شنبه, اپریل 20, 2024
Homeادبشعرد خوست پرېم نگر (د مينې کلي) لولنگرو او بيا له کندهاره تر...

د خوست پرېم نگر (د مينې کلي) لولنگرو او بيا له کندهاره تر کابل و ننگرهاره

د جنگ وجهل  بلهارو هندوانو او سېکانو ته يې ډالۍ کوم !

پوهاند زيار

د مينې ناورين

وسوم اور د انتظار، خوته رانغلې

سپېلنی وريت په انگار، خو ته رانغلې

په درشل کې د ښکلا د پېغلتوب دې

‌ډېر سرونه شول بلهار، خو ته رانغلې

چې مو کړی وو تړون پکې د مينې

وران ويجاړ شو هغه ښار،خو ته رانغلې

مال و سر وهست ونېست مې له يو سره

کړه دا ستا له سره ځار، خو ته رانغلې

چې ښکالومې ستا د خيال د پښوترغوږ شوه

ما کړه فرش په لېمو لار، خوته رانغلې

د تيارو له ځنگله هسک لکه شهاب شول

درڼو سپېدو سپېدار، خوته رانغلې

توره شپه مې وروڼله ستا گلمخ ته

لکه پرخه تر سهار، خو ته رانغلې

زه په خيال ستا د اوږدو زلفو کړيو

وختم پر سرد دار، خوته رانغلې

ستاسر اور ته يې   ، لمن له گلو ډکه

شوخزان هغه بهار خو ته رانغلې

چې ښندلی مې وای ستا د ناز په پښو کې

شومې تېر د ځوانۍ وار، خو ته رانغلې

لاس پرسردې کړم له ژوند اسرې د هوکې

پر ما خاورې شوې انبار، خوته رانغلې

ماد خپلو هډو پلو له ايرو جوړ کړ

درته څلی د يادگار، خوته رانغلې

ما’ ل  چې بلې  به مې کړې په پار دمينې

يو څو شمې پر مزار، خو ته رانغلې

ستا د مينې د اور وينو له ناورينه،

ارمان يوړ گور ته زيار، خوته رانغلې!  

پېښور ۳/ ۱۱ / ۱۹۹۴

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب