيانو په اړه خبرې کوم.

مګر په شعر کې عرفان او تصوف ځايول خپل حدود لري. په اوسنيو شاعرانو کې پيرمحمد کاروان تصوفي يا صوفي شاعر بللی شو، کاروان يو ځای د خپل صوفي مزاج له مخې د شعر په هکله داسې وايي :

ته معشوقه هم لرې ؟!

ووايه نوم يې څه دی ؟!

ماوې زما معشوقه شعر نوميږي

د مور له مينې آن د خدای تر پولې

ورسره مينه لرم

آسمانه ته ووايه

داسې عاشقه معشوقه به هم وي ؟

چې لکه شعر خوږه وي

د مور له مينې

آن د خدای تر پولې

راسره مينه وکړي .

ــــــــــــــــــ

د کاروان مينه او معشوقه شعر دی او دی د مور له مينې آن د خدای تر پولې پرې مين دی د کاروان مينه له شعر سره اود کاروان مينه له خدای سره يوازې دا خبره بېلوي او حد ورته ټاکي چې ( د خدای ترپولې) .

بل فلسفه ده چې شعر او د شعر قوت ډېروي، اهميت ورکوي، مانيز لوی والی پکې ځايوي اونور… په پښتو کې فلسفي شاعران هم لرو چې تاسې ته بهتره معلوم دي غني خان وای: توبه هله له شرابو چې شراب درته پراته وي . دا خو هر څوک وايې چې دغه يا هغه کار ګناده مګر ستا عقيده او اېمان هلته معلوميږي چې له ګناه سره مخ شې خو ويې نکړې.

اشرف مفتون، سيدشاه سعود. عبدالهادي ملا… په پخوانيو کې بهاوالدين مجروج، غني خان … فلسفي شاعران دي البته نورم هم شته خودا نومونه ما دلته له خپل ذهن او د خپل تجربې په آساس وليکل.

خيال چې منظم او ترتيب شوی شکل يې تخيل دی د شعر بل مهم رغنده توک دی او آن اکثره شعر شنونکي او شاعران وايي چې شعر بې خياله نه جوړيږي، د خبرې نا آشنا کول د تخيل کار دی، که خبره آشنا وي نثر دی او که نا آشنا شوه نو شعر شو.

د شعر په نورو اجزاو پدې ليکنه د بحث اړتيا نشته يوازې، د شعر او تصوف، شعر او فلسفې او د شعر او تخيل په رابطه به لنډې خبرې وکړو .

په فسبوک کې مې د ترابي منګل غزل مخې ته راغي دلته يې ټول را اخلم او په همدې غزل کې به د هغه پاس دريو مهم موضوعاتو په رڼاکې خبرې او بحث وکړو، غزل داسې دی.

غزل!!!
چې مې عُمر دخدای عُمر سره سم شي
په هغه وخت به مې لرې له زړه غم شي

چې دخـــدای دخدایی نه برخمن شـــم
هغه دم به مې له سترګو ختم نم شي

دطــــوبا د ونــې لاندې سازته کــینم،
چې نظرته مې منظـــرصنم صنم شي

چې اویا ټېکــري يې مخ پټــوی نشــي
داسې پېغلې بدې خوږ زړه ته ملهم شي

هغه وخت به وخ وخ وکړې وخت به تیروي
چــې اړم دې پستو غوښو ته لړم شي

چې خدای خپله سلامونه ورته وکــړي
ترابــــي مــنګل به هله محترم شــي

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

يادونه : پدې غزل زما کره کتنه د کوم عناد او غرض لپاره نده، بلکې د دې غزل په ځينې بيتونو کې راته سوال پيدا دی غواړم خپل سوال او احساس له تاسې سره هم شريک کړم .

د غزل په مقطع کې لولو:

چې مې عُمر دخدای عُمر سره سم شي

په هغه وخت به مې لرې له زړه غم شي.

د انسان عمر د خدای له عمر سره څنګه يو شان کېدای شي؟ د الله پاک د پيل او پای په هکله هېڅ څوک هېڅ نشي ويلی او نه يې هم پيل پای چاته معلوم دی، منګل صيب د تصوف په مرسته جرئت کړی چې خپل عمر د الله پاک له عمر سره سم کړي، خپله انساني ځانګړنه له خدای سره ورته کول به ګناه ونلري؟

بله خبر داده چې له خدای سره مينه خپله اندازه لري لکه کاروان چې ويلي وو: د مور له مينې آن د خدای تر پولې … که د ترابي منګل موخه دا وي چې له مرګ وروسته انسان ته ابدي ژوند ورکول کيږي او بيا مرګ نشته نو دا هم پدې معنا نشې کېدای چې ګنې عمر يې د خدای له عمر سره سم شو، ځکه چې که هماغه وخت خدای وغواړي نو کمولی يې هم شي، لنډه دا چې ځان يا خپل وجود او خپلې ځانګړنې د خدای پاک سره ورته بلل ناسمه تشبه، ناسم تصوف، ناسم خيال او ناسمه فلسفه ده .

بل بيت داسې دی چې :

چې دخـــدای دخدایی نه برخمن شـــم
هغه دم به مې له سترګو ختم نم شي

زه خو وايم چې موږ ټول د خدای له رحم او ترحم څخه برخمن يو او ده په خپله خدايئ کې برخه را کړې ده، که داسې نه وايي له سره به يې پيدا کولو نه، څوک چې ژوند کوي او انسان پيدا وي هغه مهم دی، هغه ته الله پاک په خپله پاچاهي کې برخه ورکړېده او ځکه يې ورکړې چې پيدا کړی يې دی.

نو له يوه تصوفي شاعر سره ولې دا شک وي چې زه د خدايي له خدايي څخه بې برخې يم ؟ او د داسې وخت په تمه وي چې د خدای پاک په خدایئ کې برخه ورکړل شي. ځمکه آسمانه، دنيا او آخرت الله پاک پيدا کړي او پدې هر ځای کې ژوندي او غير ژوندي ژوي او کائنات د الله پاک له خداېي برخمن دي .

منګل صيب په درېيم او څلورم بيت کې بيا له تصوف منحرف شوی او سکس خواته تللی دی وايي:

دطــــوبا د ونــې لاندې سازته کــینم،
چې نظرته مې منظـــرصنم صنم شي

چې اویا ټېکــري يې مخ پټــوی نشــي
داسې پېغلې بدې خوږ زړه ته ملهم شي

پدې بيتونو کې زه څه نه وايم سکس د انسان فطري غوښتنه ده، محوه کول يې ناشوني. او د انسان په اړتيا وو کې له ډوډۍ خوړلو ورسته دويم ځای نيسي، د انسان درېيمه لويه اړتيا بيا امنيت دی. يانې انسان ته کې دغه درې شرايط برابر وي دی کولی شي موفق ژوند وکړای شي . ددې خبرې ښه ثبوت د بشر تېر تاريخ دی چې د سکس په وجه په بېلابېلو زمان کې خونړۍ جګړې هم منځ ته راغلي دي .

له همدې امله خو دين په دې ټينګار کوي چې خپلو بالغو اولادونو ته چې څومره ژر کيږي ودونه وکړئ ترڅو چې له ګناهونو په امن پاتې شي .

پنځم بيت داسې دی :

هغه وخت به وخ وخ وکړې وخت به تیروي
چــې اړم دې پستو غوښو ته لړم شي

دابيت هم کوم موضوعي مشکل نلري خو د رحمان بابا د هغه بيت په تقليد ليکل شوی چې وايي : (البته دا بيت زه له خپلې حافظې ليکم که له اصلي بيت سره سم نه وو بښنه راته وکړئ ).

د رحمان ويل به هلته در پکار شي

چې يوه دېوال ته مخ بل ته د شاشي

د غزل مقطع چې بياهم ماته پکې سوالونه موجود دي داسې ده :

چې خدای خپله سلامونه ورته وکــړي
ترابــــي مــنګل به هله محترم شــي

داسمه ده چې الله پاک خپل نېک بنده ګان ځانته نږدې بللي او په هغوی د خپل رحم او کرم لورينه کوي خو دا خبره چې خدای يوچاته څنګه سلامونه کوي بله نوې خبره ده چې تر ننه پورې داسې انسان آن په پيغمبرانو کې هم ندی تېرشوی چې خدای يې په سترګو ليدلی وي او يا وکړای شي چې څېره يې انځور کړي . موسی (ع) په کوه طور کې وغوښتل چې د الله پاک جسم وويني خو دی يې له ليدلو ناتوانه شو .   آيا دا د خدای صفت کېدای شي چې هغه ليدل کېداشي ؟ که خدای پاک ونه ليدل شي نو څه به پوشو چې الله (ج) څنګه سلامي کوي، دا خبره کولی شو چې خدای پاک رحمن او رحيم دی مګر که د ده له شانه څخه لوړه خبره کوو سمه ده ؟ دلته يوه بله خبره چې ځينې ديني عالمان کوي داده چې ( خدای په نزد د بنده ) منعا دا چې که يوه بنده يو ښه عمل کوي ممکن خدای پرې خوشاله شي، خو بنده ته دا جواز شته چې د خدای په احساس، څېره… او يانور صفاتو کې هم ورګډ شي ؟ افراط چې تل يې مشکلات او ستونزې پېښې کړې اسلام ناروا بللی که هغه آن د الله پاک سر د مينې په خاطر هم وي .

استاد اسدالله غضنفر په کلتور او ټولنه کتاب ۶۹ مخ کې ليکي (( هغه کسان چې په توی کې د فنا په مراقبه بوخت وو او د سوداګرو کابل ته تلونکې قافله يې لوټ کړه ، د ځان لپاره د ثواب په فکر کې و، خو دا ثواب يې قافلې ته په تاوان رسولو کې، د لارو په نا امنه کولو کې او د کابل خلکو ته د بيو په زياتولو کې لټاوه. که دوی په ريښتيا هم ثواب ګټلی وي، ثواب د دوی خپل شو، نه د ټولنې. د دوی هڅه د ځان د ژغورلو لپاره وه، نه د جهان …))

په دين کې د افراط په لسګونو بېلګې موندلی شو چې تاوان يې پېښ کړی، منصور د وخت محکمې پدې خاطر عدام کړ چې ويل به يې ( اناالحق) .

د منلګل صيب په غزل باندې د فسبوک لوستونکو هم څوځايه لنډ غوندې نقد غوندی کړی و، او ده ورته خپلې خبرې کړې وې مثلا د Hajat Wali په نوم يوه کس په کمېنټ کې ورته ليکلي : فلسفي غوندې وو بغاوتونه پکې زیات شوي دي ګنګس غوندې یې کړم قاري صاحب!!!! ههههههههههه

ترابي منګل داسې ځواب ورکړی : مننه کور ودان ډاکټر صیب! بغاوت مې کړئ، خو یو څه فکر غواړي.

دمنګل صيب له دې ځواب ما بياهم کوم مطلب تر لاسه نکړ آيا دا فلسفه ده، لکه څنګه چې حاجت ولي ورته ليکلي ؟ نور کمېنټونه مې هم وکتل .

Aboozar Khan داسې خبره ليکلې: دہ مینی دہ محبت سخہ ڈک سلام ترابی صیب دادوہم کڑئ چی دہ خدای دہ خدای سخہ برخمن دادہ اسماء لوازمو سخہ دی دہ بندہ حصہ دہ متعدوسخہ کیدای مثلا لکہ رحم وغیرہ…

ترابی منگل داسې ځواب ورکړی : مننه ګران ابوزر صیب! داهم سمه ده خو زمامطلب دادی: چې کله بند جنت ته لاړ شي هلته چې دده زړه څه وغواړي هغه به کيږي، یعنې اختیار کُل چې ورته هغه به انسان ته حاصل وي،دادخدايئ یوصفت دی چې نن صرف الله هر څه کولائ شېي نور مخلوق نه؛

د Parganiz Parganiz په نوکس هم په لنډ ډول داسې پوښتنه مطرح کړېده : ترابی منږله زما سر خو په اولو دوو بیتونو خلاص نه شو؟

د ترابی منگل ځواب داسې دی : کور ودان حاجي صیب!په جنت کې مرګ ته هم مرګ راخي خوبیا انسان ته مرګ نه راځي، انسان به هم ابدل ابد ژوندی وي، او خدای به هم ابد لابد ژوندی وي ،یعنې عمر به دخدای اوبنده برابرشي؛ دویم بیت : دانسان زړه چې څه وغواړي هغه به کېږي دا هم یو خدايي صفت دې چې انسان ته به هم حاصل شي؛

له دې کمېنټونو دوې پايلې په لاس راځي چې يو په شعر کې هنري ابهام دی او بل د ابهام په ځای لار غلطول او د مکې په ځای ترکستان ته تلل.هنري ابهام، د تخيل په مرسته شونتيا لري . د شعر په هکله پخوانۍ نظريه داسې وه چې ( د شعر کونجي له شاعر سره وي ) خو نن سبا دا خبره ناسمه ثابته شوې ده ځکه چې که په رښتيا داسې وای نو ښه وه چې د رحمان بابا يا خوشال بابا دېوانونه مو هم له دوی سره يو ځای ښخ کړی وای ځکه دوی خو نشته چې موږ ته يې په شعر کې سوال پيدا شي او دوی يې راته ځواب کړي. که ترابي منګل نه وای د فسبوک د لوستونکو پوښتنې به چا ځوابولې .

که شعر د ټولنې په ګټه بولو نو مهمه ده چې له ليکلو ورسته يې د ټولنې مال هم وبولو. هنري ابهام د شعر خوند زياتولي شي خو مهمه داده چې شاعر سم او ناسم ابهام وپېژني، که له شعر معنا وانخستله شي، ګونګ وي، ګډې وډې خبرې وي، هنري ابهام هم ونلري او وايو چې ښه شعر دی ، دا تېروتنه ده. په شعر کې تخيل هم پدې معنا ندی چې خبره ګونګه شي، او فلسفه هم دې ته نه وايي چې له ليکلو کرښو څوک هېڅ منعا وانخلي، که خلک د خلکو په زړونو خبر وای نو بيا خو مشکل نه و ، خو دا چې هر سړی بزرګ ندی او د بل په باطن نه پوهيږي اړينه ده چې له خپل درون څخه بيرون ته راشو، او له بيرون څخه درون ته لاړ شو . وچ په زور داسې خبرې چې په آساسي هدف يې څوک پونشي او خبرې هم د بنده او خدای په حدودو کې وي فکر کوم شعر ندی .

پای ۹۴-۸-۱۲

1 COMMENT

  1. Dr.HamidUllah Zrrlver Sapi T.November 7, 2015 at 17:10 Reply
    Your comment is awaiting moderation.
    Salam Tand Chalawoonko ta;
    Pa bakhshane ghoxtilo sara , d wror Mohebulla A`armel pa Kara Katinah che d Turabi Mangal d 1 ghazal pa bab MA yawa tabserah karre wa; wali mo nashr na krrah?
    keday si pa dalil yi poh sham??. maninah.Dr Sapi. z.h. T.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب