(دریمه برخه)
د ښاغلي ستانه میر زهیر په لیکنه کي دریمه فیصله ایستل سوې ده. کومه فیصله چي دوی دریمه گڼلې ده، هغه څلرمه فیصله ده چي تر دریمي فیصلې یو کال وروسته په کابل کي تصویب سوې وه.
د دریمي فیصلې غونډه د۱۳۳۶ ش کال په حمل (وري) میاشت کي په پېښور کي جوړه سوې وه. په هغې کي دریو تنو افغاني پوهانواو ۲۴ تنو پېښوري پوهانو برخه اخیستې وه. زه به ددې غونډي فیصله سوي مواد او د غونډي دبرخه والو نومونه له هغه متن څخه چي ماته پروت دئ،دلته کټ مټ بې له لاسوهني رانقل کړم .
د۱۳۳۶ شمسی کال د حمل پر ۱۱ مه او ۲۵ مه ( ۱۹۵۷ ع کال د مارچ ۳۱ اپریل ۱۴) دپېښور د پښتو اکاډیمی په لیکچر هال کښی د لری پښتونخوا (۲۴ ) تنو او دافغانستان د (۳) تنو لیکوالو ترمنځ مجلس وشو په دې مجلس کښی ( دغه ځای همداسي تش پاته دی (هوتک) ) مواده په اتفاق سره ومنل شول او د پښتو لاتین تورو د ځینو اختلافی صورتو مسئله آینده موافقې ته پرېښووله شوه ددې مجلس مصوبات به د ( دریمې فیصلې) په نامه وړاندي کړو :
اولنۍ غونډه :
د اتوار په ورځ د مارچ د میاشتی په یودېرشم تاریخ داکیډمۍ لکچر هال کښی دښاغلی مولانا عبدالقادر په صدارت کښی اولنۍ غونډه وشوه – په دې غونډه کښی د بر پښتونخوا دعزتمندو میلمنو ښاغلی گل پاچا الفت ښاغلی صدیق الله رښتین او ښاغلی قیام الدین خادم نه علاوه دپېښور له خوا گڼو ادیبانو او شاعرانو له د شاملېدو دعوت ورکړی شوی وو ــ کوم گران ادیبان چه په جرگه کښی شامل وو، دهغوی نومونه دادی :
ښاغلی عبدالخالق خلیق ، فضل حق شیدا، قاضی احمد سعید، ایم ای عبدالشکور، دوست محمد خان کامل، اجمل خټک، میان محمد شاه خیال، ماسټر عبدالکریم خان، پروفیسر نوراحمد خان، پروفیسر ډاکټر منور خان، رشید علی دهقان ، حکیم محمد اسلم سنجری، نصرالله خان نصر، الحاج خانمیر هلالی، عبدالستار کاتب،
داکیډمۍ دطرفه پکښی ډاکټر سید انوارالحق، پروفیسر محمد اکبرخان، سیدعظیم شاه خیال، قاضی هدایت الله، فضل ودود کاتب، مولوی محمد اسرائیل، عبدالرحمن شباب، میان سناوالدین، او محمد اسحق صاحب کنډاپور وو.
په دې غونډه کښی په ډېرو مسئلو خبری اتری او په شیبو شیبو بحثونه وشول، خیال بخاری د وړونبی نه ځینی لیکلی سوالات راجمع کړی راوړی وو چه دهغو تفصیلی ذکر دلته هیڅ فایده نه لری خو ددې لاندی لیکلی شوی خبرو فیصله وشوه :
۱ ــ د چاپ د پاره دی خط نسخ وی، خپل ذاتی خط کتابت او مسودې و غیره دی بې شکه په نستعلیق کښی وی.
۲ ــ د پښتو څلور مخصوص توری یعنی ځ ، څ ، ږ ، او ښ دی لکه څنگه چه نن سبا مروج دی همدغه شان دی وی .
۳ ــ د پښتو ټ ، ډ او ړ دی هم په پخوانی شکل یعنی په کنډه لیکلی شی او په دې شکل یعنی ” ٹ ــ ڈ ــ ڑ ” دی نشی لیکلی.
۴ ــ د هندی ( هـ) سره مرکب تورو ( لکه بهـ ، پهـ ، تهـ ، ٹھ ، جهـ، چهـ ، کهـ ، گهـ و غیره )نه دی (هـ) وغورزولی شی ــ ځکه چه دا توری د پښتو په الف بی تی کښی نشته ــ دهندئی داسی ټکی چه دا توری پکښی راغلی وی بې (هـ) نه دی لیکلی شی ــ لکه : سیک ، چترۍ ــ پراټه ــ چکړه ــ ګړۍ او داسی نور .
۵ ــ د لاتینی ( رومن ) الف بی تی اهمیت ومنلی شو او د ننۍ زمانې دضروریاتو او تقاضو په خیال دا فیصله وشوه چه یوه وړه جرگه د پښتو د تورو دپاره په لاتینی الف بی تی کښی د پښتو مخصوصو…. (تر دې وروسته زما سره موجود متن نیمگړی دئ او ماته نه معلومیږي چي داځای دهغي فیصلې له امله چي وایي ” … دپښتو لاتین تورو د ځینو اختلافی صورتو مسئله آینده موافقې ته پرېښووله شوه ….” همداسي کنډو پرېښوول سوی دئ او که زماسره موجودي پاڼي نیمگړي دي؟ په هرصورت دغه برخه به زه یا کم (کوم) بل څوک وربشپړه کړي. زماسره چي څه موجود ول، هغه مي تاسي ته وړاندي کړل.)
دوهمه غونډه :
دافغانستان او پاکستان د ادیبانو، شاعرانو او علماؤ دوهمه غونډه :
د اپریل د میاشتی په څورلسم تاریخ د اتوار په ورځ داکیډمی (په اصل کي ” اکیډشی” ده چي دکاتب تېروتنه به وي. هوتک) په کلچر(لکچر)هال کښی د مولانا عبدالقادر په صدارت کښی وشوه ــ دا ځل هم گڼو عالمانو او ادیبانو ته بلنه ورکړی شوې وه خو دا لاندینی کسان په روژه خوله راغلی وو :
ښاغلی عبدالخالق خلیق، سید راحت زاخیلی، قاضی احمد سعید، دوست محمد خان کامل ، سمندرخان سمندر، اجمل خټک ، میان محمد یوسف ، مولانا عبدالقدوس، پروفیسر ډاکټر نوراحمدخان، رشیدعلی دهقان ، میرمهدی شاه مهدی، ارباب عبدالغفورخان، ارباب سکندرخان، محمدافضل خان بنگښ، نصرالله خان نصر، سید انوارالحق ، پروفیسر محمد اکبرخان، سیدعظیم شاه خیال، قاضی هدایت الله، مولوی فضل ودود خان، مولوی محمداسرائیل، عبدالرحمن شباب، میان سناؤالدین، او محمداسحق ــ حصه واخستله.
د جرگې ابتداء دقرآن مجید په تلاوت وشوه ــ بیا سیدخیال بخاری د تېری غونډی منظورشوی تجویزونه واورول، او د روانی غونډی د تجاویزو په حقله ئې دقاضی احمدسعید نوم پیش کړو ــ چه هغه دی د وړې جرگې د مشر په حیث ددغی جرگې تجویزونه وړاندی کړی ـ قاضی صاحب چه کوم تجویزونه پیش کړل ــ په هغو کښی په هر یو باندی گرم گرم بحثونه وشول ــ او دا فیصلې وشوې :
۱ ــ : د پښتو الف بې تې کښی دی د عربی هغه توری ( یعنی ث ، ح، ذ( په اصل کي “د” دئ چي د کاتب تېروتنه ده. هوتک)،ص، ض، ط، ظ ، ع ، ق ) چه اوس هم رائج دی په خپل ځای وی ــ خو دا توری به تش دعربی په الفاظو کښی استعمالیږی او د پښتو په الفاظو کښی به نه استعمالیږی.
۲ ــ : د ټ ، ډ ، او ړ په کُنډی سره لیکلو باندی یو لنډ بحث بیا گرم شو او د هر خیال د طرفدارو د بحث نه پس پری رائی واخیستی شوه ــ اکثریت د زوړ دود یعنی په کنډه باندی د لیکلو طرفدار وو.
۳ ــ د عربی کوم ټکی چه په پښتو کښی مروج دی ــ هغه دی په خپل اصلی شکل لیکلی کېږی ــ لکه قمیص ــ قصه ــ ظالم ــ صمد او داسی نور خو یو څو ټکی ددې اصول نه مستثنی وگرزولی شول ــ لکه واخلی ــ تپوس ، ایسار ــ اودس ــ لاټین ــ پام ــ تاخ ــ اریان (په اصل کي ” امریان” دئ چي دکاتب تېروتنه ده. هوتک) دریان (یوځائی) شمکور ــ بخمل ــ او وخت او دغسی نور.
۴ ــ دپښتو د خپلو ټکو په لیک کښی دی اول صوت (ږغ) ته بیا د ریشی او گرامر ته وکتی شی.
۵ ــ “ء” دی د زورکی دپاره استعمالیږی ــ لکه : زړه ــ تله (میزان)
۶ ــ د پښتو د مخصوصو تورو د نومونو په حقله دا فیصله وشوه ــ چه د برخوا خلق دی ورته ، زې ــ سی ــ ژی او ښې وائی ــ او د لرغاړی اوسیدونکی دی زیم ــ سیم ــ گی او خین وائی.
۷ ــ د گاف د کشونو یا کنډې په حقله هم فیصله په رای شمارۍ وشوه، او دکُنډې د لیکلو طرفدار زیات وختل.
۸ ــ د حرکتونو په حقله تجویزونه :
ا ــ زور ، زیر ، او پېښ لکه چه پخوا داسی مستعمل دی همدغسی به مستعمل وی ــ خو که د یو ټکی په آخری توری زور راغی نو د زور په ځای به هائی مخفی راوړی شی ــ لکه ځکه ، زړه ــ دغه شان که د یو ټکی په آخری توری زیر وی ــ نو دا هم په (ی) بدلېږی ــ لکه مې ، ترې .
ب ــ الف به هم په دغه شان استعمالیږی لکه چه تر اوسه استعمالیږی .
ج ــ مد (د مد نخښه زه په کمپیوټر کي نه لرم . هوتک) دا حرکت تش د عربی ټکو کښی راځی ــ د پښتو ټکو کښی نشته .
د ــ د واؤ په حقله ښاغلی احمدسعید لاندی لیکلی شوی تجویزونه وړاندی کړل
( ۱)ګُل ــ کُل ــ دا حرکت دی تش په پیش سره ښودلی شی.
(۲) لور ــ کور (خانه) شور ــ (تش واؤ بې له نخښې نه)
(۳) توره ــ تالو ــ په ماقبل توری دی پېښ ورکړی شی.
(۴) لو ــ یو ــ په ماقبل توری دی زور ورکړی شی .
او د واؤ کم شکلونه چه ښاغلی رښتین وړاندی کړل هغه دادی :
(۱) ګل ــ کُل ( تش په پېښ سره)
(۲) کور ــ زانگو ( د واړ د پاسه یو بل اړولی واؤ چه په عربی کښی د “وُو” آواز ورکوی.
(۳) یو ــ لو ( د واو د پاسه اړولی غړوندی)
فیصله داوشوه چه دواړه شکلونه دی اولس ته وړاندې کړی شی ــ چه په کومو شکلونو اتفاق راغی هغه دی رائج کړی شی .
(ر) زیر کوتاه ــ لکه تجارت ــ صفت ــ رښتین ــ ( دازېرپه پښتوکښی نشته)
(س) د معروفی او مجهولی (ی) گانو په حقله هم اتفاق رانغی خو هغه شکلونه چه قاضی صاحب او رښتین صاحب وړاندې کړل لاندې جداجدا سره دمثالونو راوړلی کېږی
د قاضی صاحب پېش کړی شکلونه :
(۱) ی ــ ویر ــ لیدل ــ ښادی ــ ( عامه غونډه یا معروفه “ی” )
(۲) ی ــ جینی ــ څوکۍ ــ ( د زوړ همزه په ځای په ماقبل توری زور)
(۳) ۓ ــ سړی ــ زمری ــ ( په ماقبل باندې زور)
دلی ــ اری ــ ( خالی اوږده ” ی” بې له هیڅ قسمه نخښې)
د دواړو مثال : سړی ــ سړی اوبه چښی .
که دا (ی) د یو ټکی مینځ کښې راشی نو لاندې باندې ټکی (نقطې) ورکولی شی لکه هېرېدل ــ تېل ــ پېر (چکر)
دغه یې گانې ښاغلی رشتین په داسې شکل کښې پېش کړې
(۱) سړی ــ زمری ــ ( معروفه (ی) بې له څه نخښی نه)
(۲) سړې (یخې) ــ تختی ( معروفه (ی) چه ټکی (نقطې) لاندې باندې لری .
(۳) ویر ــ لیدل ــ ښادی ( معروفه (ی) خو متوازی یا پراته ټکی (نقطې)
(۴) جینۍ ــ څوکۍ ( دهمزه په ځای د (ی) تاو کړې لکۍ)
( فیصله پر همدې ځای پای ته رسېدلې ده چي ما کټ مټ رانقل کړه. د یاگانو په لیکلو کي مي هیڅ ډول لاسوهنه نه ده کړې. متن کټ مټ رااخیستل سوی دئ.د قاضی صاحب په پېش کړو شکلونو کي مي د (۳) نمبر پرته (ی) زما د کمپیوټرله اردو پروگرام څخه اخیستې ده خو په اصل فیصله کي دپاسه همزه نه لري. زماپه کمپیوټر کي ما بې همزې پرته (ی) ونه موندله او دا کار باید یو عذر وگڼل سي، نه لاسوهنه. داخبره یو ځل بیا کوم چي په دې لیکنه کي زما مراد دادئ چي دغه فیصلې د محققینو په واک کي ورکړم . زموږ لویه ستونزه داده چي مشرانو مو ځیني مواد پخپل انحصار کي ساتلي ول او ساتلي دي او د عامه استفادې له پاره ئې نه وړاندي کول او نه ئې وړاندي کوي. زه غواړم چي دا فیصلې عامه استفادې ته وړاندي کړم. دتحلیل او تفسیر برخه ئې د هر چا خپل کار دئ. هر څوک پوه سه خپل ئې نظر. )
(نور بیا)
پښتو ليکلار (باړه ګلۍ) نومي کتاب کي بیا د فیصلو ترتيب بل ډول دئ.
محمد معصوم هوتک
محترم یوسفزی صاحب
که مو مراد د باړه گلۍ فیصلې وي، هغه په ورپسې برخه کي که خدای کول ، راځي او که مو مطلب د پښتو ټولني فیصلې وي او له دې سره توپیر ولري، لطفا ئې توپیرونه وښیاست چي لوستونکي د فیصلو په اصلي بڼه خبر سي. زما مقصد هم همدا خبره ده چي د فیصلو اصل شکل لوستونکو ته وړاندي سي. په درنښت