یکشنبه, مې 5, 2024
Homeروغتیاتر اندازې زیات چاغښت/ ډاکټر رحیم هلال

تر اندازې زیات چاغښت/ ډاکټر رحیم هلال

 (((Obesity )))                                                                                   

انسان په نوبتي توګه خواږه کاروي په داسې حال کې چې په وجود کې د انرژي لګښت په پرله پسې ډول دوام لري .

وجود د اړتيا وړ انرژي د هغو شحمو او نورو موادو څخه په لاس راوړي چې په ټولېز ډول د ګلایستریايېدونو (شحمي اسيدونو، ایستر او ګلیسترول ) په شکل ذخیره کېږي او د غذايي موادو، ينې او ګلوکوز څخه په لاس راځي.

د اړتيا پر مهال شحم په يوازي توګه يا (Uniform ) نه مصرفېږي بلکې لومړی د پوستکي لاندي شحم او د مصاريقي شحم په مصرفېږي چې په دې ډول د اوږد مهال لپاره د لاسونو، پښو او د سترګو د ګاټو د شحمو له ويلي کيدو څخه مخنوی کېږي.

چاغوالی يا زيات وزن درلودل خپل دروند بار په دوراني سیستم اچوي او د همدې سیستم په بیلا بیلو برخو کې د ناروغيو د منځ ته راتلو لامل ګرځي.

غټوالی يا چاغښت څه ته وايې:


د روغتيايې څېړونو او لاسته راووړنو په باور چاغښت د بدن د شحمي نسج له زیاتوالی څخه عبارت دی چې د روغتيايې اهتماماتو په وړاندي ډېر کم ځواب وايي.

د خوړل شوې او اخیستونکي غذا د مصرف او انرژي ترمنځ توازن او برابروالی د هايپوتلاموس په واسطه برابريږي، که چېرته په هايپو تلاموس کې ستونزه نه وي او يا کومه بله اړونده ستونزه موجوده نه وي په نورمالو کسانو کې وزن تر ډېره وخته پورې ثابت پاتې کېدای شي.

په کلینیکونو او روغتيايې مرکزونو کې د چاغوالي د اندازې لپاره د Body mass index يا BMI له محاسبي څخه ګټه اخیستل کېږي چې د روغتيا د ملي موسسې لخوا نورمال BMI ( ۱۸،۵ څخه تر ۲۴،۹ پوري ښودلی شوی دی .

د ناروغ وزن په کيلو ګرام

BMI =         ___________________

د ناروغ قد په متر مربع

د چاغښت د ارزونې لپاره د BMI ارزښت يوازې د وزن څخه د ګټي اخستني په پرتله زیات دی دا ځکه چې د وګړو قد امکان لري لوړ او يا ټيټ وي .

په ماشومانو کې هم چاغښت د BMI په بنسټ ګروپ بندي کېږي ، هغه ماشومان چې

په همدې ډول په ماشومانو کې هم چاغښت دBMI  په اساس ګروپ بندي کېږي هغه ماشومان چې BMI يې له ۹۹،۹ سلنې څخه لوړ وي Over weight  د لوړ عمر لرونکي ښودل شوې دي

د چاغښت لاملونه:

پورته يادونه وشوه چې د اخیستل شوې غذا او انرژۍ تر منځ توازن او انډول په هايپوتلاموس پوري اړه لري، نو ويلای شو چې د بدن وزن هغه مهال زیاتېږي چې د اخیستل شوې انرژۍ او د هغې د لګښت تر منځ په انډول کې ګډوډي رامنځ ته شي.

که د یو انسان لس کیلو ګرامه وزن زیات شي دا د ۷۰،۰۰۰ کیلو کالوري اضافي انرژي ښودنه کوي، که چېرته د ۱۰۰ ورځو لپاره هره ورځ ۶۰۰ کیلو کالوري انرژي کمه واخیستله شي ۱۰ کیلو ګرامه وزن بله له دي سره سم را کم شي له همدې امله د زیات فزيکي خوښت په ترسره کولو او د کمي انرژي په تر لاسه کولو سره کېدای شې د بدن وزن را کم کړای شو.

لاندي له څو عادتونو څخه یادونه کوو چې کېدای شې په تغير راوستو سره يې د وزن په کمولو کې د پام وړ بدلون منځ ته راوړلای شو :

هغه کسان چې په زیاته کچه له هغو خوړو څخه ګټه پورته کوې چې په شحمو باندي مشتمل وي په چاغۍ اخته کېږي .

هغه خواړه چې په زیاته کچه د شحمو او قندونو څخه برخمن وي د اخیستل شوې انرژي د زیاتوالی سبب ګرځي.

په ورځني ژوند کې د فزيکي فعالیت او خوځښت کموالی يا نشتوالی د بدن د وزن د زیاتوالی ستر لامل کېدای شي.

د يوه سګریټ څکول د نهه (۹) کیلو کالوري انرژي د راکمولو لامل ګرځي چې په پایله کې په اشتها کې زیاتوالی راځي.

د چاغوالي جنیټیکي او ارثي فکتورونه

دغه فکتورونه هم د چاغښت او د وزن په زیاتېدو کې رول لري ، څېړنو ښودلې ده چې د چاغښت مسئولیت د ۵ پنځو جینونو او دولس کروموزومونو په غاړه دی ، leptin هغه هورمون دی چې د شحمي انساجو په مرسته افرازيږي د هايپوتلاموس له لاري په اشتها تاثًير کوي، د چاغښت له شلو تر څلويښت سلنه پيښې جنیتیکي سرچينه لري چې زیاتره يې د ګېډی په برخه کې را منځ ته کېږي

درمل :

بیلا بیل درمل لکه کورتيکو سټيرويئډونه Tricycclic anti depressant , sulpaunyl urea , valporato , او contraceptive درمل د چاغښت لامل ګرځي

انډوکرايني افات د اندوکراين افات له ۱٪ څخه کم د چاغۍ لامل ګرځي خو د هايپو تلاموس يو شمير تومورونه له دي امله چې د بدن میتابولیزم کموي غټوالی را منځ ته کوي

کلینیکي تظاهرات:

چاغښت دوه ډوله دی:

۱ـ Ganoids distributing obesity : په دې ډول چاغښت کې چې په ټولېز ډول په ښځو کې لیدل کې د شحمیاتو د ورنورو او سین په برخه کې زیات ځای پر ځای کېږي او له دې امله چې بدن ته د ناک شکل ورکوي نو ځکه په همدې نوم نومېږي.

۲ـ Android distributing obesity : په دې ‌ډول کې چې په دواړو جنسو او over weight کسانو کې رامنځ ته کې/ي شحمیات د ګېډي په برخه کې زیات ځای پر ځای کېږي او له دي امله چې د بدن همومي جوړښت د يوې مڼې شمکل غوره کوي په همدي نوم ياديږي

د ملا محیط د Superior iliac cesta او د سینی د اخري ضلع ( mid axalary line ) تر منځ منځنۍ ناحي نه اندازه کېږي او ورانه محیط د sup. Ileac cresta د وسط په ۲/۳ برخه کې اندازه کېږي د وينې لوړ فشار د انسولینو سره مقاوم ډيابټ dyslipidemia او قلبی وعايې ناروغۍ له بطي چاغي سره يو ځای لیدل کېږي.

د بدن د شحمو اندازه کول:

د بدن د شحمو د اندازه کولو تر ټول ساده طریقه په څلورو ناحيو کې د جلدي التواتو د ضخامت محاسبه ده (bileps ،trileps ، scapula او supra iliac ناحيې)

د بدن د شحمو د محاسبي تر ټولو دقیقی طریقي له ایزو ټوپيک محاسبي ، ct . scan او MRI څخه عبارت دي

شحمیات د سړيو د بدن له ۱۰ تر ۲۰ سلنه او د ښځو د بدن ۲۰ تر ۴۰ سلنه برخه جوړوي .

د چاغښت اختلاطات یا خطرات:

چاغي د مړېني ګراف لوړوي لکه څرنګه چې د froningham څيړنو هم همدا ښودلې ده چې هغه وګړي چې په ۴۰ـ۳۰ کلنۍ کې د هر نیم کیلو زیاتوالی ۱٪ مړینه زیاتوی او د ۶۰ـ۵۰ کلونو تر منځ ۲٪ مړینه زیاتوي

هغه کسان چې د لوړ BMI لرونکي دي د زړه او اکلیلی رګونو ناروغۍ په هغوی کې د مړيني لوی سبب ګڼل کېږي

هغه وګړي چې د ورځي ۲۰ دانې سګريټ څکوي په هغو کې د مړینې خطر هغو وګړو په پرتله دوه برابره زیات دی چې هغوی سګریټ نه څکوي.

درملنه :

د چاغښت درملنه تر ډيره حده په دې پورې اړه لري چې ناروغ څه ډول کلینیکي حالت لري د وينې لوړ فشار، د وینې د شحمو تشوشات او د قلبي وعايې ناروغيو شتون او کله څنګه ؟

د دې هدف لپاره اړینه ده چې د ناروغ وزن ۱۰ په سلو کې را کم کړو او BMI يې په نورمالو حدودو کې وساتل شي.

غوره به دا وي چې په غذايې رژیم کې له سره کتنه وشې، له هغو خوړو څخه ګټه وانه خیستل شې چې په خپل ترکیب کې شحمیات او نشایسته ولري له میوجاتو او سبزیتانو څخه باید استفاده وشي، فزیکي فزیکي فعالیت زیات او ورزش د خپل روزمره فعالیت جز وګرځول شي

په دې ورستيو کې د وزن د کمولو لپاره دوه ډوله درمل کارول کېږي:

Sibutramine او Orletate څخه عبارت دي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب